د کعبې مولود

د wikishia لخوا
د کعبې زیږون د فرشچیانو لخوا انځور شوی

د کعبې مولود د کعبي زیږیدلې شو په معنی د امام علي(ع) د زیږون پیښې ته ګوټه کوي، کوم چې د هغه یو ځانګړنۍ فضیلت دی. د اهل سنت په ځینو سرچینو کې، جعلي روایتونه د امام علي(ع) د فضیلتونو انکار په موخه جوړه شوي، کوم چې دا فضیلت نورو ته منسوب کوي.

لږترلږه د اهل سنت شپږلس سرچینو او د شیعه ګان پنځوس سرچینو راپور ورکړی چې امام علي په کعبه کې زیږیدلی شوي دی. د شیعه او سني مختلف سرچینو د امام علي(ع) زیږون راپور په کعبه کې متواتر بللي دی. البته، د توضیحاتو په اړه توپیرونه شتون لري. په کعبه کې د امام علي(ع) د زیږون په اړه ډیری کتابونه لیکل شوي دي. د دوی په مینځ کې «علی وَلیدُ الکَعبه»کتاب دی، چې د میرزا محمد علي ارډوبادي لخوا لیکل شوی (۱۳۱۲- ۱۳۸۰ ق.) چې فارسي ژباړه یې «یگانه مولود کعبه» نومیږي.

د سرچینو په اړه راپور

د کعبې مولود، موخه؛ امام علي(ع) د شیعه ګان لومړی امام دی او په کعبه کې د هغه زیږون ته اشاره کوي.[۱] علامه امینې د شپالس اهل سنت سرچینو او پنځوس شیعي سرچینو روایت کړې چې وايي امام علي(ع) په کعبه کې زیږیدلی شوی دی.[۲] هغه د دویمې پیړۍ څخه تر څوارلسمې پیړۍ پورې ۴۱ شاعران هم ذکر کړل، څوک چې په خپلو شعرونو په کعبه کې د امام علي(ع) زیږون ته ګوټه کوي.[۳]

په احقا الحق باندې لیکل شوي شرحو نو، په کعبه کې د امام علي(ع) زیږیدنه د ۱۷ اهل سنت سرچینو څخه را اخیستل شوې.[۴] سبط بن جوزی،[۵] ابن صباغ مالکي،[۶] او علي بن برهان الدین حلبي،[۷] د اهل سنت عالمانو دي چې په کعبه کې د امام علي(ع) د زیږون په اړه خبرې کړي دي. په المُستَدَرک عَلَی الصَّحیحَین[۸] او کفایة الطالب[۹] په کعبه کې د امام علي(ع) د زیږون، د تواټر ادعا شوې ده.

پیښه

په کعبه کې د امام علي(ع) د زیږون پیښه په سرچینو کې پر دریو ډولو ذکر شوې:

  • د مَناقب اِبْن مَغازِلی(۴۸۳ ق.) په کتاب کې د امام سجاد(ع) په روایت؛ پیغمبر(ص) ابوطالب ته غمجن ولیده او لامل یې پوښتنه وکړه. ابوطالب وویل چې د هغه میرمن، فاطمه بنت اسد د ماشوم زیږون خوږی سره مخ شوی. دا دواړه د رسول الله(ص) سره کعبي ته راغلل او ابی طالب فاطمه بنټ اسد ته په کعبه کې و کښینوله. وروسته له هغه چې علي(ع) زیږیدلی شو، پیغمبر هغه خپل کور ته ورساوه.[۱۰]
  • شیخ صدوق په خپلو حدیثي کتابونو کې؛ علل الشرائع[۱۱]، معاني الأخبار[۱۲] او امالې[۱۳] او د هغه وروسته ځینې نور محدثانو[۱۴] د یزید بن قَعْنَب لخوا روایت شوی چې ویل کیږي؛ فاطمه بنت اسد د کعبه ترڅنګ و چې هغه ته د زیږیدلې خوږی و رساوه. هغه له خدای څخه وغوښتل چې د هغه زیږون لپاره اسانه کړي. پدې وخت کې، کعبه له شا څخه جلا شوه او فاطمه دننه شو. بیا د دیوال واټن یوځای شو. هغه د یزید بن قعنب روایت وکړه: "موږ نشو کولۍ په هغه څه چې کوو د کعبه دروازی خلاص کړو. له همدې امله پوه شو چې دا د خدای لخوا ترسره شوی. فاطمه بنت اسد د علی(ع) د نیولو سره څلور ورځې وروسته کعبي کې پریښود. [یادونه۱]
  • د حسن بن علي طبري (دمړی کال ۷۰۱ ق.) په وینا د تحفةالابرار په کتاب کې؛ فاطمه بنت اسد، د حضرت علي(ع) مور، هغه د کعبي په طواف کی و چې د زیږون خوږی را اخیستل، چې نشي کولی بیرته کور ته راستون شي. نو هغه کعبي ته مخه کړه، د کعبه دروازی پرانستل شو او هغه کعبي ته ننه شو. دروازه وتړل شوه او هغي په کعبه کې خپل ماشوم ته زیږیدلی او د دریو ورځو لپاره په کعبه کې و.[۱۵]

