متوکل عباسي

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

مُتَوکِّل عَبّاسی (۲۰۷-۲۴۷هـ ق) لسم عباسي خلیفه و چې په ۲۳۲ هجري قمري کال کښې واکمنۍ ته ورسید او د خلافت موده یې د امام هادي(ع) له امامت سره سمه وه. هغه ناصبي و او د اهل بیتو(ع) سپکاوې به یې کاوه او مسخره به يې ورپسې کوله.

په 236 هجري قمري کال کښې د متوکل په حکم د امام حسین(ع) قبر ونړول شو او په ځمکه کښې یې کرنه وکړه. دغه عمل د خلکو د اعتراض سبب شو. امام هادي (ع) په 233 هجري قمري کال کښې د خلقو هغه ته د ګروهنې او د هغه د ځينو باوري کسانو د بدو خبرو او شیطانۍ په وجه سامرا ته راوبلل شو او د ژوند تر اخره پورې هلته پاتې شو. د تاریخ پوهانو په وینا متوکل به په ظاهره د امام هادي(ع) درناوی کاوه؛ خو په دوامداره توګه به یې د هغه سپکاوی کوه او د هغه په خلاف به يې سازشونه کول.

د څېړونکو په اند، د متوکل په دوره کې شیعه ګانو ډېر کړاوونه زغملي وو. ډیر ووژل شول یا بندیان شول. همدارنګه د متوکل په حکم پر علویانو ډېر اقتصادي زورونه او فشارونه راغلل.

په 234 هجري قمري کال کښې د متوکل په حکم سره د اهل حديثو کلامي دين د حکومت رسمي دين شو او د هغوي عقيدې لکه د خدای د ليدلو امکان او د قرآن نه شونه رواج شوې. د مامون او معتصم عباسي په خلاف متوکل د معتزله مخالفت وکړ او د اهل الذمه لپاره یې سخت قوانین وضع کړل.

متوکل د ترکانو په مرسته واک ته رسیدلی و او د ځینو څیړونکو په وینا کله چې هغه واک ته ورسید، په اسلامي حکومت کې د ترکیانو د نفوذ دوره پیل شوه. په لومړي سر کې، هغه له دوی سره ښه اړیکه درلوده. خو کله چې یې د هغوي ورځه نیزه ترقي او پرمختږ ولید، نو د خطر احساس یې وکړ او له دوي سره یې مقابله پیل کړه. کله چې د ترکیانو او متوکل تر منځ دښمني ډېره شوه، نو هر یو د یو بل پر ضد دسیسې جوړې کړې، تر دې چې متوکل د ترکیانو په مرسته د هغه د زوي منتصر عباسي په لاس وواژل شو. د هغه په مړینې سره د عباسيانو حکومت مخ په ښکته روان شو.

متوکل د ماڼیو او عالي ودانیو له جوړولو سره مینه درلوده او ډیرې پیسې یې پرې لګولې. د سامرا لوی جومات د هغه وخت د ودانیو له پاتې شوو آثار څخه دی.

معرفی اجمالی

جعفر بن معتصم چې د متوکل عباسي په نوم مشهور دی د معتصم عباسي زوی (پاچاهي: ۲۱۸-۲۲۷ هـ ق) او د هارون الرشید لمسی (پاچاهۍ: ۱۹۳-۱۷۰ هـ ق) چې د عباسیانو لسم خليفه و[۱]. هغه په ۲۰۷ هجري قمري کال کې وزيږيد.[۲] او په ۲۲۷ ق کې د خپل ورور واثق له خوا عباسي خلیفه، امیرالحاج شو[۳] د واثق له مړینه وروسته په ۲۳۲ق کې جعفر بن معتصم په ۲۶ کلنۍ کې د ترکي جنرالانو او د عباسي حکومت د مشرانو له خوا د خلافت لپاره وټاکل شو او د احمد بن ابي داؤد په نوم د يوه درباري په وړانديز د المُتِوَکِّل عَلی الله په نوم ونومول شو.[4]

ویل کیږي چې دا د اسلام په تاریخ کې لومړی ځل و چې ترکانو د خليفه په ټاکلو کې لاسوهنه وکړه او په دې بريالي شول چې هغه څوک خلیفه وټاکي چې کوم کس د دوي په نظر کې و.[۵] له همدې امله ځينو ليکوالانو د متوکل خلافت د ترکيانو د نفوذ د دورې د پيل په توګه ګڼلی دی[۶]؛ هغه دوره چې د متوکل خلافت سره پيل شوه او تر ۳۳۴ هـ ق پورې يې دوام وکړ.[۷]

