په زانګو کې د عیسی خبرې کول

د wikishia لخوا

په زانګو کې د عیسی خبرې کول، د خپلې مور حضرت مریم(س) څخه د زنا د تور د لرې کولو او د یهودو عالمانو په وړاندې د نبوت د مقام د اعلان په هکله د تي رودلو په ورځو کې د حضرت عیسی(ع) معجزه ډوله خبرې دي[۱] قرآن په دریو ایتونو، د آل عمران په ۴۶، د مائدې په ۱۱۰ او د مریم په ۲۹ ایتونو کې په زانګو کې د عیسی خبرو کولو ته اشاره لري.[۲] د نمونه تفسیر د لیکوالانو او دوو څېړاندو په لیکنه، ډېرو مفسرانو له مَهْد څخه مطلب، زانګو یا هغه وخت ګڼلی دی چې ماشوم زیاتره د مور په غېږه کې وي.[۳] د دې په مقابل کې محمد هادي معرفت په کتاب التمهید کې باوري دی چې مریم(س) د عیسی له زوکړې څو کاله وروسته ښار ته ستنه شوه او له مهده مطلب د عیسي د وړوکوالي عمر دی. همداراز د قرآن مفسر سید احمد خان هندي باوري دی چې د عیسی خبرې د هلکوانۍ په لومړیو کې وې نه د هغه د نوزیږي والي په عمر کې.[۴]

د شپږمې قمري پېړۍ شیعه محدث او مفسر ابوالفتوح رازي د اسلام د پېغمبر په یو حدیث په استناد سره باوري دی چې عیسی یو له هغو پینځو کسانو دی چې د تي رودلو په زمانه کې یې خبرې کړې دي.[۵] شیعه عالمانو جعفر سبحاني او ابراهیم امیني، د عیسی(ع) له دغه خبرې څخه په وړوکوالي کې د امامت لپاره د ضروري عقل او پوهې د شتون د امکان نتیجه اخستې ده.[۶]

د مریم سورې له ۳۰ تر ۳۴ ایتونو په اساس، عیسی په دغه خبرو کې، ځان د خدای بنده، الهي پېغمبر او د اسماني کتاب لرونکی او د برکت سبب معرفي کوي. همداراز هغه بیانوي چې یو زورویونکی او بدبخته کس نه دی او خدای ورته د لمانځه، زکات او له مور سره د مینې کولو سپارښتنه کړې ده. د قرآن د ایتونو په اساس د هغه دغه خبرې په دریو سلامونو سره چې په ځان یې کوي، ختمیږي. سلام په هغه ورځ چې زه وزېږېدم، هغه ورځ چې مرګ به مې راورسیږي او هغه ورځ چې په بله نړۍ کې به دوباره ژوندی شم.[۷]

ځینو مفسرانو د عیسی دغه خبرې معجزه، ځینو ارهاص او ځینو د حضرت مریم(س) یو کرامت ګڼلی دی.[۸] شیعه مفسر محمد هادي معرفت د تکلم اصل له هر ډول اعجازه خالي ګڼلی دی؛ ځکه چې د هغه په باور، د حضرت عیسی(ع) خبرې په داسې عمر کې وشوې چې غالبا ماشومان پکې خبرې کوي. د معرفت په وینا، د عیسی د خبرو ډول په هغه خاص وزن او تعقل سره چې لره یې ټولو ته ثابته کړه چې د هغه زوکړه معجزه ډوله او مور یې د زنا له توره پاکه ده.[۹]

په شپږمه قمري پېړۍ کې اهل سنت مفسر او محدث، په تفسیر کبیر کتاب کې باوري دی چې دغه واقعه یوازې یوه معجزه ډوله چاره ده. هغه له پېغمبره د معجزې د واقع کېدو او د معجزه ډوله کار د کېدو تر مینځ د فرق په قایلېدو سره په دې باور دی چې له پلاره بغېر د حضرت عیسی د زوکړې او په مهد کې د عیسی د خبرو کولو په شان چارې، له معجزو لکه د مړو له ژوندي کېدو سره چې حضرت عیسی(ع) به کول، فرق لري.[۱۰]

فوټ نوټ

  1. صادقی تهرانی، «شرح سخنان عیسی مسیح در گهواره»، پایگاه اطلاع‌رسانی محمد صادقی تهرانی.
  2. قرآن کریم.
  3. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۳، ص۵۲؛ منصوری و شورگشتی، «بررسی دیدگاه‌های تفسیری مفسران درباره آیات تکلم حضرت عیسی علیه‌السلام در مهد»، ص۲۰۹-۲۱۰.
  4. کاظمی، «نقدی بر اندیشه‌های سید احمدخان هندی پیرامون اعجاز»، ص۱۳۸.
  5. رازی، روض الجنان و روح الجنان في تفسير القرآن، ۱۴۰۸ق، ج‏۱۳، ص۷۸.
  6. سبحانی، «امامت در کودکی؟»، ص۴۶؛ امینی، «آیا کودک پنج ساله امام می‌شود؟»، پایگاه اطلاع‌رسانی ابراهیم امینی.
  7. مکارم شیرازی، ترجمه قرآن، ۱۳۷۳ش، ص۳۰۷.
  8. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۱، ص۵۳۴.
  9. منصوری و شورگشتی، «بررسی دیدگاه‌های تفسیری مفسران درباره آیات تکلم حضرت عیسی علیه‌السلام در مهد»، ص۲۱۲.
  10. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۳، ص۲۸۰.

سرچينې