منځپانگې ته ورتلل

د حضرت عیسی عروج

د wikishia لخوا

د حضرت عیسی(ع) عروج په دې معنا دی چې حضرت عیسی(ع) اسمان ته پورته شوی دی او په قرآن مجید کې ورته اشاره شوې ده. د مسلمانانو په منځ کې مشهور نظر دا دی چې حضرت عیسی(ع) نه ووژل شو او نه هم په صلیب وځړول شو بلکې نیغ په نیغه اسمان ته پورته کړی شو، که څه هم ځینې په دې باور دي چې ممکن ده هغه له صلیب څخه د ژغورل کیدو وروسته په طبیعي مرګ مړ شوی وي. د عیسوي تعلیماتو له مخې، حضرت عیسی(ع) په صلیب ځړول شوی او له بیا ژوندي کیدو وروسته اسمان ته پورته شوی.

د عروج د ډول په اړه، ځینې یې یوازی روحاني ګڼي او ځینې یې روحاني او جسماني دواړه ګڼي. ځینې روایتونه، په شمول د ظهور په وخت کې د هغه راستنیدل او د معراج په سفر کې د پیغمبر(ص) لخوا د هغه لیدل کیدل، د عروج د جسماني شونی لپاره دلیلونه بلل شوي دي. د ظهور په وخت کې د حضرت عیسی(ع) بیرته راتګ یوه یقیني پیښه ګڼل شوې ده او په شیعه او سني سرچینو کې د دې په اړه ډیر روایتونه روایت شوي دي.

د اسلامي او عیسوي نظرونو ترمنځ توپیرونه

د حضرت عیسی(ع) پورته کېدل د هغه اسمان ته د تګ او ژوندي کیدو ته اشاره کوي.[۱] په قرآن کریم کې، د نساء سورې ۱۵۸ او د آل عمران سورې ۵۵ آیتونه دې پیښې ته اشاره کوي.[۲] د ځینو سرچینو له مخې، دا پیښه د هجرت څخه ۵۸۵ کاله مخکې[۳] او د رمضان د ۲۱مې شپې[۴] کې رامنځته شوه، کله چې عیسی(ع) ۳۲[۵] یا ۳۳[۶] کلن وو. د امام باقر(ع) په یوه روایت کې، دا روایت شوي چې د امام علي(ع) د شهادت شپه د عیسی(ع) د عروج شپې سره سمون خوري.[۷]

د عیسوي تعلیماتو له مخې، کله چې عیسی(ع) په صلیب وځړول شو،[۸] نو وفات شو[۹] او دفن کړی شو.[۱۰] په دریمه ورځ، د هغه شاګردانو ولیدل چې د هغه جسد ورک و.[۱۱] د هغه له بیا راژوندي کیدو وروسته، عیسی(ع) له خپلو شاګردانو سره ولیدل[۱۲] او بیا اسمان ته پورته شو.[۱۳] دا پیښه په څلورو انجیلونو کې په تفصیل سره بیان شوې ده.[۱۴] په مقابل کې، قرآن کریم[۱۵] فرمایي چې عیسی(ع) نه وژل شوی او نه هم په صلیب ځړول شوی دی؛[۱۶] بلکه، د روایتونو له مخې،[۱۷] د هغه پر ځای یو بل کس په غلطۍ سره ووژل شو او خلکو فکر کاوه چې عیسی(ع) شهید شوی دی.[۱۸]

د عیسی(ع) د عروج په وخت د هغه د ژوند حالت

مسلمان عالمان په دې اړه اختلاف لري چې ایا عیسی(ع) له عروج څخه مخکې په طبیعي مرګ وفات شوی یا هغه پرته له مرګه مستقیم اسمان ته پورته شوی.[۱۹] د قرآن کریم او د مسلمانانو په منځ کې د عامو نظرونو له مخې،[۲۰] عیسی(ع) نه وژل شوی او نه هم په صلیب ځړول شوی،[۲۱] بلکې اسمان ته پورته شوی،[۲۲] او د قیامت له ورځې څخه مخکې به بیرته راستنیږي.[۲۳] نور په دې باور دي چې عیسی(ع) کیدی شي د صلیب څخه له ژغورلو وروسته په طبیعي مرګ وفات شوی وي او بیا اسمان ته پورته شوی وي.[۲۴]

