د پيغمبر(ص) وفات
د پېغمبر(ص) وفات د ۱۱ هجري قمري کال له پېښو څخه يوه پيښه ده چې وفات سره مسلمانان بې اتفاقه شول او دې مسئلې د دوی په برخليک ډېر اغېز وکړ. د پیغمبر(ص) د وفات یا شهادت بحث او د هغې د پایلو بحث د اسلامي تاریخ له مهمو بحثونو څخه دی. د شیعه او سني د روایي سرچینو له مخې رسول الله(ص) ته د یوې یهودي ښځې له خوا زهر ورکړی شو او شهید شو. خو ځینې په دې باور دي چې پیغمبر(ص) په طبیعي مرګ له دنیا تللی دی. د اسلامي تاریخ د یوه عالم او محقق جعفر مرتضی عاملي په وینا، په رسول الله(ص) باندې څو څو ځله بریدونه شوي دي او اخر د زهرو د خوړلو له امله شهید شوی دی.
په تاریخي منابعو کې د رسول الله(ص) د ژوند د وروستیو ورځو مهمې پېښې روایت شوې دي. له هغو څخه: د اسامه لښکر، د دوات او قلم غوښتلو پیښه، د ثقلین د حدیث فرمایل او د رسول الله(ص) د جانشین ټاکلو پيښه.
د تاریخي منابعو له مخې د رسول الله(ص) له وفات وروسته د مدینې خلک په ځانګړې توګه د هغه لور فاطمه(س) ډیره غمجنه شوه. عمر بن خطاب ټینګار کاوه چې پیغمبر نه دی مړ شوی او هغه کسان چې ویل به يې پيغمبر(ص) وفات دی هغه به یې ګواښل، تر دې چې ابوبکر راغی او د سورة آل عمران د 144 آیت په تلاوت سره یې هغه آرام کړ. ځینو بیا د عمر دا عمل د ابوبکر واک ته د رسیدو لپاره له مخکې څخه جوړ شوی پلان ګڼلی دی.
د تاریخ پوهانو په وینا، امام علي(ع) د فضل بن عباس او اسامه بن زید په څیر د خلکو په مرسته د پیغمبر د ښخولو لپاره تجهیز کړی او هغه یې په خپل کور کې خاورو ته سپارلی دی. د رسول الله(ص) د ښخولو په وخت کې د انصارو او مهاجرانو ځینې مشران په سقیفه بني ساعده کې راغونډ شول او د رسول الله(ص) د سپارښتنې په خلاف یې ابوبکر د رسول الله(ص) ځای ناستی وټاکه.
د پیغمبر(ص) رحلت یا شهادت د شیعو د مشهو قول له مخې ۲۸ صفر او د اهل سنتو د مشهور قول له مخې ۱۲ ربیع الاول دی.
موقعیت
د اسلام پېغمبر(ص) په ۱۱ هجري قمري کال کې[۱] په مدينه کې وفات شو.[۲] د پېغمبراکرم(ص) وفات د دوشنبې په ورځ و چې په دې باندې د ټولو مورخينو اتفاق دی.[۳] په شیعو کې شیخ مفید او شيخ طوسي د وفات ورځ د صفرې د مياشتې ۲۸ نېټه ګڼي[۴] او شيخ عباس قمي دا قول د شیعو د اکثریت قول ګڼلی دی.[۵] د شیعه تاریخ پوه رسول جعفریان په وینا، د دې تاریخ په هکله هیڅ روایت نشته[۶] او شیعو دا تاریخ د مفید او طوسی په لارویۍ کې منلې ده.[۷]
سنیانو د رسول الله(ص) د وفات پيښه د ربیع الاول په لومړۍ ورځ،[۹] په دوهمه[۱۰] او یوې ډلې هم د همدې میاشتې په دولسمه[۱۱] ورځ روایت کړی دی او ځینو بیا دا قول د اهل سنتو مشهور قول ګڼلی دی.[۱۲] اِربِلی چې شیعه منقبت لیکوال دی په کشف الغمه کتاب کې له امام باقر(ع) یو روایت نقل کړی دی چې د رسول الله(ص) د وفات ورځ د ربیع الاول دوهمه ده.[۱۳] خو شیخ عباس قمي دا خبره د تقیې له مخې بللې ده.[۱۴] لکه د دوو نورو شیعه علماوو کلیني او محمد بن جریر طبري هم په دې باور دی چې دا پيښه د ربیع الاول په دولسمه نیټه شوې ده.[۱۵]
