د سقیفه بني ساعده پیښه
دا ليکنه د سقيفه بني ساعده د پېښه په اړه ده. د سقیفه په نامه د یو ځای په اړه د زده کړې لپاره، سقیفه بنی ساعده وګورئ.
د سقیفه بني ساعده پیښه په ۱۱ق کال کې د اسلام پیغمبر(ص) له وفات وروسته لومړۍ پیښه وه، کوم کې چې ابو بکر بن ابي قحافه د مسلمانانو خلیفه په توگه وټاکل شو. د حضرت محمد (ص) له مرګ وروسته، امام علي(ع) او ځینې نور صحابي د هغه د جنازې د تدفین لپاره چمتووالی نیسي، په هماغه مهال کې، ځینې انصار چې د خزرج قبیلې لوی سعد بن عباده په مشرۍ، په بني ساعده سقیفی کې راټول شوي ترڅو د پیغمبر(ص) وروسته د مشر د ټاکنو په اړه پریکړه وکړي.
د ځینې تاریخ لیکونکو په وینا، دا د انصار ټولنه، یوازې د مدینې ښار لپاره د واکمن په اړه وه؛ مګر غونډې ته د ځینې مهاجرینو په راتګ سره، دغه شخړه د رسول الله(ص)د ځای ناستې ټاکلو په اره، بدلون موندلي کره. او په پای کې یې ابو بکر ته د مسلمانانو خلیفه په توګه د بیعت ژمنه وکړه. د ابو بکر په استثنا سره، چې د مهاجرینو په استازیتوب یې خبرې وکړې، عمر بن خطاب او ابوعبیده جراح هم په سقیفه کې شتون درلود.
اهل سنت د ابوبکر حاکمیت او خلافت د مشروعیت لپاره" اجماع" اصل ته استناد وکړه. په داسی حال کې، د تاریخ لیکونکو په وینا، د ابو بکر ټاکنه شول، په عامه توګه نه و منل شوي. د دې پیښې وروسته، ځینی کسان لکه؛ حضرت علي(ع)، فاطمه زهرا(س)، فضل او عبدالله، د عباس زامن، د رسول الله(ص)تره، او همدارنګه د رسول الله(ص) ځینې مشهور صحابي لکه سلمان فارسی، ابوذر غفاری، مقداد بن عمرو، زبیر بن عوام او حذیفة بن یمان د سقیفه په شورا او د هغې د پایلو په اړه احتجاج وکړ. شیعه ګان دا پیښه او پایلې یې د امام علي(ع) په ځانګړي توګه په غدیر خم کې د پیغمبر وينا برعکس ګني.
په تاریخي سرچینو کې، د سقیفه پیښه راپور شوي دی. د دې څیرني او شننه لپاره هم آثارونه لیکل شوی، او ځینې ختیځ پوهان لکه هنري لامینس، کایتاني، او ویلفرد مادلونګ د سقیفه پیښه په څیرنه او ویلو کی کار وکړه. د ماډلون لخوا "د محمد د ځای ناستي کتاب" او د هنري لامینس لخوا د ځواک مثلث له هغوی څخه خورا مشهور دي.
د پیښه موقعیت
سقیفه د یو غونډه په څیر او یا سیوري لرونکۍ یو ځای و، چیرې چې عربي قبیلې د عامه پریکړو په اړه مشورې لپاره هلته راټول شوي.[۱] هغه سقیفه چې پکې ځینې له مهاجران(کډوالو) او انصار، د پیغمبر(ص) له مرګ وروسته راټول شوي، د بنی ساعدی ټبر له خزرج قام چی مدینې ته ستوګن و، اړه درلود. چې د پیغمبر(ص) له هجرت(کډوالۍ) دمخه، د دې ډلې ناستې هلته ترسره شوې. دا ځای، په مدینه کې د پیغمبر د رارسیدو وروسته، د لسو کلونو لپاره (د پیغمبر تر وفات پورې)، په حقیقت کې، هغه خپله ګټه او کارولي له لاسه ورکړه او د مهاجرینو او انصار د راټولولو پرمهال، د پیغمبر(ص) ځایناستي ټاکنه په اړه، بیرته په هغه ځای غونډه جوړه شوه [۲]
د پیښه تفصیل
د ویلفرډ مادلونګ په وینا(زیژون ۱۹۳۰م.) د آلمانی اسلام پوه، په سقیفه بنې ساعده کې د ټولگه، اصلي روایت عمر بن خطاب ته د عبدالله بن عباس له لاری بیرته ځي. نور ټول روایتونه دا معلومات کارولي یا له هغه گټه اخیستلي دي. دا روایتونه د مختلف روایت کونکو په لړ کې، ابن حشام، محمد بن جریر طبري، عبدالرزاق بن همّام، محمد بن اسماعیل بخاري او ابن حنبل د لږ بدلون سره نقل کریده.[۳]
د اسلام پیغمبر(ص) د وفات په اړه، د مدینې مسلمانانو د عامه معلوماتو په تعقیب، ځینې انصار په سقیفه بنی ساعده کې راټول شوي ترڅو د دوی وضعیت په اړه پریکړه وکړي او د رسول الله د ځایناستی مسئلې حل لاری هم ومومي. د تاریخي سرچینو په وینا، د غونډې په پیل کې، د خزج قام لوی، سعد بن عباده د خپل زوی له لارې د ناروغۍ د شدت په اړه، خلکو سره خبرې وکړې. [یادونه۱] هغه د انصار حق په توګه د اسلام پیغمبر ځایناستي لاملونه په ګوته کړل او هغوی ته یې بلنه ورکړه چې دچارو اداري پر غاړه واخلئ. ګډون کونکو د هغه څرګندونې تایید کړې، او اعلان یې وکړ چې هغوی د خپل واکمن په توګه سعدته غوره کړی او ټینګار یې کړی چې دوی به د هغه د نظر په مقابل کې هیڅ مخالفت ونه کړي.[۴] مګر ځینې برخه اخیستونکو د پریکړې سره مخالفت کولو مهاجرینو احتمال راپورته کړ او د دوی لپاره یې امکان ورکړ چې پریکړې ته تسلیم نشي. دا احتمال وراندیز شو چی یو امیر له مهاجرینو څخه او یو امیر له انصار څخه وټاکل شي.[۵]
د دې ټولنې راپور او د جورولو لامل، ابو بکر بن ابي قحافه او عمر بن خطاب ته ورسید، او دواړه د ابوعبیده بن جراح سره سقیفي ته لاړل. د دوی په رارسیدو سره، ابو بکر د عمر وینا د مخنیوي سره، نوښت وکړ او د وینا په جریان کې هغه د پیغمبر د ځایناستی لپاره د مهاجرین او د قریش لومړیتوب کې مخکښ وکړه.[۶] دا څرګندونې د حاضرینو لخوا د مخالفت او رضایت سره مخ شوي، او ځینې یې د علي(ع) غورتیا و د هغه پرته بیعت نه کول گوټه کړه؛[۷] مګر په پای کې ابو بکر، عمر او ابو عبیده د دې دریځ لپاره ښایسته او د پام وړ خلکو په توګه معرفي شو. دواړو د وینا په جریان کې د ابوبکر وړاندیز سره مخالفت وکړ.[۸]
د طبری تاریخ (۳۰۳ ق) کال کې لیکل شوي، عمر بن خطاب د دا شېبې په اره ویلی ده: پدې شیبه کې، شور او غږ له ټولو خواو څخه راپورته شوي، او د ناپوهیدو وړ، ټکي له هر کونج څخه اوریدل شوي، نو له دې امله زه ویره کرم چې اختلاف به زموږ د کار د شیرازی خرابیدل لامل شي. په دغه وخت کې ما ابوبکر ته وویل: خپل لاس پیښ کره چې تاسره د بیعت ژمنه وکړم؛ مګر مخکې لدې چې د عمر لاس، ابوبکر په لاس کې ورسیږه، بشیر بن سعد خزرجي، د سعد بن عباده سیال، چتکي وکره او خپل لاس کې په ابوبکر لاس کیښود او هغه سره یې د بیعت ژمنه وکړه.[۹]
