د طالوتیه خطبه

د wikishia لخوا

د طالوتیه خطبه د پېغمبراکرم(ص) له رحلت وروسته د امام علي(ع) له خطبو څخه ده چې د خلافت د غصبولو په هکله د خپل ځان په ملاتړ کښې د خلکو د سستۍ په وجه خلق ملامتوي او د دې سستۍ د پایلو په هکله ورته ګواښ ورکوي. امام په دې خطبه کې اشاره کوي چې که د طالوت د اصحابو په اندازه مې یاران وې، نو خلک به مې له هغه کږې لارې ژغورلي وای چې دوی پرې تللي دي.

په دغه خطبه کښې امام علي(ع) د خدای پاک د ځنو صفاتو په بيانولو او په نورو اديانو باندې د اسلام د فوقيت په بيانولو سره ځان د پېغمبراکرم(ص) جانشين معرفي کوي چې خلقو ته د هغه د پيروي امر شوی دی. په دغه خطبه کښې امام علي(ع) د اهل بیت(ع) د پیروۍ د ثمرې په توګه د دنیا او آخرت د نیکمرغۍ او د دنیا او آخرت د نعمتونو حاصلول ګڼي. له بلې خوا په تيارو كې لوېدل، د علم د لارې بندېدل او د خلكو ترمېنځ بې اتفاقي له اهل بيت(ع) څخه د ليرې كېدو نتيجه ګڼي.

کلیني دغه خطبه په خپل کتاب الکافي کې له ابن تيهان څخه په نقل راوړې ده. د علامه مجلسي له نظره که څه هم د خطبه طالوتیه د علم رجال د معیارونو له نظره یو ضعیف حدیث دی، خو د هغې د فصاحت او بلاغت له کبله دا کولی شو چې امام علي(ع) ته یې منسوبه کړو.

د خطبې د ورکولو د وخت او حالاتو پیژندنه

ویل شوي چې خطبه طالوتیه[۱] د امام علي(ع) له خطبو څخه ده چې د پیغمبر(ص) له وفات وروسته په مدینه منوره کې ورکړل شوې ده[۲] په طالوتیه باندې د دې خطبې مشهوریدل له دې سببه دي چې په دې خطبه کې د طالوت یارانو ته اشاره شوې ده[۳] په دې خطبه کې امام علي(ع) په دې خطبه کې له دې سببه خلک ملامتوي چې د خلافت د غصب په پيښه کې یې سستي وکړه او د دې کار د پایلو په هکله ورته ګواښ ورکوي.[۴] علامه تهراني دغه خطبه یو څرګند دلیل ګڼي چې د رسول الله(ص) له رحلت وروسته ولی امام علي(ع) د خپل حق (ولایت او ټولنې باندې د امامت) د اخیستلو لپاره پاڅون ونه کړ او د رسول الله(ص) د وصیت سره سم چې ورته يې فرمایلي وو چې د معاونینو او ملاتړو په غیاب کې چپ پاتې شي او تورې ته لاس یو نه سي چې اسلام ته زیان ونه رسي.[۵]

سند

کُلیني، خطبه طالوتیه د کتاب الکافي په الروضه برخه کې له امام علي(ع) څخه د ابو الهیثم بن تیهان په نقل، نقل کړې ده،[۶] په کتاب مراة العقول کې د علامه مجلسي په وینا خطبه طالوتیه که څه هم د علم رجال د معیارونو له مخې یو ضعیف حدیث دی، خو د دې وینا د فصاحت او بلاغت له امله داسې نه ښکاري چې دا د کوم غیر معصوم له خوا راغلی وي. او دا امام علي(ع) ته منسوب کیدی شي.[۷]

