د طیر مشوی حدیث

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د طَیر مَشوِی حدیث (وریت کړی مارغه) د حضرت علي(ع) د فضیلت په اړه یو روایت دی چې د هغه د محتوياتو له مخې رسول الله(ص) د یوې وریتې شوې مرغۍ د غوښې د خوړلو اراده وکړه او له خدایه یې وغوښتل چې په خلکو کې تر ټولو محبوب ورسره دا وخوري. لږ وخت وروسته امام علی(ع) راغی او له هغه سره یې خوراک وکړ. دا روایت په شیعه او سني سرچینو کې راغلی دی. ويل شوي دي چې دا حديث له صحابه څخه نوي کسانو له انس بن مالک څخه روايت کړی دی.

ځینو شیعه متکلمان د دغه روایت په نقل کولو سره امام علی(ع) د خدای په نزد ترټولو محبوب شخص بللی دی او دې نتیجې ته رسیدلي دي چې هغه د پیغمبر(ص) د ځای ناستی لپاره وړ دی.

د حدیث متن

إنَّ النَّبِی(ص) کانَ عِندَهُ طائِرٌ، فَقالَ: اللَّهُمَ ائتِنی بِأَحَبِّ خَلقِک إلَیک؛ یأکلُ مَعی مِن هذَا الطَّیرِ. فَجاءَ أبو بَکرٍ، فَرَدَّهُ، ثُمَّ جاءَ عُمَرُ، فَرَدَّهُ، ثُمَّ جاءَ عَلِی، فَأَذِنَ لَهُ.
رسول الله(ص) ته یوه مرغۍ راوړل شوه. رسول الله(ص) وفرمایل: ای خدایه ما ته خپل تر ټولو محبوب مخلوق راولېږه چې له دې چرګې وخوري. له دې وروسته ابوبکر راغی، خو رسول الله(ص) قبول نه کړ. بیا عمر راغی، هغه یې هم قبول نه کړ. بيا علي راغی او اجازه يې ورکړه.[1]

دا حدیث د شیعو په سرچینو کې لږ اختلاف سره نقل شوی دی.[2]

محتوا

د طير مشوي د حديث له مخې امام علي(ع) د خدای د ګران رسول(ص) نه پس په خلقو کښې تر ټولو زيات محبوب کس دی. په دې روایت کې راغلي دي چې پیغمبر(ص) اراده درلودهع چې د سور کړي مارغه غوښه وخوري نو له خدايه يې وغوښتل چې تر ټولو محبوب انسان دې ورسره په خوراک کې یوځای شي، نو علي(ع) راغى او له هغه سره يې وخوړل.[۴] له امام علي نه مخکې ابوبکر او عمر هم پېغمبر اکرم ته راغلي وو، خو رسول الله هغوي ستانه کړي وو.[۵] په ځینو روایتونو کې راغلي دي چې د رسول الله(ص) له دعا وروسته عائشې او حفصې هر یوې دعا وکړه چې پلار یې له رسول الله(ص) سره خواړه وخوري.[6] همدارنګ له انس بن مالک نقل شوي دي: ما دا خوښول چې دا کس سعد بن عباده وي، له همدې امله کله چې حضرت علي(ع) د پېغمبراکرم(ص) د کور دروازې ته راغى، ما رد کړ، خو ډېر وخت تېر نه شو، علي بيا راغى او له پېغمبراکرم(ص) سره يې یوځای خواړه وخوړل.[7] دا خواړه خاص خواړه وو چې د ځینو روایتونو له مخې د رسول الله(ص) له دعا (و سالتُ اللهَ الـقـریـب المُجیب) وروسته جبرائیل علیه السلام له اسمان څخه پیغمبر اکرم(ص) ته (فهبط عَلَىّ حبیبى جبرئیل (ع ) و معه هذا الطیر) زما دوست جبرائیل نازل شو او دا مارغه یې راوړ. او د پيغمبر(ص) دعا او اصرار چې يوازې امام علي(ع) به ورسره وخوري (فرفعت یدى الى السماء فقلت: اللهم یَسّر عبداً یُحبّک و یُحبنى یاکل معى هذا الطائر) [۸] په دې دلالت كوي چې د رسول الله(ص) په نزد امام علی(ع) ځانګړی مقام درلود. [سرچینې ته اړتیا لري]

اعتبار

شیعه علماوو د طیر حدیث معتبر بللی دی.[۹] د اهل سنتو محدثانو یوې ډلې هم د دې حدیث صحت او اعتبار تایید کړی دی.[۱۰]

