منځپانگې ته ورتلل

فؤاد شکر

د wikishia لخوا
فؤاد شکر

فؤاد علی شُکر (۱۹۶۱–۲۰۲۴م) مشهور په حاج‌ محسن یا سید محسن شکر، د لبنان د حزب الله یو مشر پوځي کوماندان او د سید حسن نصرالله سلاکار و چې د ۲۰۲۴ م کال د جولايي په ۳۰/ د ۱۴۰۳ل کال د زمري په ۹ د بیروت په ضاحیه کې په یوې ودانۍ د اسراییلو په یوې حمله کې ووژل شو. فواد د صهیونسټي نیواکګرۍ په خلاف د لبنان د لومړیو مقاومتي ډلو په سرڅڼه کولو کې رول درلود. په اسراییلي رسنیو کې هغه د حزب الله د ګایډډ توغندیو پر پروژې د څارنې د مسوول په توګه یادیږي.

د فواد شکر ترور، مختلف غبرګونونه په ځان پسې لرل. مختلفو سیاسي مذهبي شخصیتونو دغه ترور وغنده. د لبنان د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصر الله د هغه د غچ اخستلو خبره وکړه.

مقام

په لبنان کې د فواد شکر د درنښت دستورې

فؤاد شُکر مشهور په حاج‌ محسن یا سید محسن شکر، د لبنان د حزب الله یو مشر پوځي کوماندان او د دغه سازمان د عمومي منشی سید حسن نصرالله پوځي سلاکار ګڼل کېده. هغه د صهیونسټ رژیم په خلاف په ډېرو عملیاتو کې رول درلود.[۱] اسراییلي رسنیو هغه د لبنان د حزب الله دوهم نمبر کس او د دغه سازمان د ګایډډ توغندیو پر پروژې د څارنې مسوول معرفي کړی دی. د امریکا چارواکو هم هغه په بیروت کې د حزب الله د ۱۹۸۳ م کال د عملیاتو متفکر مغز یا اصلي پلانوونکی بللی چې د ۲۴۱ امریکایي ځواکونو د وژل کېدو سبب شو.[۲]

ژوند لیک

فواد شکر د ۱۹۶۱ م کال د اپریل په ۲۵ د لبنان د بعلبک سیمې په نبي شیث کلي کې دنیا ته راغی.[۳] فواد په ۸۰ لسیزې کې د اسراییلي نیواکګرو په خلاف د لبنان د لومړیو مقاومتي ډلو په سرڅڼه کولو کې رول درلود. هغه په ۱۹۸۲ کال کې ژوبل شو. هغه همداراز له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹۵ کاله پورې د لبنان پوځي یونټونه د صربانو په وړاندې له مسلمانانو څه په دفاع کې بوسنیا هرزګوینا ته د استولو لپاره برابر کړل.[۴]‌

د لبنان د حزب الله د مشر سید حسن نصرالله په وینا، فواد د لبنان د مقاومت له بنسټګرو و.[۵] د اسلامي مقاومت شورا د جوړېدو له وخته، د دغه شورا غړی و او د توپان الاقصی عملیاتو له پېله یې د لبنان په جبهه کې د پوځي عملیاتو کومانده کوله.[۶]

فواد شکر د حزب الله بل کوماندان عماد مغنیه ته چې په ۲۰۰۸ کال کې په دمشق کې ترور شو هم نزدې کس و.[۷] د امریکا متحده ایالتونو په ۲۰۱۷م کال کې د هغه د نیولو لپاره د معلوماتو په وړاندې کولو پینځه میلیونه ډالره انعام ایښی و.[۸] همداراز په ۲۰۱۹ کال کې پرې امریکا بندیزونه ولګول. د اسراییلو پوځ هم د هغه په اړه د هر ډول معلوماتو د وړاندې کولو لپاره پینځه میلیون ډالره انعام ایښی و.[۹]

ترور

د فواد شکر جنازه

د بیروت په ضاحیه کې په یوې استوګنې ودانۍ د صهیونسټ رژیم ځواکونو په هوایي حمله کې چې د ۱۴۰۳ ل کال د زمري په ۹ ترسره شوه، د فواد شکر استوګنځی په نښه او هغه شهید شو.[۱۰] د اسراییلو پوځ ادعا لري چې دغه ترور یې د مجدل شمس په سیمه د لبنان د حزب الله د حملې په ځواب کې چې فواد یې مسوول و، کړی دی؛ خو د لبنان حزب الله په مجدل شمس د حملې مسوولیت نه دی منلی.[۱۱] د لبنان د مقاومت له نظره، په مجدل شمس حمله د اسراییلو د دفاعي سسټم د خطا نتیجه[۱۲] یا د صهیونسټ رژيم خپله نېغ په نېغه حمله ده چې په خاصو موخو لکه دروزیانو او مقاومت تر مینځ د اختلاف رامینځته کولو او په غزې کې د دغه رژیم له کړنو[۱۳] د عمومي افکارو د اړولو لپاره شوې ده.