دوی متوکل د یو خونخوار او ظالم خليفه په توګه معرفی کړی دی چې د شرابو په څښلو او د ګناهونو په غونډو کې د ګډون مخکښ و[۸] د عباسي خلیفه ګانو لسم خلیفه یعنی متوکل په دوی کې تر ټولو ډېر کافر و.[۹]

اهلبیتو (ع) سره دښمني

متوکل عباسي د پېغمبراکرم (ص) له اهل بيتو په تېره بيا له علي بن ابي طالب سره سخته کرکه درلوده [۱۰] د ابوالفراج اصفهاني په وينا متوکل د علوي کورنۍ سره په بد چلند کې له ټولو عباسي خلفاوو څخه مخکې و. تر دې حده چې د امام حسين (ع) قبر يې ويجاړ کړ [۱۱] هغه به هر هغه کس ووژه چې د علي او د علي د کورنۍ ملګرتيا يې کوله او مال به يې ضبطوه.[۱۲]

د اتمې پیړۍ د تاریخ لیکونکي ذهبي په وینا متوکل یو ناصبی وو او د هغه په ناصبی کیدو کې هیڅ اختلاف نشته [۱۳] هغه د نورو ناصبیانو لکه علی بن جَهم، عُمَر بن فَرَح او ابن‌اُترُجه سره ناسته پاسته درلوده[14]. چې د امام علی (ع) په باره کښې به یې ډیر بدر رد ویل.[۱۵] متوکل عباسی یو نوکر درلود چې ځان به يې د علی(ع) په څېر کړ او په هغه به یې ملنډې وهلې.[16]

پنځمې هجري پېړۍ د تاريخ ليکونکي خطيب بغدادي په روايت کې راغلي چې د نصر بن علي په نوم يو کس متوکل ته د امام حسن او امام حسين د فضائلو په باره کې يو حديث بيان کړ او متوکل له دې دا ګمان وکړ چې هغه شيعه دی نو امر یې وکړ چې زر متروکې دې ووهل شي.[۱۷] په نصر بن علي تر هغه وخته پورې دوامدارې متروکې وریدې چې ګواهي يې ورکړه چې نصر سني دی نو متوکل د متروکو وهل بند کړل [۱۸] .

د امام حسین(ع) د زیارت ویرانول

اصلي مقاله: د امام حسین(ع) د حرم ویجاړتیا

متوکل عباسي په 236 هجري قمري کال کښې د حسين بن علي (ع) د مقبرې د ړنګولو امر وکړ [19] نو د هغې په شاوخوا کښې ټول اثار ويجاړ شول. خو هیچا د امام حسین علیه السلام د قبر د ورانولو اقدام ونه کړ تر دې چې د یهودانو یوه ډله د قبر د ورانولو لپاره وګومارل شوه [۲۰] د قبرونو له ورانولو وروسته یې هلته اوبه بندې کړې، ځمکو کې یې فصلونه وکرل.[۲۱] او زواران وځورول شول.[۲۲] ویل شوي دي چې متوکل دوه ځلې د امام حسین(ع) قبر د ورانولو کوشش وکړ: یو څل په ۲۳۳ه او بیا ځلې په ۲۳۵ق کې په دې وخت کې، مقبره ترمیم شوې وه. دوهمه ویجاړتیا تر ټولو مهمه وه.[23]

د امام حسین (ع) د مقبرې ویجاړول مسلمانان په غوسه کړل؛ تر دې حده چې د بغداد خلکو د جوماتونو په دروازو او دیوالونو باندې د متوکل په خلاف شعارونه ولیکل او شاعرانو یې په شعرونو سره مسخره وکړه[۲۴]

سامرا ته د امام هادی(ع) رابلل

متوکل عباسي په 233 هجري قمري کال کښې امام هادي علیه السلام مجبور کړ چې له مدینې څخه سامرا ته لاړ شي [25] شیخ مفید چې له امامیه فقهاؤ او متکلمینو څخه دی د متوکل دغه عمل په 243 هجري قمري کال کې ګڼلی دی[۲۶] خو د اسلام تاريخ څېړونکی رسول جعفريان دغه نېټه ناسمه ګڼي [۲۷] ويل کېږي چې د دې لامل د مدينې د والي عبدالله بن محمد [۲۸] او بُريحه عباسي چې په حرمینو کې د خلیفه لخوا ټاکل شوی د جمې امام و، هغه شیطاني وه چې د امام هادي(ع) په خلاف یې کړې وه.[۲۹] او همدارنګ د خلکو د شیعو لسم امام ګروهنه وه چې راپورونه یې ورکړی شوي وو.[۳۰]

