د حجر الاسود رکن

د wikishia لخوا
دا مقاله د حجر اسود په اړه ده. د حجر الاسود او د هغه د استلام د پیژندلو لپاره، حجر الاسود او د حجر استلام وګورئ.
د حجر الاسود رکن

د حَجَرالاَسوَد رُکن، رکن حَجَر، رکن اَسود یا رکن شرقی، د کعبې یو ګوټ دی چې حجر الاسود پکې لګېدلی دی. دغه رکن د ختیځ لور او د زمزمود څاه لور ته دی او هر طواف د هغه له څنګه پېل کیږي.

د خدای پېغمبر(ص) د طواف په وخت، د حجر الاسود رکن او رکن یماني لمس کاوه او ښکلاوه به یې، له دې امله فقیهان د رکن حجر په لمس کولو، ښکلولو او په غېږ کې نیولو او په څنګ کې یې د دعا کولو سپارښتنه کړې ده.

له آخر الزمان سره د اړوندو حدیثونو په اساس، د نفس زکیه وژنه (د امام مهدی(عح) له ملګرو دیو کس وژل کېدل) چې د امام مهدي(عج) د ظهور له نښو ده، د دغه رکن په څنګ کې واقع کیږي او د امام مهدي(عج) له پاڅونه وروسته به ځینې شیعیان په دغه ځای کې له حضرت سره بیعت کوی.

موقعیت او مقام

رُکن حَجَرالاسود چې په رکن شرقی، رکن حَجَر و رکن اَسود هم پېژندل کیږي د کعبې یوه زاویه او ګوټ دی.[۱] د یوې ودانۍ رکن د ستنې په معنی ګڼل شوی دی.[۲] ځکه چې د کعبې په داخل کې په څلورو ګوټونو کې څلورو ستنو د کوټې چت نیولی دی، د کعبې هرې یوې زاویې ته [چې یوه ستنه لري] «رکن» ویل کیږي.[۳] حجر الاسود رکن تقریبا ختیځ لور او د زمزم د کوهي لور ته واقع دی او حجر الاسود په هغه کې دی.[۴] له همدې امله هغه ته د حجر الاسود رکن هم ویل کیږي.[۵] د هر طواف پېل د حجر الاسود د رکن له مخامخه او پای یې همدې ځای او د همدې رکن په مخکې دی.[۶]

فضیلت او آداب

همداراز ووینئ: حجر الاسود

د هغه څه مطابق چې له امام باقر(ع) نقل شوي د اسلام پېغمبر(ص) او امام باقر(ع) حجر الاسود رکن او رکن یماني لمس کول . بیا یې دا دوه ښکلول او خپل مخ به یې پرې کېښوده.[۷] د دغه روایتونو له مخې د ځینې اعمالو لکه د رکن حجر استلام (په لاس لمس کول) التزام ( په غېږ کې اخستل) او ښکلولو[۸] او په څنګ کې یې د صلوات ذکر[۹] دعا، مناجات او توبې سپارښتنه شوې ده.[۱۰]

د تبرک مشروعیت

همدا راز ووینئ: تبرک

وهابي عالمان سره له دې چې د مقدسو جسمونو استلام او ښکلول شرک ګڼي،[۱۱] د رکن استلام او د حجر الاسود ښکلول مني.[۱۲] د رکن حجر استلام له هغو مواردو دی چې د سپېڅلو ځایونو د ښکلولو او ورپورې د تبرک لپاره په هغه استناد شوی دی.[۱۳]

د ظهور په وخت د ځینو پېښو د پېښېدو ځای

په حدیثي سرچینو کې د امام زمان(عج) د ظهور په وخت د رکن حجر الاسود تر څنګ ځینو پېښو ته اشاره شوې ده:

همداراز ووینئ: د نفس زکیه وژل کېدل

همداراز ووینئ: د امام زمان ظهور

فوټ نوټ

  1. هاشمی شاهرودی، فرهنگ فقه، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۳۵۹ و ۳۶۰.
  2. مصطفوی، التحقیق، ۱۴۶۰ق، ج۴، ص۲۳۴.
  3. صادقی اردستانی، ‏حج از میقات تا میعاد، ۱۳۸۵ش، ص۱۰۴.
  4. مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۳۷۷ش، ص۲۷۵.
  5. فرقانی، سرزمین یادها و نشانها، ۱۳۷۹ش، ص۵۹.
  6. مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۳۷۷ش، ص۲۷۵.
  7. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۴۰۸، ح۸.
  8. هاشمی شاهرودی، فرهنگ فقه، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۳۵۹.
  9. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۴۰۳، ح۱.
  10. منسوب به امام رضا، فقه الرضا(ع)، ۱۴۰۶ق، ص۲۳۱.
  11. ابن‌جوزی، إغاثة اللهفان، مکتبة العارف، ج۱، ص۱۹۴.
  12. ابن‌تیمیه، الرد علی الأخنائی قاضی المالکیة، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۱۲۴.
  13. عینی، عمدة القاری، داراحیاء التراث، ج۹، ص۲۴۱، به‌نقل از محب‌الدین طبری.
  14. شیخ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۳۳۱.
  15. شیخ مفید، الإرشاد، قم، ۱۴۱۳ق، ج‏۲، ص۳۷۹.
  16. شیخ طوسی، الغیبة، قم، ۱۴۱۱ق، ص۴۵۳.

سرچينې

  • ابن‌تیمیه، الرد علی الأخنائی قاضی المالکیة، محقق الدانی بن منیر آل زهوی، بیروت، المکتبة العصریة، ۱۴۲۳ق.
  • ابن‌قیم جوزی، إغاثة اللهفان من مصاید الشیطان، تحقیق محمد حامد الفقی، ریاض، مکتبة العارف، بی‌تا.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، کمال الدین و تمام النعمة، تهران، اسلامیه، چاپ دوم، ۱۳۹۵ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الغیبة، قم، دار المعارف الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الارشاد، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • صادقی اردستانی، احمد، ‏حج از میقات تا میعاد، تهران، مشعر، چاپ دوم، ۱۳۸۵ش.
  • عینی، محمود بن احمد، عمدة القاری شرح البخاری، بیروت، دار احیا التراث، بی‌تا.
  • فرقانی، محمد، سرزمین یادها و نشانها، تهران، چاپ مشعر، ۱۳۷۹ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دارالکتب الاسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مشکینی، میرزاعلی، مصطلحات الفقه، قم، نشر الهادی، ۱۳۷۷ش.
  • مصطفوی، حسن، التحقیق فی کلمات القرآن الکریم، تهران، ترجمه و نشر کتاب، ۱۳۶۰ش.
  • منسوب به امام رضا(ع)، فقه الرضا(ع)، مشهد، مؤسسه آل البیت(ع)، ۱۴۰۶ق.
  • هاشمی شاهرودی، سید محمود، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت(ع)، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، ۱۴۲۶ق.