د حضرت عیسی بېرته راتګ
د حضرت عیسی(ع) بېرته راتګ د امام مهدي(عج) د ظهور د دورې له حتمي پېښو څخه ګڼل کېږي، چې هم مسلمانان او هم عیسویان د آخرالزمان په مهال د هغه په بیا راګرځېدو باور لري. دا موضوع د انجیل په ګڼو ځایونو کې ذکر شوې، او د ځینو قرآني مفسرانو په اند، ځینې قرآني آیتونه هم د حضرت عیسی(ع) آخرالزماني بېرته راتګ ته اشاره کوي.
د شیعه روایاتو له مخې، د حضرت عیسی(ع) د بېرته راتګ هدف دا دی چې له امام مهدي(عج) سره مرسته وکړي. همداراز د اهل سنتو د روایتونو له مخې، حضرت عیسی علیهالسلام به تر راګرځېدو وروسته ځان د امام مهدي علیهالسلام وزیر معرفي کړي. د شیعه او سني منابعو له مخې، د حضرت عیسی(ع) د نزول لپاره بېلابېل ځایونه یاد شوي دي؛ لکه مکه مکرمه، دمشق او بیتالمقدس.
د شیعه او سني له مستفیضو روایتونو سره سم، عیسی علیهالسلام به له بېرته راتګ وروسته، په لمانځه کې د شیعیانو د دولسم امام اقتدا کوي. په ځینو نورو روایتونو کې ویل شوي چې د دجال وژل، او د یأجوج و مأجوج له منځه وړل، هم حضرت عیسی(ع) ته منسوب شوي دي. خو نجمالدین طبسي، چې د حوزې له څېړونکو علماوو څخه دی، باور لري چې بني امیه و له اهلبیتو(ع) سره د کینې له امله کوښښ کاوه چې دا کارنامې حضرت عیسی(ع) ته منسوبې کړي چې هغه د مهدي موعود په توګه معرفي کړي.
په دې اړه کتابونه او مقالې هم لیکل شوي دي؛ لکه: «نزول مسیح و ظهور موعود» د میرتقی حسینی ګرګانی لیکنه، او «نقش حضرت مسیح(ع) در دولت مهدوی» د مجید یعقوبزاده اثر.
اهمیت او مقام
د حضرت عیسی(ع) بېرته راتګ، د امام مهدي(عج) د ظهور د دورې له حتمي پېښو څخه ګڼل شوی دی.[۱] که څه هم مسلمان پوهان او اندیال د حضرت عیسی(ع) د ژوندي پاتېدو او وفات په اړه یوه نظر ته نهدي رسېدلي، خو ډېر یې پر ژوندي پاتېدو باور لري.[۲] د علي کوراني په وینا، چې دا خبره یې په عصر الظهور کتاب کې کړې، د امام زمان(عج) د ظهور په وخت کې د حضرت عیسی(ع) بېرته راتګ، د مسلمانانو ترمنځ یوه متفقه مسئله ده.[۳] ځینې څېړونکي باور لري چې دا موضوع نه یوازې د مسلمانانو ترمنځ، بلکې د مسیحیانو ترمنځ هم د اتفاق وړ ده؛[۴] خو په مسیحیت کې، د اسلام خلاف، حضرت عیسی(ع) د ژغورونکي (منجي موعود) په توګه معرفي شوی دی.[۵]
په اهل سنتو روایتي منابعو کې ۲۸ روایتونه[۶] او په شیعه روایتي منابعو کې ۳۰ روایتونه د حضرت عیسی(ع) د نزول په اړه راغلي دي،[۷] چې د المیزان لیکوال سید محمد حسین طباطبایي، دا روایتونه «مستفیض» بللي دي.[۸]
په اسماني کتابونو کې د حضرت عیسی د بېرته راتګ یادونه
یوشمېر مفسرانو د آلعمران سورې د ۴۶م آيت او د نساء سورې د ۱۵۹م آيت د حضرت عیسی علیهالسلام پر بېرته راتګ باندې تطبیق کړی دی، چې د ظهور په وخت کې به ترسره شي. لکه څنګه چې د انجیل په مختلفو برخو کې هم دا موضوع په څرګنده توګه بیان شوې ده.
