منځپانگې ته ورتلل

تحدي

د wikishia لخوا
دا مقاله د تحدي مفهوم په اړه ده. په قرآن کې د تحدي د پېژندلو لپاره د تحدي آیتونه وګورئ.

تَحَدّی، د پېغمبرانو له خوا د خپل نبوت مخالفانو ته چیلنج یا بلنه ورکول چې د هغوي د معجزو په شان معجزه راوړي. تحدي د معجزې په ذریعه د پېغمبر د نبوت د اثبات لپاره کیږي. د قرآن په شپږو ایتونو کې تحدي شوې چې د تحدي په ایتونو مشهور دي. د تحدي په ایتونو کې د اسلام د پېغمبر(ص) له منکرانو غوښتل شوي چې د قرآن مثال راوړي یا لږ تر لږه د قرآن د سورو په شان یوه سوره راوړي.

د قرآن د تحدي په اړه مختلف نظرونه موجود دي. ځینې باوري دي چې قرآن هم د خپلو ادبیاتو په وسیله او هم یې د مینځ پانګې په وسیله تحدي یا ننګونه کړې خو ځینو بیا ویلي چې قرآن یوازې له ادبي لحاظه تحدي کړې ده.

مفهوم پېژندنه

تحدي د سیال د بې وسۍ د ښکاره کولو لپاره مبارزې ته د هغه بلل دي.[۱] تحدي په قرآني علومو[۲] او اسلامي کلام[۳] کې یوه اصطلاح ده د پېغمبرانو له خوا د خپل نبوت مخالفانو ته د چیلنج یا بلنه ورکولو په معنا چې د هغوي د معجزو په شان معجزه راوړي.[۴]

تحدي د معجزې شرط

د اهل سنتو د شپږمې قمري پېړۍ د متکلم عضدالدین ایجي په وینا، ځینو متکلمانو تحدي د معجزې له شروطو ګڼلې او د نابغه کسانو یا د اولیاوو له کراماتو سره د پېغمبرانو د معجزې فرق یې په دې کې ګڼلی چې معجزه له تحدي او ننګونې سره یو ځای وي خو غیر معجزه بې تحدي هم کیږي.[۵] ویل شوي چې حتی هغوي هم چې د معجزې په تعریف کې یې د تحدي قید نه دی ذکر کړی، د نورو ټکیو په استفادې سره همدې مطلب ته اشاره لرله.[۶] گفته شده حتی آنها که قید تحدی را در تعریف معجزه ذکر نکرده‌اند، با استفاده از واژگان دیگر، به همین مطلب اشاره داشتند.[۷]

سره له دې، ځینې متکلمان په دې باور دي چې د معجزې په تعریف کې د تحدي قید، اول دا چې له قرآن، سنت، اجماع او عقله کوم دلیل نه لري او دوهمه دا چې سبب کیږي د پېغمبر(ص) ډېرې معجزې چې تحدي ورسره نه وه معجزه ونه ګڼل شي.[۸]

د قرآن تحدي

اصلی مقاله: د تحدي ایتونه

د قرآن په شپږو ایتونو کې د قرآن د معجزه والي او د پېغمبر(ص) د نبوت د رښتیاوالي د اثبات لپاره تحدي شوې ده. دغه ایتونه د تحدي آیتونه نومول شوې دي.[۹] د تحدي له ایتونو په دریو کې، هغه کسانو ته چې قرآن د خدای له خوا نه ګڼي بلنه ورکړل شوې چې د قرآن مثال دې راوړی،[۱۰] په یو ایت کې، له منکرانو غوښتل شوي چې د قرآن په شان لس سورې راوړي.[۱۱] او په دوو نورو ایتونو کې، د قرآن په شان د یوې سورې د راوړلو ننګونه شوې ده.[۱۲] د تحدي د ایتونو د نزول د بهېر په اړه د څېړاندو په مینځ کې د نظر اختلاف دی.[۱۳]