متوکل ته په یوه لیک کې امام هادي(ع) د هغه پر خلاف تورونه رد کړل؛ [۳۱] خو متوکل په ځواب کې له هغه څخه په احترام سره وغوښتل چې سامرا ته راشي.[۳۲] د متوکل د خط متن په کافی او الارشاد کې ذکر شوی دی. [۳۳] پر همدې بنسټ متوکل عباسي یحیی بن حارثه ته دنده سپارلې وه چې امام هادي سامرا ته راولي.[۳۵] له يحيى بن هرثمه څخه روايت دى چې د مدينې خلک د متوکل د حکم په اورېدو ډېر په قهر شول، په ژړا شول او چيغې يې وهلې، په داسې حال کې چې مدينې پخوا داسې حالت نه و ليدلى [۳۵] .

حضرت هادي په ظاهره په سامراء کې د متوکل له خوا ډېر احترام درلود، خو متوکل د هغه پر ضد دسیسې کولې.[۳۶] تر څو د خلکو په سترګو کې د امام عظمت کم کړي [۳۷] متوکل په دوامداره توګه د امام سپکاوی کاوه،[۳۸]د هغه روایت پر اساس چې په مُهَجُ الدعوات کې راغلې دی، امام هادي (ع) له دغو ذلتونو څخه په یوه وخت کې په ظالم باندې د مظلوم دعا لوستې ده او یوازې درې ورځې وروسته ترې متوکل ووژل شو.[۳۹]

د شیعو حالت

متوکل په ښکاره له شیعو سره دښمني کوله او هغو کسانو ته به یې انعامونه ورکول چې پر شیعه و یې ملنډې وهلې.[۴۰] له شیعو سره یې د کرکې له امله د هغو خلیفه ګانو په اړه بدې خبرې کولې چې له شیعو سره یې نرمي کړې وه[۴۱] فدک چې د مامون عباسي په وخت کې علویانو ته ورکړی شوی و، د متوکل په وخت کې بیرته له هغوي واخیستل شو.[42]

متوکل ډېر شيعه بنديان کړل او ډېر يې ووژل [۴۳] د متوکل په حکم د زيد بن علي له اولادې څخه يحيى بن عمر، ونيول شو او وهل شو،[۴۴] همدارنګ حسن بن زید چې په داعی کبیر مشهور و د متوکل په وخت کې طبرستان او دیلم ته پناه يوړه.[۴۵] د متوکل په حکم آل أبی طالب له مصر څخه وشړل شول. [۴۶] د ابوالفراج اصفهاني په وینا، د متوکل د خلافت په وخت کې، آل ابي طالب خپاره شول او پټ ژوند یې کاوه [۴۷]، په دوی کې احمد بن عیسی بن زید هم دی چې په هغه په زمانه کې مړ شو.[48]

د متوکل عباسي په زمانه کې د شيعو ډېر خراب حالت و چې له ده څخه مخکې د دريو خليفه ګانو د مامون، معتصم او وثيق عباسي په زمانه کې يې څه نه څه ازادۍ لرله. [۴۹] که څه هم متوکل شیعو سره ډېره دښمني لرله خو بیا هم ځینې شیعه په دې وتوانېدل چې د حکومت دربار ته ننوځي له دوي څخه د خلیفه په دربار کې د ابن سکیت شتون ته اشاره کولای شو [50] چې د متوکل د اولادونو د پالنې مسؤل و.[۵۱]

چارې

د سامرا د لوی جومات پخوانی عکس (چې په مسجد مَلوِیّه مشهور دی) ، چیرې چې د عسکریین حرم هم لیدل کیږي.

