د جلد آیت

د wikishia لخوا
د نور سوره دوهم آیت

د جَلْد آیت یا د زنا آیت د نُور سوري دوهم ایت دی او د زناکارې ښځې او سړي شرعي سزا یې بیان کړې ده. په دې ایت کې د زنا سزا، سل متروکې (کوړې) وهل ټاکل شوې چې باید د یو شمېر مومنانو په مخکې ترسره شي. همداراز په زناکارانو د حد په جاري کولو کې له زړه سواندۍ هم منع شوې ده. د فقیهانو د نظر په اساس دا آیت د هغو زناکارانو په اړه دی چې غلام او وینځه او مُحْصِن (هغه کس چې حلالې جنسي اړیکي ته لاسرسی لري) نه وي. د ځینو مفسرانو په باور دغه ایت د زناکارو ښځو په اړه د نساء سورې ۱۵ ایت نسخ کړی دی.

د جلد آیت اهمیت

د نور سورې دوهم ایت ته د جَلد یا زنا ایت ویل کیږي.[۱] دغه ایت له آیات الاحکام څخه دی او فقیهانو په دغه ایت په استناد سره د زناکار سزا بیان کړې ده.[۲] په دې ایت کې راغلي دي: «الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ ۖ وَلَا تَأْخُذْكُمْ بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۖ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ»

هره زناکاره ښځه او زناکار سړی سل متروکې ووهئ، او که په خدای او د قیامت په ورځ ایمان لرئ، د خدای د دین (په کار کې) په دغه دوو زړه سواندي مه کوئ، او باید یوه ډله مومنان د دغه دوو په سزا کې موجود وي.

د ځینو مفسرانو په وینا دغه ایت دریو خبرو ته اشاره لري:

  1. د زناکار د سزا په توګه د سلو متروکو د وهلو ټاکل
  2. د زناکار کس لپاره د بې ځایه مینې او احساساتو له لرلو منع
  3. د عبرت اخستلو لپاره د زناکار د سزا په ډګر کې د یو شمېر مومنانو د حاضرېدو او شتون امر.[۳]

فقهي استعمال

په شرائع الاسلام کتاب کې، د سلو مترکو سزا د هغه زناکار یا زناکارې لپاره ګڼل شوې چې مُحصِن (هغه کس چې حلالو جنسي تعلقاتو ته لاسرسی لري) نه وي. د محصن زناکار یا زناکارې سزا، رجم (سنګسارول) دي.[۴]

علامه حلي په تحریر الاحکام کتاب کې په دې باور دی چې زناکار سړی باید لغړ متروکې وخوري؛ خو باید له متروکې یې سر، مخ او فرج وساتل شي او د (وَلَا تَأْخُذْكُمْ بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ؛ د خدای په [کار] کې په دغو دوو زړه مه سوزوئ) په عبارت سره یې د متروکو د سخت وهلو امر کړی دی.[۵]

شیخ طوسي د«وَ لْيَشْهَدْ عَذٰابَهُمٰا طٰائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ؛ نو یو شمېر مومنان باید د هغوي په سزا کې شتون او حضور ولري» په عبارت په استناد سره باوري دی چې والي باید خلک خبر کړي چې په زناکار سړي یا ښځې د حد د اجرا په وخت راټول شي او د خلکو په مخکې پرې حد جاري کړي؛ چې خلک له دغه عمله منعې شي.[۶] غوره ده هغه کسان چې د سزا په ډګر کې حاضریږي نیک کسان وي.[۷] په مجمع البیان کې د طبرسي په وینا مفسرانو د طائفه مصداق(طٰائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ د مومنانو یوه ډله) یو، دوه، درې او تر دریو زیات کسان ګڼلې دي.[۸]