د دې پیښه وروسته، په سقیفه کې د ګډون کونکو راټګ د ابو بکر سره د بیعت کولو لپاره پیل شو، نو گنه گونه ډیر و تر څو چې دا احتمال شتون درلود چې سعد بن عباده چی ناروغ و، د دوی د لاسونو او پښو لاندې وهل کیږي. دا پیشه د عمر، سعد او قیس بن سعد تر منځ د شخړې لامل شو، کوم چې د ابوبکر مداخلې سره پای ته ورسید.[۱۰] [یادونه۲]
د سقیفه بحثونه
د سقیفه په ځای کې د حاضر انصار او مهاجرینو ترمینځ ډیری خبرې اترې ترسره شوې چې د ځنډ سره دوي ته یوځای شوي، چې هر یو یې په پایله کې اغیزناک و؛ مګر دا د ابوبکر او د هغه ملګرو په ټکو کې خورا اغیزناک و. ځینې خبرې اترې چې پدې نیټه ترسره شوې په لاندې ډول دي:
- سعد بن عباده: هغه د غونډې په پیل او د ابوبکر او د هغه ملګرو ته د رسیدو دمخه خبرې وکړې او البته چې د ناروغۍ او کمزوتیا له امله د هغه د زوی خبرې خلکو ته استول شوې وې. د هغه وینا مهمو ټکو دا دي: د انصار غورتیا او ستاینه، د نورو مسلمانو ډلو په پرتله د دوی لوړتیا، اسلام او پیغمبر(ص) ته د دې جماعت خدمات او د رسول الله(ص) د مرګ پرمهال له انصار څخه رضایت. د دې دلیلونو سره، هغه انصار د غوریتوب وړ وباله، او دوی ته یې بلنه ورکړه چې د چارو اداری لپاره اقدام وکړي، او هغه وړاندیز یې ماتول او شاتگ وباله چې له انصار څخه یو امیر او له مهاجرینو څخه نور امیري غوره کړي.[۱۱]
- ابو بکر: د هغه خبرو د دې ټولنې، پایله وټاکله. هغه په څو ځله خبرې وکړه چی لنذیز یی دادی؛ انصار ته د مهاجرینو امتیاز، مهاجرین د پیغمبر رسالت په منلو کې د له دوی حخه مخور دی، په ایمان راورل او د خدای عبادت، پخوانیدل، له رسول الله(ص) سره د مهاجرینو خپلوانو یا ملګرتیا تر منځ اړیکې؛ د ورته دلایلو، مهاجرین له انصار څخه د رسولالله ځایناستي لومړیتوب لری، او د انصار مناقب و او پخوانیوالی، او دهغو ښایستنې او ورته يي وزارت ته لومړیتوب، نه حاکمیت ته، د مهاجرینو د ځای ناستي سره د مخالفت، منع کول.[۱۲]
- حباب بن منذر: هغه په سقیفه کې دوه یا درې ځله خبرې وکړې چې هرځل د هغه وینا کې د مهاجرینو په وړاندې نغوته یا ګواښونه شامل دي، په ځانګړي توګه ابوبکر او عمر ته.[۱۳] هغه په خپله وینا کې بیا د هرې قبیلې څخه د امیر وړاندیز وکړ.[۱۴]
- عمر بن خطاب: عمر د ابو بکر ډیری څرګندونې تایید کړې او په دلیلونو یې ټینګار کړی. ځینې دغه دلیلونه په لاندې ډول دي: د حضرت محمد(ص) د کورنۍ د ځایناستې سره د اعراب مخالفت نشتون، د دواړو ډلو څخه د دوه امیرونو غوره کولو ناممکن دی، ځکه چې دوه تورې په یوه(غلاف) شحار کې نه راځي.[۱۵]
- ابو عبیده جراح: انصار ته په یوه وینا کې، هغه منع کړل چې د دین بدلونول او د اسلامي یووالي اساس له منځه يول ډډه وکړي.[۱۶]
- بشیر بن سعد: هغه د خزرج قام او له انصار خلکو څخه دی. هغه په څو ځله د ابوبکر او د هغه ملګرو دلیلونو تایید کړی، او د خدای ویره او مخالفت نه کول د یو منلو وړ حق ته د ټکو په کارولو سره، هغه انصارته د مهاجرینو مخالفت کول مخه نیولې ده.[۱۷]
- عبدالرحمن بن عوف: د حضرت علي(ع)، ابو بکر او عمر په څیر خلکو ته یادونه کوي، او انصار یې د داسې لویانو نه لرل پیژندنه کړه.[۱۸]
- زید بن ارقم: هغه له انصار څخه دی او په سقیفه کې د ابوبکر او عبدالرحمن بن عوف د دلیلونو پر وراندې، علي ته هغه چا معرفي کوي څوک چې دا ټول ځانګړتیاوې لري، او که هغه د بیعت کولو لپاره ګامونه پورته کړی وي، هیڅوک به ورسره مخالفت نه کوي.[۱۹]
حاضرو ټولګو
د سقیفه بنی ساعده په اړه د اهل سنت سرچینو کې ډیری راپورونه پدې پیښه کې د مهاجرینو او انصار عام خلکو د سیاسي شتون او برخه حکایت لري،[۲۰]] په دغه حال کې، ډیری سرچینو ابوبکر ته د بیعت له دوه مرحلې ذکر کړېده، کوم چې عبارت دی د سقیفه ورځ بیعت او په مدینه کې د پاتې حاضرینو بیعت، چې وروسته ورځ پیښه شو او د عمومي بیعت په توګه پیژندل شوی؛[۲۱]
د ویلفرډ ما دلونګ په وینا، له مهاجرینو څخه، یوازې ابو بکر، عمر او ابو عبیده د سقیفه په ناسته کې حضور درلود، چې د دی دری کسان، د څو شخصي ملګرو، کورنۍ غړي او موالې ګان، حضور هم امکان لري. ځینې څیړونکۍ د ابو خذیفه خوشې شوي برده(خادم) د سالم په نوم، شتون کی هم یادوي، کوم چې په لومړي ځل یو له هغو خلکو څخه و چې په سیقیفه کې ابوبکر سره د بیعت ژمنه وکړه؛ په دغه حال کی، هیڅ یو لومړنۍ معتبر سرچینه د هغه له شتون کې یادونی نه کړه. سرچینو د نورو مهاجرینو، حتی منځنۍ یا ټیټ پوړو صحابی د شتون په اړه خبرې ندي کړي.[۲۲] ځینې څیړونکو د استنادات پر بنسټ څرګنده کړه چې په سیقیفه کې د حاضر مهاجرینو شمیره دیر لږ و.[۲۳]
د سرچینو په وینا، په سقیفه کې ترټولو مشهور انصار چی شتون لري و: سعد بن عباده، د هغه زوی قیس، بشیر بن سعد د هغه اکا زوی او سیال، اسید بن حضیر، ثابت بن قیس، منذر بن ارقم، براء بن عازب، حباب بن منذر.[۲۴]
ابن قتیبه د دی جملی سره «که سعد ملګری د جګړه لپاره موندلې وای، بې له شکه به ورسره جګړه کړې وي.» [۲۵] په سقیفه ټولگه کې د انصار له ټیټ شمیر د حضور نه لرل لامله، یو كنايى دی.[۲۶]
د انصار موخه له سقیفی غونډه
ځینې تحلیل کونکو په سقیفه کې د انصار غونده د راتلونکي او د رسول الله(ص) له وفات وروسته د دوی برخلیک له ویره ګني؛ په ځانګړي توګه د مکې له فتحې(سوبه) وروسته، دوی د قریش د متحده جبهې د جوړیدو په اړه اندیښمن وو چې دا به په راتلونکي کې توازن ته د هغوی په زیان جوروي. د هغې د قضیې پلویان، د انصار خبریدو احتمال، د مهاجرینو له جوره شوی نقشي د پیامبر ځایناستې په اړه هم اغیز ناک ګني.[۲۷]
ځینې نور لیکوالان سقیفی ټولنې ته د دې مسئلو پایله ګني:
- انصار د خپل ژوند، مال او ماشومانو د قربانې کولو او مرستې له امله، دغه دین د خپل ماشوم په څیر ګنلي او د ځان څخه یې د ساتنې لپاره بل څوک وړ او زره سواند نه بولي.