د آل عمران سورې ۴۶ آیت
د «تفسیر نمونه» د لیکوال، ناصر مکارم شیرازي په وینا، دا امکان شته چې آیت کې راغلی عبارت «وَ يُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَ كَهْلًا وَ مِنَ الصَّالِحِينَ» (او په ګهواره او منځنۍ عمر کې به له خلکو سره خبرې وکړي او له صالحینو څخه دی) د حضرت عیسی(ع) د بېرته راتګ یوه وړاندوینه وي؛[۹] ځکه چې عربۍ کې “کَهْل” د منځ عمر لرونکي کسانو ته ویل کېږي،[۱۰] بلخوا ویل شوي، حضرت عیسی(ع) د ۳۲[۱۱] یا ۳۳ کالو په عمر آسمان ته عروج کړی و.[۱۲] په یوه روایت کې له امام صادق(ع) څخه د دوي عمر (۳۳ کاله) ذکر شوی.[۱۳] نو ځکه هغه لا منځني عمر ته نه و رسېدلی، او د روایاتو له مخې به دا منځنی عمر هغه د امام عصر(ع) د ظهور پر مهال ولري.[۱۴] ځینو محققانو په دې ډول وېشلې چې د حضرت عیسی علیهالسلام خبرې کول دوه مهمې موقعې لري:
- کله یې چې د خپلې مور مریم علیهالسلام عزت په خطر کې و او هغه غوښتل د مور دفاع وکړي او له ناروا تهمت خلاص وکړي.
- کله به چې امام مهدی(عج) ظهور کوي او عیسی(ع) د اهل کتاب پیروۍ ته بلنه ورکوي.[۱۵]
د نساء سورې ۱۵۹ آیت
مفسرانو محمد حسین طباطبایي او محمد صادقي تهراني ویلي چې له «وَ إِن مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ إِلَّا لَيُؤْمِنَنَّ بِهِ قَبْلَ مَوْتِهِ ۖ وَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يَكُونُ عَلَيْهِمْ شَهِيدًا» ایت څخه (او هېڅ اهلِ کتاب نشته مګر دا چې د خپل مرګ څخه مخکې پرې ایمان راوړي، او د قیامت په ورځ به پر هغوی شاهد وي)[۱۶] دا لاسته راځي چې د حضرت عیسی(ع) د مرګ نه وړاندې به ټول اهلِ کتاب پر هغه ایمان راوړي، یهودیان یې نبوت ومني او عیسویان به پرې د الوهیت عقیده پرېږدي؛ ځکه چې د امام مهدی علیهالسلام په ظهور کې به حضرت عیسی علیهالسلام له آسمانه را ښکته شي، او په لمونځ کې به په هغه پسې اقتدا وکړي، او دا به اهلِ کتاب ته هدایت وي.[۱۷] له امام باقر(ع) په یوه حدیث کې هم راغلي چې دا آیت د حضرت عیسی علیهالسلام د نزول په مهال پرځایښت مومي.[۱۸]
په انجیل کې
په مسیحیت کې د حضرت عیسی(ع) بېرته راتګ ته «دوم ځل راشه»«دوهم راتګ» ( Second Coming) ویل کیږي[۱۹] او په انجیل کې په ځینو ځایونو کې د هغه راتګ یاد شوی دی.[۲۰] ځینې محققان په دې باور دي چې دا ذکر په انجیل کې تر ۳۰۰ ځلې زیات شوی او څو بشپړ بابونه لکه (د متی ۲۴ او ۲۵ او مرقس ۱۳ یې) بیانوي.[۲۱] د انجیل له مخې، مسیحیان باور لري چې حضرت عیسی علیهالسلام به د آخرالزمان په پای کې راګرځي، د نجات پلان به بشپړ کړي، او په نړۍ کې به بشپړه سولې رامنځته شي او هیڅ جګړه به نه وی.[۲۲] په نړۍ کې ظلم او لوږې خپرېدل، په ډېرو سیمو کې زلزله، د لمر او سپوږمۍ تور تیاره کېدل، او د دجال ښکاره کېدل په انجیل کې د هغه د بېرته راتګ نښې ګڼلې شوي.[۲۳]
