منځپانگې ته ورتلل

د محمد تقي شیرازي د جهاد فتوا

د wikishia لخوا

د جهاد فتوا یا د محمد تقي شیرازي د دفاع فتوا په ۱۹۲۰ کال کې برتانوي اشغالګرو په لاس د عراق د اشغال پر وړاندې د مبارزې لپاره خپره شوې مشهوره فتوا وه. محمد تقي شیرازي (۱۲۵۶-۱۳۳۸ هجري) چې د میرزای دوم په نوم پیژندل کیږي، په عراق کې اوسیدونکی یو مشهور شیعه عالم و. په دې فتوا کې، هغه د برتانویانو پر وړاندې مبارزه هغه وخت جائز وبلله کله چې اشغالګر د خلکو غوښتنې ونه مني. علماوو د هغه فتوا ومنله، او ځینو یې د جهاد حکم هم صادر کړ.

د دې فتوا د صادرولو پس منظر د لومړۍ نړیوالې جګړې په جریان کې د انګلستان لخوا د عراق اشغالول او په عراق باندې د انګلستان د واک اعلان او د دې سیمې د خپلواکۍ سره د اشغالګرو مخالفت و. ویل کیږي چې د دې حکم هدف د ټولو عراقي قبیلو انګلستان سره د مقابلې لپاره هڅول وو. له دې فتوا وروسته، د انګلستان پر وړاندې جهاد عمومي شو او د ۱۹۲۰ کال کې د عراق د انقلاب لامل شو.

ویل شوي چې د میرزای دوم د جهاد فتوا د عراق په خپلواکۍ کې اغیزمن رول ولوباوه. د دې فتوا سربیره، آیت الله شیرازي په سیمه کې د برتانوي ګټو پر خلاف یوه بله فتوا هم صادره کړه او مختلفو اسلامي سیمو ته یې د لیکونو په لیږلو سره د برتانیا پر وړاندې د مقاومت پر اړتیا ټینګار وکړ.

موقیعت او اهمیت

د محمد تقي شیرازي لخوا د جهاد فتوا په عراق کې د برتانوي استعمار سره د مقابلې لپاره یوه مشهوره[۱] او تاریخي[۲] فتوا وه. دې فتوا د برتانوي اشغالګرو په وړاندې ترټولو مهم ولسي پاڅون ته لاره هواره کړه،[۳] یعنې د عراق انقلاب چې په ۱۹۲۰ کې د ثَورةُالعشرین (دوه ویشتم انقلاب) په نوم پیژندل کیږي[۴] او د دې هیواد په تاریخ کې یو لوی بدلون دی.[۵] ویل کیږي چې دا فتوا یوه حیرانونکې او پارونکې پریکړه وه چې د عراق او ګاونډیو هیوادونو د خلکو برخلیک یې اغیزمن رول درلود او استعمارګران یې په ویره او اندیښنې کې راوستل؛[۶] همدارنګ دې د یو لوی غورځنګ بنسټ هم کیښود او د عراقي انقلاب مرکزي هسته یې جوړه کړه[۷] او د دې هیواد په خپلواکۍ یې لوی اغیز درلود.[۸]

«مطالبة الحقوق واجبة علی العراقیین و یجب علیهم فی ضمن مطالباتهم رعایة السلم و الامن و یجوز لهم التوسل بالقوة الدفاعیة اذا امتنع انگلیز عن قبول مطالبهم»[۹]


د عراقي د خلکو لپاره واجب ده چې خپل حقونه وغواړي، او د خپلو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره د اقدام کولو پرمهال د سولې او امنیت خیال وساتي. که چیرې برتانویان د خلکو غوښتنې ونه مني، نو د خلکو لپاره جایزه ده چې د دفاع لپاره له زور او ځواک څخه کار واخلي.[۱۰]


دا فتوا، د جهاد د فتوا سربیره،[۱۱] د دفاعي فتوا په نوم هم یادیږي.[۱۲] ډیر علماوو د آیت الله شیرازي فتوا ومنله، او ځینو یې د انګلستان پر ضد نورې فتواګانې صادرې کړې.[۱۳] محمد تقي شیرازي د دې فتوا له صادرولو څلور میاشتې وروسته وفات شو؛ خو د عراقي خلکو تحریک او انقلاب ته کوم زیان ونه رسید.[۱۴]