- د انصار ویره له قریش د غچ اخیستنې په اړه، د دې له امله وه چې د قریش ډیری مشران، د انصار توره سره د پیغمبر په جګرو کې وژل شوي وو. سربیره پردې، پیغمبر دوی ته د خپل وروسته، د واکمنانو ظلم، جور او ردی کول، ژمنه وکړه او انصار ته یې بلنه ورکړه چې پدې حالت کې صبر او زغمه وکړئ.
- د انصار احساس، چې قریش به د علي(ع) په اړه د پیغمبر د خبرو تر بار لاندې نه ځي.[۲۸]
د ځینی نورو په نظر کې، ابو بکر په رسمي ډول په جومات کې د رسول الله(ص) مړینه اعلان کړه او د مدینې خلکو یو ټولگه یې د هغه شاوخوا واخیست او د هغه سره یې د بیعت ژمنه وکړه. دې جریان په مدینه کې د انصار ډلې په ذهن کې شک رامینځته کړ چې دا د انصار څخه د خلیفه ټاکل کیدو جواز لري او د سیقیفه ټولنې فکر، وروسته پیښې شو.[۲۹]
د صحابی او د قریش مشرانو دريځ
علي (ع)، د رسول الله(ص) اهل البیت، د ځینو مهاجرینو او انصار سره، ابو بکر سره د بیعت، مخالفت وکړه، چې ځینې یې د تاریخي نقلونه پر بنسټ دا دي: عباس بن عبد المطب، فضل بن عباس، زبیر بن عوام، خالد بن سعید، مقداد بن عمر، سلمان فارسي، ابوذر غفاري، عمار یاسر، براء بن عازب، ابي بن کعب.[۳۰]
ځینې صحابي یا د قریش مشران په بیلابیلو وختونو کې د ابو بکر د پیغمبر ځایناستی صلاحیت نه لرل ګوټه کړه. د دې بیانونو څخه ځینې دا دي:
- د فضل بن عباس په یوه وینا کې، قریش ته د اغفال او پوښیدلو تورن وکره او د رسولالله(ص)اهل البیت، په ځانګړي توګه علي (ع) ته د ځایناستې لپاره غوره اعلان وکړ.[۳۱]
- سلمان فارسي له مسلمانانو سره په خپلو خبرو کې، سقیفي بیعت ته، تیرو تنه او هغه ته د رسولالله اهل بیت، حق شمیرلي ده.[۳۲]
- ابوذر غفاري د پیښې په ورځ په مدینه کې نه و، او ښار ته له ننوتلو وروسته د ابوبکر له خلافت څخه خبر شو. په ځانګړي توګه هغه د پیښې په اړه هماغه لومرړی[۳۳] او د عثمان بن عفان په عهد کې، د رسول الله صلی(ص) ځایناستي لپاره له اهلبیت(ع) حق درلودل، خبری کړیده.[۳۴]
- د مقداد بن عمر د سقیفی د پریکړو په تعقیب د مسلمانانو چلند هيښوونكى وباله او د امام علي (ع) مشروعیت یې څرګنده کړه [۳۵]
- عمر بن خطاب د خپل ژوند په وروستي کال، په عامه خطبه کې وویل: «د ابو بکر سره بیعت کول ښوئيدل او تیرو تنه و، کوم چې ترسره شوی او تېر شوی، هو دغسې و؛ مګر خدای خلک ته د هغه ښوئيدل څخه وژغورل، او څوک چې د خلیفه په غوره کولو، پدې لاره کې عمل کړی، هغه یې ووژني. »[۳۶]
- ابو سفیان، چې د پیغمبر لخوا له مدینې څخه بهر، دندې لپاره لیږل شوی و، مدینې ته د ننوتلو او د پیغمبر(ص) د وفات او د سقیفه د بیعت په پوهیدو وروسته د علي(ع) او عباس بن عبد المطلب د عکس العمل په اړه وپوښتل. د دغه دواړو له کورپاتې خبرولو وایلي ده "په خدای قسم کوم، که زه د دوی لپاره ژوندی پاتې شم، به هغوی پښه د غوټه بر باندې و به رسیدلم" هغه وویل؛ «زه یو داسې غبار او خاوره پاشیدل وینم چې د وینه اورښت پرته نه ختمیږي،»[۳۷] د سرچینو په وینا، ابو سفیان مدینې ته ننوتل او د علي د ځای ناستي ملاتړ او ابوبکر او عمر په غنډلي کې شعرونه یې لوستل.[۳۸] [یادونه۳]
- معاویه بن ابي سفیان د (پیښې څخه کلونه وروسته) محمد بن ابي بکر ته په یوه لیک کې، وویل: «... ستاسو پلار او دهغه فاروق، لومړی کسان و چی د علی حق کی غصب وکړه او هغه سره مخالفت کوي. دواړو یو بل سره موافقت لاس ورکړه؛ بیا علی(ع) ته د بیعت لپاره بلنه وکړ.
