د محاربه آیت
- دا مقاله د محاربه آیت په اړه ده. د محارب د مفهوم په اړه د زده کړې لپاره، د محاربه مدخل وګورئ.
د محاربه آیت (مائده: ۳۳) د هغو کسانو د سزا په اړه دی چې له خدای او پېغمبر سره یې جنګیږي. اکثره مفسران باوري دي چې دا ایت د یو شمېر نوې مسلمان شویو کسانو په اړه نازل شوی چې ځینې مسلمانان یې وژلي او د هغوي اوښان یې پټ کړې وو او پېغمبر د دغه ایت مطابق هغوي ته سزا ورکړه.
له دغه ایته په فقه کې د محاربې د احکامو د استنباط لپاره استفاده شوې ده. فقیهان، هغه کس چې په وسلې سره په ښکاره د خلکو مال پټوي یا هغوي اسیروي، محارِب ګڼي او په دغه ایت په استناد سره باوري دي چې د محارب سزا ده صَلْب وژل،( د صلیب په شان په یو شی پورې تړل) د هغه د مخالف لاس او پښې غوڅول او نفي بلد (جلا وطنول). البته په دوي کې ځینې په دې نظر دي چې قاضي کولی شي په دې کې یوه سزا په محارب جاري کړي، خو ځینې نور وایي چې هغه جرم ته په پام سره چې محارب یې کوي، له دغه څلورو سزاګانو یوه یا څو ورکول کیږي.
د آیت متن او ژباړه
«إِنَّمَا جَزَاء الَّذِينَ يُحَارِبُونَ الله وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَادًا أَن يُقَتَّلُواْ أَوْ يُصَلَّبُواْ أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم مِّنْ خِلافٍ أَوْ يُنفَوْاْ مِنَ الأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ»(۳۳).
--------------------------------------------------------------ژباړه: د هغو کسانو سزا چې له خدای او پېغمبر سره یې جنګیږي او په ځمکه کې فساد کوي، یوازې دا ده چې ووژل شي یا په دار وځړول شي یا یې لاسونه او پښې یو له ښي او بل له کیڼ غوڅ کړی شي یا له خپل وطنه جلاوطن کړی شي. دا یې په دې دنیا کې رسوایي ده او په اخرت کې به هم په لوی عذاب اخته کیږي.
شأن نزول
زیاتره مفسران باوري دي چې محاربه ایت د عُرَینیان په اړه نازل شوی دی؛[۱] هغه مشرکان چې مدینې ته تللې او مسلمان شوې وو.[۲] او د مدینې هوا په هغوي ښه رانه غله ناروغه شول او د پېغمبر په امر یې د اوښې له پیو استفاده وکړه او ښه شول، خو له ښه کېدو وروسته مرتد شول او د یو شمېر مسلمانانو له وژلو وروسته یې د هغوي اوښان پټ کړل او له مدینې وتښتېدل.[۳] د علامه طباطبایي په وینا، امام علي(ع) د پېغمبر(ص) په امر هغوي ونیول او پېغمبر ته یې راوستل.[۴] او په دغه وخت محاربه ایت نازل شو او پېغمبر د دغه ایت مطابق هغوي ته سزا ورکړه.[۵] ځینې باوري دي چې عرینیانو یوازې غلا کړې وه له همدې امله پېغمبر(ص) د ایت مطابق یوازې د هغوي لاس او پښې غوڅ کړل.[۶] دعرینیانو کیسه په کافي کتاب کې هم له امام صادق(ع) نقل شوې ده.[۷]
د محاربه ایت لپاره یو بل شان نزول هم بیان شوی دی؛[۸]د فخر رازي په وینا دغه ایت د بني اسراییلو د قوم په اړه نازل شوی دی، ځکه چې د مفسدانو په وژلو کې یې زیاتی وکړ.[۹] ځینې نور مفسران بیا بل احتمال ورکوي: شوکمار، د حج او زیارتونو د کاروانونو غله، مشرکان او تړون ماتوونکي.[۱۰] د علامه طباطبایي په نقل، د دغه ایت د شان نزول روایتونه د اهل سنتو په شپږو معتبرو کتابونو کې هم په لږ فرق سره راغلې دي.[۱۱]
تفسیر
د مائدې سورې ۳۳ ایت په محاربه ایت مشهور شوی دی[۱۲] او د مفسرانو په باور،څوک چې په اسلامي ټولنه کې ناامني او لوټ مار کوي، محارب ګڼل کیږي؛[۱۳] ځکه چې محارب په حقیقت کې له خدای او رسول سره یې د جنګ اعلان کړی دی.[۱۴] محارب له دغه څلورو بڼو چې په ایت کې بیان شوې په یوې طریقې سزا کیږي:[۱۵]
