منځپانگې ته ورتلل

عبقات الانوار في امامة الائمة الاطهار (کتاب)

د wikishia لخوا
عبقات الانوار في امامة الائمة الاطهار
د عبقات الانوار کتاب
د عبقات الانوار کتاب
لیکوالمیر حامد حسین هندي
موضوعکلام
طریقهردیه او استدلالي
ژبهفارسي
خپرونکیمکتبة الامام امیرالمؤمنین العامة


عَبَقاتُ الاَنوار فی اِمامَة الاَئمةِ الاَطهار، په فارسۍ ژبه د تُحْفَه اِثناعشریه کتاب د یوې برخې په ځواب کې د میر حامد حسین هندي (وفات:۱۳۰۶ق) یو کلامي کتاب دی. دا کتاب د امام علي(ع) او نورو شیعه امامانو په امامت د هغو ایتونو او روایتونو د دلالت د څرنګوالي په اړه دی چې عبدالعزیز دهلوي د هغو انکار کړی دی.عبقات کتاب د مولف د وفاتېدو په وجه نیمګړی پاتې شو خو د هغه زوي او لمسیانو یې ځینې برخې پرې ورزیاتې کړې.

په عقبات کتاب کې د اهل سنتو له خبرو، حدیثونو او سرچینو استفاده شوې ده. دغه کتاب د شیعه عالمانو له هرکلي او ستاینې سره مخامخ شوی دی.

د عبقات کتاب ځینې برخې په هند او بیا په ایران کې چاپ شوې. د دغه کتاب ځینې برخې د لنډیز په شکل او په ځینو موردونو کې په پوره توګه په عربۍ ژبه ژباړل شوې دي.

حیثیت او اهمیت

عبقات الانوار کتاب، د امامت په برخه کې ډېر مهم کتاب ګڼل کیږي.[۱] په دې کتاب کې د اعتقاداتو، تفسیر، حدیث، درایه، تاریخ، رجال، ادبیاتو او ... په زمینه کې ځینې بحثونه مطرح شوې دي.[۲] ویل شوي چې ځینې کسان د دغه کتاب په لوستلو سره شیعه شوې دي.[۳][یادونه۱]

شیعه عالمانو لکه میرزای شیرازي (وفات: ۱۳۱۲ق)، زین العابدین مازندراني (وفات: ۱۳۰۹ق)، محدث نوري (وفات: ۱۳۲۰ق) او سید محمد حسین شهرستاني (وفات: ۱۳۱۵ق) په دې کتاب تقریظ لیکلی دی.[۴] همداراز ځینو کسانو لکه میرزا ابوالفضل تهراني، سید محسن حکیم او شیخ عباس قمي،هغه بې ساری کتاب ګڼلی دی.[۵]

د کتاب د لیکوال په اړه

میر حامد حسین هندي (وفات: ۱۳۰۶ق)، د هند شیعه عالم دی. هغه له لویو متکلمانو او د اسلام او شیعه مذهب له مدافعانو ګڼل شوی دی.[۶] هغه د شیعه په دفاع او د فقې په زمینې کې ځینې کتابونه لیکلې دي.[۷] ځینو کسانو د هغه تالیفات تر ۲۰۰ ټوکو زیات ګڼلې دي.[۸] میر حامد خپل ځینې اثار منجمله عبقات الانوار په فارسۍ لیکلي دي.[۹]

د لیکلو محرک

عبقات کتاب، د تحفه اثنا عشریه کتاب په رد او د امامت په دفاع کې لیکل شوی دی.[۱۰] د تحفه اثنا عشریه کتاب له دولسګونو برخو څخه اومه یې د امامت په اړه د شیعه په عقیدو په اعتراض کې لیکل شوې ده. په دې برخه کې، په ځینو ایتونو او روایتونو چې شیعه د حضرت علي(ع) د امامت د ثابتولو لپاره په هغو استناد کړی، کره کتنه شوې ده.[۱۱] عبقات الانوار کتاب د دغه برخې په تنقیدونو د ځواب لپاره لیکل شوی دی.[۱۲]

تحفه اثناعشریه، د شیعه عقایدو په رد او دغه مذهب ته د خلکو د ګروهنې د مخنیوي لپاره لیکل شوی دی.[۱۳] دا کتاب د هند د استوګن اهل سنت عالم عبدالعزیز دهلوي (وفات:۱۲۳۹ق) لیکلی دی[۱۴] میر حامد حسین په عبقات کې هغه د شاه صاحب په نوم یادوي.[۱۵] د میر حامد حسین په وینا په دې کتاب کې په شیعو ځینې تورونه لګول شوي چې له واقعیته لرې دي.[۱۶] محمد رضا حکیمي ویلی چې د تحفه اثنا عشریه کتاب خپرېدل د هند په مسلمانانو کې د کینې، کرکې اختلاف او تفرقې سبب شوی و.[۱۷]

