د تراویح لمونځ

د wikishia لخوا

د تَراویح لمونځ د روژې د میاشتې د شپو مستحبي لمونځونه دي چې اهل سنت یې د عمر بن خطاب په امر په جماعت سره کوي، خو شیعیان یې په جماعت کول بدعت ګڼي. د شیعه سني د راپورونو له مخې، د روژې میاشتې نوافل د پېغمبر اکرم(ص) او ابوبکر به زمانه کې فرادا او ځانله کېدل؛ خو عمر د خپل خلافت په زمانه کې امر وکړ چې هغه په جماعت ولولي. اهل بیت(ع) په جماعت سره د روژې میاشتې د نوافل کول بدعت ګڼي، ځینې اهل سنتو فقیهانو او لویو شخصیتونو هم هغه په فرادا ډول کاوه.

د تراویح لمونځ هر کال د روژې میاشتې په شپو کې د اهل سنتو په جوماتونو په تېره بیا په مسجد الحرام او مسجد النبي کې په جماعت کیږي اهل سنت فقیهان د هغه د جزییاتو او احکامو په اړه د نظر اختلافونه لري.

د نوم کېښودلو علت

تراویح لمونځ ، مستحبي لمونځونه دي چې مسلمانان یې د روژې میاشتې په شپو کې کوي.[۱] د تروایح مطلب په روژې میاشته کې د دوو[۲] یا څلورو رکعتونو وروسته د لمونځ کوونکي کښېناستل یا یې دمه کول دي.[۳] له دې امله په مجازي توګه په روژې میاشته کې دوو یا څلورو رکعتونو نوافلو ته هم ترویحه ویل کیږي؛ ځکه چې لمونځ کوونکي په دې لمانځه کې قیام اوږدوي او د لمانځه له ختمېدو وورسته دمې ته کښیني.[۴]

اهمیت او مقام

دا چې د روژې میاشتې نافلې فرادا وکړی شي که په جماعت، په دې کې د شیعه سني فقیهانو اختلاف دی.[۵] اهل سنت د دغه لمانځه په جماعت کول جایز ګڼي او هر کال د روژې میاشتې په شپو کې په جوماتو کې په جمعه تراویح کوی.[۶] خو شیعه عالمان او ځینې لوی اهل سنت عالمان باوري دي چې د دغه لمانځه په جماعت لوستل بدعت دی.[۷]

د تراویح لمونځ هر کال د روژې میاشتې په شپو کې د اهل سنتو په جوماتونو په تېره بیا په مسجد الحرام او مسجد النبي کې ترسره کیږي. [سرچینې ته اړتیا]

بدعت که سنت؟

د سرچینو په اساس، عمر بن خطاب په څوارلسم هجري قمري کال خلکو ته امر وکړ چې دغه لمونځ په جماعت وکړي.[۸] له عبدالرحمن بن عبدالقاري څخه د بخاري په حوالی، عمر یوه شپه جومات ته لاړ او وې لیدل چې خلک ځان ځان له لمونځ کوي امر یې وکړ چې په ابی بن کعب پسې اقتدا وکړئ او د جماعت لمونځ وکړئ. هغه بله شپه جومات ته لاړ او کله یې چې ولیدل چې خلک په یو قاري پسې د تروایح لمونځ کوي نو وې ویل: «نِعمَ البِدعَةً هذِهِ:دا څومره ښه بدعت و»[۹]

عمر بن خطاب د معاذ بن حارث،[۱۰] ابوبکر بن مجاهد[۱۱] او سلیمان بن ابی‌حثمه عدوي په شان کسان د تراویح د جماعت د امامانو په توګه وټاکل.[۱۲]

د اهل سنت فقیهانو له نظره، د تراویح لمونځ مستحب بدعت او سنت دی.[۱۳] ابو حامد غزالي په دوو قسمونو، ښه او بد بدعت د بدعت په وېشلو سره تروایح ښه او خوښ بدعت ګنلی دی.[۱۴] حنبلي عالم ابن ابي یعلي باوري دي چې عمر دغه سنت نه دی اېښی بلکې پېغمبر(ص) دغه لمونځ سنت کړ، هلته چې یې وفرمایل: خدای د روژې میاشتې روژه واجبه کړه او ما په دې میاشتې کې قیام سنت کړ.[۱۵]

