د رأس الحسین مقام (قاهره)

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د داوودي بهره ګان په قاهره کې د راس الحسین زیارت کولو په حال کې

د رأس الحسین مقام یا مسجد الحسین(ع) یا مشهد الحسیني په قاهره کې هغه ځای دی چې د ځینو راپورونو له مخې د امام حسین(ع) سر هلته ښخ شوی دی. د ځینو تاریخي سرچینو له مخې صلیبیان د هجرت په شپږمه پېړۍ کې د فلسطین پر عسقلان واکمن شو. فاطمي واکمنانو د دې لپاره چې د امام حسين(ع) د هلته ښخ شوي سر د سپکاوي مخه ونيول شي، هغه یې قاهرې ته راوړ او هلته يې په ٥٤٨ ​​يا ٥٤٩ هجري کې یې هلته ښخ کړ او هلته يې د الحسين جومات په نامه يوه ودانۍ جوړه کړه.

په الحسین جومات کې د ښخ شوي سر په اړه بېلابېل نظرونه شتون لري. د شيعه عالمانو د مشهورې نظريې له مخې د امام حسين سر په کربلا کې د هغه له جسد سره ښخ شوى دى. له همدې امله ځینې په دې باور دي چې په دې جومات کې ښخ شوي سر یا د یو علوي، یا د کربلا د یو شهید او یا د امام حسین(ع) د اهل بیتو څخه د یو کس دی.

د مصر خلک د دې ځای درناوی کوي او زیارت ته ورځي. په دې ځای کې د رسول الله(ص) زاړه اثار او د قران کریم یوه پخوانۍ نسخه هم ساتل کیږي. همدارنګه په الحسین جومات کې د مشهورو قاریانو د قرائت غونډې هم جوړیږي.

د مصر د خلکو په منځ کې د دې ځای مقام

د راس الحسین(ع) ځای یو له هغو ځایونو څخه دی چې امام حسین(ع) ته منسوب دی چې په قاهره کې د الازهر جومات څخه وروسته د خلکو د غونډیدو ترټولو مهم ځای ګڼل کیږي.[1] سید محسن امین چې په 1321 قمري کال کط د دې زیارت ته ورغلی و داسې وايي: «مصریان ډلې ډلې د دې زیارت ته ورځي او هلته په دعا او تضرع مشغول دی.»[2] ابن جبیر اندلسي(وفات 614 ق) هم نقل کړي دي: «په دغه ځای کې به ډېرو خلکو له امام حسین(ع) سره تبرک کاوه.» [۳] ځینو سلفیانو د الازهر جومات په پرتله چې دې ځای سره خوا کې موقعیت لري، د مصر د خلکو دې ځای ته له لېوالتیا حیرانتیا څرګنده کړې ده.[4] د مصر خلک هر کال د امام حسین(ع) د سر د راتګ د کلیزې په مناسبت جشن ترسره کوي.[5] دا مراسم د ربیع الثاني د میاشتې په وروستۍ سه شنبه د دې ځای په شاوخوا کې د خیمې په درولو سره ترسره کیږي.[۶]

ویل شوي دي، د مصر مشرانو په مختلفو دورو کې په دغه ځای کې د اختر د لمانځه پر ادا کولو ټینګار کړی دی. لکه څنګه چې د جمال عبدالناصر (ولسمشر: 1956-1970) په وخت کې داسې وو.[7]

ځینې ​​څیړونکي په قاهره کې، د ظالمانو او استعمارګرو په وړاندې د مصر د خلکو په راپارولو کې، د رأس الحسین رول هماغه شان ګڼي لکه څنګه چې په کربلا کې د امام حسین د روضې، د عراقیانو د ظالمانو په وړاندې د مقاومت په رامنځته کولو کې و.[8]


د اهل سنتو عالم ابن‌جُبَیْر اندلسی(وفات ۶۱۴ هـ ق) د راس الحسین د مقام په ستاینه کې وايي:

«زه فکر نه کوم چې په کایناتو کې داسې ځای وي چې د خلکو شتون پکې له دې ځایه ډیر جوش سره وي او نه داسې کومه ودانۍ شته چې منظره یې تر دې ودانۍ ډیره حیرانونکې او ښکلې وي!»[۹]

د اهل سنتو تاریخ لیکوال ابن کثیر(وفات ۷۷۴ هـ) نقل کړي دي چې مصریانو دغه ځای «تاج الحسین» ویل.[۱۰] ابن ‌نِمای حِلی هم وايي چې مصریان دغه مقام د «مشهد الکریم» په نامه یادوي.[11]مالک الحزین په یوه مقاله کې چې عنوان يې «مسجدالحسین و د اهل سنتو مصریانو په زړه کې د هغې مقام» دی، لیکي چې مصریان دا ځای دومره سپیڅلی ګڼي چې ډیر تاریخپوهانو د دې ځای لپاره د «حرم مصر جومات» نوم ورکړی دی.[12] دا ځای د «مسجد الحسین(ع)»،[۱۳] «مقام رأس الحسین»[۱۴] او یا «مشهد الحسیني» په نامو هم یادیږي.[۱۵]

