د امام افضلیت
- دا مقاله د امام د افضلیت په اړه ده. د شيعه امامانو د برتري لپاره، د اهل بیتو(ع) افضلیت وګورئ.
د امام افضلیت د امامت له شرطونو څخه دی او مطلب یې په انساني صفاتو او کمالاتو کې پر نورو باندې د امام برتري ده. د اماميه متکلمانو له نظره يو امام بايد په علم، دين، تقوا، سخاوت او زړورتيا او د آخرت په ګټه او ثواب کې له نورو افضلیت او لوړاوې ولري. د امام د افضلیت د ثابتولو لپاره، دغه قاعدو سره دلیل راوړل کیږي «قُبح ترجیح بلامرجح» او «قُبح تقدیم المفضول علی الافضل» او همدارنګه د رسول الله(ص) روایت سره هم دلیل راوړل کیږي چې فرمايي: «څوک چې د یوې ډلې مشري او رهبري کوي او په هغه ډلې کې له هغه څخه ډیر هوښیار سړی شتون ولري نو د دوي کار به د قیامت تر ورځې پورې د تباهۍ په لور وي» او په ځینې قرآني آیتونو سره هم دلیل راوړی شوی دی.
اکثره اهل سنت د امام افضلیت واجب نه ګڼي او د خنډ او مصلحت په صورت کې د مفضول امامت هم روا ګڼي. د قمري کال په اتمه پېړۍ کې د اشعري مذهب د عالم سعد الدين تفتازاني په وينا، د سنيانو او د ډېرو اسلامي ډلو له نظره امامت د هغه چا حق دی چې په هره زمانه کې له نورو څخه لوړ وي. تر هغه وخته چې د هغه امامت د ګډوډۍ او فتنې سرچینه شي. د اهل سنتو یو دلیل د خلفای راشدین نه وروسته د مفضول په امامت کولو کې، د علماوو اجماع ده، چې که څه هم د دوي په منځ کې افضل کس موجود و خو بیا هم د دویم خلیفه لخوا شپږ کسیزې شورا ته خلافت وسپارلی شو، نو دلیل هماغه د علماوو اجماع ده.
د شيعه علماوو له نظره د اسلام له پېغمبره(ص) وروسته د خداى تر ټولو غوره مخلوق د شيعو امامان دي. علامه مجلسي په دې باور دی چې یوازې هغه کسان چې له احادیثو ناخبره دي د امامانو له افضلیت څخه انکار کوی. د امام د افضلیت په دلیل سره د امام علي علیه السلام د امامت د ثابتولو لپاره استدلال شوی دی چې د افضلیت دلیل بلل کیږي.
مفهومپيژندنه او پراختیا
د اماميه متکلمانو په نظر د امام افضلیت په دې معنا دی چې امام پر نورو باندې په دغو ځانګړنو لکه علم، عدالت، زړورتيا او تقوا کې برتري او افضلیت لري چې د امام له شرايطو څخه دي.[۱] په ځينې کلامي سرچينو کې، افضلیت په دې معنا چې په عبادت کې برتري ولري او له زياتو الهي اجرونو څخه برخمن وي. هم راغلی دی.[۲] له همدې امله اماميه متکلمان امام په ټولو نفساني کمالاتو او جسمي فضيلتونو لکه علم، دين، پرهیزګاري، سخاوت، زړورتیا[۳] او د آخرت له ثواب او اجرونو څخه په برخمن کیدو کې له نورو افضل ګڼي.[۴] او په دې باور دي چې امام باید د خپل وخت د خلکو تر ټولو هوښیار، زړور، سخی، صابر، پرهیزګار او داسې نور وي.[۵] تر څو خلک يې په ښه توګه پيروي وکړي.[۶]
ويل شوي دي چې امام ته لازمه نه ده چې په دنياوي چارو لکه مال، مقام او قدرت کې له نورو غوره وي. ځکه چې هدف په رښتیني ډول د امام پیروي او په هغه باندې رښتیني ایمان لرل دي نه ظاهري اطاعت او پیروي کول.[۷]
د شیعو له نظره امام باید افضل وي
شیعه امامیه متکلمان، افضلیت د امامت له شرطونو څخه ګڼي[۸] او په دې هکله د نظر اتفاق لري.[۹] د امام د افضلیت لپاره عقلي او نقلي دلیلونه راوړی شوي دي.
