د تحدي آیتونه

د wikishia لخوا
دا مقاله د تحدي آیتونو په اړه ده. د ننګونې مفهوم په اړه زده کړه لپاره، د تحدي مدخل وګورئ.

د تَحَدّی آیتونه، د قرآن شپږ آیتونه چې د اسلام د پیغمبر(ص) منکرانو ته بلڼه ورکوي چې قرآن یا د هغې برخې ته ورته راوړي. په یو شمیر آیتونو کې ټول قرآن ته تحدي شوي دی، ځینې یې لس سوري، او نور یې یوه سوري ته تحدې کړیده.

د ځینې مفسرینو په وینا؛ د قرآن تحدي(ننګونو) د مرحله ییز په توګه او له ستونزمن تر آسان خواته ترسره شوی؛ یعنی د قرآن له ټول څخه تحدي پیل شوی او د یوه سوری په تحدي سره پای ته رسیدلی دی؛ مګر ځینې پدې باور دي چې د قرآن د نزول سمبال، د دې مرحله ییز سره مخالف دی.

د قرآن سره تحدي کول مفهوم پیژنه

اصلی مقاله: تحدي

تَحَدّي هماغسې او اورته غوښتنه کول او سیال مبارزی ته بلنه کول د هغه د کمزوتیا څرګندولو لپاره دي. [۱] تحدي په قرآني علومو کې[۲] او په اسلامي کلام یوه اصطلاح[۳] او د معجزې له شرایطو څخه ده[۴] د کوم له مخې، چی پیغمبران د هغو نبوت منکرانو ته په سیالۍ وړاندوینې کوی، ترڅو چی د هغو معجزو ته ورته راوړلی.[۵]

په قرآن کې، د قرآن معجزی ثابتول او د رسول(ص)نبوت ثابتولو لپاره، د دوی منکرانو سیالی ته بلڼه شوه او له دوی څخه غوښتل شوه چې که دوی قرآن د خدای لخوا نه مني، د دې لپاره ورته راوړي[۶] چې دی ته د قرآن تحدي نومیږي.[۷]

په قرآن کې د تحدي ډولونه

قرآن په شپږو آیتونو کې تحدي ته بلنه ورکړې چې دوی ته د تحدي آیتونه نومیږی.[۸] دی آیتونو درې ډله دی؛ دری آیت ته په ټول قرآن کې، یو آیت ته په لس سوری کې او دوې آیت ته په یو سوری تحدي شوی دی.

ټول قرآن ته تحدي

د قرآن په دریو آیتونو کې، ټول قرآن ته په تحدي رابلل شوی دی:

  • د طور سوری ۳۴ آیت: فَلْيَأْتُوا بِحَدِيثٍ مِثْلِهِ إِنْ كَانُوا صَادِقِينَ( که د رسول الله مخالفانو او کافرانو(ریښتیا وایي نو د هغه په څیر ویناوی راوړي).[۹]
  • د قصص سوری ۹۴ آیت: قُلْ فَأْتُوا بِكِتَابٍ مِّنْ عِندِ اللهِ هُوَ أَهْدَىٰ مِنْهُمَا أَتَّبِعْهُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (وایه(که تاسو مخالفانو او کافرانو رښتیا وایي) نو د خدای لخوا یو کتاب راوړو چې د دې دوه څخه ډیر لارښود کونکی وی ترڅو هغه مطابعت کړي).[۱۰]
  • د اسراء سوری ۸۸ آیت: قُلْ لَئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنْسُ وَ الْجِنُّ عَلی أَنْ یأْتُوا بِمِثْلِ هذَا الْقُرْآنِ لا یأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَ لَوْ کانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهیراً(وایه(که چیرې انسانانو او جنیانو سره راټول شي ترڅو د دې قرآن مثال راوړي، دوی به ورته نه راوړي، که څه هم ځینې به ځینې [نورته] هم ملاټر وی).[۱۱]

لسو سوری ته تحدي

د هود سوری ۳۱ آیت، کافرانو بلڼه ورکول شوه چې که تاسو کولی شئ لس سوری د قرآن سورو په څیر راوړی: أَمْ یقُولُونَ افْتَراهُ قُلْ فَأْتُوا بِعَشْرِ سُوَرٍ مِثْلِهِ مُفْتَرَیاتٍ وَ ادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ کُنْتُمْ صادِقینَ ( او یا وویل دی(قرآن) په درواغ سره جوړ شوي دی: ووایه، که تاسو ریښتیاوایی، د دې په څیر لس جوړ شوي سوراګانې راوړئ، او د الله پرته هر څوک چې کولای شی غوښتنه وکړئ).[۱۲]

یو سوری ته تحدي

د قرآن په دوه آیتونو کې، په یو سوری تحدي ته رابلل شوی دی:

  • د یونس سوری ۳۸ آیت: أَمْ یقُولُونَ افْتَراهُ قُلْ فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِثْلِهِ وَ ادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُمْ مِنْ دُونِ الله إِنْ کُنْتُمْ صادِقینَ( اویا وویل" هغه په درواغ سره جوړه شوه" ووایاست: «که تاسو رښتیاوایی، د دې په څیر یو سوری راوړئ، او پرته له الله(ج) له هغه چا څخه وغواړئ چې تاسو یې کولی شئ.)[۱۳]
  • د بقره سوری۲۳ آیت: وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُم مِّن دُونِ اللهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (که تاسو شک لرئ په هغه چې مونږ خپل بندی ته نازل کری دی، نو که تاسو ریښتیني یاست، ورته یو سوری راوړئ او پرته له الله څخه خپلو شاهدانو بلنه وکری)[۱۴]