وژل کېدل، دهغه محارب سزا ده چې انسان یې هم وژلی وي.[۱۶] په نهمې هجري پېړۍ کې شیعه فقیه او مفسیر فاضل مقداد باوري دي چې د مقتول د وینې د مالکانو په بخښلو سره هم حکم نه منتفي کیږي او څوک چې محارب دی باید ووژل شي.[۱۷]
په دار ځړول،(د صلیب په شان په یو شي پورې د مجرم د لاس او پښو تړل) د هغه چا حکم دی چې د انسان پر وژلو سربېره یې غلا هم کړې وي.[۱۸] د شپږمې هجري پېړۍ مفسر او فقیه فضل بن حسن طبرسي په دې نظر دی چې محارب له وژل کېدو وروسته درې ځله په دار ځړول کیږي.[۱۹] د کشف الاسرار کتاب په راپور، محارب له وژل کېدو درې ورځې مخکې یا درې ورځې وروسته په دار ځړول کیږي او د دې تشخیص د امام په غاړه دی.[۲۰]
د لاس او پښې پرې کول د هغه محارب سزا ده چې پر محاربه سربېره یې یوازې غلا کړې وي[۲۱] امام صادق(ع) له دې مطلب ښی لاس او کیڼه پښه بیان کړې ده.[۲۲] پر دې سربېره، ځینو کسانو د لاس او پښو له غوڅولو مطلب هماغه له لاسه یا پښې د څلورو ګوتو پرې کول ګڼلې دي.[۲۳] د لاس او پښې د ګوتو پرې کول په هغه بڼه کې دي چې غلا شوی مال د نصاب د حد په اندازه وي.[۲۴]
جلاوطني یا بندي کول دهغه چا لپاره دي چې په خلکو کې وېره او ناامني جوړه کړي.[۲۵] ځینې مفسران له«أَو ینفَوا مِنَ الأَرضِ» (یا له خپلې ځمکې جلاوطن شي) مطلب بل ښار ته د محارب جلاوطنول او ځینو یې زنداني کول ګڼلي دي.[۲۶]همداراز ویل شوي چې باید نورو ښارونو ته چې مشرکین پکې ژوند کوي د محارب د تګ مخه ونیول شي.[۲۷] د فاضل مقداد په لیکلي کتاب کنز العرفان کې د اهل سنتو د یو مذهب د امام شافعي له قوله راغلي چې له هغه محارب سره چې جلاوطن شوی باید هیڅ ډول رابطه منجمله پېر پلور، مرسته کول او ناسته پاسته ونه کړی شي.[۲۸]
د مسلمانو مفسرانو په باور، دغه سزاګانې د محارب د جرم د سختوالي په تناسب سره جاري کیږي.[۲۹] لکه څنګه چې له امام باقر(ع) او امام صادق(ع) داسې روایت شوې ده.[۳۰] ځینې نور بیا د محارب د سزا څرنګوالی د حاکم[۳۱] یا امام[۳۲] په تشخیص پورې ګڼي. د محاربه ایت مطابق، دغه سزاګانې یې د دې دنیا سزا ګانې دي او په اخرت کې د محارب د سزا مخه نه نیسي.[۳۳]
توبه
د مفسرانو په باور که محارب له نیول کېدو مخکې توبه وکړي، توبه یې منل کیږي او سزا نه ورکول کیږي.[۳۴] د لسمې پېړۍ د محدث سیوطي په راپور حارث بن بدر په مصر کې په خلکو توره راویستلې وه، خو توبه یې وکړه او ځینې مسلمانانو هغه امام علي(ع) ته بوتلو، امام علي د هغه له پښېمانۍ له ډاډه کېدو وروسته د هغه توبه ومنله او ورته یې امان نامه ورکړه.[۳۵] البته د محارب د توبې په بڼه کې یوازې په عمومي امنیت کې د ګډوډۍ په جرم یې سترګې پټیږي، خو که غلا یا قتل یې کړی وي، باید د هغې مطابق سزا شي.[۳۶] همداراز که له نیولو وروسته یې توبه وکړه، سزا یې نه ساقطیږي.[۳۷]
فقهي استعمال
اصلي مقاله: محاربه
په فقهي کتابونو کې، د محارب شرعي حکم د محاربه ایت ته په پام سره بیان شوی دی. د فقیهانو په فتوا هر څوک چې په ښکاره او په زوره، د بل چا مال واخلي یا خلک بندي کړي، محارِب دی.[۳۸] د محاربه د تحقق لپاره مختلف شرطونه منجمله د وسلې راوېستل، په خلکو کې د وېرې خپرول او د محارب کس فاسد والی بیان شوی دی.[۳۹]
ځینو فقیهانو د محارب لپاره ځینې مصداقونه منجمله، اهل ذمه، مرتدان، شوکماران او هر څوک چې مسلمانان ووېروي بیان کړې دي.[۴۰] همداراز ځینو فقیهانو له محاربې مطلب له مسلمانانوسره جنګ ګڼلی دی.[۴۱]
تخییر که ترتیب