عقلي دلیلونه
- امام په فضیلتونو او کمالاتو کې یا له نورو سره برابر او یا له هغوی څخه ټیټ او یا له هغوی څخه لوړ دی. که هغه له نورو سره برابر وي، نو د امام په توګه د هغه غوره کول ترجیح بلا مُرَجِّح دی (له دوو مساوي شیانو څخه د یوه غوره کول، پرته له کوم دلیله) چې عقل دا محال ګڼي او داسې کار له خدایه نه صادریږي. كه امام تر نورو ټيټ(مفضول) وي، په دې صورت كې د عقل د حکم له مخې په لوړ سړي(افضل) باندې د ټيټ سړي(مفضول) وړاندې کول قبیح دي. نو امام بايد تر نورو افضل وي.[۱۰]
- واجبه ده چې امام باید معصوم (له ګناهونو پاک) وي. ځکه چې معصوم له غیر معصومه افضل دی. نو امام له نورو افضل دی.[۱۱]
- امام په خپله د پيغمبر(ص) له خوا ټاکل کیږي. او پیغمبر(ص) تل د ځای ناستي په ټاکلو کې برترۍ ته پاملرنه کړې ده.[۱۲]
نقلي دلیلونه
د امام د افضلیت د ثابتولو لپاره د سوره یونس ۳۵ آیت، د صادقین آیت[۱۳] (د سوره توبه ۱۱۹ آیت)[۱۴] او د سوره زمر نهم آیت[۱۵] سره دلیل راوړی شوی دی. په دې آيتونو كې څرګنده شوې ده چې حق ته لار ښوونكى پر هغه چا غوره دى چې په خپله هدايت ته اړتيا لري، همدارنګ «صادقینو سره کیدل» پر غیر صادقو سره کیدو او عالم پر غير عالم غوره والی او افضلیت لري دا په کې بیان شوي، چې دا ټول په دې دلالت کوي چې افضل باید پر مفضول لومړيتوب ولري.[۱۶]
د امام د افضلیت د شرط د ثابتولو لپاره احاديث هم را نقل شوي دي.[۱۷] د بېلګې په توګه په يو روايت کې چې له رسول الله(ص) څخه روايت شوی دی: «مَنْ أَمَ قَوْماً وَ فِیهِمْ مَنْ هُوَ أَعْلَمُ مِنْهُ لَمْ یزَلْ أَمْرُهُمْ إِلَی السَّفَالِ إِلَی یوْمِ الْقِیامَةِ؛ څوک چې د یوې ډلې مشري او رهبري کوي او په هغه ډله کې له هغه څخه ډیر هوښیار سړی موجود وي، نو د دوي کار به د قیامت تر ورځې پورې د بربادۍ او تباهۍ په لور وي».[۱۸] په دې روایت کې د مفضول پر فاضل باندې وړاندې کیدل قبیح ګڼل شوي دي.[۱۹]
همدارنګه په یوه سني روایت کې هم راغلي چې ابودرداء د ابوبکر له مخکې نه روان و، رسول الله(ص) ورته وفرمایل: ایا ته له هغه چا مخکې روان یې چې په دنیا او آخرت کې له تا څخه غوره دی؟»[۲۰] په دې روايت کې ويل شوي دي چې په لاره تلو کې هم د مفضول په افضل باندې مخکې کیدل قبیح دي نو په دې هم دلالت کوي چې د امامت په چارو کې د مفضول په فاضل باندې وړاندې کیدل ډېر بد دي.[۲۱]
د اهل سنتو له نظره، د مفضول امامت جایز دی
ډېرو اهل سنتو افضلیت د امامت لپاره شرط او واجب نه دی ګڼلی او د مفضول کس امامت یې جایز ګڼلی دی.