د اوومې پېړۍ د جغرافیه پوه یاقوت حموي د راپور له مخې، متوکل د ماڼیو او عاليشان ودانیو له جوړولو سره مینه درلوده. په دې ډول چې هېڅ خلیفه د ده په څېر داسې ودانۍ نه دي جوړې کړې [۵۲] په مآثر الکبراء فی تاریخ سامراء کتاب کې له دېرشو څخه د زیاتو ماڼیو نومونه راغلي چې متوکل په سامرا کې د ځان لپاره جوړ کړي دي.(بې له هغه ماڼیو چې د خپلو مینه والو لپاره یې جوړې کړي دي)[۵۳] متوکل د ټولو ودانیو لپاره تقریبا 300 ملیونه درهم مصرف کړي دي.[۵۴]

د سامراء لپاره يې د جامع جومات د جوړولو امر وکړ [۵۵] د شپږمې پېړۍ د تاريخ ليکونکي ابن جوزي په وينا، د دې جومات په جوړولو څه دپاسه ٣٨٠ زره دیناره لګېدلي، چې د جوړېدو چارې يې په ٢٣٤ هجري کې پيل او په ٢٣٧ هجري کې پای ته ورسېدې. [56] دا جومات د د سرپلي منار له امله د «جامع مَلوِیّه» په نوم هم یادیږي،[۵۷] نن سبا د دې جومات باقي پاتی وداني له ښاره په یو کلومیټره کې لیدل کیږي.[۵۷]

د اهل حدیث پلوي

په 234 هجري کې متوکل عباسي امر وکړ چې د اهل حديثو کلامي مذهب ته وده ورکړي [59] او د حکومت رسمي مذهب دې شي [60] د پخوانيو خليفه ګانو په خلاف، [61] متوکل معتزليانو سره په مقابله شو او امر يې وکړ چې متکلمین دې د خدای د لیدلو د امکان په اړه خبرې وکړي.[۶۲] متوکل په دې عقیده بندیز ولګاوه چې قرآن مخلوق دی.[۶۳] او هغه خلک یې آزاد کړل چې د واثق عباسي لخوا د قرآن په تخلیق باندې د باور نه کولو له امله بندیان شوي وو.[۶۴] چې احمد بن حنبل هم په هغوي کې و.[۶۵]


په اهل‌ذِمّه (غیرمسلمو) باندې سختي

متوکل عباسي په 235 هجري قمري کال کې په اهل الذمه باندې سخت قوانين وضع کړل [66] د مسلمانانو د جامو اغوستل او د بزګرانو د جامو په څېر د جامو اغوستل، په پګړۍ کې د ځانګړو ټوکرانو ګنډل، د اسونو او خچرو د سوارۍ ممانعت، په دولتي چارو او حکومت کې د اهل الذمه نه ګمارل، له هغوی څخه د جزیه اخیستل، د نویو کلیساګانو ویجاړول او د هغوی د قبرونو له ځمکې سره برابرول په دغو حکمونو کې شامل وو.[۶۷] جرجي زیدان، چې د تاریخ التمدن الاسلامی کتاب لیکوال دی هغه د متوکل اهل ذمه سره د دې سختو قوانیونو د وضع کولو سبب دا ګڼلی دی چې د حمص د والي کله د متوکل په خلاف بغاوت کاوه نو له مسلمانانو سره د حمص عیسایان هم ملګري شوي وو چې له دې سببه متوکل غصه شوی و او دا قوانین یې وضع کړل. [۶۸] د متوکل له بې ساري فشار سره سره بیا یو شمېر عیسوي پوهانو لکه حنین بن اسحاق (طبيب او منجم) د خلافت په دربار کې خدمت کاوه.[69]


ترکیانو سره مخامخیدل

متوکل چې د ترکانو په مرسته واک ته رسېدلی و، په پیل کې یې د هغوی د راضي کولو لپاره کارونه وکړل او د سیاسي چارو واک یې ورته ورکړ. خو څه موده وروسته يې دغه طريقه پرېښوده او د ترکانو د واک د محدودولو هڅه يې وکړه. [۷۰] متوکل عباسي خپل درې زامن محمد، ابو عبدالله او ابراهيم وليعهد وټاکه. محمد د منتصر په لقب سره د عباسي خلافت ولیعهد شو، ابو عبدالله د معتز په لقب سره د منتصر ولیعهد، او ابراهیم د موید په لقب سره د معتز ولیعهد شو.[۷۱] د فریقې او لویدیز حکومت منتصر ته، خراسان او ری معتز ته شام او فلسطین موید ته ورکړی شول.[۷۲] محمد سهیل طقوش، د تاریخُ الدولةِ العباسیه کتاب لیکوال د متوکل دا کار د ترکیانو په حکومت کې د نفوذ ضعیفولو لپاره ګڼلی دی چې د معتصم او واثق عباسي د خلافت په وخت کې د عباسيانو د واکمنۍ لاندې ځینې برخې هغوي په خپل اختیار کې درلودې[۷۳]

