بسم الله الرحمن الرحیم

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

بسم الله الرحمن الرحیم د غلام حسین امیرخانی په لاس لیکل شوی

بسم الله الرَّحمن الرَّحیم یا بَسمَلَه د قرآن یو آیت چې د توبې له سورت پرته د ټولو سورتونو په پیل کې راغلی دی. په احادیثو کې د دې آیت فضیلت بیان شوی دی. دا د قرآن کریم له خورا محترم او لوړو آیتونو څخه ګڼل شوې ده.

مسلمان پوهان بسم الله الرحمن الرحیم له مهمو اسلامي شعارونو څخه ګڼي او سپارښتنه کوي چې د خبرو یا کار په پیل کې دې وویل شي.

د فقهاوو د فتوا له مخې له اودس پرته د بسم الله په ليکلي بڼه لمس کول حرام دي. همدارنګه د ځناورو د ښکار او ذبح کولو پر مهال د بسم الله الرحمن الرحیم ویل واجب دي.

اماميه او ځينې سني علماء په دې اند دي چې بسم الله په هر سورت کې يو خپلواک آيت دی او د همدې سورت برخه ده. خو ځينې سنيان وايي چې يوازې په سورت حمد کې يو خپلواک آيت دى او دا يې يوه برخه ده او ځينې بيا په دې اند دي چې په حمد کې هم خپلواک آيت نه دی؛ بلکه د ټولو سورتونو په پیل کې (د سورت توبه پرته) د برکت لپاره لوستل کیږي.

د ځينو مورخينو په اند دا آيت د حمد د سورت له نورو آيتونو سره په لومړي ځل د سلمان فارسي له خوا فارسي ته ژباړل شوى دى. بسم الله الرحمن الرحيم په فارسي کې بېلابېلې ژباړې لري، چې له هغې جملې څخه «د بخښونکي مهربان خدای په نوم» یې تر ټولو عامه ژباړه ده.

په اسلامي کلتور کې د بسم الله اهمیت

محمد جواد مغنیه په تفسیر الکاشف کې وايي: «بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ» له شهادتینو وروسته، د مسلمانانو شعار ګڼل کیږي اوهغوي په همدې ویلو سره خپله وینا او عمل پیلوي.[۱] د مرتضی مطهري په وینا هم بسم الله د اسلام له مهمو شعارونو څخه ده او د دې لپاره چې هېره نه شي د مسلمانانو لپاره ښه ده چې په ښکلي او نازکو تختو یې ولیکي او د خپلو کورونو پر دیوالونو یې ولګوي او د خپلو کارونو په پیل کې یې په لوړ غږ یې ولولي.[2]

ویل کیږي چې د ایران د مسلمانانو په منځ کې یو له عامو شیانو څخه دا و چې د خدای په نوم د برکت او د کور خلک له آفتونو څخه د ساتنې لپاره دا کلمه په تیږو یا ټایلونو لیکل کیده او د کورونو په دروازو باندې به به نصب کیده.[3] د ډېرو زیاتو کاریدو له امله «بسم الله» د کارونو په پیل کې دا جمله په فارسي ژبه او په مشهور کلتور کې کله ناکله د دې فعلونو«بفرمایید»، «بشتابید» او «شروع کنید»  پر ځای کارول کیږي، وايي بسم الله کړه،[4] همدارنګ د پاین لیک او کتابونو په سر کې هم «بسم الله الرَّحمن الرَّحیم» یا ترجمهٔ یا ورته تعبیرونه لیکل کیږي.[5]