اشاعره: د اشاعره متکلمانو د امام افضلیت واجب او شرط نه دی منلی. له همدې امله دوي پر فاضل باندې د مفضول امامت روا ګڼي[۲۲] خو د قمري کال د پنځمې هجري پېړۍ د اشعري فقهې قاضي ابوبکر باقِلاني په دې نظر دی چې د افضلیت د امامت لپاره لازمي ځانګړنه ده. مګر دا چې د افضل امام په نصبولو کې کوم خنډ واقع شي، نو په دې صورت کې به د مفضول امامت روا شي[۲۳] هغه د افضلیت د واجب شونې لپاره څو دلايل په ګوته کړي دي، چې له هغو څخه یو د رسول الله(ص) دا روایت دی چې فرمايي «یَؤُمُّ القَومَ اَفْضَلُهُم؛ د یو ملت غوره انسان د هغوی رهبري کوي»[۲۴] باقِلاني په دې باور دی چې که د اسلام د دښمنانو له خوا د ګډوډۍ، فساد، د احکامو د بندېدو او حرص وېره وي، نو دا به د افضل انسان د پرېښودو لپاره یو معقول عذر وي.[۲۵] همداراز په اتمه پېړۍ کې له اشعري متکلمانو څخه د سعد الدين تفتازاني په وينا اکثره سني او اسلامي ډلې په دې اند دي چې امامت د هغه چا حق دی چې په هره زمانه کې تر نورو لوړ وي. مګر دا چې د هغه امامت د ګډوډۍ او فتنې سرچینه وي.[۲۶]
معتزله: معتزله هم په امامت کې د امام افضلیت واجب نه دی ګڼلی او د یو مفضول کس (یعنی هغه کس چې بل ترې افضل دی) پر افضل باندې وړاندې کیدل جایز ګڼي.[۲۷] د څلورمې او پینځمې پيړۍ مشهور متکلم قاضي عبدالجبار معتزلي په دې باور دی چې په ځینې ځایونو کې د فضول پر فاضل وړاندې کول ښه دي:
- په داسې حالت کې چې افضل ځینې ځانګړتیاوې چې د امامت لپاره شرط دي ونه لري لکه علم، او سیاسي معرفت.
- که افضل کس غلام وي او یا یوه خاص ناروغي او په رأی کې اختلال لري او د حدونو د قایمولو او د جهاد توان نه لري.
- افضل کس قریشي نه وي خو مفضول قریشي وي.[۲۸]
دلیلونه
اهلسنت پر فاضل باندې د مفضول د امامت لپاره ځینې دلیلونه راوړي دي:
- د عالمانو په دې باندې اجماع چې د خلفای راشدینو وروسته په مفضول اجماع وکړي که څه هم افضل موجود وي.
- عمر بن خطاب امامت شپږ کسیزه شورا ته پرېښود. په داسې حال کې چې په دوي کې علي(ع) او عثمان تر نورو لوړ وو.
