د نفس زکیه وژل کېدل

د wikishia لخوا
د نورو کارولو لپاره، نفس زکیه (ابهام لرې کول) وګورئ.

د نفس زکیه وژنه د امام مهدي(عج)څرګندیدو(ظهور) نښه ده، کوم چې د کعبی څنګ ته د امام مهدي(عج) د ملګري وژنې ته اشاره کوي. د روایاتو له مخې، نفس زکیه د امام حسین(ع) له نسل څخه دی او د امام زمانه پاڅون، دمخه په مسجدالحرام کې وژل شوی. په ځینو روایاتو کې دنفس زکیه وژنه د ظهور د یوې ټاکلې نښې په توګه یاد شوې. ملا صالح مازندراني د "الکافی" کتاب شرح کونکۍ احتمال ورکړه چې سید حسني او نفس زکیه یو وي.

شخصیت

«نفس زکیه » (سپیحلی سړی) یو څوک چې په روایاتو کې یو صالح سړی او پرهیز ګار [۱] په توګه معرفي شوی او د هغه وژنه د ظهور نښه ګنل کیږي.[۲] د روایاتو له مخیې هغه د امام حسین(ع) له نسل(تدټبر) څخه [۳] او د هغه نوم محمد بن حسن دی.[۴]

نفس زکیه د امام مهدي ملګري دی، څوک چې د مکې خلکو ته لارښود لپاره لیږي. امام مهدي ملګرو ته په خطاب کی وایی: د مکې خلک ماته نه غواړي، مګر زه یو څوک دوی ته لیږم ترڅو دوی ته حجت(دلیل) پای ته ورسوي. کله چې نفس زکیه، ځان د حضرت مهدي د استازي په توګه معرفي کوي، نو خلک په هغه برید کوي او د رکن او مقام ترمینځ د هغی سر پری کوی.[۵]

د ظهور ډاډمنه نښه

«قَبْلَ قِيَامِ الْقَائِمِ خَمْسُ عَلَامَاتٍ مَحْتُومَاتٍ الْيَمَانِيُّ وَ السُّفْيَانِيُّ وَ الصَّيْحَةُ وَ قَتْلُ النَّفْسِ الزَّكِيَّةِ وَ الْخَسْفُ بِالْبَيْدَاءِ؛

د قایم له پاڅونه مخکې به پینځه نښې وي چې ټولې یې حتمي نښې دي: یماني، سفیاني، صیحه، د نفس زکیه وژل کېدل او په بیداء کې د ځمکې ننوتل.»

* سرچينه: صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ټوک۲، مخ۶۵۰، ح۷.

د امام صادق(ع) لخوا د روایت له مخې، د نفس زکیه وژنه د آسماني صیحه(غژ)سره، د سفیاني او د یماني وتل او خسف بیداء، د ظهور له ډاډمنه نښې دي.[۶]

په کمال الدین کې له امام صادق(ع) روایت شوی ده چې د پنځلس شپې په وخت کې به د قائم آل محمد پاڅون او د نفس زکیه وژلو تر منځ واټن وی.[۷] د امام باقر(ع) په یوه حدیث کې؛ مسجد الحرام د هغه د وژنې ځای به د روکن او دابراهیم مقام تر مینځ وي.[۸]

ملا صالح مازندراني د الکافی کتاب کی شارح د ظهور نښو په اړه په یو حدیث شرح کې احتمال ورکړی ده چې د نفس زکیه هماغه د سید حسني دی، چې د ظهور یوه نښه هم ګنل کیږي.[۹] د دې بیان دلیل، یو روایت دی چې د مکې خلکو لخوا د حسني وژنه خبر ورکوي او د امام مهدي د رامینځته کیدو په نږدی کې سفیاني ته د هغه د سر لیږل روایت کوی.[۱۰]

تاریخي پرتله کول

د تاریخي سرچینو په وینا، د محمد بن عبدالله محض(مړی کال ۱۴۵ ق) ځینې پلویان پدې باور و چې هغه نفس زکیه و. [۱۱] د یحیی بن زید شهادت وروسته، له هغه سره چې د نفس زکیه په نوم نومول شوی، د مهدي په توګه بیعت ژمنه وکړه[۱۲] هغه په ۱۴۵ق کې د منصور عباسي پروړاندې پاڅون وکړ او مدینه ته نږدې د احجار الزیت په سیمه کې ووژل شو. [۱۳]

په ځینو روایتونو کې د دوه نفس زکیه وژنه ذکر شوې، یو یې په مکه کې او بل یې د کوفه(نجف) شاته اویا ټنه لري.[۱۴] د عصر الظهور په کتاب کې کوراني احتمال ورکړیده چې سید محمد باقر صدر (شهادت ۱۳۵۹ش) هماغه نفس زکیه دی چې د کوفه شاته د بیاناتو له مخې شهید شوی. [۱۵]

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. محمدی‌ری شهری، دانشنانه امام مهدی، ۱۳۹۳ش، ج۷، ص۴۳۸.
  2. نعمانی، الغیبة، ۱۳۹۷ق، ص۲۶۴.
  3. عیاشی، تفسیر العیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۱، ص۶۵.
  4. شیخ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۳۳۱، ح۱۶.
  5. علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۲، ص۳۰۷.
  6. نعمانی، الغیبة، ۱۳۹۷ق، ص۲۶۴، ح۲۶؛ شیخ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۶۴۹، ح۱.
  7. شیخ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۶۴۹، ح۲.
  8. شیخ صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ج۱، ص۳۳۱، ح۱۶.
  9. مازندرانی، شرح الکافی، ۱۳۸۰ق، ج‏۱۲، ص۴۱۴.
  10. سلیمیان ته وګوره، فرهنگنامه مهدویت، ۱۳۸۸ش، ص۲۰۸.
  11. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل‏ الطالبيين، دارالمعرفه، ص۲۰۷.
  12. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل‏ الطالبيين، دارالمعرفه، ص۲۰۷.
  13. ابوالفرج اصفهانی، مقاتل‏ الطالبيين، دارالمعرفه، ص۲۰۷.
  14. علامه مجلسی ته وګوره، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۲، ص۲۷۳.
  15. کورانی، عصرالظهور، ۱۴۰۸ق، ص۱۲۶.

سرچینې

  • ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، مقاتل الطالبیین، تحقیق سید احمد صقر، بیروت،‌ دار المعرفة، بی‌تا.
  • سلیمیان، خدامراد، فرهنگنامه مهدویت، قم، بنیاد فرهنگی حضرت مهدی موعود، چاپ دوم، ۱۳۸۸ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، کمال‌الدین و تمام النعمه، تصحیح علی‌اکبر غفاری، تهران، اسلامیه، چاپ دوم، ۱۳۹۵ق.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار،دار احیاء التراث العربی، بیروت، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر العیاشی، تصحیح رسولی محلاّتی، تهران، المطبعة العلمیة الاسلامیة، ۱۳۹۰ق.
  • کورانی، علی، عصر الظهور، مرکز النشر مکتب الاعلام الاسلامی، الطبعة الاولی، ۱۴۰۸ق.
  • مازندرانی، ملامحمدصالح بن احمد، شرح الکافی -الاصول و الروضه، تصحیح ابوالحسن شعرانی، تهران، المکتبة الاسلامیة، ۱۳۸۲ق.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، دانشنامه امام مهدی(عج)، قم، دار الحدیث، ۱۳۹۳ش.
  • نعمانی، محمد بن ابراهیم، الغیبه، تصحیح علی‌اکبر غفاری، تهران، نشر صدوق، ۱۳۹۷ق.