مینځپانګه

امام علي(ع) په خپله خطبه کښې د خدای پاک د حمد او ثنا بیانولو سربیره د خداے د ځينو نومونو او صفتونو په بيانولو سره،[۸] د پيغمبر(ص) د رسالت په اعتراف[۹] سره ځان د پيغمبر(ص) د جانشین په توګه معرفي کوي چې د هغه د مشرۍ د منلو لارویۍ حکم شوی وو.[۱۰] خو د دې خطبې په ځینو برخو کې د امت له اهل بیتو(ع) څخه د خلکو د اړیدلو له پایلو څخه خبرداری ورکوي[۱۱] او د دې په مقابل کې د امام د پيروۍ له ميوو څخه هم خبردارى ورکوي.[۱۲] او د خلافت د غصبولو په پيښې کې د خلکو سستي غندي.[۱۳] په پای کې امام علي(ع) په دې ټکي ټينګار کوي چې که د طالوت د اصحابو يا د بدر په جګړه کې د رسول الله(ص) د اصحابو په اندازه مې مرستندويان او صحابه درلودی نو خلک به مې سمې لارې ته راګرځول او په دين کې چې کوم انحراف رامنځته شوی و د هغې مخه به مې نیولې وه.[۱۴]

د خطبه طالوتیه تعلیمات داسې بیان شوي دي:

  1. د خدای پاک د حَی (ژوندی شونه) بیانول
  2. د خدای بې نظیر او بې شبیه شونه
  3. په نړۍ باندې د خدای تل پاتی سلطنت که هغه له خلقته وړاندې وي او که د نړۍ له ختمیدو وروسته
  4. د خدای زمان او مکان نه لرل
  5. د خدای له پيژندلو د انسان ناتواني
  6. دخدای بصیر او سمیع او قدیر شونه
  7. د پیغمبر(ص) په رسالت باندې شهادت او په ټولو تیرو دینونو باندې د اسلام د دین بریالي
  8. د مسلمانانو دوکه کیدل او د هغوی د نفسي خواهشاتو پیروي کول او د اهل بیت علیهم السلام د سرپرستۍ او امامت په روښانه لاره قدم نه کیښودل.
  9. د اهل بیت(ع) پیروي د دنیا او آخرت د خیر او نیکمرغۍ سبب کیږي.
  10. د خلکو لپاره د علم د لارې بندیدل او د اهل بیت(ع) د پیروي د نه کولو له امله د هغوی په منځ کې اختلاف راتلل او له مستقیمې لارې څخه لیرې کیدل.[۱۵]

له خطبې ورکولو وروسته پيښې

د ابن تيهان د روايت له مخې، د طالوتیه له خطبې او د امام علي(ع) له جوماته د وتلو وروسته، د شپې ۳۶۰ تنو له هغه سره بيعت وکړ، چې د خپل ژوند تر پايه به د هغه د حقوق اخستلو لپاره تل له هغه سره پاتې وي. امام ورته وويل چې سبا سهار دې ټول مدينې ته نژدې د احجار الزيت په نامه ځاى کې حاضر شي، خو له هغو کسانو يوازې ابوذر، مقداد، حذيفة بن يمان، عمار ياسر او سلمان د وعدې ځای ته حاضر شول. د روایت کوونکي په وینا کله چې امام دغه حالت وليد نو خداى ته يې د خلکو د چلند په اړه شکايت وکړ او ټينګار يې وکړ چې د رسول الله(ص) د سپارښتنې له مخې به د مسلمانانو په دغه چلند صبر وکړي.[۱۶]

د طالوتیه خطبه متن او ترجمه

د طالوتیه خطبه متن او ترجمه
متن ژباړه
مُحَمَّدُ بْنُ عَلِیِّ بْنِ مَعْمَرٍ عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ عَلِیٍّ قَالَ حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ أَیُّوبَ الْأَشْعَرِیُّ عَنْ عَمْرٍو الْأَوْزَاعِیِّ عَنْ عَمْرِو بْنِ شِمْرٍ عَنْ سَلَمَةَ بْنِ کُهَیْلٍ عَنْ أَبِی الْهَیْثَمِ بْنِ التَّیِّهَانِ أَنَّ أَمِیرَ الْمُؤْمِنِینَ(ع) خَطَبَ النَّاسَ بِالْمَدِینَةِ فَقَالَ

الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِی لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ کَانَ حَیّاً بِلَا کَیْفٍ وَ لَمْ یَکُنْ لَهُ کَانٌ وَ لَا کَانَ لِکَانِهِ کَیْفٌ وَ لَا کَانَ لَهُ أَیْنٌ وَ لَا کَانَ فِی شَیْءٍ وَ لَا کَانَ عَلَی شَیْءٍ وَ لَا ابْتَدَعَ لِکَانِهِ مَکَاناً وَ لَا قَوِیَ بَعْدَ مَا کَوَّنَ شَیْئاً وَ لَا کَانَ ضَعِیفاً قَبْلَ أَنْ یُکَوِّنَ شَیْئاً