د حکیم بن حزام پیښه

شیخ مفید په کعبه کې د امام علي(ع) زیږیدل د هغه یو ځانګړنۍ فضیلت ګني، کوم چې دمخه، هیچا سره نه و پیښ شوی او وروسته به یی هم پیښ نشي.[۱۶] په داسې حال کې، ځینې د اهل سنت سرچینو ویلي چې د پیغمبر(ص) یو صحابي، حکیم بن حِزام[یادونی۲] په کعبه کې زیږیدلی و.[۱۷] البته، ځینې پدې باور دي چې دا کیسی د پیغمبر صحابي د زبیر کورنۍ لخوا جعل شوی ده، چې د امام علي(ع) د فضیلتونو انکار شوی؛ ځکه چې د حکیم بن حزام، بن خویلد، بن اسد، بن عبد العزیز نسب او د زبیر کورنۍ په اسد بن عبد العززی کې ګډ دي.[۱۸]

پدې کې ځینې ستونزې شتون لري؛ په لنډه توګه:

  1. مُصعَب بن عثمان نامالومه دی او د رجالي په کتابونو کې نه دی نومول شوی.
  2. دغه روایت، مُرسله ده؛ ځکه چې مصعب بن عثمان، د دې کیسې بیان کونکۍ، د دې پیښې څخه کلونه وروسته زیږیدلی و. نو هغه نشو کولی پرته له واسطه دا کیسه روایت کړي.[۱۹]

په کعبه کې د امیر الموءمنین(ع) د زیږون راز

په کعبه کې د امیر الموءمنین(ع) د زیږون یو راز دا کیدی شي چې څښتن تعالی وايي: ای کعبه، زه به ډیر ژر تاسو ته، ستاسو په مینځ کې د دې مولود له لارې له ناپاکۍ، ككړتیا، اوثان، بتونو او له انصاب او ازلام څخه پاک او سپیڅلې به وکړم. او بل راز چې ممکن خورا دقیق او ژور وي دا دی: کعبیي ته د پاملرنه حقیقت، دی رڼا ته پاملرنه ده چې دی ته زیږیدلې شوی ده. ځکه چې که چیرې کعبي ته د پاملرنې موخه یوازی دې ودانۍ او دې ډبرۍ وی، دا هم یو له اصنامو ستاینول او د بتانو عبادت کول دی. او تناسب حکم کوي انساني بدن چې خاوره ده د خاورې کعبې ته پاملرنه وکړی او د انسان روح، کوم چې مجرد جوهر دی، هغه مجرد رڼاته پاملرنه وکړی، او هر جنس پخپله جنسو سره یوځای کیږي: رڼا د رڼا لپاره، او خاوره د خاوره لپاره‌.[۲۰]

په ادبیاټ او شعرونه

د امام علي(ع) له زیږون وروسته د تاریخ په اوږدو کې، په کعبې د حضرت د زیږون پیښه، په ادبیات کې، او همدارنګه د شاعرانو او د شیعه او سنی عالمانو په شعرونه ذکر شوي. سید حمیري(دمړی کال ۱۷۹ ق.) وايي: «ولدته فی حرم الاله و امنه» «والبیت حیث فناؤه و المسجد» د هغه مور، هغه ته د خدای په حرم او د هغه خوندي کور کې زیږیدلی، چیرې چې د هغه آستانه او د سجدي ځای ده.[۲۱]

ابن ابي الحدید معتزلي،(د مړی کال ۶۵۶ ق.) د خپل معروفه قصیده په ضمن کی وايي:

هوالذی بیت الله مَولِده
فطهرالبیت من ارجاس و اوثان

ژباړه: هغه دغسې لوړ سړی دی چې بیت الله د زیږون ځای و، او دې کور ته د بتانو له ککرتیا څخه یې پاک او سپیڅلي کړ.[۲۲]

د فارسي شعرونو په مینځ کې، د شمس اصطهباناتې شعر دي چی د مُسَمَّط په چوکات کی [یادونی۳] جوړه شوې ده:

این خانه را باید خدا در عرش معماری کند
آدم بنایش بر نهد جبریل هم یاری کند
آید خلیل الله در او یک چند حجاری کند
او را اولوالعزمی دگر منقوش و گچکاری کند
اینسان خدا از خانه اش چندی پرستاری کند
تا ساعتی ازدوستی یک میهمانداری کند
وز میهمانداری دگر امر قوی جاری کند
پس نقش‌های ماسَلَف بُد بهر این زیباخَلَف

