منځپانگې ته ورتلل

شهادتین

د wikishia لخوا
په اسلامي معمارۍ (جورښت) کې د شهادتین کارول

شهادتَیْن شهادت ورکول د خدای د یووالي او د محمد(ص) رسالت ته، او د توحید او نبوت منلو لپاره اعتراف د اسلام له اصولو دی. د اسلام او کفر ترمنځ د پولې شهادتین نیول شوي دي. هغه څوک چې په ژبه شهادتین راوړی مسلمان ګنل کیږی، او د اسلامي احکام په هغه باندې پلي کیږي. مسلمانانو د لمونځ په تشهدکی او په هره اذان او اقامي په خپل ژبه شهادتین جاری ‌کوي.

د شیعه فقیهانو د فقه په بیلابیلو برخو کې د شهادتین په اړه خبرې کړي دي. د دوی په فتوا کی واجب دی چې د لومړي تکبیر وروسته د مړو په لمانځه کې شهادتین ولوستل شی. د شهادتین تلقین کول محتضرته(څوک چې د ژوند وروستۍ برخه دي) او د مړو په کفن کې لیکل مستحب ګنل کیږی.

په اسلامي معمارۍ (جوړښت) کې، د خطاطۍ او سکې ضرب کولو هنر هم شهادتین په پام نیول شوی.

پيژندنه

شهادتین؛ د خدای د یووالي او د محمد(ص) رسالت ته شاهدی ورکول دی. [۱] دفقیهانو په وینا؛ شهادتین په لاندی دوی جملی یا د دوی منځپانګي ویلو پیښی شي

«أشْهَدُ أنْ لا الهَ الاّ الله و أشْهَدُ أنَّ مُحَمَّداً رَسُولُ اللّه؛ زه شاهدي ورکوم چې یوازینی خدای پرته بل خدای شتون نلري، او شاهدي ورکوم چې محمد(ص) د خدای پیغمبر دی. ». [۲] د شیخ صدو په وینا، شهادتین د توحید او نبوت منلو اعتراف کول اود اسلام دوه اصول دي. [۳]

حقوقی او فقهی ارزښت

د مسلمانانو له نظره، شهادتین د اسلام او کفر ترمنځ پوله ده. هغه څوک چې په خپل ژبه کی شهادتین راوړی د اسلام احکامو هغه ته جاری کیږي؛[۴] د هغه بدن سپیڅلې دی او د هغه ژوند او مال د درناوي وړ دي.[۵] د ابو حمزه ثمالي په دعا کې، امام سجاد(ع) د ژبني شهادت اغیزې ته په اشارې سره، هغه د ویل کونکۍ ژوند لپاره خوندگر ګني (که څه هم هغه په زړه باور نلري، لکه د منافقینو شهادت)[۶] [یادونه۱]

د شیخ صدوق په وینا؛ په ځینو روایتونو کې، ایمان د شهادتین په توګه تشریح شوی دی.[۷] د علامه طباطبایی(۱۲۸۱- ۱۳۶۰ ش) په وینا؛ ایمان څو مراتبونه لري چې لومړی یې په زړه باور او د شهادتین په مینځپانګه باور دی، کوم چې د اسلام فرعي احکام تر سره کیدو لامل کیږي.[۸]

په فقهی کتابونوکې له شهادتین څخه په ځینې څانګو لکه د اموات او مړو حکومنه د طهارت په څانگه [۹]، سوداګرۍ [۱۰]، لمونځ [۱۱] او جهاد[۱۲] خبره په منځ کې راغلي ده.