ځینې سرچینو لکه السیرة النبویة د ابنهشام (وفات ۲۱۸ق) کتاب،[۱۶] الطبقات الکبری د محمد بن سعد (وفات: ۲۳۰ق) کتاب،[۱۷] تاریخ یعقوبي د احمد بن ابي یعقوب (وفات: ۲۸۴ق) کتاب،[۱۸] الاِرشاد د شیخ مفید (وفات: ۴۱۳ق) کتاب[۱۹] او الصحیح من سیرة النبیّ الاعظم د جعفر مرتضی عاملي (وفات: ۱۴۴۱ق) کتاب د پیغمبر(ص) د وفات بحث راخستی دی.[۲۰]
د پیغمبر(ص) د وفات پایلې
دې پیښې د مسلمانانو په برخلیک ښکاره او مهم اغیز وکړ.[۲۱] د پیغمبر له وفاته سمدستي وروسته په سقیفه بني ساعده کې د مهاجرینو او انصارو یوه ډله راټوله شوه او ابوبکر یې د خلیفه په توګه وټاکه.[۲۲] همدارنګ د خلیفه ملګرو له علي(ع) د بیعت اخستلو لپاره د بی بی فاطمه(س) په کور باندې برید وکړ.[۲۳] په دې برید کې د رسول الله(ص) لور فاطمه ټپي شوه.[۲۴] چې د شیعو په باور د هغې د شهادت لامل شوه.[۲۵] د شیعو په باور د پيغمبر(ص) له وفاته وروسته د امام علي(ع) د ځای ناستی په اړه د پیغمبر حکم په خپل ځای کې پلی نه شو.[۲۶] او د هغه د ځای ناستی په اړه شخړه په اسلامی ټولنه کې په ژوره لانجه بدله شوه او د دوو لویو مذهبونو شیعه او سنی د رامنځته کیدو سبب شوه.[۲۷]
د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د رسول الله(ص) د وفات په مناسبت د ماتم مراسم تر سره کېږي.[۲۸] په ایران کې د صفرې ۲۸مه د پېغمبراکرم(ص) د وفات د ورځې په توګه رسمي رخصتي ده. او شیعه په همدې مناسبت په دې ورځې ماتم کوي.[۲۹]
پيغمبر(ص) ته د زهرو ورکولو پيښه
په دې اړه دوه ډوله راپورونه شته چې آيا د رسول الله(ص) په عادي مرګ وفات شوى او که زهرو سره مسموم شوی دی[۳۰] ځينې په دې اند دي چې د رسول الله(ص) وفات په طبيعي لاملونو شوی دی؛[۳۱] خو د الکافي په کتاب کې د امام صادق(ع) څخه په یو حدیث کې،[۳۲] کتاب بصائر الدرجات، د شیعو د احادیثو کتاب کې،[۳۳] او په طبقات ابن سعد تاریخي کتاب کې چې د دریمې پیړۍ تاریخي کتاب دی، داسې راپورونه شته چې رسول الله(ص) په کې د خپلې ناروغۍ سبب د هغه ګډی د غوښې خوړلو له سببه مسمومیدل ګڼلي چې د خیبر له فتحې وروسته یوې یهودي ښځې رسول الله(ص) او د هغه اصحابو ته د خوړلو لپاره راوړې وه.[۳۴]
شیخ مفید،[۳۵] شیخ طوسي،[۳۶] علامه حلي[۳۷] او د ځینو سني سرچینو لیکوالان لکه صحیح بخاري،[۳۸] سنن دارمی[۳۹] او المستدرک علی الصحیحین[۴۰] د رسول الله(ص) وفات د مسمومیت له امله بیانوي. جعفر مرتضی چې یو شیعه تاریخپوه دی، د پیغمبر د وژلو د هڅې په اړه له شیعه او سني سرچینو څخه راپورونه راټول کړي[۴۱] او د پیغمبر په مسمومیت او شهادت باندې باوري دی.[۴۲] هغه د پيغمبر(ص) مسمومیت د ځینې داخلي دښمنانو له سببه ګڼي.[۴۳] لکه څنګه چې له امام صادق(ع) د عیاشۍ په تفسیر کې راغلي دي چې د پیغمبر(ص) دوه میرمنې د هغه حضرت(ص) د مسمومیدو لامل شوې دي.[۴۴]