د اَلمُفَصَّل فی تاریخِ النَّجفِ الْاَشرف کتاب لیکوال حسن عیسی الحکیم، په دې باور دی چې محمد تقي شیرازي په خپله فتوا کې د جهاد حقیقت او د هغه اړین اصول او شرایط روښانه کړي دي.[۱۵] د دې فتوا سربیره، هغه په اسلامي هیوادونو کې مسلمانانو ته ګڼ شمیر لیکونه واستول، چې له هغوی یې وغوښتل چې د بریتانویانو په وړاندې مقاومت وکړي او له اسلامي خاورو څخه د هغوی د ایستلو اړتیا باندې یې ټینګار وکړ.[۱۶]

میرزا محمد تقي شیرازي ته منسوب انځور

شخصیت پيژندنه

میرزا محمد تقي شیرازي (۱۲۵۶-۱۳۸۸ ق)، چې د میرزای دوم په نوم پیژندل کیږي، یو لوی او مشهور شیعه عالم و چې په عراق کې یې ژوند کاوه او د برتانوي استعمار پر وړاندې د پاڅون مشر و.[۱۷] میرزای دوم د خپل وخت شیعه مرجع دین و.[۱۸]

هغه د اسلامي نړۍ په سیاسي پیښو کې ټاکونکي دریځونه درلودل، لکه په ۱۹۱۱ زیږدیز کال کې د ایټالیا لخوا په لیبیا برید او په ۱۹۱۲ زیږدیز کال کې په ایران د روسیې برید؛[۱۹] او هغه په عراق کې د برتانویانو پر وړاندې مختلفې نورې فتواګانې هم صادرې کړې.[۲۰] میرزا محمد تقي د ۱۳۳۸ هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په ۱۳مه د برتانویانو پر وړاندې د عراقیانو د پاڅون پر مهال وفات شو او په کربلا کې خاورو ته وسپارل شو.[۲۱]

د فتوا د صادرولو پس منظر

د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیلیدو سره، انګلستان د جرمني نفوذ د مخنیوي لپاره د لوی پوځي ځواک سره، په عراق برید وکړ، چې هغه وخت د عثماني واکمنۍ لاندې و، او د فاو ښار، او بیا بصره او د هغې شاوخوا سیمې یې ونیولې.[۲۲] د انګلستان پوځي مداخلې په اسلامي ځمکو باندې د کافرانو د کنټرول او د شتمنیو او تیلو د ساحو د لوټلو په اړه د عراق خلک اندیښمن کړل. دوي مذهبي مشرانو ته اپیل وکړ او د جهاد اعلان یې وکړ.[۲۳] عثماني حکومت هم له شیعه عالمانو څخه مرسته وغوښته.[۲۴]

ځینو عراقي عالمانو، لکه میرزا محمد تقي شیرازي،[۲۵] سید مصطفی کاشاني، سید محمد کاظم یزدي، او شیخ الشریعه اصفهاني، د برتانوي اشغالګرو ځواکونو پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ او د بصرې شاوخوا قبیلو ته یې لیکونه واستول چې د برتانوي ځواکونو پر وړاندې دفاع وکړي. دا د دې لامل شو چې عراقيان په ګڼ شمیر سره جبهې ته لاړشي.[۲۶] د عالمانو په مشرۍ کې ولسي جبهه وتوانیده چې د اتلس میاشتو لپاره د برتانوي پوځ مخه ونیسي؛[۲۷] خو د متحدینو وروستۍ بریا او د جرمني ماتې او د عثماني حکومت سقوط د دې لامل شو چې عراق د برتانویانو لاس ته ولویږي.[۲۸]