د شیعه فقیهانو له نظره، په روژې میاشتې کې نافله لمونځونه په فرادی ډول کیږي.[۱۶] او په جماعت یې کول بدعت دی[۱۷] او د پېغمبر په زمانه کې دغه لمونځ په جماعت نه کېده.[۱۸] شیخ طوسي په جماعت د روژې د نافلې کول د امامیه عالمانو په اجماع بدعت ګڼلی دی.[۱۹] د علامه مجلسي په وینا شیعه عالمان په دې کې چې جایزه نه ده د روژې نوافل په جماعت وکړی شي هیڅ اختلاف نه لري.[۲۰]

د اهل بیتو سیرت

له امام صادقه(ص) د راغلی روایت له مخې کله چې حضرت علي(ع) خلیفه شو، له خپل زوي امام حسن(ع) یې وغوښتل چې خلک په جمع د تراویح له کولو منع کړي. خلکو د امام حسن(ع) د خبرې له اورېدو وروسته د واعمراه، په ویلو سره اعتراض وکړ؛[۲۱] حضرت علي هم د خپل لښکر د پاشل کېدو د مخنیوي لپاره له دې کاره تېر شو.[۲۲]

یو شمېر اصحابو لکه زراره، محمد بن مسلم او فُضیل له امام صادق(ع) او امام باقر(ع) د روژې په میاشته کې په جمع د نافله لمونځونو د کولو په اړه وپوښتل؟ هغوي هم د پېغمبر په سیرت په استناد سره په جماعت د دغه لمونځ کول بدعت وګاڼه[۲۳] همداراز له امام رضا(ع) په یو روایت کې د روژې میاشتې د نوافلو د څرنګوالي او رکعتونو په اړه نقل شوې چې هغه حضرت د پېغمبر اکرم(ص) په خبره په استناد سره وفرمایل: نافله لمونځ په جمع نه شي کېدی او پېغمبر د عمر تر آخره نوافل فرادا کول.[۲۴]

احکام

د تراویح د لمانځه ځینې احکام په دې ډول دي:

  • په جماعت کول: اهل سنت فقیهان په دې اړه چې د تراویح لمونځ په جماعت کول واجب دي[۲۵] یا مستحب[۲۶] او یا په جماعت او فرادی یې کول اختیاري دي، د نظر اختلاف لري.[۲۷] په جماعت د دغه لمونځ کول مشهورو اهل سنتو عالمانو ته نسبت ورکړل شوی دی.[۲۸] د حنفي فقیهانو یو شمېر کسان په جماعت د هغې کول سنت کفایي ګڼي.[۲۹] همداراز د مالکیانو امام مالک بن انس، د دغه لمانځه فرادا او په کور کې کول غوره ګڼلې دی.[۳۰] د ابن عساکر په راپور د اهل سنتو له څلورو ګونو فقیهانو د عبدالرحمن بن محمد بن ادریس (ابومحمد بن ابی‌حاتم رازی)[۳۱] و محمد بن ادریس شافعي (۱۵۰-۲۰۴ق) په شان کسانو د تراویح لمونځ په کور کې او په فرادا ډول کاوه.[۳۲]
  • د رکعتونو شمېر: د تراویح لمانځه د رکعتونو د شمېر په اړه د نظر اختلاف موجود دی. دغه اختلاف سبب له پېغمبر(ص) د کوم حدیث نشتون او د صحابه وو په قول او فعل استناد ګڼل شوی دی[۳۳] اکثره اهل سنت فقیهانو د تراویح لمونځ شل رکعته ګڼلی دی.[۳۴] ویل شوې د ابوحنیفه، شافعي او احمد بن حنبل په شان فقیهان هم په دې نظر وو.[۳۵] خو مالک بن انس، هغه ۳۶ رکعته ګڼلې دي.[۳۶] د دغه لمونځ د رکعتونو شمېر له ۱۱ تر ۴۷ هم ګڼل شوی دی.[۳۷] ویل شوې چې یوولس رکعته په مسلمانانو کې زیات دود دي.[۳۸]
  • د شیعه د نظر مطابق، د روژې د میاشتې نوافل ۱۰۰۰ رکعته دي چې په لومړیو شل شپو کې هره شپه شل شل رکعته او په وروستیو لسوشپو کې هره شپه دېرش رکعته او د قدر په هره شپه کې ۱۰۰ رکعته کیږي.[۳۹]
  • د لمانځه وخت: د اهل سنتو له نظره د تراویح لمونځ د روژې میاشتې په شپو کې د ماسخوتن له لمانځه د فجر یا سهار تر راختلو کیدی شي.[۴۰] ویل شوې چې د حنفي، مالکي، او حنبلي فقیهانو له نظره، د تراویح لمونځ قضا نه لري؛ خو شافعي فقیهان باوري دي چې له وخته وروسته یې قضا هم کیدی شي.[۴۱]