د قرآن د تحدي په اړه نظرونه

مسلمان عالمان د قرآن د تحدي د څرنګوالي په اړه مختلف نظرونه لري. ځینې په دې باور دي چې د قرآن تحدي یوازې ادبي اړه لري؛ یعنې مخالفان چیلنج شوي چې د قرآن د فصاحت او بلاغت په سویه یو متن راوړي؛[۱۴] خو د قرآن د مفسر علامه طباطبایي (وفات ۱۳۶۰ل) په شان کسانو په باور، د قرآن په تحدي کې هر هغه څه شاملیږي چې قرآن یې لري؛ لکه: علم او معرفت، د پېِغمبر(ص) امي والی، غیبي خبرونه، په قرآن کې د اختلاف نیشتوالی او د قرآن بلاغت.[۱۵]

قرآن څېړاندي محمد هادي معرفت (وفات ۱۳۸۵ش) د لومړي نظر په ردولو سره لیکلي دي: که تحدي د قرآن په الفاظو پورې رالنډه وه خدای به یوازې په عربو پورې منحصره کړې وه او په مطلق ډول به یې نه راوړه؛ د قرآن تحدي او چیلنج باید په داسې شي وي چې عمومیت ولري او په یو خاص وخت او ځای پورې محدود نه وي.[۱۶]

صرفه نظریه

ځینو متکلمانو د قرآن د تحدي لپاره بله معنا ذکر کړې ده. د هغوي په نظر د قرآن تحدي په دې معنا ده چې که یو کس له قرآن سره د ټکر اراده لرله او فیصله یې وکړه چې دې ته ورته متن جوړ کړي، خدای تعالی د انګېزې او محرک او ارادې په سلب کولو او یا د دغه کار لپاره د لازم علم په سلبولو او یا د طاقت په سلبولو سره د دغه کار مخه ونیسي.[۱۷] دغه نظریې ته «صرفه» وایي.[۱۸]

د دغه نظریې مخالفانو په دغه نظر د تنقید لپاره په مختلفو دلیلونو استناد کړی دی منجمله دا چې دا نظر د قرآن په معجزه والي سترګې پټوي او د قرآن د نازلیدلو د وخت د درک په خلاف دی چې قرآن یې معجزه ګڼله.[۱۹]

د قرآن له تحدي سره مقابله

د تفسیري کتابونو او د قرآني علومو د سرچینو په راپور ځینو کسانو هڅه کړې د قرآن له تحدي سره د مقابلې لپاره د هغې په شان ځینې مطالب راوړي. په دغه کسانو کې مُسَیلَمه کذّاب[۲۰] او نضر بن حارث شامل دي[۲۱] د اتمې قمري پېړۍ مفسر ابن کثیر لیکلي دي چې نضر بن حارث د رستم او اسفندیار د کیسو په نقلولو سره د قران د سیال راوړلو ادعا وکړه.[۲۲]

ویل شوي چې عبدالله بن مُقَفَّع د قرآن د مثال راوړلو هڅه کوله خو څه موده پس له دې کاره تېر شو.[۲۳]

همدارازا د یو امریکایي لیکوال چې مستعار نوم یې نصیر الدین ظافر و د «حسن الایجاز فی ابطال الاعجاز»، په نامه په یوې کتابچې کې د حمد او کوثر سورو په تقلید دوه سورې ولیکلې چې ایت الله خویي[۲۴] او د قرآن مفسر رشید رضا[۲۵] هغه رد کړې د رشید رضا په وینا، د دغه سورې لیکوال له عربۍ ژبې نه و خبر.[۲۶] په فارسي مجلو کې هم د «بررسی انتقادی کتاب حسن الایجاز فی ابطال الاعجاز» په نامه یوه مقاله د دغه اثر په نقد کې لیکل شوې ده.[۲۷]

په امریکا کې د «الفرقان الحق» په نامه یو کتاب چې د «الصفی»‌ و «المهدی» په مستعار نوم سره احتمالا د یو یهودي یا مسیحي لیکوال له خوا خپور شو چې لیکوال یې د پېغمبرۍ ادعا نه لري خو د حضرت محمد(ص) په پېغمبرۍ کې د شک پېدا کولو په لټه کې دی[۲۸] او د قرآن په تقلید یا له یهودي او مسیحي تعلیماتو سره د قرآن په ګډولو سره یې ځینې سورې جوړې کړې دي.[۲۹] په دې کتاب ځینې کره کتنې شوې دي؛ منجمله د صالح الخالدي لیکلی «الانتصار للقرآن» کتاب [سرچینې ته اړتیا] په «پاسخ به شبهات اعجاز و تحدی» کتاب کې په لنډه توګه په دغه کتاب کره کتنه شوې ده.[۳۰]