په ۱۹۲۰ کال کې، په اروپا کې د سان ریمو تړون له مخې، عراق د برتانوي واک لاندې راغی، که څه هم اشغالګرو ژمنه کړې وه چې د عراق خپلواکي به محفوظه وساتي.[۲۹] محمد تقي شیرازي، چې له سید محمد کاظم یزدي وروسته د شیعیانو عام مرجعیت ته رسیدلی و،[یادونه ۱] د برتانوي واک سخت مخالفت وکړ. هغه د عراق د اسلامي ټولنې د سازمان په ملاتړ کې یوه څرګنده فتوا صادره کړه، چې د برتانوي واک پر وړاندې د مبارزې او د عراق د خپلواکۍ لپاره د هڅو لپاره جوړه شوې وه، او د غیر مسلمانانو په مسلمانانو باندې تسلط یې جایز ونه ګڼه.[۳۰] د کربلا اوولسو عالمانو دا سند لاسلیک کړ او په ښارونو کې یې خپور کړ، او له خلکو یې خپلواکي ته وغوښتل.[۳۱]

دا موضوع د کربلا په شمول، په مختلفو ښارونو کې د خلکو د لاریونونو لامل شو.[۳۲] د لاریونونو د خپریدو د مخنیوي لپاره، برتانویانو د میرزا زوی، محمد رضا شیرازي، د یو شمیر نورو مخالفینو سره یوځای ونیول او هند ته یې تبعید کړل.[۳۳] د قبیلوي مشرانو او عرب مشرانو، چې د سید ابوالقاسم کاشاني لخوا بلل شوي وو، یوه غونډه وکړه او پریکړه یې وکړه چې د برتانویانو پر وړاندې وسله واله مبارزه پیل کړي.[۳۴] آیت الله شیرازي د عراق خلکو ته په یوه بیانیه کې د عراق د خپلواکۍ او د اسلامي دولت د جوړولو، غوښتنه وکړه.[۳۵] د برتانویانو او ځینو عراقي قبیلو ترمنځ د لومړني پوځي شخړې وروسته، سید ابوالقاسم کاشاني له آیت الله شیرازي څخه وغوښتل چې عمومي جهاد اعلان کړي. په دې وخت کې، محمد تقي شیرازي د برتانویانو پر وړاندې د جهاد فتوا صادره کړه.[۳۶]

دا هم وګورئ: په ۱۹۲۰ کال د عراق انقلاب

موخې او پایلې

د جهاد د فتوا د صادرولو موخه د ټولو عراقي قبایلو د انګلیسانو په وړاندې مقابلې ته هڅول ګڼل شوي دي.[۳۷] د محمد تقي شیرازي د جهاد له فرمان وروسته، د انګلیسانو پر وړاندې جهاد عمومي شو[۳۸] او قومي او قبیلوي مشرانو د انګلیسانو سره د اړیکو پرې کولو او د انقلاب د پیل اعلان وکړ. په پای کې، د جون په ۳۰، ۱۹۲۰/چنګاښ ۱۲۹۹، انقلاب د منځني فرات په سیمه کې پیل شو او ټول عراق کې خپور شو.[۳۹] د میرازي دوم لخوا د جهاد حکم او د عراق د خپلواکۍ غوښتنه د دې لامل شو چې شیعه او سني سره یوځای شي او د اشغالګرو په وړاندې راپورته شي؛[۴۰] که څه هم ځینې په دې باور دي چې ډیرو سني قبیلو په دې پاڅون کې برخه وانه خیسته.[۴۱] ویل شوي چې د جهاد د فتوا اغیزې نه یوازې په عراق بلکې په ځینې ګاونډیو سیمو باندې هم اغیزه وکړه.[۴۲]

په پای کې، انقلاب د محدودو بشري او مالي سرچینو، د بهرنیو حکومتونو د ملاتړ د نشتوالي، او د بریتانیا د لوی پوځي ځواک او درنو پوځي تجهیزاتو له امله د ۱۷۰ ورځې[۴۳] وروسته ودرول شو؛[۴۴] خو بیا هم ځینې عراقي قبیلو د برتانویانو په وړاندې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړ، او برتانویانو ته یې درانه زیانونه واړول. په پای کې، هغوي دې ته اړ شول چې د عراقي خلکو غوښته ومني او د عراق خپلواکي ومني.[۴۵]