د مُتَوَفِّیکَ کلمې تفسیرونه

د آل عمران سورې په ۵۵ آیت کې، د «مُتوفّیکَ» کلمه کارول شوې ده، چې په مختلفو طریقو تفسیر شوې ده:

  • طبیعي مرګ: دا پدې مانا ده چې عیسی(ع) له عروج څخه مخکې مړ شوی دی، او د دې تفسیر له مخې، عروج له مرګ وروسته رامنځته شوی دی.[۲۵]
  • د روح ترلاسه کول یا قبض کول: دا جمله بشپړ مرګ ته اشاره نه کوي او د عیسی(ع) له ځمکې څخه اسمان ته انتقال او لیږد په ګوته کوي.[۲۶]
  • د عروج اسمان سره تشبیه؛ دا کلمه «مُتوفّیکَ» له دې استعاره ده چې هغه اسمان ته پورته شوی دی او دا په ګوته کوي چې هغه نور په ځمکه کې شتون نلري.[۲۷]

د عروج جسمي یا روحاني شونه

مفسران د عیسی(ع) د پورته کیدو د ماهیت په اړه اختلاف لري؛[۲۸] ځینې یې روحاني ګڼي، د نساء سورې د ۱۵۸ آیت د ظاهري معنی پر بنسټ،[۲۹] پداسې حال کې چې نور یې روحاني او جسماني دواړه ګڼي.[۳۰] ځینې عالمان په دې باور دي چې د عیسی(ع) عروج د هغه د ستاینې په توګه راوړی شوی دی، او ستاینه روحاني او جسماني دواړو ته شامله ده؛ ځکه چې روحاني عروج خو یوازې عیسی(ع) پورې محدود نه دی.[۳۱] همدارنګه، د امام مهدي(عج) د ظهور په وخت کې د عیسی(ع) د راتګ په اړه ځینې روایتونه[۳۲] او همدارنګه په معراج کې د پیغمبر(ص) لخوا د هغه د لیدلو په اړه، د عروج د جسمي ماهیت لپاره د ثبوت په توګه نقل شوي دي.[۳۳] د ځینو روایتونو له مخې، د عیسی(ع) عروج روح او بدن سره یو ځای و.[۳۴] له امام رضا(ع) څخه روایت شوی چې د عیسی له عروجه وروسته، د هغه روح د اسمانونو او ځمکې ترمنځ واخستل شو او بیا هغه اسمانونو ته بوتلل شو، چیرې چې یې روح بیرته خپل بدن ته راستون شو.[۳۵]

د ظهور په وخت کې د عیسی(ع) راستنیدل یوه ځانګړې پیښه ګڼل کیږي[۳۶] چې د مسلمانانو ترمنځ ورباندې اتفاق دی.[۳۷] ځینې مفسرین د آل عمران سورې ۴۶ آیت[۳۸] او د نساء سورې ۱۵۹ آیت[۳۹] دې مسلې سره تړلي ګڼي. په سني سرچینو کې، د عیسی(ع) د بیرته راګرځیدو په اړه ۲۸ روایتونه[۴۰] او په شیعه سرچینو کې ۳۰ مستفیض روایتونه[۴۱] نقل شوي دي.