وَ لَا کَانَ مُسْتَوْحِشاً قَبْلَ أَنْ یَبْتَدِعَ شَیْئاً وَ لَا یُشْبِهُ شَیْئاً وَ لَا کَانَ خِلْواً عَنِ الْمُلْکِ قَبْلَ إِنْشَائِهِ وَ لَا یَکُونُ خِلْواً مِنْهُ بَعْدَ ذَهَابِهِ کَانَ إِلَهاً حَیّاً بِلَا حَیَاةٍ وَ مَالِکاً قَبْلَ أَنْ یُنْشِئَ شَیْئاً وَ مَالِکاً بَعْدَ إِنْشَائِهِ لِلْکَوْنِ وَ لَیْسَ یَکُونُ لِلَّهِ کَیْفٌ وَ لَا أَیْنٌ وَ لَا حَدٌّ یُعْرَفُ وَ لَا شَیْءٌ یُشْبِهُهُ وَ لَا یَهْرَمُ لِطُولِ بَقَائِهِ وَ لَا یَضْعُفُ لِذُعْرَةٍ


وَ لَا یَخَافُ کَمَا تَخَافُ خَلِیقَتُهُ مِنْ شَیْءٍ وَ لَکِنْ سَمِیعٌ بِغَیْرِ سَمْعٍ وَ بَصِیرٌ بِغَیْرِ بَصَرٍ وَ قَوِیٌّ بِغَیْرِ قُوَّةٍ مِنْ خَلْقِهِ لَا تُدْرِکُهُ حَدَقُ النَّاظِرِینَ وَ لَا یُحِیطُ بِسَمْعِهِ سَمْعُ السَّامِعِینَ إِذَا أَرَادَ شَیْئاً کَانَ بِلَا مَشُورَةٍ وَ لَا مُظَاهَرَةٍ وَ لَا مُخَابَرَةٍ وَ لَا یَسْأَلُ أَحَداً عَنْ شَیْءٍ مِنْ خَلْقِهِ أَرَادَهُ لا تُدْرِکُهُ الْأَبْصارُ وَ هُوَ یُدْرِکُ الْأَبْصارَ وَ هُوَ اللَّطِیفُ الْخَبِیرُ


وَ أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِیکَ لَهُ وَ أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّداً عَبْدُهُ وَ رَسُولُهُ أَرْسَلَهُ بِالْهُدی وَ دِینِ الْحَقِّ لِیُظْهِرَهُ عَلَی الدِّینِ کُلِّهِ وَ لَوْ کَرِهَ الْمُشْرِکُونَ* فَبَلَّغَ الرِّسَالَةَ وَ أَنْهَجَ الدَّلَالَةَ ص-


أَیُّهَا الْأُمَّةُ الَّتِی خُدِعَتْ فَانْخَدَعَتْ وَ عَرَفَتْ خَدِیعَةَ مَنْ خَدَعَهَا فَأَصَرَّتْ عَلَی مَا عَرَفَتْ وَ اتَّبَعَتْ أَهْوَاءَهَا وَ ضَرَبَتْ فِی عَشْوَاءِ غَوَایَتِهَا وَ قَدِ اسْتَبَانَ لَهَا الْحَقُّ فَصَدَّتْ عَنْهُ وَ الطَّرِیقُ الْوَاضِحُ فَتَنَکَّبَتْهُ


أَمَا وَ الَّذِی فَلَقَ الْحَبَّةَ وَ بَرَأَ النَّسَمَةَ لَوِ اقْتَبَسْتُمُ الْعِلْمَ مِنْ مَعْدِنِهِ وَ شَرِبْتُمُ الْمَاءَ بِعُذُوبَتِهِ وَ ادَّخَرْتُمُ الْخَیْرَ مِنْ مَوْضِعِهِ وَ أَخَذْتُمُ الطَّرِیقَ مِنْ وَاضِحِهِ وَ سَلَکْتُمْ مِنَ الْحَقِّ نَهْجَهُ لَنَهَجَتْ بِکُمُ السُّبُلُ وَ بَدَتْ لَکُمُ الْأَعْلَامُ وَ أَضَاءَ لَکُمُ الْإِسْلَامُ فَأَکَلْتُمْ رَغَداً وَ مَا عَالَ فِیکُمْ عَائِلٌ وَ لَا ظُلِمَ مِنْکُمْ مُسْلِمٌ وَ لَا مُعَاهَدٌ