فوټ نوټ

  1. امین، أعیان الشیعة، ۱۴۰۳ش، ج‌۹، ص۱۹۲.
  2. عقیقی بخشایشی، فقهای نامدار شیعه، ۱۳۷۲ش، ص۲۳۶؛ جمعی از محققین پژوهشکده باقرالعلوم(ع)، گلشن ابرار، ۱۳۹۳ش، ص۶۴۸-۶۴۹.
  3. حکیم، «وضعیت گروه‌های سیاسی عراق»، ص۳۴۲.
  4. غروی، مع علماء النجف الأشرف، ۱۴۲۰ق، ج‌۲، ص۸؛ ممند صالح و علی پرغو، «بررسی حیات سیاسی محمد تقی شیرازی (میرزای شیرازی) و نقش ایشان در انقلاب شیعیان عراق»؛ الوردی، تاریخ عراق، ۱۳۹۱ش، ج۳، ص۶۵۲.
  5. غروی، مع علماء النجف الأشرف، ۱۴۲۰ق، ج‌۲، ص۴۰؛ دادفر، «تحول و دگردیسی در نمای جامعه شناختی شیعیان عراق در قرن بیستم (علل - پیامدها)»، ص۱۶۲-۱۶۶.
  6. عقیقی بخشایشی، فقهای نامدار شیعه، ۱۳۷۲ش، ص۳۳۰.
  7. عقیقی بخشایشی، فقهای نامدار شیعه، ۱۳۷۲ش، ص۲۳۶-۲۳۷.
  8. آقابزرگ تهرانی، طبقات أعلام الشیعة، ۱۴۳۰ق، ج‌۱۳، ص۲۶۲؛ غروی، مع علماء النجف الأشرف، ۱۴۲۰ق، ج‌۲، ص۸.
  9. آقابزرگ تهرانی، طبقات أعلام الشیعة، ۱۴۳۰ق، ج‌۱۳، ص۲۶۳؛ زرکلی، الأعلام، ۱۹۸۹م، ج‌۶، ص۶۴؛ حکیم، المفصل فی تاریخ النجف الأشرف، ۱۴۲۷ق، ج‌۷، ص۲۲۱.
  10. صادقی تهرانی، نگاهی به تاریخ انقلاب اسلامی ۱۹۲۰ عراق و نقش علماء مجاهدین اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۶۷.
  11. صادقی تهرانی، نگاهی به تاریخ انقلاب اسلامی ۱۹۲۰ عراق و نقش علماء مجاهدین اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۶۷.
  12. جمعی از محققین پژوهشکده باقرالعلوم(ع)، گلشن ابرار، ۱۳۹۳ش، ص۶۵۰؛ «میرزا محمدتقی شیرازی»، پایگاه اطلاع رسانی حوزه؛ «کولاک میرزای شیرازی در کربلا»، ایسنا.
  13. صادقی تهرانی، نگاهی به تاریخ انقلاب اسلامی ۱۹۲۰ عراق و نقش علماء مجاهدین اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۶۷.
  14. عقیقی بخشایشی، فقهای نامدار شیعه، ۱۳۷۲ش، ص۲۳۷.
  15. حکیم، المفصل فی تاریخ النجف الأشرف، ۱۴۲۷ق، ج‌۷، ص۲۲۱.
  16. «کولاک میرزای شیرازی در کربلا»، ایسنا.
  17. آقابزرگ تهرانی، طبقات أعلام الشیعة، ۱۴۳۰ق، ج‌۱۳، ص۲۶۱؛ زرکلی، الأعلام، ۱۹۸۹م، ج‌۶، ص۶۳؛ حکیم، المفصل فی تاریخ النجف الأشرف، ۱۴۲۷ق، ج‌۷، ص۲۲۰.
  18. امین، أعیان الشیعة، ۱۴۰۳ش، ج‌۹، ص۱۹۲؛ حکیم، المفصل فی تاریخ النجف الأشرف، ۱۴۲۷ق، ج‌۷، ص۲۲۰.
  19. حکیم، المفصل فی تاریخ النجف الأشرف، ۱۴۲۷ق، ج‌۷، ص۲۲۰.
  20. زرکلی، الأعلام، ۱۹۸۹م، ج‌۶، ص۶۴.
  21. امین، أعیان الشیعة، ۱۴۰۳ش، ج‌۹، ص۱۹۲؛ آقابزرگ تهرانی، طبقات أعلام الشیعة، ۱۴۳۰ق، ج‌۱۳، ص۲۶۳؛ حکیم، المفصل فی تاریخ النجف الأشرف، ۱۴۲۷ق، ج‌۷، ص۲۲۲.
  22. صادقی تهرانی، نگاهی به تاریخ انقلاب اسلامی ۱۹۲۰ عراق و نقش علماء مجاهدین اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۱۹؛ الوردی، تاریخ عراق، ۱۳۹۱ش، ج۳، ص۶۵۰.
  23. صادقی تهرانی، نگاهی به تاریخ انقلاب اسلامی ۱۹۲۰ عراق و نقش علماء مجاهدین اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۱۹.
  24. صادقی تهرانی، نگاهی به تاریخ انقلاب اسلامی ۱۹۲۰ عراق و نقش علماء مجاهدین اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۱۹.