ځکه چې علي(ع)اسټینکاف او انکار وکړ، دوی داسې غلط پریکړې وکړې او د هغه په اړه یې خطرناک فکرونه وکړل، ترڅو په پایله کې علي دوی سره د بیعت ژمنه وکړه.[۳۹]
د علي(ع) عکس العمل
د سقیفي په ورځ علي(ع) ابو بکر ته د بیعت ژمنه نه وکړې، او بیا د بیعت منلو او د هغه د بیعت وخت په اړه د تاریخ لیکونکو ترمنځ، اختلاف شتون لري. شیخ مفید (دمړی کال ۴۱۳ ق.) د شیعه عالم په وینا کې؛ د شیعه ګانو څیړونکي پدې باور دي چې علي بن ابي طالب هیڅکله هم ابو بکر سره د بیعت ژمنه نه ده کړې.[۴۰] علي(ع) په لومړیو ورځو کې کله چې د سقیفه عاملینو هڅه وکړه هغه مجبور کړي چې ابوبکر ته د بیعت ژمنې وکړي، نو دوی ته یې په خطاب کي و ویل:
- « زه په خلافت کې له تاسو څخه ډیر مستحق یم، زه به تاسو سره بیعت ونه کړم او تاسو به زما سره د بیعت کولو مستحق یاست، تاسو له انصار څخه خلافت واخیست، او د هغوی په وړاندې احتجاج کړی چی د رسول الله(ص) سره نږدې دی، او تاسو دوی ته ویلي دي: ځکه چې موږ پیغمبر ته نږدې یو، له تاسو څخه خلافت ته خورا مستحق یو، او دوی تاسو ته د همدی لامله مخکښ او امامت درکړه. زه تاسو سره د ورته امتیاز او خصوصیت سره هم استدلال کوم چې تاسو د انصار پروړاندې احتجاج کړی دی (یعنی هماغه د رسول الله سره تړاو او نږدې والی) نو که تاسو د خدای څخه ویره لرئ، زموږ سره د انصاف له لاري راځئ او ورته زما دپاره ومنئ لکه څنګه چې انصار ستاسو لپاره منلي دی. او که نه تاسو په ظلم او ردی له پوهې سره لاس ورکړی دی. » [۴۱]
د ځینې سرچینو په وینا، علي(ع) د ابو بکر سره یو نرم مګر څرګنده بحث درلود، په دې موده کې هغه ابوبکر ته د پیغمبر د اهل اهلبیت(ع) حق په پام کې نه نیولو لامله د سقیفه پیښې سرغړونې لپاره وغنډلو. ابو بکر د امیر الموءمنین دلیلونه ومنله او نږدی و چی د رسول الله(ص) د ځای ناستي په توګه علي(ع) سره د بیعت ژمنه وکړه، مګر د خپلو ځینو ملګرو سره یې له مشورې وروسته، خپل نظر بیرته واخیست.[۴۲]
علي(ع) په بیلابیلو وختونو او په څو ویناوو کې د سیقیفه پیښه باندې اعتراض وکړ، او خپل حق یی د پیامبر(ص) ځایناستې یاد ونی کړیده. د شقشقیه خطبه یو له هغو خطبو(وینا)څخه دی چې پکې هغه دې پیښې ته اشاره کړې. د دی وینا په پیل کې هغه وویل: "زه په خدای قسم کوم، د ابوقحافه زوی «ابو بکر» خلافت د کمیس په څیر پوښلی، که څه هم هغه پوهه لري، د خلافت لپاره زه د ژرنده محور په څیر یم، چیرې چې علم او فضیلت زما د سرچینی څخه د سیلاب په څیر جریان لري، او د هوا مرغۍ زما تر کچه نه رسیږي.» [۴۳]
د ځینې نورو سرچینو په وینا، علي(ع) د سقیفه له پیښې وروسته او د حضرت زهرا (س) په ژوی کی، د شپې له مخه، د پیغمبر لور، مرکبي ته کیښناسته او د انصار کورونو او غونډو ته یې راغله او د مرستې غوښتنه وکره او ځواب یې واوریده: «ای پیغمبر انجلۍ! موږ ابو بکرته د بیعت ژمنه کړې، که علي مخ کې له دی راغلي وای، موږ به له هغه نه تیریږو.» علي(ع) هم ځواب ورکړ: آیا موږ پیغمبر(ص) ته له خاوری سپارلو مخکي د خلافت په اړه شخړه کوو.؟ [۴۴]
د فاطمه(س)عکس العمل
فاطمه زهرا(س) د سقیفه پیښې وروسته پدې او د هغې پایلو باندې اعتراض وکړ، او دا یې د پیغمبر له حکمونو(ص) څخه سرغړونه اعلان کړ. د دې اعتراضونو په مینځ کې د حضرت فاطمه(س) وینا، هغه مهال چې دعلي(ع) بیعت اخیستلو او د هغه د کور محاصره کولو کې وړاندی کړ.[۴۵]او همدارنګه یو خطبه چې د "فدکیه خطبه" په نوم پیژندل کیږي، کوم چې د پیغمبر لور د مدینې جومات ته وراندیز شو.[۴۶]
د تاریخي راپورونه پر بنسټ، حضرت زهرا(س) کله چې هغه د خپل ژوند وروستۍ ورځې په ناروغۍ بستر کې تیریدل، هغه د مهاجرینو او انصار میرمنو سره هم خبرې کوي چې د هغې لیدو ته راغلې؛ هغی سقیفي د پیغمبر(ص) د حکمونو وتلو ګنلي ده او د هغه زیانونو په اړه یې خبرداری ورکړی چې دا به په راتلونکي کې د اسلام لپاره رامینځته کیږي.[۴۷]
سقیفه د ختیځ پوهانو(مستشرقان) له اندونه
- هنري لامینس او د ځواک مثلث تیوري: هنري لامینس (۱۸۶۲- ۱۹۳۷ م.) د بلژیک تیوریسن، په مقاله کې «د ځواک مثلث؛ ابوبکر، عمر او ابو عبیده» ادعا وکړه چې د دې دری کسان، ګډ موخه او نږدې همغژۍ د پیغمبر (ص) د ژوند په جریان کې پیل شوې او دوی ته یې دغه واک ورکړ چی د ابوبکر او عمر خلافت پیښې ایښېدلې شي او که ابو عبیده د عمر، په ژوند کې نه و مړ شوی نو هغه به یقینا د عمر لخوا ټاکل شوی راتلونکي خلیفه و. د ادعا په تعقیب، هغه باور لري چې عایشه او حفصه، د ابوبکر او عمر لورګانې، چې د رسول الله(ص) ښځې وې، هغوی خپلو پلرونو ته د خپل میړه، کوم پټ حرکت او د هغه لا محرم فکرونو په اړه خبر ورکړ، او دا دوه کسان بریاشي چې د پیغمبر په کارونو کې لوی نفوذ درلود، او پدې توګه یی دوی د ځواک ترلاسه کولو پسیدې کي وتلو.[۴۸]