- افضلیت یو پټ شی دی او پیژندګلو یې ستونزمن او د اختلاف سرچینه ده.[۲۹]
په آخرت کې د امام افضلیت
په آخرت کې د نیکې بدلې په برخمنۍ کې د امام د افضلیت د ثابتولو لپاره ډېر دلیلونه راوړی شوي دي[۳۰] چې له هغو ځینې:
- عصمت: واجبه ده چې امام معصوم (له ګناهونو پاک) وي. هر هغه څوک چې عصمت ولري هغه په آخرت کې د ثواب په لحاظ تر نورو غوره دی.[۳۱] ځکه چې امام د خپل معصوم شونې په وجه له ظاهري او باطنی نظره یو شان دی. نو له همدې سبب پر ظاهري برترۍ سربېره باطني افضلیت هم لري او په اخرت کې به له زیاتو اجرونو برخمن وي.[۳۲]
- دروند فرض او لوى اجر: د امام ذمه د امامت د بار په وړلو کې له نورو زیاته درنه ده په دې وجه د هغه اجر او ثواب هم زيات دی.[۳۳]
- د امام حجت شونه: امام د رسول الله(ص) په شان د خدای حجت دی او لکه څنګه چې پیغمبر(ص) په اجرونو او ثوابونو کې له نورو څخه لوړ دی، امام هم د هغه په شان لوړ ثواب او اجر لري.[۳۴]
د شیعه امامانو افضلیت
اصلي مقاله: د اهلبیتو(ع) افضلیت شيعه عالمان په دې عقيده دي چې له پيغمبر(ص) نه وروسته شيعه امامان له نورو (پيغمبرانو، ملائكو او نورو خلكو په شمول) غوره دي.[۳۵] هغه روایتونه چې د امامانو په افضلیت باندې دلالت کوي چې له ټولو مخلوقاتو غوره دي هغه مستفیض بلکې متواتر دي.[۳۶] علامه مجلسي په دې عقيده دي چې هر هغه څوك چې د احاديثو څيړنه وكړي هغه به د پیغمبر(ص) او امامانو(ع) د افضلیت اعتراف وكړي. او يوازې هغه څوک چې له احاديثو ناخبره وي د هغوى له فضيلت څخه انکار کوي. د ده په وينا، په دې اړه حدیثونه دومره ډېر دي چې د شمېرلو وړ نه دي.[۳۷]
په یو روایت کې له امام رضا(ع) د خپلو پلرونو په واسطه بیا له امام علي(ع) څخه او هغه یې له پیغمبره(ص) نقل کړي دي چې ویې فرمایل:
- «... یا علي! په حقیقت کې الله جل جلاله پیغمبرانو ته پر ملایکو افضلیت ورکړ او ماته یې پر ټولو پیغمبرانو افضلیت راکړ. يا علي! تر ما وروسته افضلیت ستا او ستا څخه له وروسته امامانو لپاره دی. په حقیقت کې پرښتې زموږ او زموږ د مینه والو خادمانې دي...»[۳۸]
په نورو اصحابو او خلقو باندې د امام علی(ع) د افضلیت لپاره ډیر قرآنی او نبوی دلایل وړاندې شوي دي.[۳۹] علامه حلي په کشف المراد کې ۲۵ دلیلونه[۴۰] او ابن میثم بحراني په النجاة فی القیامة کتاب کې ۲۲ دلیلونه[۴۱] د امام علی(ع) د افضلیت په باره کښې راوړي دي. په دې دلايلو کې د مباهله آیت، د مودت آیت، د طیر مشوی حدیث، د منزلت حديث او د رایت حديث دی.[۴۲]
ويل شوي دي چې د بغداد ټول معتزلي په شمول د ابن ابي الحديد، د نهج البلاغې شرحه کوونکی او د بصري ځينو معتزلو هم حضرت علي(ع) له دريو خليفه ګانو او نورو اصحابو څخه غوره ګڼلی دی.[۴۳]
د افضلیت دلیل
د امام د افضلیت له دلیله د امام علی علیه السلام د امامت د ثابتولو لپاره ګټه اخستې شوې ده. دا استدلال، چې د افضلیت دلیل سره یادېږي، په لاندې ډول دی:
- لومړۍ مقدمه: د قرآني دلايلو او احاديثو پر بنسټ امام علي له صحابه کرامو او نورو مسلمانانو څخه افضل و.
- دوهمه مقدمه: د امام له شرطونو څخه يو شرط دا دی چې په انساني صفاتو او کمالاتو کې له نورو څخه لوړ وي.
