د رأس الحسین مقام (عسقلان)

د wikishia لخوا
دا مقاله په عسقلان کې د رأس الحسین د مقام په اړه ده. د رأس الحسین په نامه د نورو ځایونو په اړه د زده کړې لپاره، د رأس الحسین مقام وګورئ.
د رأس الحسین مقام (عسقلان)

د رأس الحسین مقام یا مشهد الحسین جومات یا مشهد‌ُالرأس، د اشغال شوي فلسطین په عسقلان کې د امام حسین(ع) سر ته منسوب زیارت دی. د ځینو مسلمانانو په عقیده د یزید عسکرو د امام حسین(ع) سر د شام په مختلفو ښارونو کښې کې له ګرځولو ورووسته د عسقلان په څنډه کښې ښخ کړ. بیا د فاطمي واکمنانو په زمانه کې، سر مصر ته لیږدول شو و او هلته یې هم یوه بارګاه جوړه کړه.

عام شيعه عالمان، ځينې سني عالمان او ځينې لويديځ څيړونکي په دې اند دي چې د امام حسين(ع) سر هيڅکله په دغه ځاى کې نه دی ښخ شوى. په هرصورت، تل د فلسطینیانو او د شاوخوا سیمو مسلمانانو د دې ځای درناوی کاوه.

د تاریخي اسنادو له مخې د دغه زیارت ودانۍ په ۴۸۴ هجري قمري کال کې د فاطمي حکومت د وزیرانو له خوا جوړه شوه. له هغه وروسته، که څه هم عسقلان په ځلونو د صلیبی جګړو په جریان کې د عیسویانو لاس ته ورغی، خو تر شلمې پیړۍ پورې هیڅکله په بشپړه توګه ویجاړ نه شو. اسرائیلي پوځ دغه ځای په ۱۹۵۰ کال کې ویجاړ کړ او په ۱۹۹۰ لسیزه کې د هند د شیعو په لاس بیا جوړ شو. دې ځای ته هر کال له هند او پاکستان څخه زیارت کوونکي ورځي.

معرفی

د تاریخ پوهانو په وینا، د هجرت له پنځمې پیړۍ راهیسې، مقام راس الحسین یو سپیڅلی ځای او د شیعه او سنیانو له زیارتونو څخه دی. ځينو څېړونکو دغه ځای د فلسطين په تاريخ کې د شيعو تر ټولو مهم زيارت بللی دی.[۱] دغه ځای په «مسجدُ المَشهدِ الحسین» او «مَشهدُ الرَّأس» نومونو سره هم يادیږي.[۲]

سره د ټولو هغه شکونو چې په دغه ځای کې د امام حسین(ع) د سر د شتون یا ښخولو په هکله موجود دي، دغه زیارت تل د مسلمانانو د زیارت او نذرونو د ډالۍ کولو د ځای په توګه یاد شوی[۳] او همدارنګ له نورو هیوادونو څخه هم زیارت کونکي لري.[۴]

آیا د امام حسین(ع) سر په عسقلان کې دفن شوی دی؟

د شلمې پیړۍ په پیل کې د عسقلان په شاوخوا کې د جوره سیمې د غونډیو په سر کې د مشهد الراس ودانۍ.

د شیعه څیړونکو په وینا، ممکن ده چې په عسقلان کې یو سر ښخ شوی وي؛ خو هیڅ دلیل نشته چې دا سر د امام حسین(ع) مبارک سر وي.[۵] شیعه عالمان په عمومي توګه په دې باور دي چې د امام حسین(ع) سر هیڅکله په عسقلان کې نه دی ښخ شوی؛[۶] بلکې وروسته له دې چې د کوفې او شام په بازارونو کې وګرځول شو، بېرته کربلا ته لېږلی شوی او د امام د مبارک بدن تر څنګ خاورو ته سپارلی شوی دی.[۷]

ابن تیمیه چې له سني عالمانو څخه دی، هغه هم د امام حسین(ع) ته د دې ځای منسوبول رد کړل او ادعا یې کړې ده چې د دې ادعا د ثابتولو لپاره هیڅ مستند تاریخي روایت نشته.[۸] د ځینو لویدیځو څیړونکو په وینا دا زیارت د هغه غونډۍ په سر تر اسلام راتلو مخکې جوړ شوی و چې د دوو عیسايي شهیدانو د شهادت ځای پيژندل کېده. دوي دا اټکل کړی چې کیدی شي دا زیارت هم د عیسایانو د سپیڅلو ځایونو په اسلامي زیارتونو د بدلولو یوه بیلګه وي.[۹]