- د کایټاني تیوري: د ایټالیا ختیځ پوه، لیون کایټاني د اسلام د تاریخ په اړه د کتاب په لومړیو بحثونو کې، د ابوبکر او بني هاشم تر مینځ د اختلاف ژورتیا یادوي، او د ابوبکر له خلافت ادعا کولو په سقیفه بنې ساعده د انصار په منځ کې، د پیغمبر له وفات څو ساعته وروسته، هغه پکې حیرانتیا څرګنده کړه. کایټاني د خلافت په اره، د علي(ع) ب القوه ادعا جدي ګني، د ابوبکر بیانونو رد کول، چی د انصارو په منځ کي، په خپل ادعا د رسولالله(ص) ځایناستې قریش ته د هغه قبیلې په توګه لومړیتوب حق ورکړی، کایتانی به غیر مستقیم توګه تاییدوی؛ ځکه چې دې بحث د علي (ع) غوښتنه چې د پیغمبر(ص) ترټولو نږدې خپلوان و، تقویه کړ. د هغه په نظر، که محمد(ص) و توانیدو چی د خپل لپاره ځایناستې غوره کړي، نو ښایی هغه به ابو بکر کې له بل چا ته غوره کړي؛ پر دغه حال کي، کایتاني د اسلام د تاریخ په راتلونکي جلدونو کې، د «ځواک مثلث تیوري: ابو بکر، عمر او ابو عبیده» چې له لامینس څخه دی، د خلافت د ریښو په اړه ترټولو مناسب تیوري ګني.[۴۹]
- ویلفرډ مادلونګ: هغه د اسلام د پیغمبر(ص) د ځایناستې په کتاب کې پدې اړه بحث کوي. هغه په دې باور دی چې د ډیری تاریخ لیکونکو د باورونو برخلاف، د سقیفی شورا په اصل کې د مسلمانانو خلیفی د ټاکلو لپاره جوړه شوې نه وه، او دا چې د خلافت نظریه په اسلامي ټولنه کې د پیغمبر ځایناستي په توګه پخوا نه درلود، هغه نظر چې انصار د هغې غونډې سره د خلافت په لټه کې و خورا لرې دی.[۵۰] ماد لونګ په دې باور دی چې انصار د محمد(ص) له وفات وروسته، پیغمبر سره خپله بیعت ختم ګنلي او دا چې د سیاسي ټولنې چې پیغمبر(ص) رامینځته کړی دی، د سقوط احتمال هم شتون لري، هغوی په دی پسې وو چي د مدینې ښارته د چارو اداری لپاره د انصار څخه د مشر په توګه ټاکلی شو، له همدې امله دوی د مهاجرینو سره د مشورې پرته غونډه جوره کړه.[۵۱] د انصارو انده دا و چې مهاجرین په مدینه کې د پاتې کیدو لپاره ښه دلیل نه لری او دوی د مکې ښار ته به راستون وکړي او هغه څوک چې غواړي مدیني ته پاتې شي ښایی د انصار واکمنۍ منل کړي. [۵۲]
مادلونگ دا فرضيه جدي رامینځته کوي چې یوازې ابوبکر او عمر پدې باور و چې د محمد ځایناستې، د ټولو عربانو واکمن دی او دا چې دا ډول خلافت ته، یوازې قریش وړتیا لری.[۵۳]
ماد لونګ په دې باور دی چې ابو بکر د پیغمبر(ص) وفات دمخه دغسې هوډ کړې وو چې د خلافت عنوان په غاړه واخلي او د دې غوښتنې ترلاسه کولو لپاره یې موخه درلود چې دخپلو ځواکمنو مخالفینو له خپل لارې لیري کوی.[۵۴] د دې مخالفینو په سر کې د پیامبر(ص)اهل البیت(ع) و، چې د نورو مسلمانانو په پرتله په قران کې لوړه رتبه ورکړل شوې دی. [۵۵] د انصارو نوښت، په ټولنې جوړولو کې د ابو بکر لپاره هدف ترلاسه کولو په اره ښه فرصت چمتو کړ، هغه لومړی عمر او ابو عبیده د نوماند په توګه وړاندې کړه، کوم کې چې د بریالیتوب لپاره د ګټلو هیڅ چانس نه درلود، او دا روښانه ده چې دا وړاندیز جدي نه و او یوازې د خلک په منح کې د شخړې رامینځته کولو لپاره دی چې په پای کې د هغه په ګټه پای ته رسیږی.[۵۶]
د مادلونگ په وینا، د اهل سنت او لویدیځ پوهان استدلال، کوم چې علي(ع) د ځوانۍ او د تجربی کمښت له امله، نور صحابي ته په پرتله لکه ابوبکر او عمر، خلافت ته جدی نوماند نه و. دا د واقعیت پر خلاف دی، او د ابو بکر له خوا نور لاملونه د علي(ع) د مطرح نه شول ذکر شوي دی.[۵۷]
د سقیفه پیښه د شیعې کلام له منظره
د شیعه ګانو په وینا، په سقیفه کې غونډه او د هغې پایلې د امام علي(ع) د ځایناستې په اړه د پیغمبر(ص) له څرګنده حکمونو څخه سرغړونه ده. شیعه ګان د سقیفي مشروعیت، رد کولو او د علی(ع) د حقانیت ثابتولو د قرآن د ځینو آیتونو په تفسیر کې، تاریخي پیښې، او ځینې روایتونو پربنسټ استناد کړیده چې په اهل سنت سرچینو کې شتون لری، چې ترټولو مهم یې د غدیر پیښه او د هغې اړوند روایاتو دي. د شیعه ګانو په باور، د غدیر خم په پیښه کې، پیغمبر(ص) د علي(ع) ځایناستي، د خپل رسالت اکمال په توګه اعلان کړ. [۵۸]
محمدرضا مظفر، ۱۷ متواتر یا مشهور روایتونه چې د مختلفو تاریخې پیښو پورې اړه لري، په کوم کې چې پیغمبر هم د هغوی په منځ کي په خپل وروسته د علی(ع) ځایناستې په څرگندونې یا په کنایي ډول اشاری(نغوته) کړیده. د انذار عشیره پیښه، د غدیر حدیث، د اخوت(ورورولۍ) عهد، خندق او خیبر غزا، خاص النعلین، د علي له کور پرته، نور صحابې د النبي جومات ته د کورونو دروازی بندول، او حدیثونه لکه: «إن علیا منی و أنا من علی، و هو ولی کل مؤمن بعدی»، «لکل نبی وصی و وارث و إن وصیی و وارثی علی بن ابی طالب» او «أنا مدینة العلم و علی بابها» د دوی په منځ کې دي. [۵۹] د مائده سورۍ۵۵ آیت [یادونه۴] د ولایت آیت معروف، د احزاب سوره ۳۳ آیت،[یادونه۵] د تطهیر به نوم معروف، د آل عمران سوری ۶۱ آیت، [یادونه۶]د مباهلې آیت معروف، د قرآن له آیتونه ده چې د شیعې متکلمان د علی(ع) د ځایناستی اثباتولو لپاره د پیغمبر(ص) وروسته د هغوی پر بنسټ استناد کریده.[۶۰]
پایلې
ځینې څیرونکۍ د رسول الله(ص) له وفات وروسته ډیری تاریخې پیښې د سقیفه پیښې پایله بولي. د دې پیښو څخه ځینې یې دا دي:
- د فاطمې(س) په کور برید: د راپورونو له مخې، د ابوبکر خلافت ملاتړ کونکۍ، د سقیفه پیښې وروسته او د امام علي په ګډون د ځینو صحابي د بیعت کولو، له انکار وروسته، دوی د فاطمې په کور کې برید وکړ، ترڅو له علی(ع) د ابوبکر سره بیعت وکړي.[۶۱] د شیعه ګانو په وینا، حضرت فاطمه(س) په دې قضیه کې د ټپي کیدو چې پیښی شي په پایله کې شهید شو.[۶۲]