فوټ نوټ

  1. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ټوک۱۱، مخ۲۶۲؛ قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ټوک۲، مخ۲۰۷.
  2. رضایی، «بررسی تطبیقی معراج پیامبر(ص) و عروج عیسی(ع)»، مخ۱۵۷.
  3. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ټوک۱، مخ۵۸۵.
  4. قمی، وقایع الأیام، ناشر نور مطاف، مخ۷۹.
  5. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ټوک۱، مخ۵۸۵.
  6. ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۹۵.
  7. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۱، مخ۴۵۷.
  8. انجیل لوقا، باب ۲۳، آیه۳۲ - ۳۴.
  9. انجیل متی، باب ۲۷: آیه۵۰.
  10. انجیل لوقا، باب ۲۳، آیه۵۰ - ۵۴.
  11. انجیل لوقا، باب ۲۴، آیات ۱-۳.
  12. انجیل متی، باب ۲۸: آیات ۱۶ -۲۰.
  13. انجیل مرقس، باب ۱۶: آیه ۱۹.
  14. بیگدلی، «مقایسه دیدگاه عروج و رجعت حضرت عیسی(ع) در اسلام و مسیحیت»، مخ۳۴
  15. معرفت، شبهات و ردود حول القرآن الکریم، ۱۴۲۳ق، مخ۱۰۲.
  16. سوره نساء، آیه ۱۵۷.
  17. طباطبائی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ټوک۵، مخ۱۳۲.
  18. مدرسی، من هدی القرآن، ۱۴۱۹ق، ټوک۲، مخ۲۴۸.
  19. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۲، مخ۷۵۹.
  20. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۲، مخ۵۶۹.
  21. معرفت، شبهات و ردود حول القرآن الکریم، ۱۴۲۳ق، مخ۱۰۶.
  22. بیگدلی، «مقایسه دیدگاه عروج و رجعت حضرت عیسی(ع) در اسلام و مسیحیت»، مخ۳۷.
  23. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۲، مخ۷۵۹.
  24. مغنیه، التفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ټوک۲، مخ۷۲.
  25. مغنیه، التفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ټوک۲، مخ۷۱؛ زمخشری، الکشاف، ټوک۱، مخ۳۶۶.
  26. بیگدلی، «مقایسه دیدگاه عروج و رجعت حضرت عیسی(ع) در اسلام و مسیحیت»، مخ۳۷.
  27. مغنیه، التفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ټوک۲، مخ۷۱.
  28. سید قطب، فی ظلال القرآن، ۱۴۱۲ق، ټوک۲، مخ۸۰۲.
  29. مراغی، تفسیر المراغی، بیروت، ټوک۶، مخ۱۵.
  30. معرفت، شبهات و ردود حول القرآن الکریم، ۱۴۲۳ق، ص۱۰۶؛ مراغی، تفسیر المراغی، بیروت، ټوک۶، مخ۱۵.
  31. سعدی، شرح النسفیة، ۱۳۸۰ش، مخ۳۲۲.
  32. سعدی، شرح النسفیة، ۱۳۸۰ش، مخ۳۲۲.
  33. مراغی، تفسیر المراغی، بیروت، ټوک۶، مخ۱۵.
  34. رضایی، «بررسی تطبیقی معراج پیامبر(ص) و عروج عیسی(ع)»، مخ۱۵۹.
  35. شیخ صدوق، عیون أخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ټوک۱، ۲۱۵مخ.
  36. قزوینی، امام مهدی(عج) از ولادت تا ظهور، ۱۳۸۷ش، ۶۷۸مخ.
  37. کورانی، عصر الظهور، ۱۴۳۰ق، ۲۴۵مخ.
  38. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۲، ۵۵۰مخ.
  39. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ټوک۵، ۱۳۴-۱۳۵مخونه؛ صادقی تهرانی، الفرقان، ۱۳۶۵ش، ټوک۷، مخ۴۳۹.
  40. کورانی و دیگران، معجم الاحادیث الامام مهدی(عج)، ۱۴۲۸ق، ټوک۲، ۳۹۹-۴۹۳مخونه.
  41. بخشی، «بررسی و تبیین نقش حضرت عیسی(ع) در دوران پس از ظهور امام زمان(ع)»، مخ۱۱۶.