وَ لَکِنْ سَلَکْتُمْ سَبِیلَ الظَّلَامِ فَأَظْلَمَتْ عَلَیْکُمْ دُنْیَاکُمْ بِرُحْبِهَا وَ سُدَّتْ عَلَیْکُمْ أَبْوَابُ الْعِلْمِ فَقُلْتُمْ بِأَهْوَائِکُمْ وَ اخْتَلَفْتُمْ فِی دِینِکُمْ فَأَفْتَیْتُمْ فِی دِینِ اللَّهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ وَ اتَّبَعْتُمُ الْغُوَاةَ فَأَغْوَتْکُمْ وَ تَرَکْتُمُ الْأَئِمَّةَ فَتَرَکُوکُمْ فَأَصْبَحْتُمْ تَحْکُمُونَ بِأَهْوَائِکُمْ إِذَا ذُکِرَ الْأَمْرُ سَأَلْتُمْ أَهْلَ الذِّکْرِ فَإِذَا أَفْتَوْکُمْ قُلْتُمْ هُوَ الْعِلْمُ بِعَیْنِهِ


أَمَا وَ اللَّهِ لَوْ کَانَ لِی عِدَّةُ أَصْحَابِ طَالُوتَ أَوْ عِدَّةُ أَهْلِ بَدْرٍ وَ هُمْ أَعْدَاؤُکُمْ لَضَرَبْتُکُمْ بِالسَّیْفِ حَتَّی تَئُولُوا إِلَی الْحَقِّ وَ تُنِیبُوا لِلصِّدْقِ فَکَانَ أَرْتَقَ لِلْفَتْقِ وَ آخَذَ بِالرِّفْقِ اللَّهُمَّ فَاحْکُمْ بَیْنَنَا بِالْحَقِّ وَ أَنْتَ خَیْرُ الْحَاکِمِینَ-


قَالَ ثُمَّ خَرَجَ مِنَ الْمَسْجِدِ فَمَرَّ بِصِیرَةٍ فِیهَا نَحْوٌ مِنْ ثَلَاثِینَ شَاةً فَقَالَ وَ اللَّهِ لَوْ أَنَّ لِی رِجَالًا یَنْصَحُونَ لِلَّهِ عَزَّ وَ جَلَّ وَ لِرَسُولِهِ بِعَدَدِ هَذِهِ الشِّیَاهِ لَأَزَلْتُ ابْنَ آکِلَةِ الذِّبَّانِ عَنْ مُلْکِهِ


قَالَ فَلَمَّا أَمْسَی بَایَعَهُ ثَلَاثُمِائَةٍ وَ سِتُّونَ رَجُلًا عَلَی الْمَوْتِ فَقَالَ لَهُمْ أَمِیرُ الْمُؤْمِنِینَ ع اغْدُوا بِنَا إِلَی أَحْجَارِ الزَّیْتِ مُحَلِّقِینَ وَ حَلَقَ أَمِیرُ الْمُؤْمِنِینَ ع فَمَا وَافَی مِنَ الْقَوْمِ مُحَلِّقاً إِلَّا أَبُو ذَرٍّ وَ الْمِقْدَادُ وَ حُذَیْفَةُ بْنُ الْیَمَانِ وَ عَمَّارُ بْنُ یَاسِرٍ وَ جَاءَ سَلْمَانُ فِی آخِرِ الْقَوْمِ فَرَفَعَ یَدَهُ إِلَی السَّمَاءِ فَقَالَ- اللَّهُمَّ إِنَّ الْقَوْمَ اسْتَضْعَفُونِی کَمَا اسْتَضْعَفَتْ بَنُو إِسْرَائِیلَ هَارُونَ اللَّهُمَّ فَإِنَّکَ تَعْلَمُ ما نُخْفِی وَ ما نُعْلِنُ وَ ما یَخْفی عَلَیْکَ شَیْءٍ فِی الْأَرْضِ وَ لا فِی السَّماءِ ... تَوَفَّنِی مُسْلِماً وَ أَلْحِقْنِی بِالصَّالِحِینَ