آداب او حکمونه

  • د ډیری شیعه فقیهانو له نظرو، واجب دی چې د لومړي تکبیر وروسته د مړو په لمانځه کې شهادتین ولوستل شي. نور فقیهان دا مستحب ګني. [۱۳]
  • د هغه چا لپاره چې د احتضار(د ژوند ورستی شیبی) په حالت دی، شهادتین او د امامانو امامت تلقین کول مستحب دی. [۱۴]
  • د مړو په کفن کې مستحب ده چی لیکل شي؛ هغه شهادتین ته اقرار کوي. [۱۵]
  • د صاحب جواهر په وینا؛ د سوداګرۍ له دودونو څخه باید سوداګرۍ په ځای کې د کیناستل مهال، شهادتین و لوستل شی.[۱۷]

په اسلامي کلتور کې كارول

په مسلمانانو دعاګانو او مراسمو کې، د شهادتین جمله ډیره کارول لري.[۱۸] د مثال په توګه، مسلمانان د هرې لمونځ په تشهد کې، شهادتین خبره کوي [۱۹] او په اذان او اقامي[۲۰].

په اسلامي معمارۍ(جوړښت) کې شهادتین، د خطاطي او سکې ضرب کولو هنر هم په پام کې نیول شوی. [۲۱]

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۴۱، ص۶۳۰.
  2. ↑ د بېلګې په توګه نجفي ته وګورئ، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۴۱، ص۶۳۰.
  3. ↑ شیخ صدوق ته وګورئ، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۹۹.
  4. ↑ نجفي ته وګوره، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۴۱، ص۶۳۰؛ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۰۱-۳۰۳.
  5. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۱، ص۱۴۳.
  6. ↑ مفاتیح الجنان، دعای ابوحمزه.
  7. ↑ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۹۹-۳۰۰.
  8. ↑ طباطبائی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۳۰۱، ۳۰۳.
  9. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۲، ص۴۰؛ یزدی طباطبایی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۱۷.
  10. ↑ د بېلګې په توګه وګورئ: نجفي، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۲، ص۴۵۲.
  11. ↑ د بېلګې په توګه وګورئ: نجفي، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۰، ص۲۴۵، ۲۴۶، ۲۶۴.
  12. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۴۱، ص۶۳۰.
  13. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۲، ص۴۰.
  14. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۱۴.
  15. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۹، ص۲۲۴.
  16. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۱، ص۲۱۶؛ نجفی، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۲۵۵.
  17. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۲، ص۴۵۲.
  18. ↑ د مثال په توګه وګورئ: شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۱۵، ۱۶، ۴۹.
  19. ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۰، ص۲۴۵، ۲۴۶.
  20. ↑ شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۲۹؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۹، ص۸۱، ۸۲.
  21. ↑ د مثال په توګه، وګورئ: افروغ، «مضامین و عناصر شیعی در هنر عصر صفوی با نگاهی به هنر قالی بافی، نگارگری و فلزکاری»، ص۴۸؛ عباس‌زاده، «بررسی نقش مذهب شیعه بر هنر و معماری امام‌زادگان ایران».

سرچینې

  • افروغ، محمد، «مضامین و عناصر شیعی در هنر عصر صفوی با نگاهی به هنر قالی بافی»، نگارگری و فلزکاری»، مطالعات ایرانی، شماره ۲۰، پاییز ۱۳۹۰ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، من لا یحضره الفقیه، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، مصباح المتهجد و سلاح المتعبد، بیروت، مؤسسة فقه الشیعه، ۱۴۱۱ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۷ق.
  • عباس‌زاده و دیگران، «بررسی نقش مذهب شیعه بر هنر و معماری امام‌زادگان ایران، انتشار ۲ مهر ۱۳۹۵ش، مشاهده ۳۰ دی ۱۳۹۸ش.
  • نجفی، جعفر بن خضر، کشف الغطاء عن مبهمات الشریعه الغرّاء، قم، دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۴۲۲ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهرالکلام فی شرح شرایع الاسلام، بیروت، دار احیاءالثراث العربی، ۱۴۰۴ق.
  • یزدی طباطبایی، سید محمدکاظم، العروه الوثقی فیما تعم به البلوی، بيروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۰۹ق.