د لدود حدیث
- اصلي مقاله: د لدود حدیث
د لدود کیسه چې ځینو جعلي بللې ده[۴۵] او ځینو خرافاتي ګڼلې ده[۴۶] هم د پیغمبر(ص) د ناروغۍ د ورځو یوه پیښه ده. په صحیح بخاري او طبقات ابن سعد کې له عایشه څخه نقل شوي دي چې د رسول الله(ص) د ژوند په وروستیو ورځو کې چې کله د سختې ناروغۍ له امله به هغه بېهوشه کیده نو لدود(د سینې د بيمارانو لپاره یو تریخ درمل) یې د رسول الله(ص) خولې ته واچوه. خو پیغمبر(ص) ورته په هغه حال کې اشاره وکړه چې دا کار مه کوئ. کله چې رسول الله(ص) ښه شو نو امر يې وکړ چې په مجلس کې د ټولو حاضرو کسانو بې له تره عباسه، په خوله کې دا درمل ورواچول شي.[۴۷] يو شيعه څېړونکي نجمي دا اټکل کړی چې د دې حدیث جعل کوونکي په دې پسې وو چې د قلم او دوات په پيښه کې چې کله عمر بن خطاب په هذیان ویلو تورن کړ، د دې خبرې لپاره تایید ولټوي.[۴۸]
د پيغمبر(ص) خاورو ته سپارل
ابن سعد روایت کوي چې د رسول الله(ص) له وفات وروسته خلک ډیر غمجن وو.[۴۹] د هغه لور فاطمه(س) مدام ژړل او د «یاابتاه» غږونه به یې کول او د پېغمبراکرم(ص) له وفاته وروسته هغه چا په خندا نه وه لیدلې.[۵۰] په نهج البلاغه کې له امام علي(ع) څخه روایت دی چې د رسول الله(ص) باندې دیوالونو او دروازو وژړل او ما پيغمبر(ص) د غسل ورکولو ذمه اخستې وه او پرښتو ما سره مرسته کوله او په هغه یې لمنځونه کول او زما غوږونه د هغو له نرم اواز څخه خالي نه کیدل.[۵۱]
د تاریخي منابعو له مخې پېغمبراکرم(ص) د علي(ع) په غیږ کې له دنیا لاړ[۵۲] او هغه د فضل بن عباس، اسامه بن زید او نورو خلکو په مرسته رسول الله(ص) ته د هغه د کمیس لپاسه غسل ورکړ او کفن یې کړ.[۵۳] د علي(ع) په وړانديز[۵۴] خلک به ډله ډله د پېغمبراکرم(ص) کور ته راتلل او د چا له امامتۍ پرته به يې په پيغمبر جنازه کوله او دې پروګرام تر بلې ورځې پورې ادامه ولرله،[۵۵] د روایتونو له مخې د پیغمبر(ص) د دفن کولو د ځای په هکله بیله بیل وړاندیزونه وشول خو د امام علي(ع) دې ټینګار ته په پام چې خدای پاک د خپلو پیغمبرانو روح له ټولو په پاکو ځایونو کې اخلي، نو ټولو ومنله او د پیغمبر بدن مبارک د هغه د رحلت په ځای(چې د عایشې د ژوند ځای و) کې خاورو ته وسپارل شو.[۵۶] قبر یې ابو عبیده جراح او زید بن سهل چمتو کړ[۵۷] او علي(ع) د فضل او اسامه په مرسته پیغمبر(ص) خاورو ته وسپاره.[۵۸]
د ځایناستي مسئله