ویل کیږي چې رسول الله(ص) هم د خپل بعثت په پیل کې همدا کلمه د خپلو لیکونو او ورته چارو کې کاروله.[۶] تر دې چې د «وَ قَالَ ارْكَبُوا فِيهَا بِسْمِ اللَّهِ مَجْرَاهَا وَ مُرْسَاهَا» آیت[۷] نازل شو او هغه به «بسم الله» کاروله او د اسراء د ١١٠ آيت له نزول وروسته به يې د «بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَن» ویل. خو بالاخره د دې آيت له نزول وروسته چې «إِنَّهُ مِنْ سُلَيْمَانَ وَإِنَّهُ بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ»،[۸] «بسم الله الرَّحمن الرَّحیم» په پوره توګه استعمال شوه.[9] ځینې په دې باور دي چې «بسم الله الرَّحمن الرَّحیم» لومړۍ آیت دی چې د سورة علق له آیتونو سره یو ځای پر رسول الله(ص) نازل شوی دی.[10]

بسم الله الرَّحمن الرَّحیم، د «بَسمَله»[۱۱] او «تَسمیه»[۱۲] په نومونو سره هم یادیږي.

پیغمبر(ص):

كلُّ أمر ذي بالٍ لمْ يُذكَر فيه بسم الله فهو أبتر؛ هر یو ارزښمن کار چې بسم الله سره شورو نه شي هغه ناقص دی.

* سرچينه: علامه مجلسي، بحار الانوار، ۷۶ټوک، ۳۰۵مخ.

د کار شورو د خدای په نامه

مفسرین وايي چې د کار په پیل کې «بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ» ځکه ویل کیږي چې د خدای له نوم او یاد سره یوځای شي.[۱۳] په تفسیر المیزان کې د سید محمد حسین طباطبايي په وینا، الله تعالی قرآن کریم په خپل نوم سره پیل کړی دی، چې تر ټولو خوږ نوم دی، چې د هغه کلام د هغه نښې ولري همدارنګه یې په دې کار سره خپلو بندګانو ته دا وښودله چې خپل عمل او وینا د هغه له نوم سره پیل کړي، تر څو د هغوی چلند او وینا خدايي شي او په هغه کې د خدای نښه وي.[14]

د بسم الله معنی

ځینې ​​مفسرین په دې اند دي چې په «بسم» د «ابتدائیت» معنی لري. يعنې کله چې څوک «بسم الله» ووايي، نو مانا يې دا ده، چې خپل کار يې د خداى په نوم پيل کړى دى.[۱۵] بله ډله وايي، چې د (ب) توري کومه ځانګړې مانا نه لري. بلکي د بسم الله ويل يوازي د الله د نوم د يادولو او د وينا او عمل په پيل کي د برکت د ترغيب لپاره دي.[۱۶]

د مفسرینو بله ډله د باء توري معنا «استعانت» (مرسته غوښتل) ګڼي.[۱۷] په دې حالت کې «بسم‌الله» د «اَستعینُ بسم الله؛ د خدای په نوم مرسته غواړم» د.[۱۸] ځینې شیعه مفسران [۱۹] دا معنا د امامانو د روایتونو له مخې(20] قبوله کړې ده.

ځينې نور مفسرين وايي، له دې امله چې په قرآن کې تکرار نشته، نو په هر سورت کې «بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيْم» ځانګړې مانا لري چې د همدې سورت له محتوا سره تړاو لري.[۲۱] په تفسیر عیاشۍ کې له امام صادق(ع) څخه د بسم الله په تفسیر کې راغلي دي چې په «بسم الله» کې د باء معنی «بهاء الله: د خدای رڼا»،سین یې «سناء الله: د خدای بلندي» او میم یې د «مجدالله: د خدای عظمت» په معنی بیان کړی دی.[22]

د بسمله فقهي احکام

د طهارت، لمانځه، نکاح، ښکار او ذبحه، خوراک او څښاک په بابونو کې فقهاوو د بسم الله احکام بیان کړي دي چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