- د فدک ضبط کول: د تاریخ ځینې شنونکۍ او څیرونکۍ پدې باور دي چې سقیفي څخه وروسته د فدک نیول له فاطمې(س) څخه د اهل البیت سره اقتصادي مبارزه وه. دې د لومړي خلیفه د واکمنۍ بنسټونه پیاوړي کړل او د رسول الله(ص) کورنۍ د جګړې او مخالفت څخه مخنیوی وکړ.[۶۳]
- د کربلا پیښه: د ځینو په وینا، په سقیفه د پیغمبر ځایناستې په لاره کې بدلون، د دې لامل شوی چې د خلیفه ټاکنه د کوم قانون نه تعقیب کړي. له همدې امله، مسلمانانو خلیفه یوه ورځ د انصار په شخړه کې او څوکسان له قریش څخه، یوه ورځ د لومړي خلیفه په وصیت، یوه ورځ د شپږ غړو شورا سره او یوه ورځ معاویه د یزید لپاره بیعت واخیست. یزید د کربلا پیښې هم لامل شو. [۶۴] سید محمد حسین تهرانی د شیعه عالم (۱۳۴۵- ۱۴۱۶ ق.) د علي (ع) په اړه د قاضي ابي بکر بن ابي قریعه د شعرونو له نقل کولو وروسته، د دغه بیت په توضیح کی: «و اَریتکم ان الحسین اصیب فی یوم السقیفة» ویلی ده؛ که خلافت له علي(ع) غصب و نه کړی، د حرمله تیر به د علي اصغر ستوني ته نه وي رسیدلي. [۶۵] همدارنگه محمد حسین غروي اصفهاني(۱۲۹۶- ۱۳۶۱ق.) د شیعه له عالمانو هم دا مضمون په شعر کې هم یادونه وکړه:
فما رَماه اِذْ رَماهُ حَرمَله | و انَما رَماهُ مَن مَهَّدَ له | |
سَهمٌ اَتی مِن جانب السقیفه | و قَوسُه عَلی یدِ الخلیفه | |
و ما أصاب سَهْمُهُ نَحرَ الصّبی | بَل کَبدَ الدینِ و مُهجة النَبی[۶۶] |
ژباړه: دا حرمله نه و چې غشې و چاوه مګر هغه څوک غشې پریښود چې زمیني یې جوړه کړه، یو غشې د سقیفي له خوا راغۍ، چې لیندی یې د خلیفه په لاس کې و او د هغه تیر د ماشوم په ستوني کې نه و، بلکه، دا د دین په زړه او د رسول الله په ځان کې ناست دی.
نَیِّر تبریزی هم د خپل شعرونو دا ټکی په کوټه کړه:
کانکه طرح بیعت شورا فکند | خود همانجا طرح عاشورا فکند | |
چرخ در یثرب رها کرد از کمان | تیر کاندر نینوا شد بر نشان[۶۷] |
ژباره: هغه څوک چې د شورا بیعت، طرح کره، هغه د عاشورا طرح جوره کره، هغه په یثریب له لیندۍ څخه څرخ خوشې کړ او په کربلا کې په نښی کښیناست.
سقیفه او د اجتماع اصل
د اهل سنت په نږدی کي د حکمونو(پریکړو) یوه سرچینه، اجماع ده، کوم چې د سقیفه په پیښه کې د ابو بکر د انتخاب، مشروعیت لپاره یو لامله هم په ګوته شوی.[۶۸]
د ځینې شیعه څیرونکو په وینا؛ اهل سنت د ابوبکر واکمنۍ او خلافت مشروعیت ورکولو د امت اجماع ته لاس نیوی او استناد وکړه.[۶۹] دوی دواړه په عامه او ځانګړي امامت کې د اجماع په اړه بحث کوي چې د خلکو موافقي کول سمولو ثابتوی، د شیعه ګانو نظر سره د مقابلې او د معصوم امام د شتون اړتیا نه لرل، په موخه ایجاد کړی دی.[۷۰] د دې څیړونکو په وینا، د اجماع اندیشه طرح کولو، د ابو بکر د واکمنۍ او خلافت پیښه عکس العمل او د دې لپاره توجیه کول دي، او نورو تعلیماتو ته د هغې پراختیا لکه عامه امامت او فقهې مسئلې او فرعي کې، دا باور په سمولو کی هڅه ده. [۷۱]
یوازیني لیکنۍ
د سقیفه پیښه په اسلامي تاریخې سرچینو، کتابونو لکه د طبري تاریخ، د یعقوبي تاریخ او ورته، د هغې پیښی ته گوټه کړه او څرگندونې یی ذکر شوې. په همدی وخت کې، یوازینی لیکنه په ځانګړي ډول دې پیښه کې په ګوته کړی، چې ځینې یې دا دي:
- السقیفه: د ابي صالح السلیل بن احمد بن عیسی لخوا لیکل شوی(د دریمې پیړۍ په شاوخوا کې ژوند وکره)
- السقیفة و بیعة ابیبکر: د محمد بن عمر واقدی (۱۳۰-۲۰۷ق) لخوا لیکل شوی دی.
- السقیفة: د ابیمخنف لوط بن یحیی بن سعید (د مړی کال ۱۵۷ق). لیکنه
- سقیفه و اختلاف در تعیین خلیفه: د سحاب بن محمد زمان تفرشې. د چاپ کال ۱۳۳۴ لمریز، تهران.
- السقیفة: د ابیعیسی الوَراق محمد بن هارون لیکنه.[۷۲]
- سقیفه: د حکومت څیرني او جوړولو د پیغمبر(ص) له وفات وروسته، لیکنه: مرتضی عسکری.
- السقیفة و الخلافة: عبدالفتاح عبدالمقصود.
- السقیفة و فدک: احمد بن عبدالعزیز جوهری بصری.
- مؤتمر السقیفة، دراسة موضوعیة لاَخطر حادث فی تأریخ الإسلام السیاسی: باقر شریف قرشی.
- مؤتمر السقیفة نظرة جدیدة فی التاریخ الاسلامی: سید محمد تیجانی سماوی.
- ناگفتههایی از سقیفه (رویکردها، پیامدها و واکنشها): چلندونو، پایلو او عکس العملونو؛ د نجمالدین طبسی لیکنه.
د شعر په هنداره کې
د ابو بکر د پیغمبر ځایناستي ټاکنه، په وړاندې احتجاج کول، او د اهل البیت(ع) حق له پامه غورځول. پدې برخه کې د عربي او فارسي شاعرانو د شعرونو موضوع ګرځولې ده.[۷۳] په ځینو شعرونو کې د سقیفه پیښه په مستقیم توګه ګوته شوې، لکه څنګه چې د قاضي ابي بکر بن ابي قریعه لخوا لیکل شوي دې:
يا من يسائل دائبا عن كل معضلة سخيفة | لا تكشفنَّ مُغطأ فلربما كشفت جيفة | |
ولَرُبَّ مخبوء بدا كالطبل من تحت القطيفة | ان الجواب لحاضر لكنني اخفيه خيفة | |
لولا اعتداء رعية القى سياستها الخليفة | وسيوف اعداءٍ بها هاماتِنا اَبدا نقيّة | |
لَنشرتُ من اسرار آل | محمّدٍ جُمَلاً طریفة | |
تُغنیکم عمّا رواه | مالکٌ و ابوحنیفة | |
وأریتُکم أن الحسین | أُصیب فی یوم السقیفة | |
ولأیِّ حالٍ لُحِّدت | باللیل فاطمة الشریفة.[۷۴] |
ژباړه:
۱- ای هغه څوک چې د جدیت او ویر سره په دوامداره توګه د کومې ستونزې، پیچلي او ضعیف په اړه پوښتنې کوي! او د دې پیچلی شۍ پوښ پورته مه کره، پټ او پوښ نه پوښي، ځکه چې امکان لری د مردار او بدوږمه شۍ سرپوش پورته شي.