له بلې خوا د ځينو مسلمانانو د عقيدې له مخې، له دې وروسته چې د امام حسين(ع) سر د شام په بېلابېلو ښارونو كې وګرځولی شو، اخر د عسقلان په څنډه كې خاورو ته وسپارل شو.[۱۰] ځینې په دې باور دي چې یزید له قصده دا حکم وکړ چې د امام حسین(ع) سر په همدې سیمه کې ښخ شي؛ ځکه چې هلته ډېر لږ شمېر شیعه وو.[۱۱] د یو بل بدل روایت له مخې په خپله د عسقلان خلکو له یزید څخه وغوښتل چې سر مبارک د دوي په څنګ کې ښخ کړي او بیا یې د هغې سر لپاسه یو زیارت جوړ کړ.[۱۲]

د رأس الحسین زیارت ودانۍ

په يو روايت کې راغلي چې د د فاطمي دورې د مُستَنصَر د حکومت په زمانه کې(٤٢٠-٤٨٧ هـ ق) يو کس خوب وليد چې د امام حسين(ع) سر په عسقلان کې دى[۱۳] او بدرالجمالي (د مستنصر عیسايي وزير وفات کال ۴۸۷ هـ ق)[۱۴] یا د هغه زوی افضل شهنشاه(۴۵۹- ۵۱۵ هـ ق)[۱۵] په هغه ځای کې د گنبد د جوړولو امر وکړ. د هغه منبر د لیکلو له مخې چې په دې جومات کې و او وروسته د فلسطین الخلیل ښار جامع جومات ته لیږدول شوی، د رأس الحسین د زیارت د جوړولو نیټه ۴۸۴ هجري ته ورګرځي. سربېره پر دې د الخلیل په جومات کې د ډبرو پنځه نسخې نورې هم شتون لري چې د دې نیټې شاهدي ورکوي.[۱۶]

عمادالدین قزویني په آثار البلاد کې ویلي دي چې په عسقلان کې د رأس الحسین مقبره یوه شانداره ودانۍ وه.[۱۷] د ابن بطوطه (۷۷۰-۷۰۳ هـ ق) په سفرنامې کې هم دغه زیارت د یو لوی او ښکلی جومات په توګه یاد شوی دی چې د مرمرو ستنې لري (چې په کې یوه د مرمرو سره ستنه هم شامله ده)[۱۸] په نورو نقلونو کې راغلي چې دوی د امام حسین(ع) سر په قبر باندې یوه ستنه جوړه کړې وه چې په سور ټوکر يې پوښلې وه او شنه پګړۍ یې ورباندې ایښې وه.[۱۹]

د سر له لیږدولو وروسته د عسقلان زیارت

څېړونکي په دې کې شک نه لري چې یو سر په عسقلان کې و او بیا قاهرې ته لیږدولی شوی دی.[۲۰] په ۵۴۵ هجري کال کې عسقلان د صلیبي جنګونو په وخت کې، عسقلان د عیسایانو لاس ته لاړ.[۲۱] په ۵۴۸ هجري طلائع بن رُزّیک د مصر نوي واکمن، ډېرو پیسو سره د صلیبی واکمنانو موافقه راواخسته[۲۲] او امام حسین(ع) ته منسوب سر له عسقلان څخه قاهرې ته راوړل شو.[۲۳] له دې نیټې وروسته، د عسقلان ښار څو ځله د مسلمانانو او عیسایانو تر منځ بدل رابدل شو تر دې چې بالاخره په ۶۴۵ هجري کې د مسلمانانو په لاس کې شو.[۲۴] د ځینې مسلمانانو سیلانیانو په نقل، که څه هم صلیبیانو د عسقلان ښار او د هغه ښار ودانۍ ویجاړې کړې خو د رأس الحسین وداني په خپل حال پاتې وه.[۲۵] تاریخي سرچینې ښايي چې په راتلونکو پیړیو کې د مسلمانانو له خوا تل د دې ابادۍ درناوې شوی دی.[۲۶]