- پایله: له همدې امله امام علي(ع) د پیغمبر اکرم(ص) امام او جانشین و.[۴۴]
شکونه
ځینې اهل سنتو د امام په افضلیت باندې ځینې اعتراضات کړي دي چې ځینې یې دا دي:[۴۵]
- افضلیت د لومړیتوب او ارجحیت سبب نه کیږي: ځکه چې دا ممکنه ده چې په ځینو مواردو کې افضل په شتون کې مفضول ته ترجیح او غوره والی ورکړی شي د بېلګې په توګه، که د ټولنې د رهبرۍ او د ديني او سياسي چارو په اداره کولو کې له افضل کس څخه مفضول زيات وړ وي، نو د هغه امامت ته به لومړيتوب ورکړل شي،[۴۶] د دې په ځواب کې ویلي شوي دي چې دا اعتراض صحیح نه دی ځکه چې د امامت لپاره افضلیت یواځې په عبادت او احکامو کې افضلیت نه دی، او داسې ګمان صحيح نه دی، ځکه د امام افضلیت لږ تر لږه باید په ټولو هغو صفاتو کې وي چې د امام لپاره اړین دي او سیاسي مدیریت یو له دغو ځانګړنو څخه دی. همدارنګه په دې اعتراض کې نسبي برتري په پام کې نيول شوې ده، په داسې حال کې چې د امام برتري او افضلیت په ټولو هغو صفاتو او کمالاتو کې دی چې د امام شونې لپاره ضروري وي، او هغه مطلقه برتري او افضلیت دی.[۴۷]
- افضلیت سره متناقضې بیلګې چې سمون ورسره نه لري: بېلګې له لوړتيا سره متناقض دي: ويل شوي چې د افضلیت نظريه د پیغمبر(ص) په زمانه کې د امامانو او د لښکرو د قوماندانانو د ټاکلو او خليفه ګانو د دورې له بېلګو سره همغږې نه ده.[۴۸] لکه په موته جنګ کې د زید بن حارثه قوماندانول سره د دې چې جعفر بن ابی طالب موجود و، او همدارنګ د پیغمبر(ص) د عمر په اخري ورځو کې د اسامة بن زید قوماندان جوړول سره د دې چې امام علی(ع) او عثمان موجود و.[۴۹] او د عمر بن خطاب لخوا د شپږو کسانو شورا ته د خلافت سپارل که څه هم هغه وخت کې امام علي(ع) او عثمان موجود وو.[۵۰] د دې په ځواب کې ویلي شوي دي چې د قوماندان په ټاکلو کې د یو کس مطلقه برتري شرط نه ده او یوازې د جنګ په چارو کې برتري شرط ده. او زید او اسامه دا ډول برتری درلوده. د اسامه د قوماندانۍ په اړه ويل کيږي چې امام علي(ع) په هغو ورځو د پيغمبر(ص) په بستر په خوا کښې ؤ او پيغمبر(ص) د امام علي(ع) د اسامه له لښکر سره د يوځاى کيدو ته اشاره نه ده کړی. له همدې امله علي(ع) ته د اسامه په لښکر کې د شاملیدو حکم نه و شوی.[۵۱] د عمر بن خطاب د چلند اعتبار هم د صحابه د عمل پر اعتبار ولاړ دی چې شيعه يې نه مني.[۵۲]
ځانګړی لیکنی
- افضلیت امام از منظر عقل و نقل (د عقل او نقل له نظره د امام افضلیت)، د محمد حسین فاریاب کتاب. لیکوال په څلورو څپرکو کې د برترۍ مفهوم، وسعت، د افضلیت لازم شونه که نه لازم شونه، او د افضلیت پایلې د اسلامي مذهبونو او فرقو له نظره څیړلي دي. دا کتاب د امام خمیني د تعلیمي او تحقیقي انسټیټیوټ لخوا خپور شوی دی.[۵۳]
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ ربانی گلپایگانی، امامت در بینش اسلامی، ۱۳۹۶ش، ص۱۸۸و۱۹۱.
- ↑ محقق حلی، المسلک فی اصول الدین، ۱۴۱۴ق، ص۲۰۵؛ حمصی رازی، المنقذ من التقلید، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۲۸۶؛ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۱۲۱.
- ↑ وګورئ: علامه حلی، کشف المراد، ۱۳۸۲ش، ص۱۸۷؛ بحرانی، النجاة فی القیامة، ۱۴۱۷ق، ص۶۶؛ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۲۳۷و۲۳۸.
- ↑ محقق حلی، المسلک فی اصول الدین، ۱۴۱۴ق، ص۲۰۵؛ حمصی رازی، المنقذ من التقلید، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۲۸۶؛ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۱۲۱و۱۲۲.