د طېر حدیث څو صحابه په یو بل سره نږدی موضوعاتو سره روایت کړی دی. په هغو کې یوه د رسول الله(ص) خادمه ده چې نامه یې سفینه ده،[11] سدی کبیر له انس بن مالک څخه نقل کړی،[12] یحیی بن کثیر له انس بن مالکه،[13] عثمان بن طویل له انس بن مالکه،[14] عبدالله بن انس بن مالک له خپل پلاره،[۱۵] او علي بن عبدالله بن عباس له خپل پلاره.[۱۶]

د ابن کثير دمشقي په نقل چې د اهل سنتو عالم دی، دا حديث يوازي له انس بن مالکه نوي کسانو روايت کړى دى،[١٧] خو بیا هم ابن کثير وايي: زما زړه دا حديث نه قبلوي، سره له دې چې راويان یې ډېر دي.[١٨] علامه اميني د ابن کثير په ځواب کې د هغه زړه د خداى له خوا مهر شوی ګڼلى او ويلی يې دي: له پورتني شواهدو سره سره د طېر له حديث څخه انکار بې معنا دي.[19]

بنا به نقل ابن شهر آشوب، سید اسماعیل حِمْیَری شاعر قرن دوم قمری (درگذشت ۱۷۹ق)، ماجرای حدیث طیر را به نظم درآورده است که این‌گونه آغاز می‌شود:

د ابن شهر اشوب د نقل له مخې، د دويمې قمري پېړۍ شاعر سيد اسماعيل حِمْیَري (وفات 179 هجري) د طېر د حديث کيسه په نظم کې داسې راوړې ده، چې په دې ډول پيلېږي:

نُبِّئتُ اَنَّ اَبانا كان عن اَنَس يَروی حديثاً عجيباً مُعجِباً عَجَباً فی طائرٍ جاء مَشويّاً بِه بَشَرٌ يوماً و كان رسولُ الله مُحتَجِباً ادناه منه فلما ان رآه دعا ربا قریبا لاهل الخیر منتجبا ادخل الی احبّ الخلق کلهم طرا الیک فاعطاه الذی طلبا

ما ته زموږ پلار له انس څخه یو حیرانوونکی عجیبه حدیث روایت کړی دی، د یوه سور کړي مارغه په هکله چې یوه ورځې یو چا راوړې و، او رسول الله(ص) په کور کې د خلکو له سترګو لیرې ناست و او هغه چرګ یې د خدای رسول ته یوړ. او کله چې پاک رسول(ص) هغه ولید، نو دعا یې وکړه چې ای پروردګاره هغه څوک راته راولی چې له هرچا تا ته نږدې او ښه غوره وي، نو الله تعالی ورته هغه څوک راوست چې هغه غوښتی و. (دغه کس امام علی علیه السلام و).

کلامي ګټې

د طېر مشوي حديث د امام علي(ع) له فضيلتونو څخه ګڼل شوى دى.[٢٠] شيعه فقهاوو له دغه حديث څخه د امام علی(ع) د امامت او خلافت د ثابتولو لپاره د هغه لومړيتوب ثابتوي.[٢١]

شیخ مفید د طېر په روایت د امام علی(ع) د خدای په نزد تر ټولو محبوب مخلوق ګڼلو سره د هغې لازمه دا ګڼي چې امام علی(ع) له ټولو لوړ او غوره مخلوق دی؛ ځکه چې د هغه په عقیده، د خدای د مینه له حقه راوځي نه له هوسه. له همدې امله کله چې علي(ع) د خدای تر ټولو محبوب کس وي او له همدې امله د خدای غوره مخلوق وي نو دا ثابته شوه چې (له رسول الله(ص) وروسته) هغه امام دی. ځکه چې خدای ته دا روا نه ده چې په نبوت او خلافت کې مفضول په فاضل او افضل باندې وړاندې کړي.[۲۲] سید مرتضی په الفصول المختاره کې د شیخ مفید په قول ټینګار کړی دی چې د خدای په نظر کې تر ټولو محبوب مخلوق د خدای په نزد تر ټولو زيات اجرونه لري او بې له شکه دا انسان به د عمل او عبادت له مخې تر ټولو مخلوقات غوره وي. دا د امام علی(ع) د فضیلت ثبوت دی چې له پیغمبر(ص) پرته په ټولو خلکو باندې لوړاوې لري.[۲۳]