  • د بسم الله لمس کول: د شيعه فقهاوو د مشهور نظر له مخې، له اودس پرته ليکلې بسم الله ته لاس وروړل حرام دي، ځکه چې دا د قرآن کريم آيت دی [۲۳] او د خدای نوم او صفتونه په کې کارول شوي دي.[۲۴] همدارنګه ويل شوي دي چې په ليکلي بسم الله باندې لاس وهل د جنب کس لپاره حرام دي.[۲۵]
  • په لمانځه کې د بسم الله تلاوت: د شيعه فقهاوو د اجماع له مخې بسم الله له سوره توبه پرته د ټولو سورتونو يوه برخه ده او له همدې امله د لمانځه په سورتونو کې د بسم الله تلاوت واجب دی.
  • شرعي ښکار او ذبح کول: د فقهاوو د فتوا له مخې د بسم الله ويل د شرعي ذبحې له شرطونو څخه دي.[27] همدارنګ د ښکاري سپي د لیږلو په وخت کې یا د غشي د ښکار په لور د ویشتلو په وخت کې باید بسم الله وويل شي او که قصداً ونه ويل شي، نو کوم څیز چې ښکار شوی دی د هغې غوښه خوړل حلال نه دي.[۲۸]

د وضو کولو په وخت بسم الله ویل، [29] د جماع په پيل کې [30] او د خوراک او څښاک څخه مخکې د بسم الله ويل مستحب دي.[31]

ایا بسم الله ځانته یو آیت دی؟

د لبنان د يوه مفسر رشید رضا (۱۲۸۲-۱۳۵۴ هـ.ق) له قوله، له دې سببه چې بسم الله د سورت نمل د ۳۰ آيت برخه ده، نو ټول مسلمانان په دې متفق دي،[32] خو دا چط د قرآن د ټولو سورتونو په سر کې هم مستقل آیت وګڼل شي په دې اړه اختلاف شته.[۳۳] الوسي چې يو له سني مفسرينو څخه دی، د روح المعاني په تفسير کې لس قولونه ذکر کړي دي،[34] چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

  • اماميه، ځينې اصحاب او تابعين، شافعي او د هغه زياتره پيروان او د اوو قرائت کوونکو تر مینځ عاصم او کسايي په دې اند دي، چې بسم الله يو خپلواک آيت دی او له توبه پرته د ټولو سورتونو برخه ده.[۳۵] د دې ځینې شواهد دا دي:
  1. د اصحابو اجماع چې په لومړي مُصحَف، له توبه سورت پرته د ټولو سورتونو په سر کې بسم الله راغلې وه.[۳۶]
  2. په سني او شيعه منابعو کې له پېغمبراکرم(ص) او شيعه امامانو څخه داسې روايتونه شته چې بسم الله یې يو خپلواک آيت او د هر سورت يوه برخه ګڼلې ده.[37]
  3. د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ژونده راهیسې مسلمانانو سیرت دا و چې د توبې له سورت پرته د ټولو سورتونو په پیل کې به یې بسم الله ویله او که بسم الله د قرآن برخه نه وه، نو په رسول الله(ص) دا لازمه وه چې دا خبره روښانه کړي تر څو د مسلمانانو د ګمراهۍ سبب نه شي.[۳۸]
  • مالک بن انس، ابو حنیفه او د هغه پیروان، ابو عمر او یعقوب بن اسحاق د بصرې قراء کرام او ځینې نور علماء بسم الله یو خپلواک آیت ګڼي چې یوازې د سورتونو د برکت او د دوي ترمنځ د وقفې لپاره راغلی دی.[39] او د بل یو سورت برخه هم نه ده، بې له هغه څه څخه چې د نمل د سورت په 30 آیت کې ذکر شوي.[40]
  • احمد بن حنبل، حمزه چې يو له اوو قاریانو څخه دی او ځينې نور په دې اند دي چې بسم الله يوازې په حمد سوره کې يو خپلواک آيت دی او د دې سورت يوه برخه ګڼل کېږي.[41]
امام علی(ع):

د هر کوچني یا لوی کار په پیل کې دا ووایه: «بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ»

* سرچينه: شیخ صدوق، کتاب التوحید، ۲۳۲مخ.