د پېغمبر اکرم له وفاته وروسته د اسلامي دولت د مشرتوب حق له مهمو مسايلو او د مسلمانانو تر منځ د تفرقې اصلي لامل و.[۵۹] په همدې اساس د پېغمبر له وفاته مخكې او لږ وروسته پېښې له ډېرو حساسو پېښو څخه دي او له رازونو او پېچلتيا څخه ډکې بیان شوي دي.[۶۰] د شيعه سرچينو د تحليل پر بنسټ، د دې لپاره چې د علی علیه السلام جانشیني مزبوته کړي نو په غدیر کې د اعلان نه پس پېغمبر اکرم هڅه وکړه هغه کسان چې په راتلونکي وخت کې د دې مسلې مخالف کیدی شي هغه د اسامه له لښکر سره يو ځاى له مدينې څخه لرې وساتي.[۶۱] او له ځانه وروسته یو وصیت نامه ولیکي.[۶۲] څو څو ځله یې په ثقلین په حدیث ټينګار وکړ،[۶۳] له ځانه وروسته جانشين یې معرفي کړ،[۶۴] او د جماعت له قائمولو څخه یې د ابوبکر مخه ونيوه.[۶۵]
د تاریخي راپورونو له مخې له پیغمبر(ص) وروسته د خلافت په اړه د صحابه تګ لاره په دوه ډوله وه: د اصحابو یوې ډلې وویل چې رسول الله(ص) څوک نه دي ټاکلي او د بني ساعده په سقیفه کې راټول شول او ابوبکر یې د خلافت لپاره غوره کړ،[۶۶] او بله ډله چې اکثره يې بني هاشم وو، د پېغمبر د وينا پر بنسټ باوري وو چې پېغمبر(ص)، علي(ع) د خپل ځاى ناستي په توګه ټاکلى دى او له همدې امله يې تر یوه وخته ابوبکر سره بيعت ونه کړ.[۶۷] د دغو دوو ډلو تر منځ اختلافات په مدینه کې د جګړې او د علي پر کور د برید لامل شوو.[۶۸] د ځینې راپورونو له مخې علی(ع) د بي بي فاطمه(س) له شهادته تر وروسته پورې ابوبکر سره بیعت ونه کړ.[۶۹] د سلیم بن قيس د کتاب او نورو سرچینو له مخې، د رسول الله(ص) د ژوندانه په زمانه كې يو شمېر كسانو د هغه د ځاى ناستي د ټاکلو لپاره په خپلو کې ژمنې وکړې او دا پيښه په يادو شويو سرچینو كې صحيفه ملعونه بلل شوې ده.[۷۰]
ځانګړی لیکلنی
د پيغمبر(ص) د وفات په هکله ځینې ځانګړی کتابونه - ډېر د اهل سنتو لیکوالانو له خوا – لیکل شوي دي؛ لکه:
- وفاة النبی(ص)، د عبدالواحد المظفر کتاب. په دې کتاب کې د رسول الله(ص) د وفات او ناروغۍ موده او لاملونه، د وفات د وخت پېښې، تجهيز او تدفين او د هغه لپاره د ماتم بحثونه شوي دي.[۷۱]
- وفاة النبی محمد(ص) د شیخ حسین الدرازي البحراني کتاب، چې د مؤسسهٔ بلاغ له خوا په بیروت کې چاپ شوی دی.[۷۲]
- وفاة رسول الله(ص) و موضع قبره، د نبیل الحسنی په قلم سره لیکلی شوی، په دې کتاب کې د پيغمبر(ص) د وفات څه رنګوالی، د هغه د دفن ځای او هغه اختلاف چې د اصحابو ترمینځ رامنځته شوو بیان شوي دي.[۷۳]
- و اظلمت المدینة: وفاة النبی(ص)، د نزار النعلاوانی العسقلانی کتاب، چې په ۱۴۲۴ق کال کې د دارِالمِنهاج بیروت څخه چاپ شو.[۷۴]
- سَلْوةُ الکَئیب بوفاة الحبیب(ص)، د ابنناصر الدین په قلم لیکلی شوی او د صالح یوسف معتوق په څیړنې سره، دا کتاب د پیغمبر(ص) له وفاته وروسته د فرښتو ماتم، د هغه حضرت(ص) د علي ابن ابی طالب په لاس غسل او همدارنګ د پیغمبر(ص) د اولاد او میرمنو په هکله مطلبونه بیان کړي دي.[۷۵]
فوټ نوټ
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۸۲؛ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۰۰.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۸۲؛ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۱۹۵.