د حزب الله له نظره، فواد د اسراییلو د تیریو په وړاندې د غزې له خلکو د حزب الله د ملاتړ په وجه ترور کړی شو او سید حسن نصرالله د هغه د غچ اخستلو خبره کړې وه.[۱۴]

غبرګونونه

د فواد د جنازې دستورې د زمري په ۱۱ په رسمي تشریفاتو او د سید حسن نصرالله په وینا سره جوړې شوې.[۱۵] همداراز سیاسي او مذهبي شخصیتونو د فواد شکر په ترور تسلیت ووایه. لکه په نجف کې استوګن د تقلید مرجع بشیر حسین نجفي[۱۶] د قم د علمیه حوزې د مدرسینو ټولنې مشر سید هاشم حسیني بوشهري[۱۷] د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو کوماندان حسین سلامي،[۱۸] د یمن د انصارالله غورځنګ مشر عبدالملک حوثي،[۱۹]حماس او د عزالدین القسام کنډکونو[۲۰] او د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف[۲۱]

حزب الله د ۲۰۲۴ م کال د اګست په ۲۵ د فواد شکر په ترور په غبرګون کې په نیواکي فلسطین کې په پوځي موخو تر ۳۰۰ زیات توغندي وویشتل.[۲۲]

فوټ نوټ

  1. ↑ «قاد جبهة الإسناد اللبنانية وناصر المسلمين في البوسنة والهرسك.. من هو الشهيد “السيد محسن شكر”؟»، المنار.
  2. ↑ «فواد شکر، فرمانده ارشد حزب الله که اسرائیل او را در بیروت کشت، کیست؟»،‌ خبرگزاری بی‌بی‌سی.
  3. ↑ «قاد جبهة الإسناد اللبنانية وناصر المسلمين في البوسنة والهرسك.. من هو الشهيد “السيد محسن شكر”؟»، المنار.
  4. ↑ «قاد جبهة الإسناد اللبنانية وناصر المسلمين في البوسنة والهرسك.. من هو الشهيد “السيد محسن شكر”؟»، المنار.
  5. ↑ «السيد نصرالله : ردّنا آتٍ قوياً ومؤثراً وفاعلاً»، المنار.
  6. ↑ «شهید فؤاد شکر فرمانده بزرگ مقاومت اسلامی لبنان کیست؟»، خبرگزاری العالم.
  7. ↑ «فواد شکر، فرمانده ارشد حزب الله که اسرائیل او را در بیروت کشت، کیست؟»،‌ خبرگزاری بی‌بی‌سی.
  8. ↑ "US offers rewards forTalal Hamiyah and Fuad Shukr»، aljazeera.
  9. ↑ «فواد شکر، فرمانده ارشد حزب الله که اسرائیل او را در بیروت کشت، کیست؟»،‌ خبرگزاری بی‌بی‌سی.
  10. ↑ «شهید فؤاد شکر فرمانده بزرگ مقاومت اسلامی لبنان کیست؟»، خبرگزاری العالم.
  11. ↑ «السيد نصر الله: على العدو ومن خلفه ان ينتظر ردنا.. اضحكوا قليلا وستبكون كثيرا»، المنار.
  12. ↑ وګورئ: «السيد نصر الله: على العدو ومن خلفه ان ينتظر ردنا.. اضحكوا قليلا وستبكون كثيرا»، المنار.
  13. ↑ «وزیر خارجه سابق لبنان: حادثه مجدل شمس یک‌ حمله مستقیم از سوی اسرائیل بود»، خبرگزاری مهر.
  14. ↑ «السيد نصر الله: على العدو ومن خلفه ان ينتظر ردنا.. اضحكوا قليلا وستبكون كثيرا»، المنار.
  15. ↑ «شهید فؤاد شکر فرمانده بزرگ مقاومت اسلامی لبنان کیست؟»، خبرگزاری العالم.
  16. ↑ «پیام تسلیت آیت‌الله بشیر النجفی برای حزب‌الله»، خبرگزاری تسنیم.
  17. ↑ «پیام تسلیت آیت الله حسینی بوشهری در پی شهادت فواد شکر»، وبگاه جامعه مدرسین حوزه علمیه قم.
  18. ↑ «فرمانده کل سپاه شهادت «فؤاد شکر» را به سید حسن نصر الله تسلیت گفت»، خبرگزاری مهر.
  19. ↑ «پیام تسلیت رهبر انقلاب یمن در مورد شهیدان هنیه و فواد شکر»، مشرق.
  20. ↑ «پیام تسلیت حماس و القسام برای حزب‌الله در پی شهادت فواد شکر»، خبرگزاری تسنیم.
  21. ↑ «قالیباف شهادت سردار مقاومت ابومحسن فؤاد شکر را به سیدحسن نصرالله تسلیت گفت»، خبرگزاری ایسنا.
  22. ↑ «عمليات المقاومة الاسلامية ضد مواقع وانتشار جيش العدو الإسرائيلي عند الحدود اللبنانية الفلسطينية»، المنار.

سرچينې