د محاربه آیت په اساس د محارب لپاره څلور سزاګانې په نظر کې نیول شوې دي؛[۴۲] خو فقیهانو د محارب په سزا کولو کې اختلاف کړی دی؛[۴۳] شیخ صدوق،[۴۴] شیخ مفید،[۴۵] علامه حلي،[۴۶] او امام خمیني[۴۷] د سزا اجرا تخییري ګڼي او باوري دي چې قاضي کولی شي او اختیار لري چې په دغو څلورو سزاګانو کې یوه ورکړي.
د دې په مقابل کې بیا، شیخ طوسي، محمدحسن نجفي، صاحب ریاض او سید ابوالقاسم خویي، باوري دي چې د محارب سزا په ترتیبي ډول او د هغه جرم په تناسب ده چې کړی یې دی.[۴۸]
فوټ نوټ
- ↑ مثال په توګه وګورئ: طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۹۱؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۳۴۵.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۹۱؛ خواجه عبدالله انصاری، کشف الاسرار، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۱۰۳.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۹۱؛ خواجه عبدالله انصاری، کشف الاسرار، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۱۰۳.
- ↑ طباطبایی، تفسیر المیزان، ۱۳۹۰ش، ج۵، ص۳۳۱.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۹۱؛ خواجه عبدالله انصاری، کشف الاسرار، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۱۰۳؛ فخررازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۳۴۵؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۳۵۹.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۹۱؛ طباطبایی، تفسیر المیزان، ۱۳۹۰ش، ج۵، ص۳۲۶.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۲۴۵.
- ↑ برای نمونه نگاه کنید به: طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۹۱؛ خواجه عبدالله انصاری، کشف الاسرار، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۱۰۳؛ فخررازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۳۴۵.
- ↑ فخررازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۳۴۵.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۹۱؛ خواجه عبدالله انصاری، کشف الاسرار، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۱۰۳؛ فخررازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۳۴۵.
- ↑ طباطبایی، تفسیر المیزان، ۱۳۹۰ش، ج۵، ص۳۳۳.
- ↑ صالحی نجفآبادی، «تفسیر آیه محاربه و احکام فقهی آن»، ص۶۵.
- ↑ طباطبایی، تفسیر المیزان، ۱۳۹۰ش، ج۵، ص۳۲۶؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۹۲.
- ↑ طباطبایی، تفسیر المیزان، ۱۳۹۰ش، ج۵، ص۳۲۶.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۹۲؛ خواجه عبدالله انصاری، کشف الاسرار، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۱۰۳.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۹۲؛ خواجه عبدالله انصاری، کشف الاسرار، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۱۰۳.
- ↑ فاضل مقداد، کنز العرفان، ۱۳۷۳ش، ج۲، ص۳۵۲.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۹۲.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۹۲.
- ↑ خواجه عبدالله انصاری، کشف الاسرار، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۱۰۲.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۹۲.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۹۲.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۴، ص۳۶۰.
- ↑ شهید ثانی، شرح لمعه، ۱۴۱۰ق، ج۹، ص۲۵۶.
- ↑ ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ج۶، ص۳۵۷.
- ↑ سید قطب، فی ظلال القرآن، ۱۴۲۵ق، ج۲، ص۸۸۰.