- ↑ جعفریان، سیره رسول خدا(ص)، ۱۳۸۳ش، ص۶۸۲.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۸۹؛ شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۲.
- ↑ قمی، منتهی الامال، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۲۴۹.
- ↑ جعفریان، سیره رسول خدا(ص)، ۱۳۸۳ش، ص۶۸۲.
- ↑ جعفریان، سیره رسول خدا(ص)، ۱۳۸۳ش، ص۶۸۲.
- ↑ «[Photos] Mourning of Imam Ali’s (AS) shrine servants on the occasion of 28th of Safar"، خبرگزاری شفقنا.
- ↑ ابنکثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۲۵۴؛ سهیلی، الروض الانف، ۱۴۱۲ق، ج۷، ص۵۷۹.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۰۰؛ سهیلی، الروض الانف، ۱۴۱۲ق، ج۷، ص۵۷۹.
- ↑ ابنکثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۲۷۶؛ واقدی، المغازی للواقدی، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۱۰۸۹؛ خلیفه بن خیاط، تاریخ خلیفة بن خیاط ۱۴۱۵ق، ص۴۶؛ مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۲۸۰.
- ↑ تاری جلیل، «تاملی در تاریخ وفات پیامبر(ص)»، ص۱۲.
- ↑ قمی، منتهی الامال، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۲۴۹.
- ↑ قمی، منتهی الامال، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۲۴۹.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۳۶۲ش، ج۴، ص۴۳۹؛ طبری، المسترشد، ۱۴۱۵ق، ص ۱۱۵.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویة، دار المعرفة، ج۲، ص۶۴۹-۶۶۶.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۱۲۹-۲۵۳.
- ↑ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۱۳-۱۱۵.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۷۹-۱۹۲.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبیّ الاعظم، ۱۳۸۵ش، ج۳۳، ص۱۲۵-۳۵۵ و ص۵-۲۳۰.
- ↑ ر.ک: شهیدی، تاریخ تحلیلی اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۱۰۶-۱۰۷.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ش، ج۳، ص۲۰۱-۲۰۳.
- ↑ ابنقتیبه، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۳۰-۳۱.
- ↑ مسعودی، اثبات الوصیة، ۱۳۸۴ش، ص۱۴۶.
- ↑ مهدی، الهجوم، ۱۴۲۵ق، ص۲۲۱-۳۵۶.
- ↑ ر.ک: شهیدی، تاریخ تحلیلی اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۱۰۶-۱۰۷.
- ↑ وګورئ: طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۷۸ش، ص۲۸.
- ↑ «مراسم سالروز رحلت پیامبر اکرم(ص) در خارج از کشور»، خبرگزاری مهر.
- ↑ مثال په توګه وګورئ:«حرکت و تجمع دستهجات عزاداری در سالروز رحلت پیامبر اکرم(ص) در بوشهر»، خبرگزاری تسنیم.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبیّ الاعظم، ۱۳۸۵ش، ج۳۳، ص۱۴۱-۱۵۸.
- ↑ ابنابیالحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱۰، ص۲۶۶.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳۱۵، حدیث ۳.
- ↑ صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۵۰۳.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۱۵۶-۱۵۵.