ځانګړنۍ لیکنې

الإعجاز و التحدی فی القرآن الکریم، کتاب هغه مطالب چې علامه طباطبایي د المیزان په مختلفو ځایونو کې د قرآن د اعجاز او تحدي په اړه بیان کړي، راغونډ کړې دي. دا کتاب قاسم هاشمي تدوین کړی او مؤسسه الأعلمی للمطبوعات چاپ کړی دی.

پاسخ به شبهات اعجاز و تحدی کتاب هم د سید محمد حسن جواهري په قلم د پژوهشګاه فرهنګ و اندیشه اسلامی خپرنځي کې په ۱۳۹۷ ل کال کې چاپ شوی دی.

فوټ نوټ

  1. ↑ جمعی از نویسندگان، شرح المصطلحات الکلامیه، ۱۴۱۵ق، ص۶۴.
  2. ↑ جواهری، «واکاوی ملاک تحدی در قرآن و نقد منطق تنزّلی»، ص۱۱۲.
  3. ↑ جمعی از نویسندگان، شرح المصطلحات الکلامیه، ۱۴۱۵ق، ص۶۴.
  4. ↑ مؤدب، اعجاز قرآن در نظر اهل بیت، ۱۳۷۹ش، ص۱۷.
  5. ↑ ایجی، شرح المواقف، ۱۳۵ق، ج۸، ص۲۲۴.
  6. ↑ ایجی، شرح المواقف، ۱۳۵ق، ج۸، ص۲۲۴.
  7. ↑ جواهری، پاسخ به شبهات اعجاز و تحدی، ۱۳۹۷ش، ص۲۶۲.
  8. ↑ ابن حزم، الفصل فی الملل و الاهواء و النحل، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۱۷۴.
  9. ↑ خرمشاهی، دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۴۸۱.
  10. ↑ سوره طور، آیه ۳۴؛ سوره قصص، آیه۴۹؛‌ سوره اسرا، آیه۸۸.
  11. ↑ سوره هود، آیه۱۳.
  12. ↑ سوره بقره، آیه۲۳؛‌ سوره یونس، آیه۳۸.
  13. ↑ جواهری، پاسخ به شبهات اعجاز و تحدی، ۱۳۹۷ش، ص۲۶۶.
  14. ↑ معرفت، التمهید، ۱۳۸۸ش، ج۶، ص۳۰-۳۱.
  15. ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج ۱، ص۶۲-۶۸.
  16. ↑ معرفت، التمهید، ۱۳۸۸ش، ج۶، ص۳۴.
  17. ↑ سید مرتضی، رسائل الشریف المرتضی، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۳۲۳-۳۲۷؛ شیخ مفید، اوائل المقالات، ۱۴۱۳ق، ص۶۳؛ معرفت، التمهید فی علوم القرآن، ۱۳۸۶ش، ج۴، ص۱۳۷-۱۴۰.
  18. ↑ وګورئ: سید مرتضی، رسائل الشریف المرتضی، ۱۴۰۵ق، ج ۲، ص۳۲۳-۳۲۷.
  19. ↑ جواهری، پاسخ به شبهات اعجاز و تحدی، ۱۳۹۷ش، ص۹۲-۹۳.
  20. ↑ ابن‌کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۱۱۲.
  21. ↑ ابن‌کثیر، تفسیر القرآ ن العظیم، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۴۱.
  22. ↑ ابن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۴۱.
  23. ↑ باقلانی، اعجاز القرآن، ۱۴۲۱ق، ص۲۷.
  24. ↑ خویی، البیان، ۱۴۳۰ق، ص۵۹-۱۰۲.
  25. ↑ رشیدرضا، تفسیر المنار، ۱۹۹۰م، ج۱، ص۶۶ و ۱۸۸.
  26. ↑ رشیدرضا، تفسیر المنار، ۱۹۹۰م، ج۱، ص۱۸۸.
  27. ↑ اصفهانی و ریاحی‌مهر،«بررسی انتقادی کتاب حسن الایجاز فی ابطال الاعجاز».
  28. ↑ جواهری، پاسخ به شبهات اعجاز و تحدی، ۱۳۹۷ش، ص۳۹۴-۳۹۶.
  29. ↑ امین‌ناجی و دیگران، «تحلیل انتقادی «الفرقان الحق» در حوزه وحیانیت و جامعیت در معارضه با قرآن»، ص۱۴۷-۱۵۴.
  30. ↑ جواهری، پاسخ به شبهات اعجاز و تحدی، ۱۳۹۷ش، ص۳۹۷-۴۰۱.