- ↑ فاضل مقداد، ارشادالطالبین، ۱۴۰۵ق، ص۳۳۶؛ بحرانی، النجاة فی القیامة، ۱۴۱۷ق، ص۶۶.
- ↑ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۲۳۷.
- ↑ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۲۴۰.
- ↑ وګورئ: محقق حلی، المسلک فی اصول الدین، ۱۴۱۴ق، ص۱۹۸؛ علامه حلی، کشف المراد، ۱۳۸۲ش، ص۱۸۷؛ فاضل مقداد، اللوامع الالهیة، ۱۴۲۲ق، ص۳۳۳؛ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۱۲۱.
- ↑ وګورئ: فاضل مقداد، ارشاد الطالبین، ۱۴۰۵ق، ص۳۳۶؛ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۱۲۲؛ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۲۳۳.
- ↑ وګورئ: محقق حلی، المسلک فی أصول الدین، ۱۴۱۴ق، ص۲۰۶؛ علامه حلی، کشف المراد، ۱۳۸۲ش، ص۱۸۷؛ فاضل مقداد، اللوامع الالهیه، ۱۴۲۲ق، ص۳۳۳؛ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۱۲۵.
- ↑ بحرانی، النجاة فی القیامة، ۱۴۱۷ق، ص۶۵.
- ↑ بحرانی، النجاة فی القیامة، ۱۴۱۷ق، ص۶۶.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد، ۱۳۸۲ش، ص۱۸۷؛ فاضل مقداد، ارشاد الطالبین، ۱۴۰۵ق، ص۳۳۶؛ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۱۲۶.
- ↑ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۱۲۶.
- ↑ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۱۲۷.
- ↑ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۱۲۶ و ۱۲۷.
- ↑ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۱۲۷-۱۳۰.
- ↑ صدوق، ثواب الاعمال، ۱۴۰۶ق، ص۲۰۶؛ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۵۶.
- ↑ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۱۳۰.
- ↑ ابن حنبل، فضائل الصحابه، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۱۵۲، ۱۵۴و ۴۲۳؛ ابونعیم اصبهانی، فضائل الخلفاء الراشدین، ۱۴۱۷ق، ص۳۹.
- ↑ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۱۲۹.
- ↑ ایجی-جرجانی، شرح المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۸، ص۳۷۳؛ تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۲۴۶و۲۴۷.
- ↑ باقلانی، تمهید الاوائل، ۱۴۰۷ق، ص۴۷۱.
- ↑ باقلانی، تمهید الاوائل، ۱۴۰۷ق، ص۴۷۴ و ۴۷۵.
- ↑ باقلانی، تمهید الاوائل، ۱۴۰۷ق، ص۴۷۵.
- ↑ تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۲۹۱.
- ↑ قاضی عبدالجبار، المغنی، ۱۹۶۲-۱۹۶۵م، ج۲۰، بخش اول، ص۲۱۵؛ ابن ابیالحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۳، ج۲، ص۲۹۶ و ج۳، ص۳۲۸.
- ↑ وګورئ: قاضی عبدالجبار، المغنی، ۱۹۶۲-۱۹۶۵م، ج۲۰، بخش اول، ص۲۲۷-۲۳۰.
- ↑ تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۲۴۷.
- ↑ وګورئ: محقق حلی، المسلک فی اصول الدین، ۱۴۱۴ق، ص۲۰۵ و ۲۰۶؛ حمصی رازی، المنقذ من التقلید، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۲۸۶ و ۲۸۷؛ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۱۲۲؛ ربانی گلپایگانی، امامت در بینش اسلامی، ۱۳۹۶ش، ص۲۰۳-۲۰۸.
- ↑ محقق حلی، المسلک فی اصول الدین، ۱۴۱۴ق، ص۲۰۵؛ حمصی رازی، المنقذ من التقلید، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۲۸۶.
- ↑ ربانی گلپایگانی، امامت در بینش اسلامی، ۱۳۹۶ش، ص۲۰۴.