د بېرته راتګ ځای او وخت
له امام صادق(ع) څخه په یوه حدیث کې چې دمشق د هغه د راښکته کېدو ځای په ګوته شوی دی.[۲۴] خو محمد تقي مجلسي په لوامع صاحبقراني کې لیکلي چې هغه به په مکې کې راښکته شي.[۲۵] د اهل سنتو روایاتو کې نور ځایونه لکه بیتالمقدس[۲۶] او د دمشق په ختیځ باب کې سپین پول هم یاد شوی.[۲۷]
د حضرت عیسی(ع) د بېرته راتګ دقیق وخت نه دی معلوم خو ځینې محققینو وړاندوینه کړې چې دا به د امام مهدی(عج) د ظهور په پیل کې وي.[۲۸] ابوالفتوح رازي او طبرسي د زُخرُف سورې ۶۱ آیت [یادونه۱] له حضرت عیسی علیهالسلام سره تړلی ګڼي او وايي چې د هغه راتګ د قیامت له نښو او شرایطو څخه دی؛ نو د قیامت نه وړاندې به حضرت عیسی علیهالسلام راښکته شي.[۲۹] دا نظره چي د ځینو اهل سنتو په روایتونو کې هم ترسترګو کیږي.[۳۰] د امام مهدي علیه السلام د ظهور په وخت کې د حضرت عیسی په راتګ تطبیق شوې ده؛[۳۱] ځکه د امام مهدی(عج) ظهور هم په آخرالزمان کې کیږي.[۳۲]
له بېرته راتګ وروسته د حضرت عیسی کړنې
له امام صادق(ع) روایت دی چې د حضرت عیسی(ع) د بېرته راښکته کېدو هدف د امام مهدي(عج) مرسته کول دي.[۳۳] ځینو روایتونو کې ویل شوي چې حضرت عیسی(ع) د امام مهدی(عج) خزانهدار هم جوړېږي.[۳۴] د اهل سنتو ځینې روایتونه وايي چې حضرت عیسی(ع) به ځان د امام مهدي(عج) وزیر معرفي کړي.[۳۵] او د قضاوت مقام به ولري.[۳۶]
په صحیح بخاري کې روایت دی چې له راښکته کېدو وروسته به حضرت عیسی صلیب مات کړي، خنزیر به ووژني (د خنزیر د خوړلو د منعې د نښې په توګه)،[۳۷] او په مسیحیانو به جزیه وټاکي، او خلک به دومره بېنیازه کړي چې هیڅوک به مال نه اخلي.[۳۸] د شيعه او سني روایتونو له مخې، حضرت عیسی علیهالسلام به په دې دور کې لاندې کارونه وکړي:
په امام مهدي(ع) پسې په لمونځ کې اقتدا
له ګڼو شیعه او سني روایتونو سره سم، حضرت عیسی(ع) به په لمونځ کې د امام مهدی(ع) اقتدا وکړي.[۳۹] ځینو محققینو ویلي چې په شیعه منابعو کې په امام مهدي(ع) پسې په لمانځه کې د حضرت عیسی اقتدا په ۱۴ روایتونو کې ذکر شوې ده.[۴۰] که څه هم په دې روایتونو کې کوم بل معرفتي رول په ډاګه نه دی بیان شوی؛[۴۱] خو څېړونکو د روایتونو له مضمونه په استفادې سره په دې اړه ځینې ټکي ذکر کړي:
- داد امام مهدي(عج) په سیاسي او مذهبي مقام تصریح کوي؛[۴۲]
- ثابتوي چې مسیحیان به امام مهدي(عج) ته تسلیم شي او اسلام به ومني؛[۴۳]
- علی کوراني وايي چې د رومیانو د پیمان ماتولو وروسته به حضرت عیسی علیهالسلام د امام مهدی علیهالسلام اقتدا وکړي، او په دې کار سره به د هغوي په وړاندې دریځنیونه وکړي.[۴۴]