آیا د امام حسین(ع) سر مبارک په قاهره کې دفن دی؟

په یو شمیر سرچینو کی راغلي دي چی د امام حسین(ع) سر په عسقلان کی ښاورو ته وسپارل شو.[16] کله چې صلیبیانو دا ښار ونیوه، نو مسلمانان بیا دا قاهرې ته یوړ.[17] ویل کیږي چې دا کار د طلائع بن رُزّیک، د فاطمیانو د هغه وخت وزیر(وفات ۵۵۶ هـ ق) په لاس وشو.[18] هغه د ډېرو مالونو په عوض چې صلیبیانو ته یې ورکړل دا سر قاهرې ته راوړ او هلته يې خاورو ته وسپاره.[19] د مصري مورخ مقريزي په وينا په نهم پیړۍ کې په 548 هجري يا 549 هجري قمري کال د جمادي الثاني په لسمه نېټه د هغه حضرت سر راوړی شو.[20] ویل شوي د چې دا سر به چې له هر ځايه تېرېده نو د مشکو بوی ترې محسوسیده. په قاهره کې د «حارة المسک» محلې نوم په همدې وجه ایښودل شوی و.[۲۱] د اهل سنتو مورخ ابن کثیر(وفات ۷۷۴ هـ) په دې باور دی چې فاطمیانو دا کار د دې لپاره کړی و چې د دوي دا دعوا ورسره مزبوته شي چې د نسب سلسله یې امام حسین(ع) ته رسي.[22]

فاطمیون او د صوفیانو ځینې څانګې[۲۳] او همدارنګه ځینې د مصر ځینې اهل سنت لکه علي جمعه، د مصر مفتي او د الازهر د عالمانو د عالي شورا غړی،[۲۴] باور لري چې د امام حسین(ع) سر په همدې ځای کې ښخ شوی دی. خو د اماميه علماوو مشهور نظر دا دی چې د امام حسین(ع) سر په کربلا کې د هغه له بدن سره ښخ شوی دی.[25] سلفیان[۲۶] او د اهل سنتو ځینې عالمان[۲۷] هم د امام حسین(ع) د سر دلته شتون نه مني.

د اماميه فقهاؤ ځينو علماؤ د هغه سر په باره کښې چې په عسقلان کښې دفن شوی دی او بيا مصر ته منتقل کړی شوی دی درې اټکله کړي دي: دا د يو علوي سر، يا د کربلا د شهيدانو د یو کس سر او يا د امام حسین(ع) د اهل بیتو د یو کس سر و.[28]

الحسین جومات او تاریخ یې

په ۵۴۹ هجري قمري کال کې د فاطمي خلافت پر مهال په دغه ځای کې د فاطمي دولت د وزير صالح الطلائع تر څارنې لاندې[29] يو جومات جوړ شو، چې د الحسين جومات په نوم يادېږي. دا جومات په سپینو مرمرو سره جوړ شوی و او درې دروازې یې لرلې.[30] د مصر نورو امیرانو او واکمنانو هم د راس الحسین(ع) مقام او جومات ته هم پاملرنه کوله؛[31] لکه د جومات تعمیر چې د دریالسمې هجري پيړۍ په اخر کې د د مصر د وخت واکمن خِدِیوي اسماعیل په حکم وشو.[32] د الحسین جومات د اسماعیلي بهرو لخوا په 1401-1400 لمریز کال (1443 هجري) کې بیارغوونه وشوه[33] او په 1401 کې د مصر د هغه وخت د ولسمشر عبدالفتاح سیسي په حضور کې پرانستل شو[34] په دې رغولو کې نوې پنجرې په مقبرې ولګیدې.[35] د مصر د اوقافو وزارت په 2022 م کال کې د الحسین جومات د پراختیا او فعالیت له نظره یو بیلګه جومات په توګه وټاکه.

الحسین جومات د امام حسین په محله(حَیُّ الحسین) کې موقعیت لري[37] چې په قاهره کې له مهمو تاریخي او کلتوري ځایونو څخه ده.[38] همدارنګ د مصر ترټولو مهم علمي او مذهبي ځای الازهر[39] او خان ​​الخلیلي روډ د قاهرې له مشهورو کلتوري سیمو څخه،[40] د دې جومات په څنګ کې واقع دي. درب الاَتْراک هم د دې جومات تر څنګ دی چې د اسلامي میراث د کتابونو د پلورلو یو مشهور مرکز دی.[41]

ودانۍ او منارې

په جومات کې د زوړ اسلامي میراث ساتل

په حسین جومات کې د قرآن کریم یوه نسخه چې د امام علی(ع)(شهادت 40 ق) ته منسوبه ​​ده چې هغه په خپل لاس لیکلې ده،[42] البته ځینې کسان د دې لیک د لومړۍ پیړۍ په دویمه نیمې کې ګڼي.[43] همدارنګ په دې جومات کې پیغمبر(ص) ته ځینې منسوب څیزونه هم ساتل کیږي لکه: توره، د رانجو لوخې، د سر د ويښتانو تارونه، د کميس يوه ټوټه او د کونټۍ يوه ټوټه.[44]

الحسین جومات، د تلاوت د کرسۍ د مراسمو ځای

د الحسین جومات، د مصر د ډېرو مشهورو قاریانو لکه منشاوي، عبدالباسط او نورو د قرائت ځای و او دا یو له هغو ځایونو څخه و، چې قاریانو به یې د قرائت د کرسۍ ترلاسه کولو لپاره یو له بل سره سیالي کوله.[۴۵] همدارنګ د مصر مشهور قاریان په دې ځای کې خپلې مهمې غونډې جوړوي.[۴۶]

فوټ نوټ

سرچينې