فضیلت

د بسم الله په فضیلت په شیعه او سني منابعو او تفسیرونو کې ځینې روایتونه راغلي دي. قرطبي په خپل تفسیر کښې له امام علی(ع) څخه نقل کړي دي چې بسم الله د هر مرض علاج او د هر یو درمل مرسته کوونکی دی.[۴۲] د عیاشۍ په تفسیر کښې د امام رضا(ع) له قوله د یو روایت په اساس دغه آیت د قرآن تر ټولو زیات کرامت لرونکی او لوى آيت دی.[۴۳] همدارنګه په ځينو روايتونو كې راغلي دي چې د خدای د لویۍ بیانولو په غرض د بسم الله ښكلې ليكنه د غفران او بخښنی لامل ګرځي.[۴۴] او لوستل يې د دوزخ له اوره د خلاصون او ژغورنی سبب کیږي.[45] په یو راویت کې داسې راغلي دي چې د ټولو آسماني کتابونو رازونو په قرآن کې جمع شوي دي او څه چې په قرآن کې دي په سورت فاتحه کې جمع شوي او هر څه چې په سورت فاتحه کې دي په بسم الله کې جمع شوي دي.[۴۶]

په هنري آثارو کې د بسم الله کارول

د بسم الله خطاطی په ثلث رسم الخط سره، د ترکیې د خطاط محمد اوزچای په قلم

بسم الله یو له هغو آیتونو څخه دی چې هنرمندانو خطاطانو له خوا ورته یې ډیر پام شوی دی او د تاریخ په اوږدو کې د خطاطۍ په مختلفو ډولونو سره لیکل شوې ده.[47] په کاشي کارۍ کې هم بسم الله د ایران د معمارۍ د ښکلا د یوې برخې په توګه څرګنده شوې او مختلف اثار یې د کورونو په دروازو، د جوماتونو په محرابونو او په پاکو ځایونو کې نصب شوي دي.[48] همدارنګه د کنده کارۍ او قلم زنۍ په برخه کې د مسلمانو هنرمندانو له خوا د بسم الله بېلابېل اثار جوړ شوي دي.

په فارسي شعر او ادب کې کله کله د بند په یو بیت کې یې ځاى نيولى دى[۴۹] او کله کله هم د بسم الله د موضوع او محتوا په اړه شعرونه ليکل شوي او د خداى په نوم د شيانو د پيل امر په کې شوى دى.[۵۰]

بسم الله په فارسی ادبیاتو کې په ځینې اصطلاحاتو سره لکه «مرغ بِسْمِل» چې معنا یې سر پرې شوی چرګ او «مرغ نیم‌بسمل» یعنی نیم مړ مارغه او همدارنګه «بسمل‌گاه» یعنی د قربانۍ ځای په معنا راغلی دی.[51]

د بسم الله الرحمن الرحیم فارسي ژباړه

ویل کیږي چې بسم الله په لومړي ځل د سورت حمد د نورو آیتونو سره په فارسي ژبه د مسلمانانو په غوښتنه د سلمان فارسي له خوا ژباړل شوې وه [۵۲] او دا آیت یې په دې ډول ژباړلی دی: «به‌نام یزدان بخشاونده.»[۵۳] د دې آيت ځينې نورې ترجمې په فارسۍ ژبه په لاندې ډول دي:

  • اسفريني په پنځمه هجري پېړۍ کې يو سني مفسر وايي: «ما د خداى په نوم پيل وکړ، چې د خلکو د پيدا کولو توان لري، د خلکو لپاره روزي غواړي، د اطاعت کوونکو بخښنه غواړي.[۵۴]
  • رشید الدین ابوالفضل میبدي چې په شپږمې هجري پيړۍ کې د قرآن کریم مفسر دی: «به‌نام خداوندِ جهان‌دارِ دشمن‌پرور به‌بخشایندگی و دوست‌بخشای به مهربانی.»[۵۵]
  • ابو الفتوح رازي چې د هجرت په پنځمه پېړۍ کې يو شيعه مفسر وايي: «د خداى په نامه چې مهربان او ډېر بخښونکی دى» [۵۶] په نهم هجري قمري کال کښې د شیعه مفسر ملا حسین واعظ کاشفي وايي: «به‌نام خدای سزای پرستش و بخشنده بر خلق به وجود و حیات‌بخشیدن و بخشاینده بر ایشان به بقا و زنده‌داشتن به قدرت و حکمت، از آفات محافظت نمودن.»[۵۷]
  • د طبري د تفسير ژباړه، چې په فارسي ژبه د قرآن د تفسير تر ټولو پخوانۍ ژباړه ده: «به‌نام خدای مهربان بخشاینده.»[۵۸]
  • د قرآن په اوسنۍ ترجمه کې (یعنې په څوارلسمه او پنځلسمه قمري پیړۍ کې) د دې آیت مختلفې ژباړې شوې دي، او «د بخښونکی مهربان خدای په نامه» د دې آیت تر ټولو عام ژباړه ده.[59]

په بسم الله کې د رحمان او رحیم تر مینځ فرق

د بسم الله کاشی چې پخو زمانو کې به د کورو د دروازو لپاسه وې

رحمن او رحیم د خدای دوه صفتونه دي چې د اکثرو مفسرینو په وینا [۶۰] د «رحمت» له کلمې څخه اخیستل شوي دي.[61] ډېر مفسران[62] دا وايي چې رحمان د خدای مخصوص صفت دی.[63] او د عمومي رحمت معنی دی، چې د خدای له طرفه ټولو بندګانو، کافرانو او مؤمنانو ته رسیږي. او د "رحیم" صفت د هغه په دوامداره او تل پاتې رحمت دلالت کوي، چې یوازې د مؤمنانو د بندګانو لپاره ځانګړی شوی دی.[۶۴]

د ځينو مفسرينو په اند پر ټولو بندګانو د خداى د رحمت عمومي اړخ دا دى چې هغوى يې پيدا کړي او روزي ورکوي [۶۵] او پر مؤمنانو د خپل رحمت خاص اړخ دا دى چې دوي ته په دنيا توفیق ورکوي او په آخرت کې ورته جنت ورکوي او د هغوي ګناهونه بخښي.[۶۶]

عرفاني تفسیر

په عرفاني متنونو او تفسيرونو کې يې د بسم الله د حرفونو لپاره باطني معناوې او تعبيرونه بيان کړي دي [۶۷] ځينو ويلي دي چې خدای ټول مخلوقات د بسم الله د باء په وسيله پيدا کړي دي.[۶۸] ابن عربي د باء شکل او د هغې نکته او حرکت پر دریو عالمو تعبیر کړی دی؛ په دې بیان سره چې د باء شکل د عالم ملکوت دی، نقطه یې د عالم جبروت دی او حرکت یې د عالم شهادت دی.[۶۹] عبدالرزاق کاشاني هم په خپل تفسیر کې د با حرف په «بسم الله» کې د لومړی عقل یا لومړۍ صادر په معنې کړې ده.[70]

په جواهر التفسیر کې د ملا حسین واعظ کاشفي له قوله، د الف توري د سپیڅلي ذات دلالت کوي او له دې سببه چې د الفبا لومړی توری دی، نو دا هغه ذات سره چې د شیانو لومړی دی مناسبت لري، او له دې سببه چې له نقطو خالي دی، له مطلق وجود سره تړاو لري، چې له هر ډول بندېزونو پاک دی، مناسب دی.[71]

په ځینو عرفاني متنونو او تفسیرونو کې «رحمان» د بخښونکي په معنا او ټولو موجوداتو ته د هغوي د وړتیا مطابق د کمال او وجود ورزیاتوونکی [72] او «رحیم» د انسانانو لپاره د ځانګړي معنوي کمالاتو د ورزیاتونکي په توګه بیان شوی دی.[73]

فوټ نوټ

سرچينې