د دجال قتل
له امام صادق(ع) روایت دی چې دجال به د حضرت عیسی(ع) لخوا وژل کېږي.[۴۵] د یو روایت په اساس چې په الزام الناصب کې نقل شوی امام مهدي(عج) به د خپلو سپایانو کومانده حضرت عیسی(ع) ته وسپاري چې هغه به دجال په حجاز کې ووژني.[۴۶] دا خبره د اهل سنتو روایتونو کې هم راغلې.[۴۷] همداراز ځینو شیعه روایتونو کې ویل شوي چې امام مهدي(عج) به دجال ووژني.[۴۸] څېړونکي وايي دا که حضرت عیسی(ع) ووژني یا امام مهدي، تضاد نه لري؛ ځکه دجال به د امام مهدي(عج) په امر وژل کېږي، نو دواړو ته یې نسبت ورکولی شو.[۴۹] د اهل سنتو یوه روایت کې ویل شوي چې حضرت عیسی به په فلسطین کې د امام مهدي(ع) سره د دجال په وژنه کې مرسته وکړي.[۵۰]
د یأجوج او مأجوج وژل
شیعه مفسران علی بن ابراهیم قمي او طبرسي وايي چې د انبیاء سورې ۹۶ ایت کې د یأجوج و مأجوج د وتلو او سرکښۍ څخه د اخرې زمانې د یوې پیښې په توګه خبر ورکړل شوی.[۵۱] په عهد عتیق او جدید کې هم په اخره زمانه کې د دوی د وتلو خبره شته.[۵۲] د اهل سنتو روایتونه وايي چې یأجوج و مأجوج به د حضرت عیسی(ع) لخوا ووژل شي.[۵۳]
د امویانو لخوا د مهدي په توګه د حضرت عیسی معرفي کېدل
د علیمه حوزې یو څېړاندی نجمالدین طبسي باوري دی چې که څه هم د حضرت عیسی بېرته راتګ یوه منل شوې چاره ده خو امویانو له اهلبیتو سره د دښمنۍ له امله جعلي روایتونه جوړ کړل، لکه «لا مهدی إلا عیسی بن مریم؛ مهدي هماغه عیسی بن مریم دی»[۵۴] او داسې نور،[۵۵] او په دې لټه کې وو چې اهل بیتو ته د مهدي موعود انتساب نفي کړي او حضرت عیسی(ع) هماغه مهدي وبریښوي.[۵۶]

د طبسي په وینا امویانو هڅه کوله د امام مهدي(ع) اصلي رول لغوه او له هغه واخلي او حضرت عیسی(ع) د ظهور په واقعاتو کې محور ثابت کړي، او له همدې امله یې د دجال او یاجوج او ماجوج وژل د حضرت مهدي په ځای د عیسي کار بللی لکه د مکې په ځای چې بیت المقدس د هغه د راکوزیدو ځای ګڼي.[۵۷]
مونوګراف (کتابونه)
په دې موضوع یو شمېر مهم آثار لیکل شوي لکه:
- نزول مسیح و ظهور موعود، د ا کتاب تقی حسیني ګرګاني؛ لیکلی او د بوستان کتاب، قم ادارې لخوا په ۱۳۹۰ هـ ل کې چاپ شوی.[۵۸]
- نقش حضرت مسیح(ع) در دولت مهدوی، اثر د مجید یعقوبزاده؛ په څلورو څپرکو کې ترتیب شوی او د موعود عصر خپرنځي لخوا په ۱۳۹۸ هـ ل خپور شوی.[۵۹]
- نزول عیسی بن مریم آخرالزمان، لیک د جلالالدین سیوطی، چې د لسمې قمري پېړۍ د سني عالمانو له ډلې دی؛ د دار الکتب العلمیة بیروت له خوا په ۱۴۰۵ ق کې خپور شوی.[۶۰]
فوټ نوټ
- ↑ قزوینی، امام مهدی(عج) از ولادت تا ظهور، ۱۳۸۷ش، ص۶۷۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۵۶۸.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۵۶۸.