- ↑ شیخ مفید، المقنعه، ۱۴۱۳ق، ص۴۵۶.
- ↑ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۲.
- ↑ حلی، منتهی المطلب، ۱۴۱۲ق، ج۱۳، ص۲۵۹.
- ↑ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۹، حدیث ۴۴۲۸.
- ↑ الدارمی، سنن الدارمی، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۲۰۷، ح ۶۸.
- ↑ حاکم نیشابوری، المستدرک، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۶۱، حدیث ۴۳۹۵.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبیّ الاعظم، ۱۳۸۵ش، ج۳۳، ص۱۴۱-۱۵۸.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبیّ الاعظم، ۱۳۸۵ش، ج۳۳، ص۱۵۹.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبیّ الاعظم، ۱۳۸۵ش، ج۳۳، ص۱۵۹ـ۱۹۳.
- ↑ عیاشی، کتاب التفسیر، ۱۳۸۰ش، ج۱، ص۲۰۰.
- ↑ ابنابیالحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱۳، ص۳۲؛ نجمی، «داستانی دروغین درباره پیامبر اعظم(ص)»، ص۱۲۰.
- ↑ عاملی، الصحیح من سیرة النبی الاعظم، ۱۳۸۵ش، ج۳۲، ص۱۳۰.
- ↑ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۱۴، حدیث ۴۴۵۸ و ج۷، ص۱۲۷، حدیث ۵۷۱۲؛ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۱۸۱.
- ↑ نجمی، «داستانی دروغین درباره پیامبر اعظم(ص)»، ص۱۲۰؛ نجمی، أضواء علی الصحیحین، مؤسسة المعارف الاسلامیة، ص۲۶۴ .
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۲۳۸.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۲۳۷-۲۳۸.
- ↑ سید رضی، نهج البلاغة(صبحی صالح)، ۱۴۱۴ق، ص۳۱۱، خطبهٔ ۱۹۷؛ مکارم شیرازی، نهج البلاغه با ترجمه فارسی روان، ۱۳۸۴ش، ص۴۸۵. .
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۲۰۱.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۲۱۲و۲۱۴؛ ابنهشام، السیرة النبویة، دارالمعرفة، ج۲، ص۶۶۲-۲۶۳.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۸۸.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۲۲۰؛ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۱۴.
- ↑ اِربلی، کشف الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۱، ص۱۹.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویة، دار المعرفة، ج۲، ص۲۶۳.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۲۲۹.
- ↑ مادلونگ، جانشینی حضرت محمد(ص)، ۱۳۷۷ش، ص۱۳.
- ↑ غلامی، پس از غروب، ۱۳۸۸ش، ص۲۱.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۸۰.
- ↑ بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۲۲ق، ج۶، ص۹، حدیث ۴۴۳۲.
- ↑ شیخ مفید، الأمالی، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۵؛ ابنحجر هیثمی، الصواعق المحرقه، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۴۳۸ و ۴۴۰.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۸۵؛ ذهبی، تاریخ الاسلام، ۱۴۱۳ق، ج۱۱، ص۲۲۴؛ ابنکثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۳۵۹.
- ↑ جعفریان، سیره رسول خدا، ۱۳۸۳ش، ص۶۷۹؛ کتاب سلیم بن قیس،۱۳۷۸ش، ص۴۲۰.
- ↑ ابنقتیبه، الإمامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۲؛ ابناثیر، الکامل فی التاریخ، دار صادر، ج۲، ص۳۲۷.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۲۴؛ عسکری، سقیفه: بررسی نحوه شکلگیری حکومت پس از پیامبر، ۱۳۸۷ش، ص۹۹.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۲۴؛ عسکری، سقیفه: بررسی نحوه شکلگیری حکومت پس از پیامبر، ۱۳۸۷ش، ص۹۹.
- ↑ ابنقتیبه، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۰-۳۱.