- ↑ ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ج۶، ص۳۵۷؛ فخررازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۳۴۷.
- ↑ فاضل مقداد، کنز العرفان، ۱۳۷۳ش، ج۲، ص۳۵۲.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۹۲؛ خواجه عبدالله انصاری، کشف الاسرار، ۱۳۷۱ش، ج۳، ص۱۰۳.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۹۲.
- ↑ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۱، ص۳۴۶.
- ↑ طباطبایی، تفسیر المیزان، ۱۳۹۰ش، ج۵، ص۳۳۱.
- ↑ سوره بقره، آیه ۳۳.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۳، ص۲۹۲؛ طباطبایی، تفسیر المیزان، ۱۳۹۰ش، ج۵، ص۳۲۸.
- ↑ سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۲۷۹.
- ↑ محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۶۸؛ صالحی نجفآبادی، «تفسیر آیه محاربه و احکام فقهی آن»، ص۷۹.
- ↑ محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۶۸.
- ↑ مشکینی، مصطلحات الفقه و اصطلاحات الاصول، ۱۴۳۱ق، ص۴۷۵.
- ↑ موسوی اردبیلی، فقه الحدود و التعزیرات، ۱۴۲۷ق، ج۳، ص۵۱۱-۵۲۴.
- ↑ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۴۷.
- ↑ صالحی نجفآبادی، «تفسیر آیه محاربه و احکام فقهی آن»، ص۶۱.
- ↑ سوره مائده، آیه۳۳.
- ↑ موسوی اردبیلی، فقه الحدود و التعزیرات، ۱۴۲۷ق، ج۳، ص۵۵۸.
- ↑ شیخ صدوق، المقنع، ۱۴۱۵ق، ص۴۵۰.
- ↑ شیخ مفید، المقنعه، ۱۴۱۳ق، ص۸۰۴.
- ↑ علامه حلی، مختلف الشیعه، ۱۴۱۳ق، ج۹، ص۲۵۸.
- ↑ خمینی، تحریرالوسیله، مطبوعات دارالعلم، ج۲، ص۴۹۳.
- ↑ موسوی اردبیلی، فقه الحدود و التعزیرات، ۱۴۲۷ق، ج۳، ص۵۶۲.
سرچينې
- ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۴۰۸ق.
- خواجه عبدالله انصاری، عبدالله بن محمد، کشف الأسرار و عدة الأبرار، تهران، امیرکبیر، ۱۳۷۱ش.
- خمینی، روحالله، تحریرالوسیلة، قم، موسسه مطبوعات دارلعلم، چاپ اول، بیتا.
- سیوطی، الدر المنثور فی التفسیر بالمأثور، قم، کتابخانه آیتالله مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
- شهید ثانی، زینالدین بن نورالدین علی، شرح لمعه، الروضة البهیة فی شرح المعة الدمشقیة، تحقیق کلانتر، قم، داوری، ۱۴۱۰ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی الفقه الإمامیه، تصحیح و تحقیق سید محمدتقی کشفی، قم، المکتبة الرضویه لإحیاء الآثار الجعفریه، چاپ سوم، ۱۳۸۷ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، المقنعه، قم، کنگره جهانی هزاره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، المقنع، قم، موسسه امام هادی(ع)، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
- صالحی نجفآبادی، نعمتالله، «تفسیر آیه محاربه و احکام فقهی آن»، در مجله نامه مفید، شماره ۹، ۱۳۷۶ش.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
- طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، موسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، مختلف الشیعه فی أحکام الشریعه، قم، جامعه مدرسین، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
- فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر (مفاتیح الغیب)، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
- فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، کنز العرفان فی فقه القرآن، تهران، مرتضوی، ۱۳۷۳ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح غفاری و آخوندی، تهران، مکتب الإسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- مشکینی، مصطلحات الفقه و اصطلاحات الاصول، بیروت منشورات الرضا، چاپ اول، ۱۴۳۱ق.
- محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، تحقیق و تصحیح عبدالحسین محمدعلی بقال، قم، اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الإسلامیة، ۱۳۷۱ش.
- موسوی اردبیلی، سید عبدالکریم، فقه الحدود و التعزیرات، قم، مؤسسة النشر لجامعة المفید رحمه الله، چاپ دوم، ۱۴۲۷ق.