- ↑ نصیری؛ منصوری، «کیفیت سنجی و تحلیل کارآمدی بازگشت عیسی(ع) از منظر عهدین و منابع اسلامی»، ص۲۵۲.
- ↑ اقلیدینژاد، «آخرین نبرد در آخرالزمان»، ص۷۴.
- ↑ کورانی و دیگران، معجم الاحادیث الامام مهدی(عج)، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۳۹۹-۴۹۳.
- ↑ بخشی، «بررسی و تبیین نقش حضرت عیسی(ع) در دوران پس از ظهور امام زمان(ع)»، ص۱۱۶.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۵، ص۱۴۴.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۵۵۰.
- ↑ فراهیدی، العین، ۱۴۱۰ق، ذیل کهل؛ ابنمنظور، لسان العرب، ۱۴۱۴ق، ذیل کهل.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۵۸۵.
- ↑ ابنکثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۹۵.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۲۷۰.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۲، ص۷۴۹؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۲، ص۵۵۰.
- ↑ بخشی، «بررسی و تبیین نقش عیسی(ع) در دوران پس از ظهور امام زمانع»، ص۱۰۳.
- ↑ سوره نساء، آیه ۱۵۹
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۵، ص۱۳۴-۱۳۵؛ صادقی تهرانی، الفرقان فی تفسیر القرآن، ۱۳۶۵ش، ج۷، ص۴۳۹.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۱۵۸.
- ↑ «بازگشت عیسی(ع) در آخرالزمان باور مشترک مسلمانان و مسیحیان»، خبرگزاری تسنیم.
- ↑ کتاب مقدس، کتاب لوقا، باب ۱۳، آیه ۳۵؛ کتاب یوحنا، باب ۱۴، آیه ۳؛ اعمال رسولان، باب ۱، آیه ۱۱، باب ۲، آیه ۳۱؛ نامه به عبرانیان، باب ۹، آیه ۲۸.
- ↑ اصغری، «آخرالزمان»، ص۲۹.
- ↑ اصغری، «آخرالزمان»، ص۲۹.
- ↑ اصغری، «آخرالزمان»، ص۲۹.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۲۷۰ و ۲۷۱.
- ↑ مجلسی اول، لوامع صاحبقرانی، ۱۴۱۴ق، ج۳، ص۲۸۵.
- ↑ ابنحماد، الفتن، ۱۴۲۳ق، ص۳۸۱.
- ↑ ابنحماد، الفتن، ۱۴۲۳ق، ص۳۸۶؛ الکورانی، عصر الظهور، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۳۰۷.
- ↑ بخشی، «بررسی و تبیین نقش حضرت عیسی(ع) در دوران پس از ظهور امام زمان(ع)»، ص۱۱۸.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۹، ص۸۲؛ ابوالفتوح رازی، روض الجنان و روح الجنان، ۱۴۰۸ق، ج۱۷، ص۱۸۱.
- ↑ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۱۳۶؛ نیشابوری، صحیح المسلم، دار احیاء التراث العربی، ج۴، ص۲۲۲۱.
- ↑ آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۱۳، ص۹۵.
- ↑ بخشی، «بررسی و تبیین نقش حضرت عیسی(ع) در دوران پس از ظهور امام زمان(عج)»، ص۱۱۴-۱۱۵.
- ↑ بحرانی، حلیة الابرار، ۱۴۱۱ق، ج۶، ص۴۲۹.
- ↑ بحرانی، حلیة الابرار، ۱۴۱۱ق، ج۶، ص۴۲۹.
- ↑ صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ج۱، ص۱۳۵.
- ↑ عسقلانی، فتح الباری، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۴۱۴.
- ↑ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۱۳۶.
- ↑ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۱۳۶.
- ↑ محمدی ریشهری و دیگران، دانشنامه امام مهدی بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ، ۱۳۹۳ش، ج۹، ص۱۳-۲۶.