ژباړه:

دا کور باید د خدای لخوا په عرش کې ډیزاین شي
ادم د جورولو پیل کړی او جبریيل، ور سره مرسته وکړه
خلیل الله هغي ته راځه یو څو ډبرونه کښینوله
یو نور اول العزمي هغه ته نقاشې او کچ وکړه
خدای دغسې له خپل کور کې ساتنه کړه
تر گړۍ ملګری ته میلمستیا کړه
له نور میلمستیا قوی امر کړه
نو د پخوا نقشي اوسنۍ لپاره ښکلا دی.

[سرچینې ته اړتیا]

حاجی میرزا اسماعیل شیرازي (۱۲۵۸- ۱۳۰۵ ق.) [یادونه۴] هم په خپل مولودیه قصیده کې ویلی ده:

إِنْ یَکُنْ یُفرَضُ لِلهِ البَنُونَ
فَتَعَالَى اللهُ عَمَّا یَصِفُونَ
فَوَلیدُ الْبَیْتِ أَحْرَى أَنْ یَکُونَ
لِوَلیِّ الْبَیْتِ حَقّاً وَلَداً[۲۳]

ژباړه: «که د خدای لپاره د هلکانو فرض شي، او البته خدای د هغه څه څخه غوره، منزه او لوړ دی چې دوی یې بیانوي او ستاینه کیږی، (او هیڅ اولاد نلري.) د کعبي د ماشوم درلودل غوره دی چې د څښتن لپاره اولاد وی. [یادونه۵]

یوازېنۍ لیکنه

د امام علي(ع) د زیږون په اړه آثارونه لیکل شوي دی، چې ځینې یې دا دي:

  • «علی ولید الکعبه»، د محمدعلي اردوبادي لخوا لیکل شوی ده: دا کتاب هم په خپلواکه توګه او هم د موسوعة العلامة الاردوبادی په ضمن کې خپور شوی دی. د دې کتاب فارسي ژباړه د «یگانه مولود کعبه» په نامه یادیږي.
  • «ولید الکعبه»، د سید محمد رضا حسیني جلالي لخوا اثر دی: پدې کتاب کې په کعبه کې د امام علي(ع) د زیږون په اړه څو رساله او مقالې شتون لري او په ۱۳۸۳ ش. کال کې خپور شوی دی.
  • «المولود فی بیت الله الحرام علی بن ابی‌طالب اَم حکیم بن حزام»، د سید نبیل حسیني لخوا لیکل شوی دی: پدې کتاب کې، لیکوال هڅه کوي دا ثابته کړي چې د کعبي مولود، د امام علي(ع) یو له ځانګړنیو فضیلتونو څخه دی، او زبیر بن بکار او د هغه تره مصعب بن عبدالله لخوا د حکیم بن حزام لپاره جوړ شوه د امام علي(ع) سره د دښمني لامله.[۲۴]

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. مسعودی، مروج الذهب، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۳۴۹؛ مفید، الارشاد، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۵.
  2. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۶، ص۳۷-۴۳.
  3. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۶، ص۴۴-۵۱.
  4. مرعشی نجفی، شرح احقاق الحق، مکتبه آیت الله مرعشی، ج۷، ص۴۸۶-۴۹۱
  5. سبط بن جوزی، تذکرة الخواص، ۱۴۰۱ق، ص۲۰.
  6. ابن صباغ، الفصول المهمة، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۱۷۱
  7. حلبی، السیرة الحلبیة، ۱۴۰۰ق، ج۱، ص۲۲۶.
  8. حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۴۸۳.
  9. گنجی شافعی، کفایة‌ الطالب، ۱۴۰۴ق، ص۷۰۷
  10. ابن مغازلی، مناقب الامام علی بن ابی‌طالب، ۱۴۲۴ق، ص۵۸-۵۹؛ ابن حاتم شامی، الدر النظیم، ۱۴۲۰ق، ص۲۲۵.
  11. شیخ صدوق، علل الشرائع، ۱۳۸۵ش، ج‏۱، ص۱۳۵.
  12. شیخ صدوق، معانی الاخبار، ۱۴۰۳ق، ص۶۲.
  13. شیخ صدوق، الأمالی، ۱۳۷۶ش، ص۱۳۲.
  14. وګوۍ: محمدی ری‌شهری، دانش نامه اميرالمؤمنين(ع) بر پايه قرآن، حديث و تاريخ،۱۳۸۹ش، ج۱، ص۷۸.
  15. طبری، تحفة الابرار، ۱۳۷۶ش، ص۱۶۵-۱۶۴.
  16. مفید، الارشاد، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۵.
  17. قرشی اسدی، جمهرة نسب قریش و اخبارها، ۱۳۸۱ق، ص۳۵۳.
  18. شوشتری، قاموس الرجال، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۳۸۷؛ مرتضی عاملی، الصحیح من سیرة النبی، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۱۶۰
  19. شوشتری، قاموس الرجال، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۳۸۷؛ مرتضی عاملی، الصحیح من سیرة النبی، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۱۶۰
  20. حسینی طهرانی، امام شناسی، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۱۱۷؛ مقام امیرالمؤمنین و کیفیت ولادت آن حضرت در خانه، وبگاه مکتب وحی.
  21. ابن شهرآشوب، مناقب آل أبي طالب - طبع المكتبة الحيدرية، ج۲، ص۲۴
  22. ابن ابي الحديد، شرح نهج البلاغة
  23. امینی، محمدحسین، الغدیر، ج۶، ص ۲۹.
  24. حسنی، المولود فی بیت الله الحرام علی بن ابی‌طالب اَم حکیم بن حزام، ۱۴۳۳ق، ص۹۹-۱۰۴.