أَمَا وَ الْبَیْتِ وَ الْمُفْضِی إِلَی الْبَیْتِ- [وَ فِی نُسْخَةٍ وَ الْمُزْدَلِفَةِ] وَ الْخِفَافِ إِلَی التَّجْمِیرِ- لَوْ لَا عَهْدٌ عَهِدَهُ إِلَیَّ النَّبِیُّ الْأُمِّیُّ ص لَأَوْرَدْتُ الْمُخَالِفِینَ خَلِیجَ الْمَنِیَّةِ وَ لَأَرْسَلْتُ عَلَیْهِمْ شَآبِیبَ صَوَاعِقِ الْمَوْتِ وَ عَنْ قَلِیلٍ سَیَعْلَمُونَ.

له ابي الهيثم بن تيحان څخه روايت دى چې اميرالمومنين(ع) په مدينه کې خلکو ته يوه خطبه ورکړه او په هغه خطبه کې يې داسې وويل : [۱۷]

ستاینه هغه خدای لره ده چې بې له هغه بل معبود نیشته، داسې ژوندی دی چې څرنګوالی نه لري، او د هغه لپاره ماضي نیشته، او د هغه شتون څرنګوالی نه لري، ځای او مکان نه لري، نه په څه کې دننه دی او نه د څه لپاسه، او د خپل شتون لپاره یې کوم ځان نه دی جوړ کړی او نه له دې وروسته چې یو څه يې پيدا کړي دي (د هغه له خلقته) یې کوم نوی توان اخستی او نه له دې مخکی چې کوم څه پيدا کړي ناتوان و. (چې د خپلې ناتوان د ختمولو لپاره یې خلقت کړی وي)


او نه له دې مخکې چې کوم څه پیدا کړي (له بیلتونه) وېریده، او نه کوم څه ته ورته دی، او نه له دې وړاندې چې موجودات پیدا کړي له سلطنته او حکمرانۍ لری و، او نه له ټولو موجوداتو له ختمیدو وروسته به بې سلطنته وي. او یو ژوندی معبود دی خو عرضي ژوند سره نه (چې په ذات یې عارض شوی وي) او حکمران او مالک و وړاندی له دې چې کوم څه پيدا کړي او مالک دی وروسته له دې چې د هستۍ نړۍ یې پیدا کړه او د خدای لپاره څه رنګوالی نیشته او نه ورله مکان شته او ورته حد او اندازه شته چې ورسره وپيژندی شي، او نه ورسره کوم څه ورته والی لري او نه د زیات پاتی کیدو له سببه بوډا کیږي او د نه د بل له وېرې سستيږي.


او نه له کوم څه وېریږي لکه څه رنګ چې یې مخلوقات ویریږي، بې له غوږونو اوریدونکی دی، او بې له سترګو لیدونکی دی، او بې د خپل مخلوق له توانه توانمن دی، د کتونکو د سترګو ګولايي هغه نه شي درک کولی او د اوریدونکو په غوږونو کې نه ځای کیږي (یعنی د غوږونو په اوریدو سره د هغه د صفتونو حقیقت ته نه شو رسیدی). کله چې د یو څه په هکله اراده وکړي نو د چا مشورې او مرستې او خبر اخستو ته اړتیا نه لري، او له هیچا د خپل مخلوق په اړه د یو څیز د اراده کولو په هکله پوښتنه نه کوي، او سترګې هغه نه شي لیدلی او هغه سترګی لیدلی شی او هغه دی ناپیدا او دانا.