سرچينې

  • ابن حزم، علی بن احمد، الفصل فی الملل و الاهواء و النحل، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۶ق.
  • ابن کثیر دمشقی، اسماعیل بن عمر، تفسیر القرآن العظیم، تحقیق محمدحسین شمس الدین، بیروت، دار الکتب العلمیه منشورات محمدعلی بیضون، ۱۴۱۹ق.
  • اصفهانی، محمدعلی؛ ریاحی‌مهر، باقر، «بررسی انتقادی کتاب حسن الایجاز فی ابطال الاعجاز»، دوره ۱۵، شماره ۲۸، شماره پیاپی ۲۸، بهار و تابستان ۱۳۹۹، صفحه ۶۷-۸۶.
  • امین‌ناجی، محمدهادی و دیگران، «تحلیل انتقادی الفرقان الحق در حوزه وحیانیت و جامعیت در معارضه با قرآن» در پژوهشنامه تفسیر و زبان قرآن، شماره۲، تابستان ۱۳۹۶ش.
  • ایجی، عضد الدین، جرجانی، میرسید شریف، شرح المواقف، تصحیح بدرالدین نعسانی، الشریف الرضی، قم، ۱۳۲۵ق.
  • باقلانی، محمد بن طیب، اعجاز القرآن، تصحیح صلاح محمد عویضه، دار الکتب العلمیه منشورات محمدعلی بیضون، بیروت، ۱۴۲۱ق/۲۰۰۱م.
  • جمعی از نویسندگان، شرح المصطلحات الکلامیه، به کوشش مجمع البحوث الاسلامیة، مشهد، آستانه رضویه، ۱۴۱۵ق.
  • جواهری، سید محمدحسن، پاسخ به شبهات اعجاز و تحدی، پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، ۱۳۹۷ش.
  • جواهری، سید محمدحسن، «واکاوی ملاک تحدی در قرآن و نقد منطق تنزّلی»، پژوهش‌های قرآنی، ش۲، ۱۳۹۵ش.
  • خرمشاهی، بهاءالدین، دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، تهران، نشر ناهید-دوستان، ۱۳۷۷ش.
  • خویی، سید ابوالقاسم، البیان فی تفسیر القرآن، مؤسسه احیاء آثار الامام الخویی، قم، ۱۴۳۰ق.
  • رشیدرضا، محمدرشید بن علی، تفسیر القرآن الکریم( تفسیر المنار)، الهیئة المصریة العامة للکتاب، ۱۹۹۰م.
  • سید مرتضی، رسائل الشریف المرتضی، تحقیق سید مهدی رجائی، قم، دار القرآن الکریم، ۱۴۰۵ق.
  • طبرسی، احمد بن علی، الاحتجاج علی اهل اللجاج، تصحیح محمدباقر خرسان، مشهد، نشر مرتضی، ۱۴۰۳ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • معرفت، محمدهادی، التمهید فی علوم القرآن، قم، مؤسسه اسلامی التمهید، ۱۳۸۸ش.
  • مفید، محمد بن محمد، اوائل المقالات فی المذاهب و المختارات‏، قم، المؤتمر العالمی للشیخ المفید، ۱۴۱۳ق.
  • مؤدب، سیدرضا، اعجاز قرآن در نظر اهل بیت عصمت و بیست نفر از علمای بزرگ اسلام، قم، احسن الحدیث، ۱۳۷۹ش.

بهرنۍ لینک