د قبلې آیت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د قبلې آیت

د قبلې آیت یا آیه قبله، د بقرې سورې ۱۴۴ ایت ته ویل کیږي چې له مسجد الاقصي څخه د مسجد الحرام په لور د مسلمانانو د قبلې د بدلېدو امر کوي. مدینې ته د مسلمانانو له هجرته وروسته د دغه ښار استوګنو یهودیانو مسجد الاقصی ته د مسلمانانو پاملرنه د اسلام دین د اصالت نه لرلو د دلیل په توګه یادوله. دا خبره سبب شوه چې د اسلام پېغمبر (ص) ارمان وکړي چې کعبه د مسلمانانو قبله وي. ځینو مفسرانو د بقرې سورې ۱۴۲ تر ۱۴۴ ایتونه د قبلې د بدلون ایتونه بللې دي او ځینو نورو د بقرې سورې ۱۵۰ ایت. مفسران د قبلې د ایت د نزول وخت مدینې ته له هجرته له اوم تر نولسم پورې ورځې ګڼي. د قبلې ایت د نزول ځای، د ډول ډول تاریخي نقلونو له مخې له دغو دریو یو ځای دی: مسجد قبلتین، مسجد قبیله «بنی‌سالم بن عوف» او مسجدالنبی.

د ایت متن او ترجمه

قَدْ نَرَى تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاءِ فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَاهَا فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَحَيْثُ مَا كُنْتُمْ فَوَلُّوا وُجُوهَكُمْ شَطْرَهُ وَإِنَّ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّهِمْ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ﴿۱۴۴﴾.



د اسمان په لور ستا کتل وینو. تا به هغه قبلې ته چې خوښه دې ده تاو کړو. نو د مسجد الحرام لور ته مخ واړوه. او هر ځای چې یئ د هغه لور ته مخ کړئ. اهل کتاب پوهیږي چې دغه بدلون په حقه او د هغوي د پالونکي له لوري و. او خدای له هغه څه چې کوئ یې غافله او ناخبره نه دی.


دغه ایت چې په ځان کې د قبلې د بدلون حکم لري، د قبلې په ایت مشهور دی.[۱] ځینو مفسرانو د بقرې سورې ۱۵۰ ایت هم د قبلې د ایت په توګه یاد کړی دی.[۲] همداراز اهل سنت مفسر طنطاوي، د بقرې سورې له ۱۴۲تر ۱۴۴ ایتونه د قبلې د بدلېدو ایتونه ګڼلې دي.[۳]

شان نزول

اصلي مقاله: د قبلې بدلون

د اهل سنتو د مفسر محمد بن جریر طبري په قول، د مدینې یهودیانود مسجد الاقصی په لور د پېغمبر د لمونځ کولو په وجه په هغه اعتراض کاوه او ویل به یې: محمد (ص) زمونږ له دین سره مخالف دی خو زمونږ قبلې ته لمونځ کوی؛ له همدې امله پېغمبر غوښتل چې د مسلمانانو قبله بیله شي او د کعبې په لور لمونځ وکړي؛[۴] له همدې امله پېغمبر اسمان ته کتل او د قبلې د بدلون لپاره د خدای حکم ته سترګې په لاره و چې دغه ایت نازل شو او له مسجد الاقصي څخه د مسجد الحرام په لور د قبلې د بدلون حکم یې بیان کړ.[۵]

د نزول وخت او ځای

مفسرانو د دغه ایت د نزول وخت له هجرته وروسته له اوو[۶] تر نولسو [۷] میاشتو بیان کړی دی. طباطبایي په المیزان کې د قبلې د تاریخ د بدلون تاریخ ته په پام سره چې د هجرت د دوهم کال په بزرګه میاشته کې و، تر ټولو صحیح وخت له هجرته اولس میاشتې پس ګڼي.[۸] مکارم شیرازي په تفسیر نمونه کې د قبلې بدلون د ماسپښین لمانځه په وخت ګڼلی په دې توګه چې سړو او ښځو خپل ځایونه له یو بل سره بدل کړل.[۹] د قبلې د بدلون د حکم د نزول او جاري کېدو ځای د مختلفو تاریخي روایتونو په اساس له دغه دریو ځایونو څخه یو دی:

  • محله بنی‌سَلِمة مسجد [۱۰] د مدینې په شمال لویدیځ کې[۱۱] چې په مسجد القِبلتین مشهور دی.[۱۲]
  • مسجد قبیله «بنی‌سالم بن عوف» چې پېغمبر د جمعې لومړی لمونځ هلته وکړ.[۱۳]
  • مسجدالنبی.[۱۴]

د ایت ناسخ والی

په مجمع البیان کې د فضل بن حسن طبرسي په لیکنه، ځینو ادعا کړې چې د قبلې ایت، د بقرې سورې ۱۱۵ ایت چې وایي: «فَأَيْنَما تُوَلُّوا فَثَمَّ وَجْهُ اللَّه»( هر لور ته چې مخ کړئ خدای هلته دی) نسخ کړی دی؛ خوهغه په خپله دغه نظر نه دی منلی او ویلي یې دي چې د روایتونو له مخې د بقرې سورې ۱۱۵ ایت، په سفر کې د مستحبو لمونځونو د کولو په اړه دی.[۱۵]

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن‌سعد، محمد بن منیع، الطبقات الکبری، به کوشش محمد عبدالقادر عطاء، بیروت، ‌دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۸ق.
  • ابن‌سید الناس، محمد بن محمد، عیون الاثر، به تحقیق ابراهیم محمد، بیروت، ‌دار القلم، ۱۴۱۴ق
  • طباطبایی، سید محمدحسین، تفسیر المیزان، بیروت، مؤسسة الأعلمی، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، ۱۳۷۲ش.
  • طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، به کوشش صدقی جمیل، بیروت، ‌دار الفکر، ۱۴۱۵ق.
  • طنطاوی، سیدمحمد، التفسیر الوسیط، قاهره، ‌دار المعارف، ۱۴۱۲ق.
  • قائدان، اصغر، تاریخ و آثار اسلامی مکه مکرمه و مدینه منوره، تهران، مشعر، ۱۳۸۶ش.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، به کوشش الجزائری، قم، ‌دار الکتاب، ۱۴۰۴ق.
  • مومنی، علی‌اکبر، «آیه قبله»، سایت حوزه نمایندگی ولی فقیه در امور حج و زیارت، تاریخ درج: ۱۶ فروردین ۱۳۹۳ش، تاریخ بازدید: ۲۵ مرداد ۱۴۰۲ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.