- ↑ بخشی، «بررسی و تبیین نقش حضرت عیسی(ع) در دوران پس از ظهور امام زمان(ع)»، ص۱۱۷.
- ↑ بخشی، «بررسی و تبیین نقش حضرت عیسی(ع) در دوران پس از ظهور امام زمان(ع)»، ص۱۱۴-۱۱۶.
- ↑ بخشی، «بررسی و تبیین نقش حضرت عیسی(ع) در دوران پس از ظهور امام زمان(ع)»، ص۱۱۴-۱۱۶.
- ↑ کارگر، مهدویت (دوران ظهور)، ۱۳۸۸ش، ص۷۰ و ۷۱.
- ↑ کورانی، عصر الظهور، ۱۴۳۰ق، ص۲۴۷.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۲۷۱.
- ↑ حائری یزدی، الزام الناصب، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۷۱ و ۱۷۲.
- ↑ مسلم، صحیح مسلم، دار احیاء التراث العربی، ج۴، ص۲۲۵۸.
- ↑ شیخ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۳۳۶.
- ↑ کارگر، مهدویت (دوران ظهور)، ۱۳۸۸ش، ص۳۰.
- ↑ سیوطی، الحاوی للفتاوی، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۱۰۳.
- ↑ قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۷۶؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۷، ص۱۰۱.
- ↑ عهد عتیق، کتاب حزقیال نبی، باب ۳۸، فقره ۲ و ۳؛ عهد جدید، مکاشفه یوحنا، باب ۲۰، فقره ۷-۹.
- ↑ ابنعساکر، تاریخ دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۲۲۸؛ ابنحجر، القول المختصر، ۱۴۲۸ق، ص۹۴.
- ↑ ابنماجه، سنن ابنماجه، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۶۳۹.
- ↑ ابنحماد، الفتن، ۱۴۲۳ق، ص۲۶۵.
- ↑ طبسی، «درس مهدویت».
- ↑ طبسی، «درس مهدویت».
- ↑ حسینی گرگانی، نزول مسیح و ظهور موعود، ۱۳۹۰ش.
- ↑ یعقوبزاده، نقش حضرت مسیح(ع) در دولت مهدوی، ۱۳۹۸ش.
- ↑ سیوطی، نزول عیسی بن مریم آخرالزمان، دار ابن خلدون.
سرچينې
- آلوسی، سید محمود، روح المعانی فی تفسیر القرآن العظیم، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
- ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان، مشهد، بنیاد پژوهشهای اسلامی آستان قدس رضوی، ۱۴۰۸ق.
- ابنحماد، نعیم، الفتن، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۳ق.
- ابنعساکر، علی بن حسن، تاریخ دمشق، بیجا، دار الفکر، ۱۴۱۵ق.
- ابنکثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۷ق.
- ابنماجه، محمد بن یزید، سنن ابنماجه، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۱۹ق.
- ابنمنظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت، دار الصادر، ۱۴۱۴ق.
- اصغری، محمدجواد، «آخرالزمان»، در دانشنامه کلام اسلامی، قم، موسسه امام صادق(ع)، ۱۳۸۷ش.
- اقلیدینژاد، علی، «آخرین نبرد در آخرالزمان»، در مجله معرفت، شماره ۵۹، آبان ۱۳۸۱ش.
- الکتاب المقدس، ترجمه بولس باسیم، بیروت، دار المشرق، ۱۹۸۸م.
- «بازگشت عیسی(ع) در آخرالزمان باور مشترک مسلمانان و مسیحیان»، در سایت خبرگزاری تسنیم، تاریخ درج: ۴ دی ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۲۰ خرداد ۱۴۰۱ش.
- بحرانی، سید هاشم بن سلیمان، حلیة الابرار فی احوال محمد و آله الاطهار، قم، مؤسسة المعارف الاسلامیة، ۱۴۱۱ق.
- بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، بیروت، دار طوق النجاة، ۱۴۲۲ق.
