منځپانگې ته ورتلل

د محسنیې ورځې

د wikishia لخوا

د محسنیې ورځې یا ایام محسنیه د ربیع الاول د میاشتې لومړۍ ورځې دي چې په دې ورځو کې ځینې شیعه د محسن بن علي(ع) د امام علی(ع) او د حضرت فاطمه(س) زوی د شهادت په مناسبت د ماتم مراسم ترسره کوي. په دې ورځو کې ماتم ډیر تاریخ نه لري، له دې سببه د تقلید د ځینو مراجعو لخوا نه دي تایيد شوي. د اسلامي تاریخ څېړونکي محمد هادي یوسفي غروي(په ۱۳۲۷ هـ ش کال کې زیږیدلی) د تاریخي روایتونو او شواهدو په وړاندې کولو سره د حضرت فاطمه(س) په کور د یرغل او د محسن د سقط پیښې، د پیغمبر(ص) له وفاته(۲۸ صفر) پنځوس ورځې وروسته یا لږې زیاتې ورځې وروسته ګڼلی دی چې دا نظر د ربیع الاول په اوله کې د محسن شهادت سره سمون نه لري.

د ماتم تاریخ

ځينې شيعه ګان د ربيع الاول لومړۍ ورځې د حضرت فاطمې(س) د زوى محسن د شهادت ورځ ګڼي، له دې سببه دې ورځو ته ایام محسنيه یعنی د محسن د شهادت ورځې ويل کېږي او په دې ورځو کې د ماتم مراسم ترسره کوي.[۱] د سید محمد صادق روحاني دفتر په یوه اطلاعیه کې، د اهل بیتو(ع) مینه وال له صفر وروسته تر نهم ربیع الاول پورې خلک ماتم ترسره کولو ته هڅولي او لامل یې د امام صادق(ع) څخه یو روایت، د علماوو دوامداره سیرت او د دې مرجع تقلید په ټینګار سره سپارښتنه ګڼلې ده. همدارنګ په دې اعلامیه کې راغلي دي چې د صفرې له میاشتې وروسته د لومړۍ اونۍ پېښې د اسلامي نړۍ د ټولو مصیبتونو ریښه ده او څوک چې د دې ورځو د کمزوري کولو او سپکاوي هڅه کوي لویه ګناه کوي.[۲]

په شیعو کې د محسنیې ورځې کې د مراسمو د ترسره کولو اوږ تاریخ نیشته. له همدې امله د تقليد مرجع ناصر مکارم شيرازي (په ١٣٠٥ هـ ش کال کې زېږېدلى) وايي، غوره دا ده چې د ایام محسنیه مراسم تر سره نه شي، ځکه دا مراسم په شيعو کې هېڅ تاريخ نه لري او د مهمو پروګرامونو د کمزورتیا لامل کېږي.[۳] همدارنګه ایت الله شبیري زنجاني(په ۱۳۰۶ کال کې زیږیدلی) چې له تقلید له مراجعو څخه دی د ماتمونو لپاره پرله پسې د لسیزو دودول د اهل بیت(ع) له ماتم څخه د ټولنې د مخ اړولو لامل ګڼلی دی.[۴]

د محسن د شهادت وخت

محسن د فاطمه(س) په کور د حملې په پېښه کې سقط شوی دی.[۵] محمد هادي یوسفي غروي (په ۱۳۲۷ کال کې زیږیدلی) د اسلامي تاریخ څېړونکی، په دې باور دی چې محسن د ربیع الاول د میاشتې په لومړیو ورځو کې چې د ایام محسنیه په نامې یادیږي نه دی شهید شوی؛ ځکه چې د فاطمه(س) پر کور حمله د پېغمبر(ص) له وفاته پنځوس ورځې یا ډېره وروسته وشوه.[۶] هغه د دې خبرې د ثابتولو لپاره تاريخي راپورونه او شواهد وړاندې کړي دي چې له هغو ځینې د بُرَیدة بن حُصَیب اَسلمي له امام علی(ع) څخه طرفداري ده. بريده د اسامه له لښکر سره موته ته تللی و، مدينې ته له راستنېدو وروسته د سقيفې له پېښې خبر شو، د خپلې قبيلې له ځينو غړو سره د امام علي(ع) په ملاتړ لګیا شو او ويې ويل تر څو چې علي بيعت ونه کړي موږ هم بيعت نه کوو. له دې پېښې وروسته خلیفه او د هغه ملګري له امام علي(ع) څخه د بیعت اخستلو په فکر کې شوو. د يوسف غروي په وينا، د اسامه د لښکر د تګ او راتګ او له هغه څخه مخکې او وروسته د پېښو له مخې دا بريد د پېغمبراکرم(ص) له وفات څخه شاوخوا پنځوس ورځې وروسته شوى دى.[۷]

اړونده څیړنه

فوټ نوټ

  1. ↑ وګورئ: یوسفی غروی، «تاریخ هجوم به خانه حضرت زهرا»، ص۸.
  2. ↑ «اتفاقات هفته اول بعد از ماه صفر، ریشه و اصل همه مصائب جهان اسلام است»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر آیت‌الله روحانی.
  3. ↑ «نظر حضرت‌عالی در مورد برگزاری مراسم ایام محسنیه به‌صورت عمومی در سطح شهر چیست؟»، پایگاه اطلاع‌رسانی دفتر حضرت آیت‌الله مکارم شیرازی.
  4. ↑ «آیت‌الله شبیری زنجانی: افراط در عزاداری‌ها به تفریط می‌انجامد»، پایگاه اطلاع‌رسانی آیت‌الله شبیری زنجانی.
  5. ↑ مفید، الاختصاص، ۱۴۱۳ق، ص۱۸۵؛ خصیبی، الهدایة الکبری، ۱۴۱۹ق، ص۴۰۸؛ ابن‌ابی‌الحدید، شرح نهج‌البلاغة، ۱۴۰۴ق، ج۱۴، ص۱۹۲–۱۹۳؛ شهرستانی، الملل والنحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۷۱.
  6. ↑ یوسفی غروی، «تاریخ هجوم به خانه حضرت زهرا»، ص۱۴.
  7. ↑ یوسفی غروی، «تاریخ هجوم به خانه حضرت زهرا»، ص۹-۱۴.

سرچينې