  25. الوردی، تاریخ عراق، ۱۳۹۱ش، ج۳، ص۶۵۰.
  26. صادقی تهرانی، نگاهی به تاریخ انقلاب اسلامی ۱۹۲۰میلادی عراق و نقش علماء مجاهدین اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۲۲.
  27. صادقی تهرانی، نگاهی به تاریخ انقلاب اسلامی ۱۹۲۰م. عراق و نقش علماء مجاهدین اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۲۷.
  28. صادقی تهرانی، نگاهی به تاریخ انقلاب اسلامی ۱۹۲۰ عراق و نقش علماء مجاهدین اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۳۵-۳۶.
  29. صادقی تهرانی، نگاهی به تاریخ انقلاب اسلامی ۱۹۲۰ عراق و نقش علماء مجاهدین اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۵۵.
  30. صادقی تهرانی، نگاهی به تاریخ انقلاب اسلامی ۱۹۲۰ عراق و نقش علماء مجاهدین اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۵۶؛ «مروری بر مبارزات میرزای شیرازی دوم علیه انگلیسی‌ها، فتواهایی که کمر استعمار را درعراق شکست»،‌ موسسه فرهنگی هنری خراسان.
  31. صادقی تهرانی، نگاهی به تاریخ انقلاب اسلامی ۱۹۲۰ عراق و نقش علماء مجاهدین اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۵۶.
  32. الوردی، تاریخ عراق، ۱۳۹۱ش، ج۳، ص۶۵۲؛ صادقی تهرانی، نگاهی به تاریخ انقلاب اسلامی ۱۹۲۰ عراق و نقش علماء مجاهدین اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۶۱.
  33. صادقی تهرانی، نگاهی به تاریخ انقلاب اسلامی ۱۹۲۰ عراق و نقش علماء مجاهدین اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۶۱.
  34. صادقی تهرانی، نگاهی به تاریخ انقلاب اسلامی ۱۹۲۰ عراق و نقش علماء مجاهدین اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۶۱.
  35. صادقی تهرانی، نگاهی به تاریخ انقلاب اسلامی ۱۹۲۰ عراق و نقش علماء مجاهدین اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۶۳.
  36. صادقی تهرانی، نگاهی به تاریخ انقلاب اسلامی ۱۹۲۰میلادی عراق و نقش علماء مجاهدین اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۶۵-۶۷.
  37. صادقی تهرانی، نگاهی به تاریخ انقلاب اسلامی ۱۹۲۰ عراق و نقش علماء مجاهدین اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۶۷.
  38. صادقی تهرانی، نگاهی به تاریخ انقلاب اسلامی ۱۹۲۰ عراق و نقش علماء مجاهدین اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۶۷.
  39. صادقی تهرانی، نگاهی به تاریخ انقلاب اسلامی ۱۹۲۰ عراق و نقش علماء مجاهدین اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۶۸-۹۹.
  40. الوردی، تاریخ عراق، ۱۳۹۱ش، ج۳، ص۶۵۲.
  41. ویلی، نهضت اسلامی شیعیان عراق، ۱۳۷۳ش، ص۳۵.
  42. الرهیمی، تاریخ جنبش اسلامی در عراق، ۱۳۹۰ش، ص۲۱۵.
  43. الوردی، تاریخ عراق، ۱۳۹۱ش، ج۳، ص۶۵۳.
  44. صادقی تهرانی، نگاهی به تاریخ انقلاب اسلامی ۱۹۲۰ عراق و نقش علماء مجاهدین اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۹۹-۱۰۱.
  45. صادقی تهرانی، نگاهی به تاریخ انقلاب اسلامی ۱۹۲۰ عراق و نقش علماء مجاهدین اسلام، ۱۳۹۰ش، ص۱۱۴-۱۱۶.