د اذان او اقامة ویل،[۴۲] د بسمله په لوړ غږ ویل[۴۳] او پر پېغمبر(ص) د درود لیږل[۴۴] د دغه لمانځه له نورو احکامو دي.

د اهل سنتو په سرچینو کې د تراویح لمانځه احکام بیان شوې دی.[۴۵] سرخسي (وفات ۴۸۳ ق) په المبسوط کتاب کې دولس څپرکي دغه لمانځه ته بیل کړې دي.[۴۶]


د قرآن ختم

ځینو اهل سنتو مشرانو د تراویح لمانځه په رکعتونو کې د قرآن د ختم کولو سپارښتنه کړې ده. لمونځ کوونکي د تراویح لمانځه په رکعتونو کې د قرآن له رکوعګانو [یادداشت۱] استفاده کوي[۴۷] ځینې کسان په رکوعګانو د قران تقسیمول د تراویح له لمانځه سره اړوند ګڼي.[۴۸]

کتاب پېژندنه

د تراویح لمانځه په اړه ډېر کتابونه خپاره شوې دي.

د جعفر باقري کتاب «صلاة التراویح سنة مشروعة او بدعة محدثة»[۴۹] اود نجم الدین طبسي کتاب «صلاة التراویح بین السنة و البدعة»،[۵۰] هغه اثار دي چې شیعه لیکوالانو د تراویح لمانځه په جاج او کتنه کې لیکلې دي.

همداراز د امام حسام‌الدین عمر بن عبدالعزیز،کتاب «تراویح»،[۵۱] «المصابیح فی صلاة التراویح»، د عبدالرحمن سیوطی لیکلی،[۵۲] «نور المصابیح فی صلاة التراویح» لیک د علی بن عبدکافی سُبکی[۵۳] او «اقامة البرهان علی کمیة التراویح فی رمضان»، تألیف د عبدالرحمن بن عبدالکریم زبیدی له هغو اثارو دي چې اهل سنتو د تراویح لمانځه په اړه لیکلی دي.[۵۴]