د نور سورې دوهم آیت د فحشا د سزا د ایت ناسخ هم ګڼل شوی دی؛ د تفسیر المیزان د لیکونکي سید محمد حسین طباطبایي په وینا د جلد ایت د نساء سورې پینځلسم ایت نسخ کړی دی ځکه چې د نساء سورې په دغه ایت کې راغلي دي چې:« که ستاسو ښځو زنا وکړه هغوي په کور کې وساتئ تر هغه وخته چې مرګ یې راورسیږي یا ورپاره خدای یوه لاره وټاکي»[۹] د هغه په باور د «أَوْ یجْعَلَ اللَّهُ لَهُنَّ سَبیلا» عبارت د دې بیانوونکی دی چې دا ایت به نسخ شي.[۱۰]

تفسیري ټکي

شیعه مفسر طبرسي د دغه ایت په وضاحت کې څو ټکیو ته اشاره کوي:

  1. دا ایت د غیرمُحْصِنِ ازاد سړي یا ښځې د بیان په اړه دی. که زناکاره وینځه یا مریی وي د نساء سورې د ۲۵ ایت په اساس تر دې نیمې متروکې وهل کیږي.[۱۱] ځکه چې د نساء سورې په ۲۵ ایت کې راغلي دي؛ نو کله چې (وینځې ستاسو) په نکاح کې راغلې، که د فحشاء مرتکبې شوې، نو په هغوي د ازادو ښځو د عذاب [سزا] نیمه برخه ده.[۱۲]
  2. د دغه ایت خطاب امامانو(ع) او هغو کسانو ته دی چې د هغوی له خوا ټاکل شوې دي؛ ځکه چې له امام، او د هغه له والیانو پرته بل څوک د حدودو د جاري کولو حق نه لري.[۱۳]
  3. په دغه ایت کې د الزّانیة (زناکارې ښځې) عبارت له الزّاني (زناکار سړي) مخکې راغلی دی. طبرسي د دغه مخکې والي لپاره څو دلیلونه ذکر کړې دي:
  • زنا د ښځو لپاره لا ډېره سپکه ده.[۱۴]
  • شهوت او غلبه یې په ښځو کې زیاته ده.[۱۵]
  • زنا د امیدواره کېدو په وجه ښځو ته زیاته تاوان رسوونکې ده.[۱۶]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. خراسانی، «آیات نام‌دار»، ج۱، ص ۳۸۰.
  2. محقق حلی، شرائع الإسلام، ج۴، ص۱۳۷؛ علامه حلی، تحریر الاحکام، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۳۱۹؛ شیخ طوسی، النهایه، ۱۴۰۰ق، ص۷۰۱.
  3. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۴، ص۳۵۹-۳۶۰.
  4. محقق حلی، شرائع الإسلام، ج۴، ص۱۳۷.
  5. علامه حلی، تحریر الاحکام، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۳۱۹.
  6. شیخ طوسی، النهایه، ۱۴۰۰ق، ص۷۰۱.
  7. شیخ طوسی، النهایه، ۱۴۰۰ق، ص۷۰۱.
  8. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۷، ص۲۲۰.
  9. سوره نساء، آیه۱۵.
  10. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۲۳۵.
  11. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۷، ص۲۱۹.
  12. سوره نساء، آیه ۲۵.
  13. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۷، ص۲۱۹.
  14. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۷، ص۲۱۹.
  15. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۷، ص۲۱۹.
  16. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۷، ص۲۱۹.

سرچينې

  • خراسانی، علی، «آیات نام‌دار»، در دائرة المعارف قرآن کریم، قم، مو‌ٔسسه بوستان کتاب، ۱۳۸۲ش.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه الأعلمی، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان، تحقیق گروهی از محققین، بیروت، موسسه الأعلمی، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، النهایه فی مجرد الفقه و الفتاوی، بیروت، دار الکتاب العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۰ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، تحریر الاحکام الشرعیه علی مذهب الإمامیه، تحقیق ابراهیم بهادری، قم، مؤسسه الإمام الصادق(ع)، چاپ اول، ۱۴۲۰ق.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الإسلام فی مسائل الحرام و الحلال، تحقیق عبدالحسین محمد علی بقال، قم، مؤسسه اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ سی و دوم، ۱۳۷۴ش.