ښۍ اړخ ته: د عسقلان سیمې نقشه او په 1870 م کې د رأس الحسین مقام. کیڼ اړخ ته: په 21 پیړۍ کې د عسقلان د بارزیلای روغتون کې د رأس الحسین مقام نقشه

په شلمه پیړۍ کې د زیارت ویجاړول او بیارغول

د تاریخ پوهانو په وینا، د نولسمې پیړۍ په پای کې، د عسقلان سیمې اوسیدونکو د رأس الحسین ودانۍ بیارغونه وکړه؛ خو په ۱۹۵۰ کال کې اسراییلي پوځ د موشه دایان(۱۹۱۵-۱۹۸۱) په امر دغه زیارت ویجاړ کړ.[۲۷] د لس انجلس ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، په ۱۹۹۰ لسیزه کې د هند شیعو په هغه ځای کې یو کوچنی زیارت جوړ کړ چې نن سبا په عسقلان کې د یوه روغتون په څنډه کې موقعیت لري.[۲۸] ویل کیږي چې دا کار د اسماعیلي فرقې د دوه پنځوسم مشر محمد برهان الدین(۱۹۱۵-۲۰۱۴) په غوښتنه ترسره شوی دی.[۲۹] د راپورونو له مخې دې ځای ته هر کال له هند او پاکستان څخه ډېر زیارت کوونکي ورځي.[۳۰]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. Petersen, Bones of Contention: Muslim Shrines in Palestine, p108-110.
  2. «مقام رأس‌الحسین در سرزمین‌های اشغالی»، سایت نور نیوز.
  3. قزوینی، آثار البلاد و اخبار العباد، ۱۹۹۸م، ص۲۲۲.
  4. Petersen, Bones of Contention: Muslim Shrines in Palestine, p109.
  5. گروه نویسندگان، تاریخ امام حسین، ۱۳۷۸-۱۳۹۰ش، ج۵، ص۵۵۳.
  6. بیضون، موسوعة کربلاء، مؤسسة الأعلمی، ج۲، ص۵۴۲؛ گروه نویسندگان، تاریخ امام حسین، ۱۳۷۸-۱۳۹۰ش، ج۵، ص۵۵۳.
  7. گروه نویسندگان، تاریخ امام حسین، ۱۳۷۸-۱۳۹۰ش، ج۵، ص۵۴۶؛ گروه نویسندگان، تاریخ قیام و مقتل جامع سیدالشهدا، ۱۳۹۵ش، ج۲، ص۵۷۴ و۵۸۷؛ فتال نیشابوری، روضة الواعظین، منشورات الرضی، ص‌۱۹۲؛ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج ۴۵، ص۱۴۵.
  8. ابن‌تیمیه، رأس الحسین، ۱۳۶۸ق، ص۸.
  9. Petersen, Bones of Contention: Muslim Shrines in Palestine, p109.
  10. خامه‌یار «رأس‌الحسین»، ص۱۸۸؛ گروه نویسندگان، تاریخ امام حسین، ۱۳۷۸-۱۳۹۰ش، ج۵، ص۵۲۶.
  11. گروه نویسندگان، تاریخ امام حسین، ۱۳۷۸-۱۳۹۰ش، ج۵، ص۵۱۸.
  12. گروه نویسندگان، تاریخ و مقتل جامع امام حسین(ع)، ۱۳۹۵ش، ج۲، ص۵۸۴.
  13. گروه نویسندگان، تاریخ امام حسین، ۱۳۷۸-۱۳۹۰ش، ج۵، ص۵۱۶.
  14. خامه‌یار، «رأس‌الحسین»، ص۱۸۸.
  15. جمع نویسندگان، اهل بیت در مصر، ۱۴۲۷ق، ص۷۷.
  16. Petersen, Bones of Contention: Muslim Shrines in Palestine, p109.
  17. قزوینی، آثار البلاد و اخبار العباد، ۱۹۹۸م، ص۲۲۲.
  18. ابن بطوطه، رحلة ابن بطوطه، ۱۴۱۷م، ج۱، ص۲۵۲.
  19. Petersen, Bones of Contention: Muslim Shrines in Palestine, p110.
  20. گروه نویسندگان، تاریخ امام حسین، ۱۳۷۸-۱۳۹۰ش، ج۵، ص۵۵۳.
  21. ابن تغری‌ بردی، نجوم الزاهره، ۱۳۹۲ق، ج۵، ص۲۹۹.
  22. گروه نویسندگان، تاریخ امام حسین، ۱۳۷۸-۱۳۹۰ش، ج۵، ص۵۲۶.
  23. گروه نویسندگان، تاریخ امام حسین، ۱۳۷۸-۱۳۹۰ش، ص۵۱۶.
  24. ابوالفداء، تاریخ أبی‌الفداء، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۲۸۲.
  25. Petersen, Bones of Contention: Muslim Shrines in Palestine, p109.
  26. Petersen, Bones of Contention: Muslim Shrines in Palestine, p110.
  27. Petersen, Bones of Contention: Muslim Shrines in Palestine, p110؛ Rapoport, «History Erased», Haaretz.
  28. SobelmaN, «Sacred surprise behind Israeli hospital», los angeles time.
  29. «مقام رأس‌الحسین در سرزمینهای اشغالی»، سایت نورنیوز.
  30. SobelmaN, «Sacred surprise behind Israeli hospital», los angeles time؛ Rapoport, «History Erased», Haaretz.