د لیکوال روده

«په رښتیا عبقات، عظیم کتاب دی. دا یو بې پایه سمندر او ژور دریاب دی. دا شان کتاب د ولسونو په فرهنګ او نورو بشري افقونو کې هم ساری نه لري... دا دومره پوهه او ژورتیا، دا دومره معرفت او استقصا، دا د اطلاعاتو د لمنې پراختیا، دا دومره زیاته خبرتیا او مهارت.... دا قوام او ماده، دا ټول په رښتیا چې د فکر او تالیف په نړۍ او د انساني قدرتونو په ډګر کې یوه معجزه ده.[۱۸]»

د ځینو څېړاندو په وینا، عبقات کتاب، په تحفه اثنا عشریه کتاب کې مطرح شویو شبهو ته په ځواب کې له داسې دلایلو استفاده کړې چې د دواړو لورو له خوا د منلو وړ دي.[۱۹] لیکوال، د امامانو د امامت د اثبات لپاره، په اهل سنتو روایي سرچینو، د صحابه و په پوهې، او د اهل سنتو په منلو وړ قواعدو استناد کوي.[۲۰] په ځینو مواردو کې هم په تحفه او د دهلوي په نور اثارو کې د هغه له خپلو خبرو څخه، د دغه کتاب د ادعاګانو د ردولو لپاره استفاده کوي.[۲۱]

لیکوال په دې کتاب کې، اول د حدیث سند جاجوي او د هغه د معتبروالي له اثباته وروسته، د امام علي او نورو امامانو په امامت د هغه د دلالت څرنګوالی بیانوي[۲۲] د حدیثونو سند او متن، په دوو جدا برخو کې جاجول شوی دی.[۲۳]

د کتاب مینځپانګه

عبقات الانوار کتاب له دوو اصلي برخو جوړ شوی؛ لومړی برخه یې د هغو ایتونو د دلالت په اړه ده چې شیعیانو د امامت د اثبات لپاره په هغو استدلال کړی دی. د کتاب دغه برخه نه ده چاپ شوې؛ خو ویل شوي چې په هند کې د رجب علي خان په کتابتون او د مولف په کتابتون کې د هغه یوه نسخه موجوده ده.[۲۴] په دې برخه کې، د ولایت آیت، د تطهیر آیت، د مودت آیت، د مباهله آیت، د هادي آیت او د السابقون آیت مطرح شوی دی.[۲۵]

د کتاب دوهمه برخه هغو روایتونو ته ځانګړې ده چې ترې د امامت د اثبات لپاره استفاده شوې او هغه شبهې چې تحفه اثناعشریه د دغه روایتونو په اړه راوړې، ورته ځواب ورکړل شوی دی.[۲۶] دغه روایتونه په دې ډول دي:

د مولف د زوي او لمسي لخوا د کتاب بشپړتیا

میر حامد حسین هندي د کتاب له بشپړولو مخکې له دنیا لاړ.[۲۸] له دې امله د هغه له وفاته وروسته یې زوی سید ناصر په کتاب ځینې برخې ورزیاتې کړې چې دا دي:[۲۹]

همداراز د حامد حسین لمسي محمد سعید، لاندینۍ برخې په دغه کتاب ورزیاتې کړې دي:

  • د مناصبه حدیث: هغه روایت چې د علي دښمن یې کافر بللی دی.
  • د رایت حدیث: هغه حدیث چې حضرت علي(ع) یې د خدای او د هغه د پېغمبر محبوب بللی دی.[۳۰]
  • په نفحات الازهار فی خلاصه عبقات الانوار، کتاب کې د سید علی میلاني په وینا، د خیبر حدیث یوازې د سند له مخې جاجول شوی. همداراز د علی مع الحق حدیث نالیکلی پاتې دی.[۳۱]
د نفحات الازهار په پشتۍ انځور

خپرېدل

د عبقات الانوار کتاب لومړی ټوک په ۱۲۹۳ق کال کې د هند په لکهنو کې چاپ شو.[۳۲] بیا د دې کتاب لومړي ټوک په ۱۳۷۳ق کال کې په تهران کې چاپ شو.[۳۳] د ثقلین حدیث برخه په شپږو ټوکو کې په ۱۳۸۰ق کال کې په اصفهان کې چاپ شوه.[۳۴] د دغه کتاب غدیر برخه د غلامرضا بروجردي په څېړنه او سمونه په ۱۴۰۴ق تر ۱۴۱۱ ق کلونو کې په ۱۱ ټوکو کې په قم کې چاپ شوې ده.[۳۵]

ژباړه او لنډیز

مونوګراف

سواطع الانوار فی تقریظات عبقات الانوار لیک د عباس انصاري هندي شیرواني. لیکوال په دې کتاب کې ۲۷ تقریظه چې پر عبقات الانوار لیکل شوي، راغونډ کړې دي.[۴۱]