او ګواهي ورکوم چې بې له یوه خدای بل معبود نیشته، هغه شریک نه لري او ګواهي ورکوم چې محمد(ص) د هغه بنده او رسول دی چې هغه یې هدایت او حق دین سره رالیږلی دی چې په ټولو دینونو یې بریالی کړي که څه هم مشرکان نه غواړي. نو هغه حضرت خپل رسالت خلکو ته ورساوه او لاره یې روښانه کړه (د خدای درود دې وي پر هغه او د هغه په آل باندې)


ای هغه امته چې دوکه درکړې شوه او تاسو دوکه وخوړه او چا چې دوکه ورکړې وه هغه یې وپيژند، خو بیا یې هم په هغه څه چې ورباندې پوه شوي وو (دوکې) باندې ټینګار وکړ او د خپلو نفساني غوښتو پيروي يې وکړه، او په خپله تیرې او ګمراه لارې کې يې قدم اوچت کړ، او که څه هم ورته حقیقت روښانه شوی و خو د هغه له پیروۍ یې سرغړونه وکړه، او په روښانه لارې له تلو یې ځان وساته.


قسم په هغه خدای چې دانه يې ماته کړه او خوځیدونکي (ځناور او انسانان) یې پیدا کړل، که علم او پوهه مو د هغه له کانه په لاس راوړي وو، او اوبه مو صفا څښلی وې، او خېر او ښه والی مو له خپل ځایه ذخیره کړې وې، او لاره مو له روښانه اړخه اخستې وې، او په حق او صحیح لاره مو قدم ایښې وې، نو لارې به تاسو ته روښانه شوې وې او نښې به تاسو ته څرګندې شوې وې او اسلام به تاسو ته ځلیدلې و، او خوشحالۍ سره به مو زیاته خوړله، او ستاسو تر مینځ به مختاجه کورنۍ نه وه، او په هیڅ یو مسلمان او غیر مسلمان باندې، چې ستاسو په عهد او ژمنه کې وو، به ظلم نه کیده.


خو تاسو په تیاره لاره لاړئ، خو ځمکه سره د ټولې پراختیا په تاسو تیاره شوه، او د علم او پوهې دروازې په تاسو بندې شوې، نو د خپلې خوښې خبرې مو وکړې او په خپل دین کې مو اختلاف وکړي او بې له علمه مو په دین کې فتوا ورکړه، او د ګمراهانو پیروي مو وکړه او هغوي تاسو ګمراه کړئ، او خپل امامان مو پریښودل او هغوي هم تاسو پریښودئ، نو دې حالت ته راورسیدئ چې چې د خپل زړه مطابق حکم وکړئ، او که چې یو کار راپيښ شي نو له اهل ذکر ډډه کوئ او کله چې د هغوي ځواب تاسو ته بیان کړي نو وایئ چې په حقیقت سره علم همدا دی.


نو په خدای مې دې قسم وي که د طالوت د اصحابو په اندازه یا اهل بدر په شمېر اصحاب مې درلودلی او هغوي ستاسو دښمنان وې نو تاسو به مې په تورې سره وهلئ چې حق ته ستانه شئ او رښتیاو ته وګروهیږئ، او دا کار د هغه سوري لپاره (چې په دین کې شوی و) غوره و او نرمۍ سره زیات سم و. خدایه ته زمونږ تر مینځ په حقو سره فیصله وکړې او ته له ټولو ښه فیصله کوونکی یې.


راوي وايي: بیا هغه حضرت له جوماته ووته او یو چهاردیوارۍ ته ورسید چې په هغه کې تقریبا دیرش ګډې وې، ويې فرمایل: قسم په خدای که ما سره د دې ګډو په اندازه سړي وې چې د خدای او د رسول خیر غوښتونکي وې، نو بیشکه چې د مچ خورې له زوي به مې حکمراني اخستې وه او له مشرۍ به مې ختم کړې و.


کله چې شپه شوه نو 360 کسانو له هغه سره بیعت وکړ په مرګ (یعنی تر مرګه به ورسره ودریږي) امیر المومنین علیه السلام هغوي ته وویل: سبا سهار ټول سر خریلي د «احجار الزیت» (د مدینې په خوا کې د یو ځای نامه ده) حاضر شئ (او د سر خریلو نښه یې د وفادارۍ د نښې په توګه وټاکله). په خپله امیرالمومنین علیه  السلام سر وخرایه خو په سبا له هغه 360 کسانو یوازې ابوذر او مقداد او خذیفة بن یمان او عمار بن یاسر او سلمان چې هغه هم اخر کې راورسید، هیڅوک سر خریلي د وعدې ځای ته حاضر نه شول. علی علیه السلام (چې کله دا ولیدل) نو لاس یې اسمان ته اوچت کړ او ویې فرمایل: ای خدایه! دې خلکو زه سپک وګڼلم. خدایه تا ته ښه پته ده د هغه څه چې مونږ يې پتوو او د هغه څه چې مونږ یې څرګندوو او په آسمان او ځمکه کې هیڅ له تا پټ نه دي، ما مسلمان مړ کړې او ښو خلکو سره مې یوځای کړې.