فوټ نوټ

  1. عبدالرحمن عبدالمنعم، معجم المصطلحات و الالفاظ الفقهیة، دار الفضیلة، ج۲، ص۳۸۰؛ وګورئ: المصطلحات، ص۱۵۶۰؛ قمی، جامع الخلاف و الوفاق، زمینه‌سازان ظهور، ص۱۱۹.
  2. ابن‌اثیر، النهایة، ۱۳۶۴ش، ج۲، ص۲۷۴.
  3. ابن‌منظور، لسان العرب، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۴۶۳؛ سبحانی، الانصاف، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۳۸۳.
  4. عبدالرحمن، معجم المصطلحات و الالفاظ الفقهیة،‌ دار الفضیلة، ج۲، ص۳۸۰؛ ابن‌منظور، لسان العرب، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۴۶۳.
  5. طبسی و رهبر، «نماز تراویح، سنّت یا بدعت»، ص۱۸.
  6. طبسی و رهبر، «نماز تراویح، سنّت یا بدعت»، ص۱۸.
  7. «بدعت تراویح به اعتراف بزرگان اهل سنت+تصاویر کتاب»، وبگاه مؤسسه تحقیقاتی ولی عصر(عج).
  8. وګورئ: طبری، تاریخ طبری، مؤسسة الاعلمی، ج۳، ص۲۷۷؛ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۳۱۹.
  9. بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۰۱ق، ج۲، ص۲۵۲.
  10. المزی، تهذیب الکمال، ۱۴۱۳ق، ج۲۸، ص۱۱۷؛ ابن‌ابی‌حاتم، الجرح و التعدیل، ۱۳۷۲ق، ج۸، ص۲۴۶.
  11. خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۱۶۲.
  12. ابن‌حبان، الثقات، ۱۳۹۳ق، ج۳، ص۱۶۱.
  13. سبکی، فتاوی السبکی، دار المعرفة، ج۲، ص۱۰۷.
  14. غزالی، احیاء علوم الدین، دار الکتب العربی، ج۳، ص۱۱۳.
  15. ابن‌ابی یعلی، طبقات الحنابله، دار المعرفة، ج۲، ص۲۷۷.
  16. شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۲۹.
  17. کاشف الغطاء، کشف الغطاء، انتشارات مهدوی، ج۱، ص۱۸؛ سبحانی، الانصاف، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۳۹۱.
  18. قمی سبزواری، جامع الخلاف و الوفاق، زمینه‌سازان ظهور، ص۱۱۹.
  19. طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۲۸.
  20. مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۱۶، ص۳۷۸.
  21. شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۳۶۵ش، ج۳، ص۷۰؛ حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۱۴ق، ج۸، ص۴۶.
  22. کلینی، الکافی، ۱۳۶۲ش، ج۸، ص۶۳؛ حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۱۴ق، ج۸، ص۴۷.
  23. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، نشر اسلامی، ج۲، ص۱۳۷.
  24. شیخ طوسی، الاستبصار، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۴۶۵؛ شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۳۶۵ش، ج۳، ص۶۵.
  25. سبکی، فتاوی السبکی، دار المعرفة، ج۱، ص۱۵۶.
  26. رافعی، فتح العزیز، دار الفکر، ج۴، ص۲۶۴ و ۲۶۵.
  27. النووی، المجموع، دار الفکر، ج۴، ص۳۱.
  28. سرخسی، المبسوط، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۱۴۴.
  29. کاسانی، بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۲۸۸.
  30. وګورئ: سرخسی، المبسوط، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۱۴۴.
  31. ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۵۱، ص۳۹۴.
  32. ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۳۵، ص۳۷۵.
  33. «نماز تروایح یکی از عبادت‌های ماه رمضان است»، وبگاه وااسلاماه.
  34. نگاه کنید به النووی، روضة الطالبین، دار الکتب العلمیة، ج۱، ص۴۳۷؛ النووی، المجموع، دارالفکر، ج۴، ص۳۱؛ رافعی، فتح العزیز، دار الفکر، ج۴، ص۲۶۴ و ۲۶۵.
  35. رهایی، «تراویح»، ص۸۲۰؛ ضمیری، «نماز تراویح از دیدگاه فریقین»، ص۱۳۴.
  36. سرخسی، المبسوط، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۱۴۴.
  37. رهایی، «تراویح»، ص۸۲۰.
  38. «نماز تروایح یکی از عبادت‌های ماه رمضان است»، وبگاه وااسلاماه.
  39. طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۳۰.
  40. ضمیری، «نماز تراویح از دیدگاه فریقین»، ص۱۳۲.
  41. ضمیری، «نماز تراویح از دیدگاه فریقین»، ص۱۳۲.
  42. سرخسی، المبسوط، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۱۳۴.
  43. النووی، روضة الطالبین، دار الکتب العلمیة، ج۱، ص۳۵۴.
  44. مقریزی، امتاع الاسماع، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۱۳۳.
  45. دمیاطی، اعانة الطالبین، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۳۰۷.
  46. سرخسی، المبسوط، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۱۴۳.
  47. مجاهدی، «تراویح»، ص۷۴۳.
  48. مستفید، تقسیمات قرآنی و سور مکی و مدنی، ۱۳۸۴ش، ص۱۶.
  49. باقری، صلاة التراویح سنة مشروعة او بدعة محدثة، قم، مرکز الابحاث العقائدیة، ۱۴۲۷ق.
  50. طبسی، صلاة التراویح بین السنة و البدعة، قم، ۱۴۲۰ق.
  51. حاجی خلیفه، کشف الظنون، دار احیاء التراث العربی، ج۲، ص۱۴۰۳.
  52. حاجی خلیفه، کشف الظنون، دار احیاء التراث العربی، ج۲، ص۱۷۰۲.
  53. حاجی خلیفه، کشف الظنون، دار احیاء التراث العربی، ج۲، ص۱۹۸۳.
  54. باشا بغدادی، ایضاح المکنون، دار احیاء التراث العربی، ج۱، ص۱۱۰.