۲- او ښایې یو څه پوښل او پټه شوي شۍ د غږلرونکۍ طبل تر لاندې او دقطیفه او مخ پټ کونکۍ تر لاندې څرگنده شي. ریښتیا چې ستاسو ځواب څنګه چې تاسو غواړئ زما نږدی ته شته؛ مګر زه له دې څخه ویره لرم.
۳- که رعیت سره ردی او تیری نه و چی دهغوی سیاست چارو خلیفه په لاس کي نیولی ده، او که چیرې د دښمنانو تورې چې موږ د سرونو غوړه او ماغزه راوباسي او څرگند کیي نه وو.
۴- په یقین کی زه د آل محمد له رازونو لږې مطالب او نا اوری دلي شوې کیسې څرګندې کړې چې تاسو ته یې اړتیا پیدا نه کړې چې مالک او ابو حنیفه څه ویلي او بیان یې کړي دي!
۵- او زه تاسو ته ښکاره کړم (د لمر په څیر روښانه کره) چې حسین د سقیفی په ورځ د تورې لاندې ټوټې ټوټې شوې. [۷۵]
فوټ نوټ
- ↑ یاقوت حموی، معجم البلدان، دار صادر، ج۳، ص۲۲۹-۲۲۸.
- ↑ رجبی دوانی، تحلیل واقعه سقیفه بنیساعده با رویکرد به نهجالبلاغه، ۱۳۹۳ش، ص۸۰.
- ↑ مادلونگ، جانشینی محمد، ۱۳۷۷ش، ص۴۷.
- ↑ ابنقتیبه، الإمامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۲.
- ↑ ابنقتیبه، الإمامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۲.
- ↑ ابناثیر، الکامل فی التاریخ، دار صادر، ج۲، ص۳۲۷.
- ↑ ابناثیر، الکامل فی التاریخ، دار صادر، ج۲، ص۳۲۵.
- ↑ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۰۶.
- ↑ طبری، تاریخ الأمم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۰۶.
- ↑ ابنقتیبه، الإمامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۷.
- ↑ ابنقتیبه، الإمامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۲.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۰۲.
- ↑ ابنقتیبه، الإمامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۵.
- ↑ زمخشری، الفائق فی غریب الحدیث، دار الکتب العلمیه، ج۳، ص۷۳.
- ↑ ابنقتیبه، الإمامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۵.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۲۳.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۰۲.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۲۳.
- ↑ زبیر بن بکار، الاخبار الموفقیات، ۱۴۱۶ق، ص۵۷۹؛ ابنابیالحدید، شرح نهجالبلاغة، مکتبه آیةالله المرعشی، ج۶، ص۱۹-۲۰.
- ↑ مادلونگ، جانشینی محمد، ۱۳۷۷ش، ص۵۲-۵۳.
- ↑ ابن هشام، السیرة النبویة، دار المعرفة، ج۲، ص۶۶۰؛ بلاذری، أنساب الأشراف، اعلمی، ج۱، ص۵۶۷.
- ↑ مادلونگ، جانشینی محمد، ۱۳۷۷ش، ص۵۲-۵۳.
- ↑ عبدالمقصود، السقیفه و الخلافه، ۱۴۲۷ق، ص۳۱۷.
- ↑ ابن قتیبة، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۱-۲۶.
- ↑ ابن قتیبة، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۷.
- ↑ معیر و دیگران، بررسی تأثیر اعزام لشکر اسامه بر چگونگی مشارکت سیاسی نخبگان مهاجر و انصار در سقیفه، ص۱۵۵.
- ↑ بیضون، رفتارشناسی امام علی(ع)، ۱۳۷۹ش، ص۲۹-۳۰.
- ↑ مظفر، السقیفة، ۱۴۱۵ق، ص۹۵-۹۷.
- ↑ ابنکثیر، البدایه والنهایه، ۱۴۰۸ق، ج۵، ص۲۶۵.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۲۴.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۲۴.
- ↑ جوهری بصری، السقیفة و فدک، مکتبه نینوی الحدیثه، ص۴۲.
- ↑ جوهری بصری، السقیفة و فدک، مکتبه نینوی الحدیثه، ص۶۲.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۷۱.
- ↑ عسکری، سقیفه: بررسی نحوه شکلگیری حکومت پس از رحلت پیامبر، ۱۳۸۷ش، ص۷۶.
- ↑ طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۰۵؛ بلاذری، انساب الاشراف، موسسه الاعلمی للمطبوعات، ج۱، ص۵۸۱؛ مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبه الثقافه الدینی، ج۵، ص۱۹۰.
- ↑ جوهری بصری، السقیفة و فدک، مکتبه نینوی الحدیثه، ص۳۷.
- ↑ ابنابیالحدید، شرح نهج البلاغه، مکتبه آیةالله المرعشی، ج۶، ص۱۷.
- ↑ نصر بن مزاحم، وقعة صفین، مکتبة آیةالله مرعشی النجفی، ص۱۱۹-۱۲۰.
- ↑ شیخ مفید، الفصول المختاره، ۱۴۱۳ق، ص۵۶.
- ↑ ابنابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، مکتبه آیةالله المرعشی، ج۶، ص۱۱.
- ↑ وګورۍ: طبرسی، الاحتجاج، نشر المرتضی، ج۱، ص۱۱۵-۱۳۰.
- ↑ ابنابیالحدید، شرح نهجالبلاغة، مکتبه آیةالله المرعشی، ج۱، ص۱۵۱.
- ↑ ابن قتیبه، الامامة والسیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۹-۳۰؛ ابنابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، مکتبة آیةالله المرعشی، ج۶، ص۱۳.
- ↑ ابنقتیبه، الإمامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۳۰-۳۱.
- ↑ تیجانی، مؤتمر السقیفة، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۷۵.
- ↑ ابنابیالحدید، شرح نهجالبلاغه، مکتبه آیةالله المرعشی، ج۱۶، ص۲۳۳-۲۳۴؛ اربلی، کشف الغمة، ۱۳۸۱ق، ج۱، ص۴۹۲.
- ↑ لامنس، مثلث قدرت: ابوبکر، عمر ابوعبیده، ص۱۲۶، به نقل از: مادلونگ، جانشینی محمد، ۱۳۷۷ش، ص۱۵.
- ↑ وګورۍ: مادلونگ، جانشینی محمد، ۱۳۷۷ش، ص۱۷-۱۸.
- ↑ مادلونگ، جانشینی محمد، ۱۳۷۷ش، ص۵۱.
- ↑ مادلونگ، جانشینی محمد، ۱۳۷۷ش، ص۵۱.
- ↑ مادلونگ، جانشینی محمد، ۱۳۷۷ش، ص۵۱.