سرچينې

  • ابن‌کثیر دمشقي، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق.
  • بخشي، سعید، «بررسی و تبیین نقش حضرت عیسی(ع) در دوران پس از ظهور امام زمان(ع)» (د حضرت عیسی(ع) د رول څېړنه او روښانه کول د امام زمان(ع) له ظهور وروسته پېر کې)، مجله مشرق موعود، څوارلسم کال، ۵۳ ګڼه، پسرلی ۱۳۹۹هـ ل.
  • بېګدلي، حسن، «مقایسه دیدگاه عروج و رجعت حضرت عیسی(ع) در اسلام و مسیحیت» (په اسلام او مسیحیت کې د حضرت عیسی(ع) د عروج او رجعت د نظریو پرتله)، مجله معارف قرآن و عترت، دوهم کال، ۵ ګڼه، منی ۱۳۹۵هـ ل.
  • رضایي، آمنه، «بررسی تطبیقی معراج پیامبر(ص) و عروج عیسی(ع)» (د پېغمبر(ص) د معراج او د عیسی(ع) د عروج پرتلیزه څېړنه)، د حدیث او اندیشه مجله، ۱۳ ګڼه، پسرلی او اوړی ۱۳۹۱هـ ل.
  • سعدي، عبدالملک عبدالرحمن، شرح النسفیة فی العقیدة الإسلامیة، سنندج، ۱۳۸۰هـ ل.
  • سید قطب، فی ظلال القرآن، بیروت او قاهره، دارالشروق، اوولسم چاپ، ۱۴۱۲ق.
  • شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، څېړونکی او سمونوال: مهدي لاجوردي، تهران، د جهان خپرونه، لومړی چاپ، ۱۳۷۸ق.
  • صادقي تهراني، محمد، الفرقان فی تفسیر القرآن بالقرآن، قم، انتشارات فرهنگ اسلامي، دوهم چاپ، ۱۳۶۵هـ ل.
  • طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامي، پنځم چاپ، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، سریزه: محمدجواد بلاغي، تهران، ناصر خسرو، درېیم چاپ، ۱۳۷۲هـ ل.
  • طبري، محمد بن جریر، تاریخ طبري (تاریخ الامم و الملوک)، څېړنه: محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دار التراث، دوهم چاپ، ۱۳۸۷هـ ل.
  • فخر رازي، محمد بن عمر، مفاتیح الغیب، بیروت، دار احیاء التراث العربي، درېیم چاپ، ۱۴۲۰ق.
  • قرائتي، محسن، تفسیر نور، تهران، فرهنګي مرکز «درسهایی از قرآن»، ۱۳۸۸هـ ل.
  • قزویني، محمدکاظم، امام مهدی(ع) از ولادت تا ظهور (امام مهدي(ع) له زېږون څخه تر ظهور پورې)، قم، نشر الهادي، ۱۳۸۷هـ ش.
  • قمي، عباس، وقایع الایام، خپرندوی: نور مطاف، قم، بې‌نېټې.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، څېړونکي او سمونوال: علي‌اکبر غفاري، محمد آخوندي، تهران، دار الکتب الاسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
  • کوراني عاملي، علي، عصر الظهور، ۱۴۰۸هـ، بې‌ځایه، بې‌نېټې.
  • کوراني، علي او نور، معجم الاحادیث الامام مهدي(ع)، قم، انتشارات مسجد مقدس جمکران، ۱۴۲۸ق.
  • مدرسي، سید محمدتقي، من هدی القرآن، تهران، دار محبي الحسین، لومړی چاپ، ۱۴۱۹ق.
  • مراغي، احمد بن مصطفی، تفسیر المراغي، دار احیاء التراث العربي، بیروت، بې‌نېټې.
  • معرفت، محمدهادي، شبهات او ردود حول القرآن الکریم، قم، موسسه فرهنګي انتشاراتي التمهید، ۱۴۲۳ق.
  • مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، تهران، دار الکتب الاسلامیة، لومړی چاپ، ۱۴۲۴ق.