سرچينې

  • امین، محسن، أعیان الشیعة، بیروت،‌ دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۳ق.
  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، طبقات أعلام الشیعة، بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۳۰ق.
  • جمعی از محققین پژوهشکده باقرالعلوم(ع)، گلشن ابرار، زندگی اسوه‌های علم و عمل، قم، سازمان تبلیغات اسلامی، ۱۳۹۳ش.
  • حکیم، حسن، «وضعیت گروه‌های سیاسی عراق»، نشریه علوم سیاسی دانشگاه باقرالعلوم(ع)، شماره ۱۸، تابستان ۱۳۸۱ش.
  • حکیم، حسن‌عیسی، المفصل فی تاریخ النجف الأشرف، قم، المکتبة الحیدریة، ۱۴۲۷ق.
  • دادفر، سجاد، «تحول و دگردیسی در نمای جامعه شناختی شیعیان عراق در قرن بیستم (علل - پیامدها)»، شیعه‌شناسی، شماره ۳۲، زمستان ۱۳۸۹ش.
  • الرهیمی، عبدالحلیم، تاریخ جنبش اسلامی در عراق، ترجمه جعفر دلشاد، قم، بوستان کتاب، ۱۳۹۰ش.
  • زرکلی، خیر الدین، الأعلام(قاموس تراجم لأشهر الرجال و النساء من العرب و المستعربین و المستشرقین)، بیروت،‌ دار العلم للملایین، چاپ هشتم، ۱۹۸۹م.
  • صادقی تهرانی، محمد، نگاهی به تاریخ انقلاب اسلامی ۱۹۲۰ عراق و نقش علماء مجاهدین اسلام، قم، شکرانه، ۱۳۹۰ش.
  • عقیقی بخشایشی، عبدالرحیم، فقهای نامدار شیعه، قم، کتابخانه عمومی حضرت آیه الله العظمی مرعشی نجفی، ۱۳۷۲ش.
  • غروی، محمد، مع علماء النجف الأشرف، بیروت،‌ دار الثقلین، ۱۴۲۰ق.
  • «کولاک میرزای شیرازی در کربلا»، خبرگزاری ایسنا، تاریخ درج مطلب: ۹ تیر ۱۴۰۱ش، تاریخ بازدید: ۵ مهر ۱۴۰۳ش.
  • «مروری بر مبارزات میرزای شیرازی دوم علیه انگلیسی‌ها، فتواهایی که کمر استعمار را درعراق شکست»، موسسه فرهنگی هنری خراسان، تاریخ بازدید: ۵ مهر ۱۴۰۳ش.
  • «میرزا محمدتقی شیرازی»، پایگاه اطلاع رسانی حوزه، تاریخ درج مطلب: ۱۸ مهر ۱۳۸۷ش، تاریخ بازدید: ۵ مهر ۱۴۰۳ش.
  • ممند صالح، پژاره و محمدعلی پرغو، بررسی حیات سیاسی محمد تقی شیرازی (میرزای شیرازی) و نقش ایشان در انقلاب شیعیان عراق، ششمین کنفرانس بین المللی مطالعات حقوقی و قضایی، ۱۳۹۹ش.
  • الوردی، علی، تاریخ عراق، قم، سازمان تبلیغات اسلامی، ۱۳۹۱ش.
  • ویلی، جویس ان، نهضت اسلامی شیعیان عراق، ترجمه مهوش غلامی، تهران، موسسه اطلاعات، ۱۳۷۳ش.