په خانه کعبه مې قسم او په هغه چې د کعبې په لور لاړ شي (یا په خانه کعبه لاس کیږدي [او په بله نسخه کې راغلي] - او په مزدلفه او د رمی جمرې لپاره په منډه تلونکو باندې قسم – که هغه سپارښتنه چې امی پیغمبر ماته کړې وه، نه وې نو مخالفان به مې د مرګ دریاب ته غورځولي وو او د مرق بریښنا لرونکی باران به مې ورله په سرونو ورولی و او ډېر زر به پوه شي.

فوټ نوټ

  1. حسینی طهرانی، امام‌شناسی، ۱۴۲۶ق، ج۱۰، ص۱۵۱-۱۵۲.
  2. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۳۱-۳۳.
  3. مازندرانی، شرح الکافی، ۱۳۸۲ق، ج۱۱، ص۲۷۰.
  4. حسینی طهرانی، امام‌شناسی، ۱۴۲۶ق، ج۱۰، ص۱۵۱-۱۵۲؛ پاک‌نیا، «ابوهیثم ابن تیهان انصاری» ص۸۳.
  5. حسینی طهرانی، امام‌شناسی، ۱۴۲۶ق، ج۱۰، ص۱۵۷.
  6. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۳۱-۳۳.
  7. مجلسی، مراة العقول، ۱۴۰۴ق، ج۲۵، ص۷۰.
  8. مازندرانی، شرح الکافی، ۱۳۸۲ق، ج۱۱، ص۲۷۱-۲۷۴.
  9. مازندرانی، شرح الکافی، ۱۳۸۲ق، ج۱۱، ص۲۷۴.
  10. مازندرانی، شرح الکافی، ۱۳۸۲ق، ج۱۱، ص۲۷۹.
  11. مازندرانی، شرح الکافی، ۱۳۸۲ق، ج۱۱، ص۲۷۵-۲۷۶.
  12. مازندرانی، شرح الکافی، ۱۳۸۲ق، ج۱۱، ص۲۷۶-۲۷۸.
  13. حسینی طهرانی، امام‌شناسی، ۱۴۲۶ق، ج۱۰، ص۱۵۱-۱۵۲.
  14. مازندرانی، شرح الکافی، ۱۳۸۲ق، ج۱۱، ص۲۷۹-۲۸۰.
  15. مجلسی، مرآة العقول، ۱۴۰۴ق، ص۷۰-۷۶؛ مازندرانی، شرح الکافی، ۱۳۸۲ق، ج۱۱، ص۲۷۶-۲۷۸؛ ابن‌قاریاغدی‏، البضاعة المزجاة، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۳۵۸-۳۸۰.
  16. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۳۳.
  17. په پارسي ژبه کې د سید هاشم رسولی محلاتی ترجمه.

سرچينې

  • ابن‌قاریاغدی، محمدحسین‏، البضاعة المزجاة (شرح کتاب الروضة من الکافی)، تحقیق حمید احمدی جلفایی، قم، دارالحدیث، چاپ اول، ۱۴۲۹ق.
  • پاک‌نیا، عبدالکریم، «ابوهیثم ابن تیهان انصاری: الگوی رشادت (بخش دوم)»، در نشریه فرهنگ کوثر، شماره ۴۸* ۱۳۷۹ش.
  • حسینی طهرانی، محمدحسین، امام‌شناسی، مشهد، نشر علامه طباطبایی، ۱۴۲۶ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق على‌اكبر غفارى و محمد آخوندى، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مازندرانی، محمدصالح بن احمد، شرح الکافی، تصحیح ابوالحسن شعرانی، تهران، المکتبة الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۸۲ق.
  • مجلسی، محمدباقر، مرآة العقول فی شرح أخبار آل الرسول‏، به‌تحقیق: هاشم رسولی محلاتی، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.