سرچينې

  • د امیرالمومنین مقام او په کعبي کې د هغه د زیږون کیفیت/مقام امیرالمؤمنین و کیفیت ولادت آن حضرت در خانه، وبگاه مکتب وحی.
  • ابن صباغ مالکی، علی بن محمد، الفصول المهمة فی معرفة الأئمة، قم، دار الحدیث، ۱۴۲۲ق.
  • ابن مغازلی، علی بن محمد، مناقب الامام علی بن ابی‌طالب، بیروت، دار الأضواء، ۱۴۲۴ق.
  • امینی، عبدالحسین، الغدیر فی الکتاب و السنة و الادب، قم، مرکز الغدیر، ۱۴۱۶ق.
  • حاکم نیشابوری،محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، بیروت، دار الفکر، ۱۴۲۲ق.
  • حسنی، سید نبیل، المولود فی بیت الله الحرام علی بن ابی‌طالب اَم حکیم بن حزام، کربلا، العتبة الحسینیة المقدسه قسم الشئون الفکریه و الثقافیه، ۱۴۳۳ق/۲۰۱۲م.
  • حسینی طهرانی، محمدحسین، امام شناسی، مشهد، علامه طباطبايی، ۱۴۲۵ق.
  • حلبی، علی بن برهان‌الدین، السیرة الحلبیة فی سیرة الأمین المأمون، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۰۰ق.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، دانش‌نامه امیر‌المومنین علیه‌السلام بر پایه قرآن، حدیث و تاریخ، قم، مؤسسه علمی فرهنگی دار الحديث، سازمان چاپ و نشر، ۱۳۸۹ش.
  • سبط بن جوزی، یوسف بن فرغلی بن عبدالله البغدادی، تذكرة الخواص، بیروت، مؤسسة أهل البیت، ۱۴۰۱ق.
  • شامی، یوسف بن حاتم، الدر النظیم فی مناقب ائمه اللهامیم، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۲۰ق.
  • شوشتری، محمدتقی، قاموس الرجال، قم، موسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن على، الأمالی، تهران، انتشارات كتابچى، ۱۳۷۶ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن على، معانی الأخبار، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۳ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن على،علل الشرائع، قم، كتاب فروشى داورى، ۱۳۸۵ش.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الإرشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، مؤسسة آل البیت علیهم السلام، ۱۴۱۴ق.
  • طبری، محمد بن علی بن رستم طبری، بشارة المرتضی لشیعة المرتضی، تحقیق جواد قیومی اصفهانی، مؤسسة النشر الاسلامی التابعه لجماعة المدرسین بقم المشرفه، ۱۴۲۰ق.
  • طبری، عماد الدین حسن بن علی، تحفة الابرار، تهران، میراث مکتوب، ۱۳۷۶ق.
  • قرشی اسدی مکی، زبیر بن بكار، جمهرة نسب قریش و اخبارها، تحقیق: محمود محمد الشاکر، مطبعة المدنی، ۱۳۸۱ق.
  • گنجی الشافعی، محمد بن یوسف، كفایة‌ الطالب فی مناقب علی بن أبی طالب، تهران، دار أحیاء تراث اهل البیت (ع)، ۱۴۰۴ق.
  • مرتضی عاملی، سید جعفر، الصحیح من سیرة النبی الأعظم(ص)، قم، دار الحدیث، ۱۴۲۶ق.
  • مرعشی نجفی، سید شهاب‌الدین، شرح احقاق الحق، قم، مکتبه آیت الله مرعشی، بی‌تا.
  • مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، تحقیق اسعد داغر، قم، دار الهجره، ۱۴۰۹ق.