د نساء سورې ۱۱۶ آیت
| د آیت ځانګړتیا | |
|---|---|
| په سورت کې موقعیت | نساء سوره |
| د آیت شمېر | ۱۱۶ |
| جزء | ۵ |
| د منځپانګې معلومات | |
| د نزول ځای | مدینه |
| اړونده آیتونه | د نساء سورې ۴۸ آیت، د زمر سورې ۵۳ آیت |
د نساء سورې ۱۱۶ آیت کې راغلي چې هر ګناه بخښل کېدای شي،[۱] پرته له شرک څخه، چې هیڅکله نه بخښل کېږي.[۲] مفسران، د دې آیت په دلیل سره، شرک تر ټولو لویه ګناه ګڼي.[۳]
دا آیت په قرآن کریم کې له خورا امید ورکوونکو آیتونو څخه ګڼل کیږي.[۴] د ناصر مکارم شیرازي په وینا، د نساء سوره ۴۸ آیت د الهي لید له مخې د شرک فساد بیان شوی، پداسې حال کې چې پدې آیت کې، خلکو ته د هغې زیان بیان شوی دی.[۵] مفسران د دې دوو آیتونو تکرار د دې موضوع د اهمیت له سببه ګڼي.[۶] د ځینو مفسرینو په وینا، د شرک پرته د نورو ګناهونو بخښنه په دې معنی ده چې نور ګناهونه د بخښلو وړ دي،[۷] خو بخښنه یې په الهي ارادې پورې اړه لري.[۸]
إِنَّ اللَّهَ لَا يَغْفِرُ أَنْ يُشْرَكَ بِهِ وَيَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِكَ لِمَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُشْرِكْ بِاللَّهِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا بَعِيدًا
په حقیقت کې، الله تعالی دا نه بخښي چې له هغه سره څوک شریک جوړ کړی شي. او چاته چې وغواړي هغه څه بخښي چې له دې (شرکه) کم وي او څوک چې له الله سره بل څوک شریک کړي، نو هغه په حقیقت کې ډیر زیات ګمراه شوی دی
نساء سوره، ۱۱۶ آیت
علامه طباطبایي د نساء سوره ۱۱۶ آیت د مخکیني آیت توضیح یا دلیل ګڼي، او د آیتونو شرایطو ته په پام سره، هغه د پیغمبر(ص) سره دښمني د شرک یوه بیلګه ګڼي.[۹] د آیت په پای کې، شرک د «لری ګمراهۍ» سره تشبیه شوی، چې د ملا فتح الله کاشاني په وینا، د ډېر لوی ضلالت او د ګمراهۍ لوړې درجې ته اشاره کوي.[۱۰]
د آیت د نزول اسباب په اړه، روایت شوی چې یو بوډا عرب سړي له پیغمبر(ص) څخه د هغه د برخلیک په اړه پوښتنه وکړه، پداسې حال کې چې هغه په خپلو ګناهونو اعتراف کړی و مګر شرک یې نه و کړی او کفر ته نه و راستون شوی. په ځواب کې، آیت نازل شو.[۱۱] په یوه بل راپور کې، دا آیت د طُعَیمَة بن ابیرق په اړه نازل شوی، چې مرتد شوی و.[۱۲]
تفسیرونه وايي چې هیڅ نیک عمل هغه کس ته نجات نشي ورکولی که چیرې شرک سره مل وي.[۱۳] همدارنګ ویل شوي چې د شرک نه بخښل کیدل هغه حالت سره تړاو لري چیرې چې یو څوک د شرک په حالت کې مړ شي، او که نه نو هره ګناه توبې سره بخښل کیدی شي.[۱۴]
فوټ نوټ
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۳، مخ۴۰۹.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۵، مخ۸۳.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۴، مخ۱۳۲؛ قرائتی، ۱۳۸۸ش، تفسير نور، ټوک۲، مخ۱۶۴.
- ↑ قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۸ش، ټوک۲، مخ۱۶۳.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۴، مخ۱۳۳.
- ↑ طبرسی، جوامع الجامع، ۱۴۱۲ق، ټوک۱، مخ۲۸۸؛ بیضاوی، أنوار التنزیل، ۱۴۱۸ق، ټوک۲، مخ۹۷.
- ↑ قرشی بنابی، تفسیر احسن الحدیث، ۱۳۷۵ش، ټوک۲، مخ۴۵۳.
- ↑ ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۷ق، ټوک۶، مخ۱۱۳.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ټوک۵، مخ۸۳.
- ↑ کاشانی، منهج الصادقین، کتابفروشی اسلامیه، ټوک۳، مخ۱۱۵.
- ↑ میبدی، کشف الاسرار، ۱۳۷۱ش، ټوک۲، مخ۶۸۹.
- ↑ ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۴۰۸ق، ټوک۶، مخ۱۱۳.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ټوک۳، مخ۴۰۹.
- ↑ قرشی بنابی، تفسیر احسن الحدیث، ۱۳۷۵ش، ټوک۲، مخ۴۵۳.
سرچينې
- ابوالفتوح رازي، حسین بن علي، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، مشهد، آستان قدس رضوي، د اسلامي څېړنو بنسټ، ۱۴۰۸ق.
- بیضاوي، عبدالله بن عمر، أنوار التنزیل و أسرار التأویل، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۱۸ق.
- طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسه الاعلمي للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
- طبرسي، فضل بن حسن، تفسیر جوامع الجامع، سمون: ابوالقاسم ګرجی، قم، د قم علمیه حوزه، ۱۴۱۲ق.
- فخر رازي، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار احیاء التراث العربي، ۱۴۲۰ق.
- قرائتي، محسن، تفسیر نور، تهران، فرهنګي مرکز «درسهایی از قرآن»، ۱۳۸۸هـ ل.
- قرشي بنابي، علياکبر، تفسیر احسن الحدیث، تهران، د بعثت بنسټ، د چاپ او خپرولو مرکز، ۱۳۷۵هـ ل.
- کاشاني، فتحالله بن شکرالله، منهج الصادقین فی إلزام المخالفین، تهران، کتابفروشي اسلامیه، بېنېټې.
- مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامي، ۱۳۷۱هـ ل.
- میبدي، احمد بن محمد، کشف الاسرار و عدة الابرار، تهران، امیرکبیر، ۱۳۷۱هـ ل.