طقوش په دې باور دی چې ترکانو چې د متوکل د هغوي د نفوذ د کمولو له پرېکړې خبر وو، ډېرې دسیسې یې جوړې کړې او له همدې امله متوکل د دې دسیسو د مخنیوي لپاره د پلازمېنې د انتقال پرېکړه وکړه.[۷۴] متوکل په ۲۴۴ ق کې دمشق ته لاړ چې هغه ځای د خپل حکومت پلازمینه کړي خو د هغه ځای هوا او د ژوند شرایط یې مناسب ونه موندل له همدې امله له دوو مياشتو وروسته له هغه ځايه ولاړ او سامراء ته راستون شو [۷۵] د طقوش په وينا سامرا ته د خليفه له راستنېدو وروسته د ترکانو او خليفه تر منځ دښمني نه ختمېدونکې مرحلې ته ورسېده او هر يو يې د سيال د له منځه وړلو هڅه کوله.[۷۶]

مړینه

متوکل عباسي په 247 هجري قمري کال کښې له څوارلسو کالو او لسو مياشتو خلافت نه وروسته د څلويښتو کالو په عمر کښې د خپل زوے منتصر له خوا ووژل شو[۷۷] او په ماحوزه ښار کښې په خپل محل کښې ښخ کړے شو.[۷۸] که څه هم متوکل خپل زوی منتصر خپل خلیفه کړی و خو له هغه سره یې ښې اړيکې نه لرلې او په ډېرو مواردو کې به يې ورباندې ملنډې وهلې او کله ناکله به یې ورته کنځل هم کول او د وژلو ګواښونه به یې ورته کول [۷۹] په بل روايت کې د څلورمې پېړۍ يو مورخ طبري روايت کوي چې متوکل پرېکړه کړې وه چې منتصر او یو شمیر ترکي قوماندانان ووژني.[۸۰] همدارنګه د اتمې پیړۍ یو مورخ ابن خلدون په دې باور دی چې متوکل د علی بن ابی طالب د سپکاوی په ترڅ کې منتصر د هغه په وړاندې ودرېد او هغه یې له خپل عمل څخه منع کړ، متوکل هغه له خلافته ګوښه کړ او د وژلو ګواښ یې وکړ.[۸۱] منتصر چې د خپل پلار له چلنده په غوسه شوی و، د ترکي قومندانانو په همکارۍ متوکل په داسې حال کې وواژه چې په نشه کې و.[۸۲]

په ځینو روایتونو کې دا پیښه د متوکل په وخت کې د حضرت زهرا (س) د سپکاوي په اړه راغلې ده[۸۳] د الشیعه والحاکمون کتاب لیکوال محمد جواد مغنیه، لیکلي دي یوه ورځ منتصر واوریدل چې پلار یې فاطمه زهرا (س) ته کنځل کوي او له همدې امله هغه یو فقیه ته لاړ او د پلا د دې عمل د حکم پوښتنه یې ترې وکړه.[۸۴] فقیه د هغه د پلار وینه تویول جایز وګڼل؛ خو د دې په بيانولو سره چې څوک خپل پلار ووژني د هغه عمر به لنډ شي، هغه ته يې اخطار ورکړ چې پلار دې مه وژني [۸۵] خو بیا هم منتصر متوکل وواژه او يوازې اوه مياشتې وروسته پخپله هم ووژل شو.[۸۶]

د متوکل له مړینې سره، ترکانو په حکومت کې زیات واک او نفوذ ترلاسه کړ [۸۷] او د بني عباس د خلیفه ګانو واک او وېره په کمېدو شوه. تر دې حده چې له متوکل نه وروسته يوازې په يوه پېړۍ کې يوولس خليفه ګان راغلل چې ټول د ترکیانو په لاس حکومت ته ورسیدل او بيا ووژل شول او يا له واکه ليرې شول.[88]