- ↑ سلیم بن قیس، کتاب سلیم بن قیس، ۱۳۷۸ش، ص۲۶۹؛ قمی، سفینة البحار، ۱۴۱۴ق، ج۵، ص۵۶؛ سید ابن طاووس، طرف من الأنباء والمناقب، نشر تاسوعا، ص۵۶۴؛ شیخ مفید، الفصول المختارة، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۳۲.
- ↑ المظفر، عبدالواحد، ۱۳۸۶ش، ص۳.
- ↑ درازی، وفاة النبی محمد(ص)، ۱۴۲۸ق، ص۲.
- ↑ «وفاة رسول الله (ص) و موضع قبره»، بازار کتاب قائمیه.
- ↑ النعلاوانی، وفاة النبی(ص)، ۱۴۲۴ق، ص۲.
- ↑ ابنناصر الدین، سلوة الکئیب، دار البحوث للدراسات الإسلامیة، ۲۰۰۷م، ص۲۱۱.
سرچينې
- ابنابیالحدید، عبدالحمید بن هبةالله، شرح نهج البلاغة، محقق و مصحح: ابراهیم، محمد ابوالفضل، قم، مکتبة آیة الله المرعشی النجفی، چاپ اول، ۱۴۰۴ق.
- ابنأثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، بیتا.
- ابنحجر هیتمی، احمد بن محمد، الصواعق المحرقه علی اهل الرفض و الضلال و الزندقه، بیروت، مؤسسةالرسالة، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
- ابنسعد، محمد، الطبقات الکبری، تحقیق: عطاء، محمد عبدالقادر، بیروت، دارالکتب العلمیه، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
- ابنقتیبه، عبدالله بن مسلم، الإمامة و السیاسة، محقق: علی شیری، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۱۰ق.
- ابنکثیر دمشقی، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق.
- ابنهشام، عبد الملک، السیرة النبویة، تحقیق: مصطفی السقا، ابراهیم الأبیاری، عبدالحفیظ شلبی، بیروت، دار المعرفة، چاپ اول، بیتا.
- ابنناصر الدین، سلوة الکئیب بوفاة الحبیب، امارات، دار البحوث للدراسات الإسلامیة، بیتا.
- اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمه، تحقیق: سید هاشم رسولی محلاتی، تبریز، نشر بنیهاشمی، چاپ: اول، ۱۳۸۱ق.
- بخاری، محمد بن إسماعیل، صحیح البخاری، محقق: الناصر، محمد زهیر، دمشق، دار طوق النجاة، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
- تاری جلیل، «تاملی در تاریخ وفات پیامبر(ص)»، در مجله تاریخ اسلام، شماره ۵، بهار ۱۳۸۰ش.
- جعفریان، رسول، سیره رسول خدا(ص)، دلیل ما، قم، ۱۳۸۳ش.
- حاکم نیشابوری، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، تحقیق: عبدالقادر مصطفی، بیروت، دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
- «حرکت و تجمع دستهجات عزاداری در سالروز رحلت پیامبر اکرم(ص) در بوشهر»، خبرگزاری تسنیم، تاریخ درج مطلب: ۵ آبان ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۱ مرداد ۱۴۰۳ش.
- حلّی، حسن بن یوسف، منتهی المطلب فی تحقیق المذهب، مشهد، مجمع البحوث الاسلامیّه، ۱۴۱۲ق.
- خلیفه بن خیاط، تاریخ خلیفة بن خیاط، تحقیق: نجیب فواز، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۵ق.
- دارمی، عبد الله بن عبد الرحمن، سنن الدارمی، تحقیق: حسین سلیم الدارانی، عربستان سعودی، دار المغنی للنشر والتوزیع، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
- ٰدرازی البحرانی، شیخ حسین، وفاة النبی محمد(ص) بیروت، مؤسسهٔ بلاغ، چاپ اول، ۱۴۲۸ق.
- ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام، تحقیق: عمر عبد السلام، بیروت، دار الکتاب العربی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
- سلیم بن قیس، کتاب سلیم بن قیس، تحقیق: محمدباقر انصاری زنجانی، قم، نشر الهادی، الطبعة الاولی: ۱۴۲۰ق/۱۳۷۸ش.