سرچينې

  • ابن بطوطه، محمد بن عبد الله، رحلة ابن بطوطة، مراکش، أکادیمیة المملکة المغربیة، ۱۴۱۷م.
  • ابن بطوطه، سفرنامه ابن بطوطه، ترجمه محمدعلی موحد، موسسه انتشارات آگاه، ۱۳۷۰ش، بی جا.
  • ابن تغری بردی، یوسف، النجوم الزاهرة فی ملوک مصر و القاهرة، قاهره، وزارة الثقافة و الإرشاد القومی. المؤسسة المصریة العامة، ۱۳۹۲ق / ۱۹۷۲م.
  • ابن تیمیه، احمد بن عبدالحلیم، رأس الحسین، بی‌جاریال مطبعة السنة المحمدیة، ۱۳۶۸ق / ۱۹۴۹م.
  • ابو الفداء، اسماعیل بن علی، تاریخ أبی الفداء (المختصر فی أخبار البشر)، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۷ق/ ۱۹۹۷م.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، المناقب، تحقیق محمدحسین آشتیانی، قم، علامه، بی تا.
  • بیضون، لبیب، موسوعة کربلاء بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۲۷ق / ۲۰۰۶م.
  • خامه‌یار، احمد، «رأس‌الحسین»، در دانشنامۀ جهان اسلام، تهران، بنیاد دایرت‌المعارف اسلامی، ۱۳۹۳ش.
  • فتال نیشابوری، محمد بن احمد، روضة الواعظین، قم، منشورات الرضی، بی‌تا.
  • قزوینی، زکریا بن محمد، آثارالبلاد و اخبارالعبا، بیروت، دار صادر، ۱۹۹۸م.
  • گروه نویسندگان، اهل البیت فی مصر، تهران، مجمع تقریب مذاهب اسلامی، ۱۴۲۷ق.
  • گروه نویسندگان، تاریخ امام حسین(ع)، تهران، سازمان پژوهش و برنامه ریزی آموزشی. دفتر انتشارات کمک آموزشی، ۱۳۷۸-۱۳۹۰ش.
  • گروه نویسندگان، تاریخ قیام و مقتل جامع سیدالشهدا، قم، انتشارات مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی، ۱۳۹۵ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • «مقام رأس‌الحسین در سرزمینهای اشغالی»، سایت نور نیوز، تاریخ درج مطلب: ۲۳ مرداد ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید: ۱۲ آذر ۱۴۰۲ش.
  • Petersen, Andrew, Bones of Contention: Muslim Shrines in Palestine, Springer, Singapore, 2017.
  • Sobelman, Batsheva, «Sacred surprise behind Israeli hospital», los angeles time. تاریخ درج مطلب: ۱۴ تیر ۱۳۸۶ش، تاریخ بازدید: ۱۵ آذر ۱۴۰۲ش.
  • «History Erased», Haaretz. تاریخ درج مطلب: ۱۴ تیر ۱۳۸۶ش، تاریخ بازدید: ۱۵ آذر ۱۴۰۲ش.