- ↑ مادلونگ، جانشینی محمد، ۱۳۷۷ش، ص۵۱-۵۲.
- ↑ مادلونگ، جانشینی محمد، ۱۳۷۷ش، ص۶۲.
- ↑ مادلونگ، جانشینی محمد، ۱۳۷۷ش، ص۶۲.
- ↑ مادلونگ، جانشینی محمد، ۱۳۷۷ش، ص۶۲.
- ↑ مادلونگ، جانشینی محمد، ۱۳۷۷ش، ص۶۵.
- ↑ مظفر، السقیفة، ۱۴۱۵ق، ص۶۰-۶۵.
- ↑ مظفر، السقیفة، ۱۴۱۵ق، ص۶۰-۶۶.
- ↑ مظفر، السقیفة، ۱۴۱۵ق، ص۶۶.
- ↑ وګورۍ ابنعبدربه، العقد الفرید، دارالکتب العلمیة، ج۵، ص۱۳.
- ↑ طبری امامی، دلائل الامامة، ۱۴۱۳ق، ص۱۳۴.
- ↑ عسکری، سقیفه: بررسی نحوه شکلگیری حکومت پس از رحلت پیامبر، ۱۳۸۷، ص۱۱۵.
- ↑ داودی و رستمنژاد، عاشورا، ریشهها، انگیزهها، رویدادها، پیامدها، ۱۳۸۸ش، ص۱۱۵-۱۲۶.
- ↑ تهرانی، امامشناسی، ۱۴۱۶ق. ج۸، ص۶۷.
- ↑ وګورئ: داودی و رستمنژاد، عاشورا، ریشهها، انگیزهها، رویدادها، پیامدها، ۱۳۸۸ش، ص۱۲۶.
- ↑ نیر تبریزی، دیوان آتشکده، ۱۳۱۹ش، ص۵۹.
- ↑ حسینی خراسانی، بازکاوی دلیل اجماع، ۱۳۸۵، ص۱۹-۵۷.
- ↑ حسینی خراسانی، بازکاوی دلیل اجماع، ۱۳۸۵، ص۱۹-۵۷.
- ↑ حسینی خراسانی، بازکاوی دلیل اجماع، ۱۳۸۵، ص۱۹-۵۷.
- ↑ حسینی خراسانی، بازکاوی دلیل اجماع، ۱۳۸۵، ص۱۹-۵۷.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعة، دار الاضواء، ج۱۲، ص۲۰۵-۲۰۶.
- ↑ د مثال په توګه، وګورئ: عسکری، سقیفه: بررسی نحوه شکلگیری حکومت پس از رحلت پیامبر، ۱۳۸۷، ص۷۳ و ۷۶؛ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۲۶.
- ↑ اربلی، کشف الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۱، ص۵۰۵.
- ↑ تهرانی، امامشناسی، ۱۴۲۶ق، ج۸، ص۶۷.
سرچينې
- آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعة إلی تصانیف الشیعة، گردآورنده: احمد بن محمد حسینی، بیروت، دار الاضواء.
- ابنابیالحدید، عبدالحمید بن هبهالله، شرح نهجالبلاغه، محقق:ابراهیم، محمد ابوالفضل، قم، مکتبه آیةالله العظمی المرعشی النجفی(ره).
- ابناثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر.
- ابنعبدربه، احمد، العقد الفرید، بیجا، دار الکتب العلمیة، بیتا.
- ابنکثیر، اسماعیل بن عمر، البدایه والنهایه، تحقیق علی شیری، بیروت، داراحیاء التراث العربی، ۱۴۰۸ق/۱۹۸۸م.
- ابنقتیبه، عبدالله بن مسلم، الإمامة و السیاسة، محقق: علی شیری، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۱۰ق.
- اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الائمة، تحقیق سید هاشم رسولی محلاتی، تبریز، مکتبة بنیهاشمی، ۱۳۸۱ق.
- بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الأشراف، محقق: محمدباقر محمودی، احسان عباس، عبدالعزیز دوری، محمد حمیدالله، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات.
- بیضون، ابراهیم، رفتارشناسی امام علی(ع)، ترجمة علیاصغر محمدی سیجانی، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، ۱۳۷۹ش.
- تهرانی، سید محمدحسین، امامشناسی، مشهد، علامه طباطابیی، چاپ سوم، ۱۴۲۶ق.
- تیجانی، محمد، مؤتمر السقیفه، لندن، مؤسسة الفجر، ۱۴۲۴ق.
- جوهری بصری، احمد بن عبد العزیز، السقیفة و فدک، محقق: محمدهادی امینی، تهران، مکتبة نینوی الحدیثة.
- حموی، یاقوت بن عبدالله، معجم البلدان، بیروت، دار صادر، ۱۹۹۵م.
- زرینکوب، عبدالحسین، بامداد اسلام، تهران، امیرکبیر، ۱۳۶۹ش.
- زمخشری، محمود بن عمر، الفائق فی غریب الحدیث، دار الکتب العلمیة، بیروت، منشورات محمد علی بیضون.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الفصول المختارة، تصحیح علی میرشریفی، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
- طبرسی، احمد بن علی، الاحتجاج، مصحح: موسوی خرسان، محمدباقر، مشهد، نشر المرتضی.
- طبری امامی، محمدبن جریر، دلائل الامامة، قم، مؤسسة البعثة، ۱۴۱۳ق.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الأمم و الملوک، محقق: ابراهیم، محمد ابوالفضل، بیروت، دار التراث، ۱۳۸۷ق.
- عبدالمقصود، عبدالفتاح، السقیفه و الخلافه، بیروت، دار المحجه البیضاء،، ۱۴۲۷ق.
- عسکری، مرتضی، سقیفه: بررسی نحوه شکلگیری حکومت پس از رحلت پیامبر، به کوشش: مهدی دشتی، قم، دانشکده اصول الدین، ۱۳۸۷ش.
- مادلونگ، ویلفرد، جانشینی حضرت محمد صلی الله علیه وآله، مترجم: احمد نمایی، محمدجواد مهدوی، جواد قاسمی، حیدر رضا ضابط، مشهد، بنیاد پژوهشهای اسلامی آستان قدس رضوی، ۱۳۷۷ش.
- مظفر، محمدرضا، السقیفة، مقدمه محمود مظفر، قم، مؤسسة انصاریان للطباعة و النشر، ۱۴۱۵ق.
- معیر، زیبا و حسین مفتخری؛ صادق آیینهوند؛ علی رجبلو، «بررسی تأثیر اعزام لشکر اسامه بر چگونگی مشارکت سیاسی نخبگان مهاجر و انصار در سقیفه و تثبیت خلافت»، مطالعات تاریخ اسلام، شماره ۱۷، سال پنجم، تابستان ۱۳۹۲ش.
- منقری، نصر بن مزاحم، وقعة صفین، قم، مکتبة آیةالله مرعشی النجفی(ره)، ۱۴۰۴ق.
- نیر تبریزی، دیوان آتشکده، کتابفروشی هاتف، تبریز، ۱۳۱۹ش،
- یعقوبی، احمد بن اسحاق، تاریخ یعقوبی، بیروت، دار صادر، بیتا.
- مقدسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاریخ، بیجا، مکتبة الثقافة الدینی، بیتا.