فوټ نوټ

  1. ↑ حسینی میلانی، نفحات الازهار، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۱.
  2. ↑ حسینی میلانی، نفحات الازهار، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۷۸.
  3. ↑ مدرس تبریزی، ریحانة الادب، ۱۳۶۹ش، ج۳، ص۳۷۸.
  4. ↑ حسینی میلانی، نفحات الازهار، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۱۰-۱۱۶.
  5. ↑ حسینی میلانی، نفحات الازهار، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۱۸-۱۲۰.
  6. ↑ امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۳۸۱.
  7. ↑ امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۳۸۱.
  8. ↑ مدرس تبریزی، ریحانة الادب، ۱۳۶۹ش، ج۳، ص۳۷۹.
  9. ↑ امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۳۸۱.
  10. ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۵، ص۲۱۴.
  11. ↑ حسینی میلانی، نفحات الازهار، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۲۷.
  12. ↑ حسینی میلانی، نفحات الازهار، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۲۷.
  13. ↑ حسینی میلانی، قادتنا کیف نعرفهم، ۱۴۲۸، ج۵، ص۳۲۲.
  14. ↑ حسینی میلانی، قادتنا کیف نعرفهم، ۱۴۲۸، ج۵، ص۳۲۲.
  15. ↑ هندی، عبقات الانوار، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۵۴.
  16. ↑ هندی، عبقات الانوار، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۵۴.
  17. ↑ حکیمی، میرحامدحسین، ۱۳۸۶ش، ص۱۱۷-۱۱۸.
  18. ↑ حکیمی، میرحامدحسین، ۱۳۸۶ش، ص۱۲۸.
  19. ↑ حسینی میلانی، نفحات الازهار، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۳۰-۳۱.
  20. ↑ حسینی میلانی، نفحات الازهار، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۳۷-۵۶.
  21. ↑ حسینی میلانی، نفحات الازهار، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۵۷.
  22. ↑ حسینی میلانی، نفحات الازهار، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۳۳-۳۷.
  23. ↑ حسینی میلانی، نفحات الازهار، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۲۱.
  24. ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۵، ص۲۱۴.
  25. ↑ حسینی میلانی، نفحات الازهار، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۲۷-۲۸.
  26. ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۵، ص۲۱۴.
  27. ↑ حسینی میلانی، نفحات الازهار، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۲۸ و ص۱۲۲.
  28. ↑ حسینی میلانی، نفحات الازهار، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۲۸ و ص۱۲۲.
  29. ↑ حسینی میلانی، نفحات الازهار، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۲۸-۲۹ و ص۱۲۲.
  30. ↑ حسینی میلانی، نفحات الازهار، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۲۸-۲۹ و ص۱۲۲.
  31. ↑ حسینی میلانی، نفحات الازهار، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۲۹ و ص۱۲۲-۱۲۳.
  32. ↑ هندی، عبقات الانوار، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۵۹ و ص۷۱.
  33. ↑ هندی، عبقات الانوار، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۶۰ و ص۷۱.
  34. ↑ هندی، عبقات الانوار، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۶۰.
  35. ↑ صحتی سردرودی، «عبقات الانوار کاری کارستان»، ص۱۰۲.
  36. ↑ صحتی سردرودی، «عبقات الانوار کاری کارستان»، ص۱۰۲.
  37. ↑ حسینی میلانی، نفحات الازهار، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۲۵.
  38. ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۵، ص۱۲.
  39. ↑ صحتی سردرودی، «عبقات الانوار کاری کارستان»، ص۱۰۲.
  40. ↑ صحتی سردرودی، «عبقات الانوار کاری کارستان»، ص۱۰۲.
  41. ↑ حسینی میلانی، نفحات الازهار، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۱۰-۱۱۱.

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعه الی تصانیف الشیعه، قم، اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
  • امین، سید محسن، اعیان الشیعه، تصحیح حسن امین، بیروت، دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۳ق.
  • حسینی میلانی، علی، نفحات الازهار فی خلاصة عبقات الانوار، قم، الحقائق، چاپ اول، ۱۴۱۶ق.
  • حسینی میلانی، محمدهادی، قادتنا کیف نعرفهم، تحقیق محمدعلی میلانی، قم، الحقائق، چاپ دوم، ۱۴۲۸ق.
  • حکیمی، محمدرضا، میرحامدحسین، قم، دلیل ما، ۱۳۸۶ش.
  • مدرس تبریزی، محمدعلی، ریحانة الادب فی تراجم المعروفین بالکنیة او اللقب، تهران، خیام، چاپ سوم، ۱۳۶۹ش.
  • هندی، میر حامدحسین، عبقات الانوار فی امامة الائمة الاطهار، تصحیح غلامرضا بروجردی، قم، مؤسسة المعارف الاسلامیه، ۱۴۰۴ق.
  • صحتی سردرودی، محمد، «عبقات الانوار کاری کارستان»، آینه پژوهش، شماره۶۶، بهمن و اسفند ۱۳۷۹ش.

بهرنۍ لینکونه