- سهیلی، عبد الرحمن، الروض الانف فی شرح السیرة النبویة، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
- سید رضی، محمد بن حسین، نهج البلاغة، تحقیق: صبحی صالح، قم، هجرت، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
- شهیدی، سید جعفر، تاریخ تحلیلی اسلام، تهران، مرکز نشر دانشگاهی، ۱۳۹۰ش.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الأحکام، تصحیح: محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الأمالی، تحقیق: حسین استاد ولی، علیاکبر غفاری، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، المقنعه، قم، کنگره جهانی هزاره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- صفار، محمد بن حسن، قم، بصائر الدرجات، کتابخانه آیتالله مرعشی، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ طبری (تاریخ الامم و الملوک)، تحقیق: ابراهیم، محمد أبوالفضل، بیروت، دار التراث، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق.
- طباطبایی، سید محمدحسین، شیعه در اسلام، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۷۸ش.
- طبری، محمد بن جریر بن رستم، المسترشد فی إمامة أمیر المؤمنین علی بن أبیطالب(ع)، تحقیق: احمد محمودی، تهران، مؤسسه الثقافه الإسلامیه لکوشانپور، ۱۴۱۵ق.
- عاملی، سید جعفرمرتضی، الصحیح من سیرة النبیّ الاعظم، قم، دارالحدیث، چاپ اول، ۱۳۸۵ش.
- عسکری، سید مرتضی، سقیفه: بررسی نحوه شکلگیری حکومت پس از رحلت پیامبر، به کوشش: مهدی دشتی، دانشکده اصول الدین، قم، ۱۳۸۷ش.
- عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر العیّاشی، تهران، المطبعة العلمیّه، چاپ اول، ۱۳۸۰ق.
- قمی، شیخ عباس، منتهی الآمال، قم، دلیل ما، چاپ اول، ۱۳۷۹ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، محقق و مصحح: غفاری، علیاکبر، آخوندی، محمد، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- «مراسم سالروز رحلت پیامبر اکرم(ص) در خارج از کشور»، خبرگزاری مهر، تاریخ نشر: ۲۲ آذر ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۶ دی ۱۴۰۲ش،
- مادلونگ، ویلفرد، جانشینی حضرت محمد(ص): پژوهشی پیرامون خلافت نخستین، ترجمه: احمد نمایی و جواد قاسمی و محمدجواد مهدوی و حیدررضا ضابط، بنیاد پژوهشهای اسلامی آستان قدس، مشهد، ۱۳۷۷ش.
- مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، تحقیق: اسعد داغریوسف، قم، موسسه دارالهجره، ۱۴۰۹ق.
- المظفر، عبدالواحد، وفاة النبی(ص)، قم، انتشارات المکتبه الحیدریه، چاپ اول، ۱۳۸۶ش.
- مهدی، عبدالزهراء، الهجوم علی بیت فاطمه، تهران، انتشارات برگ رضوان، ۱۴۲۵ق.
- نجمی، محمدصادق، «داستانی دروغین درباره پیامبر اعظم(ص)»، فصلنامه میقات حج، شماره ۵۸، زمستان ۱۳۸۵ش.
- النعلاوانی العسقلانی، نزار، وفاة النبی(ص) و أظلمت المدینة، بیروت، دارِالمِنهاج، ۱۴۳۴ق.
- واقدی، محمد بن عمر، المغازی للواقدی، مارزدن جونز، بیروت، مؤسسه الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۰۹ق.
- «وفاة رسول الله (ص) و موضع قبره»، بازار کتاب قائمیه، تاریخ بازدید: ۱۷ دی ۱۴۰۲ش.
- یعقوبی، احمد بن أبی یعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، چاپ اول، بیتا.
- «[Photos] Mourning of Imam Ali’s (AS) shrine servants on the occasion of 28th of Safar"، خبرگزاری شفقنا، تاریخ درج مطلب: ۱۴ سپتامبر ۲۰۲۳م، تاریخ بازدید: ۲۲ ژوئن ۲۰۲۴م.