- ↑ محقق حلی، المسلک فی أصول الدین، ۱۴۱۴ق، ص۲۰۵؛ حمصی رازی، المنقذ من التقلید، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۲۸۶؛ بحرانی، منار الهدی، ۱۴۰۵ق، ص۱۲۲.
- ↑ محقق حلی، المسلک فی أصول الدین، ۱۴۱۴ق، ص۲۰۶؛ حمصی رازی، المنقذ من التقلید، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۲۸۷.
- ↑ وګورئ: صدوق، الاعتقادات، ۱۴۱۴ق، ص۹۳؛ مفید، اوائل المقالات، ۱۴۱۳ق، ص۷۰ و ۷۱؛ مجلسی، بحارالأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۶، ص۲۹۷؛ شبر، حق الیقین، ۱۴۲۴ق، ص۱۴۹.
- ↑ مجلسی، بحارالأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۶، ص۲۹۷؛ شبر، حق الیقین، ۱۴۲۴ق، ص۱۴۹.
- ↑ مجلسی، بحارالأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۶، ص۲۹۷ و ۲۹۸.
- ↑ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۲۶۲، ح۲۲؛ د امامانو د افضیلت په اړه د روایتونو د معلوماتو لپاره، وګورئ: مجلسی، بحارالأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۶، ص۲۶۷-۳۱۹.
- ↑ وګورئ: علامه حلی، کشف المراد، ۱۳۸۲ش، ص۲۱۱-۲۳۸؛ بحرانی، النجاة فی القیامة، ۱۴۱۷ق، ص۱۴۸-۱۶۵؛ ربانی گلپایگانی، براهین و نصوص امامت، ۱۳۹۶ش، ص۲۶-۴۸.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد، ۱۳۸۲ش، ص۲۱۱-۲۳۸.
- ↑ ابن میثم بحرانی، النجاة فی القیامة، ۱۴۱۷ق، ص۱۴۸-۱۶۵.
- ↑ وګورئ: علامه حلی، کشف المراد، ۱۳۸۲ش، ص۲۱۱-۲۳۸؛ بحرانی، النجاة فی القیامة، ۱۴۱۷ق، ص۱۴۸-۱۶۵؛ ربانی گلپایگانی، براهین و نصوص امامت، ۱۳۹۶ش، ص۲۶-۴۸.
- ↑ ابن ابیالحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۷-۹.
- ↑ وګورئ: بحرانی، النجاة فی القیامة، ۱۴۱۷ق، ص۱۴۸؛ ربانی گلپایگانی، براهین و نصوص امامت، ۱۳۹۶ش، ص۲۱.
- ↑ وګورئ: ربانی گلپایگانی، امامت در بینش اسلامی، ۱۳۹۶ش، ص۱۹۴-۲۰۰.
- ↑ وګورئ: قاضی عبدالجبار، المغنی، ۱۹۶۲-۱۹۶۵م، ج۲۰، بخش اول، ص۲۲۷-۲۳۰؛ ایجی-جرجانی، شرح المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۸، ص۳۷۳؛ تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۲۴۶و۲۴۷.
- ↑ ربانی گلپایگانی، امامت در بینش اسلامی، ۱۳۹۶ش، ص۱۹۷ و ۱۹۸.
- ↑ ربانی گلپایگانی، امامت در بینش اسلامی، ۱۳۹۶ش، ص۱۹۸.
- ↑ محقق حلی، المسلک فی اصول الدین، ۱۴۱۴ق، ص۲۰۷.
- ↑ تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۲۴۷.
- ↑ ربانی گلپایگانی، امامت در بینش اسلامی، ۱۳۹۶ش، ص۱۹۹.
- ↑ ربانی گلپایگانی، امامت در بینش اسلامی، ۱۳۹۶ش، ص۱۹۹ و ۲۰۰.
- ↑ «افضلیت امام از منظر عقل و نقل»، روابط عمومی مؤسسه پژوهشی امام خمینی.