په دې هکله کتابونه

د سني عالم ابن کثیر دمشقي په وینا د طېر حدیث او د هغه د کلمو د راټولولو په اړه خپلواک کتابونه لیکلي شوي دي: ابوبکر بن مردویه، محمد بن احمد بن حمدان او محمد بن جریر الطبري په دې اړه کتابونه لیکلي دي. سني متکلم ابوبکر باقلاني هم د دې په رد کې یو کتاب لیکلی دی.[۲۴] همدارنګه میرحامد حسین د عبقات الانوار دیارلسم ټول (د دویم منهج څلورم کتاب) دغه حدیث سره خاص کړی دی او د دې سندونه یې د اهل سنتو د راویانو له لارې د راویانو د نومونو په راوړلو سره په تفصیل سره بیان کړي دي.[۲۵] د کتاب دا برخه یې په ۱۳۰۶ هـ ق کال په لکهنو کې په ۷۳۶ مخونو کې په دوو ټوکونو کې خپره شوې ده.[26]

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، المطالب العالیة بزوائد المسانید الثمانیة، تحقیق سعد بن ناصر،‌ ریاض، ‌دار العاصمة و دار الغیث، ۱۴۱۹ق/۱۹۹۸م.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل‌ابی‌طالب، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
  • ابن عقده کوفی، احمد بن محمد، فضائل امیرالمؤمنین(ع)، تحقیق حرزالدین عبدالرزاق محمد حسین، قم، دلیل ما، چاپ اول، ۱۴۲۴ق.
  • ابن‌کثیر دمشقی، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق/۱۹۸۶م.
  • امینی، عبدالحسین، موسوعة الغدير في الكتاب والسنة والأدب، تحقیق مرکز الغدير للدراسات الإسلامية، زیرنظر محمود هاشمی شاهرودی، قم، مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۸ش/۱۴۳۰ق/۲۰۰۹م.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، التاریخ الکبیر، تحقیق سید هاشم ندوی، دارالفکر، بی‌تا.
  • تمیمی موصلی، احمد بن علی، مسند ابی‌یعلی، تحقیق حسین سلیم اسد،‌ دمشق، دارالمأمون للتراث، ۱۴۰۴ق.
  • حسنی مغربی، احمد بن محمد، فتح الملک العلی بصحة حدیث باب مدینة العلم علی، تحقیق محمدهادی امینی، تهران، مکتبة الامام امیرالمؤمنین علی،‌ چاپ سوم، ۱۴۰۳ق.
  • ذهبی، محمد بن احمد، میزان‌الاعتدال، تحقیق شیخ علی محمد معوض و شیخ عادل احمد عبدالموجود،‌ بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۹۹۵م.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، الفصول المختارة، تحقیق سید علی میرشریفی،‌ بیروت، دارالمفید، ۱۴۱۴ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الافصاح فی امامة امیرالمؤمنین، قم، مؤسسةالبعثة، ۱۴۱۲ق.
  • صدوق، محمد بن علی بن بابویه، الامالی، تهران، کتابچی، چاپ ششم، ۱۳۷۶ش.
  • طبرانی، سلیمان بن احمد، المعجم الاوسط، تحقیق طارق بن عوض‌الله و عبدالمحسن بن ابراهیم الحسینی، القاهرة، دارالحرمین، ۱۴۱۵ق.
  • طبرانی، سلیمان بن احمد، المعجم الکبیر، تحقیق حمدی بن عبدالمجید السلفی، الموصل، مکتبةالزهراء، ۱۴۰۴ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، الامالی، قم، دار الثقافة، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
  • «عبقات الانوار فی امامة الائمة الاطهار علیهم‌السلام»، بنیاد فرهنگی امامت، تاریخ درج مطلب: ۶ دی ۱۳۹۴ش، تاریخ مشاهده ۱۱ آبان ۱۳۹۸ش.
  • گنجی الشافعی، محمد بن یوسف، کفایة الطالب فی مناقب علی بن ابی‌طالب، تصحیح محمدهادی امینی،‌ تهران، دار احیاء تراث اهل‌البیت(ع)، ۱۴۰۴ق.
  • نسائی، احمد بن شعیب، خصائص امیرالمؤمنین علی بن ابی‌طالب، تحقیق احمد میرین البلوشی، کویت، مکتبةالمعلا، ۱۴۰۶ق.
  • میرحامد حسین، عبقات الانوار فی اثبات امامة الائمة الاطهار، اصفهان، کتابخانه امیرالمؤمنین، چاپ دوم، ۱۳۶۶ش.

بهرنې اړیکه