سرچينې

  • ابن‌ابی حاتم رازی، عبدالرحمن، بالجرح و التعدیل، بیروت، دار احیاء التراث العربی،۱۳۷۲ق.
  • ابن‌ابی یعلی، محمد، طبقات الحنابله، بیروت، دار المعرفة، بی تا.
  • ابن‌اثیر، مجدالدین، النّهایة فی غریب الحدیث و الأثر، تحقیق محمود محمد طناحی، قم، اسماعلیلیان، چاپ چهارم، ۱۳۶۴ش.
  • ابن‌حبان، محمد، الثقات، حیدرآباد، موسسة الکتب الثقافیة، ۱۳۹۳ق.
  • ابن‌عساکر، علی، تاریخ مدینه دمشق، تحقیق علی شیری، بیروت: دارالفکر،۱۴۱۵ق.
  • ابن‌منظور، محمدبن مکرم، لسان العرب، بیروت، دار صادر، بی‌تا.
  • المزی، یوسف، تهذیب الکمال فی اسماء الرّجال، تحقیق بشار عواد، بیروت، الرّسالة، چاپ چهارم، ۱۴۱۳ق.
  • المصطلحات، اعداد مرکز المعجم الفقهی، بی‌جا، بی‌نا، بی‌تا.
  • النووی، یحیی بن شرف، المجموع فی شرح المهذب، بی‌جا، دار الفکر، بی‌تا.
  • النووی، یحیی بن شرف، روضة الطالبین، تحقیق احمد عبدالموجود و علی محمد معوض، بیروت، دار الکتب العلمیة، بی‌تا.
  • باشا بغدادی، اسماعیل، ایضاح المکنون، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح بخاری، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۱ق.
  • «بدعت تراویح به اعتراف بزرگان اهل سنت + تصاویر کتاب»، وبگاه مؤسسه تحقیقاتی حضرت ولی عصر(عج)، تاریخ درج مطلب: ۱ مرداد ۱۳۹۲ش، تاریخ بازدید: ۱۷ فروردین ۱۴۰۲ش.
  • حاجی خلیفه، مصطفی بن عبدالله، کشف الظنون، تصحیح محمدشرف الدین و رفعت بیلگه، بیروت: دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • حر عاملی،‌ محمد، وسائل الشیعة الی تحصیل مسائل الشرعیة، تحقیق مؤسسة آل البیت، قم، مؤسسة آل البیت، ۱۴۱۴ق.
  • خطیب بغدادی، احمد، تاریخ بغداد او مدینة السلام، تحقیق مصطفی عبدالقادر، بیروت، دار الکتب العلمیّة، ۱۴۱۷ق.
  • دمیاطی، ابوبکر بن سید، اعانة الطالبین، بیروت، دار الفکر، .
  • رافعی، عبدالکریم، فتح العزیز، بی‌جا، دار الفکر، بی‌تا.
  • رهایی، یحیی، «تراویح»، دانشنامه جهان اسلام، ج۶، تهران، بنیاد دائرة المعارف اسلامی، ۱۳۷۵ش.
  • سبحانی، جعفر، الانصاف فی مسائل دام فیها الخلاف، قم، مؤسسة الامام الصادق، ۱۴۲۳ق.
  • سبکی، عبدالوهاب بن علی، طبقات الشافعیة الکبری، تحقیق محمد طناحی و عبدالفتاح محمد، بی‌جا، دار احیاء الکتب العربیة، بی‌تا.
  • سبکی، علی‌ بن عبدالکافی، فتاوی السبکی، بیروت: دار المعرفة، بی‌تا.
  • سرخسی، شمس‌الدین، المبسوط، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۰۶ق.
  • شافعی،‌ محمد بن ادریس، الام، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۳ق.