سرچينې
- ابن ابیالحدید، عبدالحمید بن هبة الله، شرح نهج البلاغه، تحقیق و تصحیح محمدابوالفضل ابراهیم، قم، مکتبة آیت الله مرعشی، چاپ اول، ۱۴۰۴ق.
- ابن حنبل، احمد بن حنبل، فضائل الصحابة، تحقیق وصی الله محمدعباس، بیروت، مؤسسه الرسالة، چاپ اول، ۱۴۰۳ق.
- ابن میثم بحرانی، میثم بن علی، النجاة فی القیامة فی تحقیق امر الامامة، قم، مجمع الفکر الإسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
- ابونعیم اصبهانی، احمد بن عبدالله، فضائل الخلفاء الراشدین، تحقیق صالح بن محمد العقیل، مدینه، دارالبخاری، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
- ایجی، عضدالدین و میرسیدشریف جرجانی، شرح المواقف، تصحیح بدر الدین نعسانی، افست قم، شریف الرضی، چاپ اول، ۱۳۲۵ق.
- باقلانی، ابوبکر محمد بن طیب، تمهید الاوائل فی تلخیص الدلائل، تحقیق عماد الدین احمد حیدر، لبنان، مؤسسة الکتب الثقافیة، چاپ اول، ۱۴۰۷ق-۱۹۸۷م.
- بحرانی، شیخ علی، منار الهدی فی النص علی امامة الائمة الإثنی عشر(ع)، تحقیق عبد الزهراء خطیب، بیروت، دار المنتظر، ۱۴۰۵ق
- تفتازانی، سعدالدین، شرح المقاصد، مقدمه و تحقیق و تعلیق: عبدالرحمن عمسره، افست قم، شریف الرضی، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
- حمصی رازی، سدیدالدین، المنقذ من التقلید، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
- ربانی گلپایگانی، علی، امامت در بینش اسلامی، قم، بوستان کتاب، چاپ ششم، ۱۳۹۶ش.
- ربانی گلپایگانی، علی، براهین و نصوص امامت، قم، رائد، چاپ دوم، ۱۳۹۶ش.
- شبر، سید عبدالله، حق الیقین فی معرفة اصول الدین، قم، انوار الهدی، چاپ دوم، ۱۴۲۴ق.
- صدوق، محمد بن علی، الاعتقادات، قم، المؤتمر العالمی للشیخ المفید، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
- صدوق، محمد بن علی، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، قم، دار الشریف الرضی، چاپ دوم، ۱۴۰۶ق.
- صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا(ع)، چاپ اول، تهران، نشرجهان، ۱۳۷۸ق.
- طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الاحکام، تحقیق حسن موسوی خرسان، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، کشف المراد فی شرح تجرید الاعتقاد قسم الاهیات، تحقیق و تعلیقه جعفر سبحانی، قم، مؤسسه امام صادق(ع)،، ۱۳۸۲ش.
- فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، ارشاد الطالبین الی نهج المسترشدین، تحقیق سیدمهدی رجائی، قم، کتابخانه آیت الله مرعشی، ۱۴۰۵ق.
- فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، اللوامع الالهیه فی مباحث الکلامیه، تحقیق شهید قاضی طباطبایی، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۲۲ق.
- قاضی عبدالجبار، عبدالجبار بن احمد، المغنی فی ابواب التوحید و العدل، تحقیق جورج قنواتی، قاهره، درالمصریة، ۱۹۶۲-۱۹۶۵م.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالأنوارالجامعة لدررأخبار الأئمة الأطهار(ع)، بیروت، دارإحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- مجلسی، محمدتقی، روضة المتقین فی شرح من لایحضره الفقیه، قم، مؤسسه فرهنگی اسلامی کوشانبور، چاپ دوم، ۱۴۰۶ق.
- محقق حلی، جعفر بن حسن، المسلک فی أصول الدین و الرسالة الماتعیة، تحقیق رضا استادی، مشهد، مجمع البحوث الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
- مظفر، محمدحسین، دلائل الصدق، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
- مفید، محمد بن محمد، اوائل المقالات، فی المذاهب و المختارات، قم، المؤتمر العالمی للشیخ المفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.