- بخشی، سعید،«بررسی و تبیین نقش حضرت عیسی(ع) در دوران پس از ظهور امام زمان(ع)»، در مجله مشرق موعود، شماره ۵۳، بهار ۱۳۹۹ش.
- جواهری، محمدرضا، «بررسی پیشبینیهای قرآن و حدیث درباره مهدی(عج) و مسیح(ع)، توافق یا تقابل»، در مجله مشرق موعود، شماره ۴۱، بهار ۱۳۹۶ش.
- حائری یزدی، علی، الزام الناصب فی اثبات الحجة الغائب، بیروت، مؤسسة الاعلمی، ۱۴۰۳ق.
- حسینی گرگانی، میرتقی، نزول مسیح و ظهور موعود، قم، بوستان کتاب، ۱۳۹۰ش.
- سیوطی، عبدالرحمن بن ابیبکر، نزول عیسی بن مریم آخرالزمان، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۰۵ق.
- سیوطی، عبدالرحمن بن ابیبکر، الحاوی للفتاوی، بیروت، دار الفکر، ۱۴۲۴ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، کمال الدین و تمام النعمة، تهران، اسلامیه، ۱۳۹۵ق.
- صادقی تهرانی، محمد، الفرقان فی تفسیر القرآن، قم، انتشارات فرهنگ اسلامی، ۱۳۶۵ش.
- صدوق، محمد بن علی، الامالی، تهران، کتابچی، ۱۳۷۶ش.
- طباطبایی، محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۷ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الطبری، بیروت، دار التراث، ۱۳۸۷ق.
- طبسی، نجمالدین، «درس مهدویت»، در سایت مدرسه فقاهت، تاریخ درج: ۱۹ فروردین ۱۳۹۱ش، تاریخ بازدید: ۲۰ خرداد ۱۴۰۱ش.
- عسقلانی، ابنحجر، فتح الباری، بیروت، دار المعرفة، ۱۳۷۹ق.
- فراهیدی، خلیل بن احمد، العین، قم، دار الهجرة، ۱۴۱۰ق.
- قزوینی، محمدکاظم، امام مهدی(ع) از ولادت تا ظهور، قم، نشر الهادی، ۱۳۸۷ش.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، قم، دار الکتاب، ۱۳۶۳ش.
- کارگر، رحیم، مهدویت (دوران ظهور)، قم، دفتر نشر معارف، ۱۳۸۸ش.
- کورانی، علی و دیگران، معجم الاحادیث الامام مهدی(ع)، قم، انتشارات مسجد مقدس جمکران، ۱۴۲۸ق.
- الکورانی العاملی، علی، عصرالظهور، ۱۴۰۸ق، بی جا، بی نا.
- مجلسی اول، محمدتقی، لوامع صاحبقرانی، قم، مؤسسه اسماعیلیان، ۱۴۱۴ق.
- محمدی ریشهری، محمد و دیگران، دانشنامه امام مهدی بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ، قم، دار الحدیث، ۱۳۹۳ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۷۴ش.
- نصیری، مبشره؛ منصوری، محمدهادی، «کیفیت سنجی و تحلیل کارآمدی بازگشت عیسی(ع) از منظر عهدین و منابع اسلامی»، در مجله مشرق موعود، شماره ۴۲، تابستان ۱۳۹۶ش.
- نیشابوری، مسلم بن حجاج، صحیح المسلم، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بیتا.
- یعقوبزاده، مجید، نقش حضرت مسیح(ع) در دولت مهدوی، تهران، نشر موعود عصر، ۱۳۹۸ش.
باندنۍ تړنې
- (د حضرت مهدي(ع) په حکومت کې د حضرت عیسی(ع) د نزول د رول تحلیل د مفسرانو له نظره)تحلیل کارکرد نزول حضرت عیسی(ع) در دولت امام مهدی(عج) از منظر مفسران
- (د عهدین او اسلامي سرچینو له نظره د حضرت عیسی د بیا راتګ د اغیزمنتوب کیفیتي ارزونه او تحلیل)کیفیت سنجی و تحلیل کارآمدی بازگشت عیسی(ع) از منظر عهدین و منابع اسلامی