  • شیخ صدوق، محمد، من لایحضره الفقیه، تحقیق علی‌اکبر غفاری، قم، جامعه مدرسین، الطبعة الثانیة، ۱۴۰۴ق.
  • شیخ طوسی، محمد، الاستبصار، تحقیق حسن موسوی، طهران، دار الکتب الاسلامیة، چاپ چهارم، ۱۳۶۳ش.
  • شیخ طوسی، محمد، الخلاف، تحقیق جماعة من المحقیقن، قم، موسسة النشر الاسلامی، ۱۴۰۷ق.
  • شیخ طوسی، محمد، تهذیب الأحکام فی شرح المقنعة للشیخ المفید، تحقیق حسن موسوی ، طهران، دارالکتب الاسلامیة، چاپ چهارم، ۱۳۶۵ش.
  • ضمیری، محمدرضا، «نماز تراویح از دیدگاه فریقین»، پژوهشنامه حکمت و فلسفه اسلامی (طلوع نور)، شماره ۱۰ و ۱۱، تابستان و پاییز ۱۳۸۳ش.
  • طبسی، نجم‌الدین و محمدتقی رهبر، «نماز تراویح، سنّت یا بدعت»، میقات حج، دوره ۹، شماره ۳۵، فروردین ۱۳۸۰ش.
  • طبسی، نجم‌الدین، صلاة التراویح بین السنة و البدعة، قم، بی‌نا، ۱۴۲۰ق.
  • عبدالرحمن عبدالمنعم، محمود، معجم المصطلحات و الالفاظ الفقهیة، قاهرة، دار الفضیلة، بی‌تا.
  • غزالی، محمد بن محمد، احیاء علوم الدین، تحقیق عبدالرحیم بن حسین حافظ عراقی، دار الکتب العربی، بی‌تا.
  • قمی سبزواری، علی بن محمد، جامع الخلاف و الوفاق بین الامامیة و بین ائمة الحجاز و العراق، قم، زمینه سازان ظهور، ۱۳۷۹ش.
  • کاسانی، ابوبکر بن مسعود، بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع، دار الكتب العلمية، الطبعة الثانیة، ۱۴۰۶ق/۱۹۸۶م.
  • کاشف‌الغطاء، جعفر، کشف الغطاء عن مبهمات الشریعة، تحقیق عباس تبریزان و ...، قم، مکتب الاعلام الاسلامی، ۱۴۲۲ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، اصول الکافی، تعلیق علی‌اکبر غفاری، بی‌جا، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۶۳ش.
  • مجاهدی، فاطمه، «تراویح»، دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ج۱۴، مرکز دایرة المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۸۵ش.
  • مجلسی، محمدباقر، مرآة العقول فی شرح أخبار آل الرسول‏، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • مستفید، حمیدرضا و کریم دولتی، تقسیمات قرآنی و سور مکی و مدنی، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۳۸۴ش.
  • مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، قم، دار الهجرة، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • مقریزی، احمد بن علی، امتاع الاسماع بالنبی من الاحوال و الاموال و الحفدة و المتاع، تحقیق محمد عبدالحمید، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۱۴۲۰ق.
  • ‌«نماز تروایح یکی از عبادت‌های ماه رمضان است»، وبگاه وااسلاماه، تاریخ بازدید: ۱۷ فروردین ۱۴۰۲ش.