جوادي آملي، د قرآن مفسر او د تقلید له مراجعو څخه، د دې پوښتنې په ځواب کی چې ولې قرآن یو آیت ته نه دی تحدي کړی، ویل یې: ﴿مُدْهامَّتانِ﴾ هم یو آیت دی، او همداسی: «ص والقرآن ذی الذکر» که دا وی خو قرآن وایی«ص» او هغه څوک چې غواړي تحدي کړي وایی «دال» او همدارنګه ډیری مقطّعه حرفونو شته چې یو آیت یې جوړوي؛ لکه﴿حم ٭ عسق﴾ کوم چې د دوه آیتونو د دې څو توری ټولګه جوړوي، آیتونه لکه ﴿مُدْهامَّتانِ﴾ ، ﴿الم﴾ او که یو آیت ته تحدي شوي وي، نو دا هم به شامله وي، او پدې حالت کې، د قرآن، دپام وړ تحدي، کوم چې د قرآن د معجزې او حقانیت ثبوت دی، نه دی ثابت شوی.[۱۵]

د نزول سمبال

ځینې مفسرانو په دی باور دی چې د تحدي آیتونه ښکته شول د منظم سیر پر بنسټ او د قرآن سمبالی غوښتنه له ستونزمن، آسان خواته پیل شوه.[۱۶] په دی بڼه چې لومړۍ الله(ج) د قرآن منکرانو ته بلڼه ورکړه چې ټول قرآن ته ورته شي راوړي، مګر دوی نشي کولی. بیا یې له دوی وپوښتل چې آیا دوی کولی شئ د قرآن په څیر لس سوری راوړي، مګر دوی نشي کولی؛ بیا په دریم ځل کې، دوی ته بلڼه ورکړه چې د قرآن په څیر یو سوری راوړي.[۱۷]

د دې نظر سره په مخالفت کې، ځینې پوهان وايي: د قرآن د تحدي آیاتو په دې برخه کې بیان شوي بیانونه ښیې چې د تحدي آیتونه، منظم ندی ښکته شوی او په بیلابیلو پیښو کې ویل او څرګند شوی دی.[۱۸]

فوټ نوټ

  1. جمعی از نویسندگان، شرح المصطلحات الکلامیه، ۱۴۱۵ق، ص۶۴.
  2. جواهری، «واکاوی ملاک تحدی در قرآن و نقد منطق تنزّلی»، ص۱۱۲.
  3. جمعی از نویسندگان، شرح المصطلحات الکلامیه، ۱۴۱۵ق، ص۶۴.
  4. باقلانی، اعجاز القرآن، ۱۴۲۱ق، ص۱۶۱
  5. مؤدب، اعجاز قرآن در نظر اهل بیت، ۱۳۷۹ش، ص۱۷.
  6. خرمشاهی، دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۴۸۱.
  7. محقق سبزواری، اسرار الحکم، ۱۳۸۳ش، ص۴۷۲.
  8. خرمشاهی، دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، ۱۳۷۷ش، ج۱، ص۴۸۱.
  9. سوره طور، آیه۳۴.
  10. سوره قصص، آیه۴۹.
  11. سوره اسرا، آیه۸۸.
  12. سوره هود، آیه۱۳.
  13. سوره یونس، آیه۳۸.
  14. سوره بقره، آیه۲۳.
  15. https://javadi.esra.ir/fa/w/تفسیر-سوره-ص-جلسه-9-1393/02/28-
  16. زمخشری، الکشاف، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۸۳.
  17. جصاص، احکام‌القرآن، ۱۴۰۵ق، ج۱، ص۳۴.
  18. بهجت‌پور، «بررسی سیر تنزیلی آیات تحدی»، ص۷۷؛ بهجت‌پور، تفسیر تنزیلی، ۱۳۹۲ش، ص۳۴۴.

سرچينې

  • قرآن کریم، ترجمه فولادوند.
  • باقلانی، ابوبکر، اعجاز القرآن، تعلیق ابوعبدالرحمن عویضه، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۲۱ق.
  • بهجت‌پور، عبدالکریم و زهرا بهجت‌پور، «بررسی سیر تنزیلی آیات تحدی»، در نشریه قبسات، ش۷۷، پاییز ۱۳۹۴.
  • بهجت‌پور، عبدالکریم، تفسیر تنزیلی(به ترتیب نزول)، قم، پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، ۱۳۹۲ش.
  • جصاص، احمد بن علی، احکام‌القرآن، تحقیق محمدصادق قمحاوی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۵ق.
  • جمعی از نویسندگان، شرح المصطلحات الکلامیه، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۴۱۵ق.
  • جواهری، سیدمحمدحسن، «واکاوی ملاک تحدی در قرآن و نقد منطق تنزّلی»، پژوهش‌های قرآنی، ش۲، ۱۳۹۵ش.
  • خرمشاهی، بهاءالدین، دانشنامه قرآن و قرآن‌پژوهی، تهران، نشر ناهید-دوستان، ۱۳۷۷ش.
  • محقق سبزواری، محمدباقر، اسرارالحکم، تحقیق کریم فیضی، قم، مطبوعات دینی، ۱۳۸۳ش.
  • مؤدب، سیدرضا، اعجاز قرآن در نظر اهل بیت عصمت و بیست نفر از علمای بزرگ اسلام، قم، احسن الحدیث، ۱۳۷۹ش.
  • زمخشری، محمود، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۰۷ق.