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن‌طاووس، علی بن موسی، مهج الدعوات و منهج العبادات، قم، دار الذخائر، ۱۴۱۱ق.
  • ابوالفرج اصفهانی، علی بن الحسین، مقاتل‌الطالبین، بیروت، دارالمعرفه، بی‌تا.
  • ابن‌اثیر، علی بن ابی‌الکرم، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ق.
  • ابن‌جوزی، عبدالرحمن بن علی، المنتظم فی تاریخ الامم و الملوک، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۲ق.
  • ابن‌خلدون، عبدالرحمن بن محمد، تاریخ ابن‌خلدون، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۸ق.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق.
  • ارجح، اکرم، «جامع کبیر»، در دانشنامه جهان اسلام، ج۹، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، ۱۳۸۴ش.
  • اشعری قمی، سعد بن عبدالله، المقالات و الفرق، تهران، مرکز انتشارات علمی و فرهنگی، ۱۳۶۰ش.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، فتوح‌البلدان، بیروت، دار و مکتبة الهلال، ۱۹۸۸م.
  • پرسنده، محمداعظم، «بررسی سیاست‌های مذهبی متوکل عباسی»، در مجله تاریخ اسلام در آینه پژوهش، شماره ۲۱، بهار ۱۳۸۸.
  • جعفریان، رسول، از پیدایش اسلام تا ایران اسلامی، قم، بی‌نا، بی‌تا.
  • جعفریان، رسول، حيات فكرى و سياسى امامان شیعه، قم، انصاریان، ۱۳۸۱ش.
  • حسینی طهرانی، محمدحسین، امام‌شناسی، مشهد، انتشارات علامه طباطبایی، ۱۴۳۰ق.
  • خضری، سید احمدرضا، تاریخ خلافت عباسی: از آغاز تا پایان آل‌بویه، تهران، انتشارات سمت، چاپ پنجم، بهار ۱۳۸۴.
  • خطیب بغدادی، احمد بن علی، تاریخ بغداد، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۷ق.
  • ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام و وفیات المشاهیر و الاعلام، بیروت، دار الکتب العربی، ۱۴۱۳ق.
  • زیدان، جرجی، تاریخ التمدن الاسلامی، بیروت، دار مکتبة الحیاة، بی‌تا.
  • سبط بن جوزی، یوسف بن قزاوغلی، تذکرة الخواص من الامة فی ذکر خصائص الائمة، قم، مجمع جهانی اهل‌بیت(ع)، ۱۴۲۶ق.
  • سجادی، صادق، «بنی‌عباس»، در دایرة المعارف بزرگ اسلامی، ج۱۲، تهران، مرکز دایرة المعارف بزرگ اسلامی، ۱۳۸۳ش.
  • سیوطی، عبدالرحمن بن ابی‌بکر، تاریخ الخلفاء، بی‌جا، مکتبة نزار مصطفی الباز، ۱۴۲۵ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، اعلام الوری باعلام الهدی، قم، موسسه آل‌البیت(ع)، ۱۴۱۷ق.
  • طبری، محمد بن جریر، تاریخ‌الطبری، بیروت، دارالتراث، ۱۳۸۷ق.
  • طقوش، محمدسهیل، تاریخ الدولة العباسیة، بیروت، دار النفائس، ۱۴۳۰ق.
  • قفطی، علی بن یوسف، تاریخ‌الحکماء، تهران، دانشگاه تهران، ۱۳۷۱ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • کندی، محمد بن یوسف، کتاب الولاة و کتاب القضاة، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۴ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدرر اخبار الائمة الاطهار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • محلاتی، ذبیح‌الله، مَآثر الکبراء فی تاریخ سامراء، قم، المکتبة الحیدریة، ۱۳۸۴ش.
  • مدرس، محمدباقر، شهر حسین علیه‌السلام، قم، دارالعلم، ۱۳۸۰ش.
  • مسعودی، علی بن الحسین، اثبات الوصیة للامام علی بن ابی‌طالب(ع)، قم، انصاریان، ۱۴۲۶ق.
  • مغنیه، محمدجواد، الشیعه و الحاکمون، بیروت، دارالجواد، ۱۴۲۱ق.
  • موحد ابطحی، رضیه‌سادات، نقش شیعیان در ساختار حکومت عباسیان، قم، انتشارات شیعه‌شناسی، ۱۳۹۲ش.
  • نوبختی، حسن بن موسی، فِرَق‌الشیعه، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۰۴ق.
  • یاقوت حموی، ابن‌عبد‌الله، معجم‌البلدان، بیروت، دارُصادر، ۱۹۹۵م.
  • یعقوبی، احمد بن ابی‌یعقوب، تاریخ‌الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بی‌تا.