منځپانگې ته ورتلل

رد مظالم

د wikishia لخوا

رَدِّ مَظالِم د انسان په غاړه د پاتې پورونو ادا کول او د مالونو ستنول دي. په شیعه روایتونو کې رد مظالم د توبې د منل کېدو له شرطونو ګڼل شوی دی. د شیعه فقیهانو په فتوا رد مظالم واجب دی.

په رد مظالم کې مجهول المالک مالونه باید د تقلید مرجع په اجازت سره ضرورتمنو ته په صدقه کې ورکړل شي. په فقهي کتابونو کې له رد مظالم څخه د خمس، امر بالمعروف، د میت، وصیت او غصب په احکامو کې بحث شوی دی.

مختلف تعریفونه

له رد مظالم څخه مطلب د مالونو او پورونو ادا کول او ستنول دي؛[۱] خو په دې اړه چې د کومو مالونو او دینونو ستنول په نظر کې دي، د دې مختلف تعریفونه وړاندې شوې دي:

د دیارلسمې قمري پېړۍ عالم اسد الله شوشتري لیکلي دي: مَظالِم د مَظلِمَه جمع، د هغو مالونو او حقوقو په معنا دي چې له نورو کسانو څخه د انسان په مال کې یا د هغه په غاړه پاتې وي؛ لکه هغه مال چې د غصب یا غلا له لارې لاسته راغلی دی.[۲] د ځینو دیني تعلیماتو له مخې، په مظالمو کې هم مالي حقوق او هم معنوي حقوق چې د انسان په غاړه دي شاملیږي.[۳] ناصر مکارم شیرازي مظالم حرام مالونه ګڼلي چې له یو کس سره وي او د هغه مالک نه پېژني.[۴]

د وحید بهبهاني د زوي آقا محمد علي کرمانشاهي په وینا، مظالم هغو مالونو او حقوقو ته وایي چې د انسان په مالونو کې ګډ شوي دي، خو نه یې اندازه معلومه ده او نه یې څښتن.[۵] سید علي سیستاني مظالم هغه مالونه ګڼلي چې یو کس په ظلم سره له نورو اخستي وي یا یې له هغو ضایع کړې وي؛ که د هغه مال څښتن معلوم وي او که نه وي.[۶]

د لطف الله صافي ګلپایګاني په تعریف کې، له مظالمو مطلب هغه مالونه دي چې اندازه یې معلومه ده خو څښتن یې نه دی معلوم.[۷]

په فقې او حدیث کې یې مقام او حیثیت

په شیعه روایتونو کې رد مظالم د توبې د منلو له شرایطو بلل شوي[۸] او پرېښودل یې، ګناه بلل شوې چې د بلا د نازلېدو سبب کیږي.[۹] د رد مظالم په اړه د حدیثو په سرچینو کې د امر بالمعروف[۱۰] او په فقهي کتابونو کې د طهارت د احکامو د میت یعنې مړي (د احکامو)،[۱۱] خمس،[۱۲] غصب، وصیت[۱۳] او امر به معروف[۱۴] په برخو کې خبره شوې ده.

شرعي حکم

شیعه فقیهان رد مظالم د خمس او زکات په شان واجب ګڼي.[۱۵] ځینې کسانو لکه محمد اسحاق فیاض هغه فوري واجب ګڼلی دی؛[۱۶] خو ځینو نورو لکه امام خمیني، ویلي چې په هغه بڼه کې چې یو کس په ځان کې د مرګ نښې وویني، واجبه ده چې سملاسي رد مظالم وکړي.[۱۷]

د رد مظالم طریقه

د تقلید د مراجعو په فتوا، که زمونږ په غاړه د بل چا یو مال وي، مجهول المالک وي(مالک یې معلوم نه وي) یا یې مالک ته لاسرسی نه کیږي، باید د حاکم شرع یا د تقلید د مرجع په اجازې سره، هغه مال یا یې قیمت ( که اصل مال له مینځه تللی وي) اړمنو ته صدقه ورکړي.[۱۸] د ځینو مراجعو لکه صافي ګلپایګاني فتوا دا ده چې یوازې غیر سید ته ورکړل شي.[۱۹]

فقیهان په دې اړه چې که دغه مال مو صدقه ورکړ او بیا یې څښتن پېدا شو په دې حکم کې د نظر اختلاف لري. د امام خمیني په نظر واجب احتیاط دا دی چې اندازه یې څښتن ته ورستنه کړو؛ خو د ځینو نورو لکه ایت الله خویي په نظر لازمه نه ده چې څښتن ته څه ورکړل شي.[۲۰]

د تقلید د مراجعو په فتوا، د رد مظالم په مساله کې که د مال اندازه معلومه نه وي، باید له مالک سره یې مصالحه وکړو؛[۲۱] یعنې یو بل راضي کړو؛[۲۲] خو که د مال څښتن راضي نه شو باید یوازې هماغه اندازه چې یقین لرو زمونږ په غاړه دی، هغه ته ورکړو.[۲۳] البته مستحب احتیاط دا دی چې هغه ته تر دې یو څه زیاته اندازه ورکړو.[۲۴]

ځانګرې لیکنه

فوټ نوټ

  1. ↑ کرمانشاهی، مقامع‌الفضل، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۱۰۵.
  2. ↑ تستری کاظمی، مقباس‌الانوار، مؤسسه آل البیت، ص۲۶۴.
  3. ↑ قمی، مفاتیح الجنان، آیین دانش، ۱۳۹۰ش، ص۵۴
  4. ↑ مکارم شیرازی، استفتائات جدید، ۱۴۲۷ق، ج۳، ص۵۶۱.
  5. ↑ کرمانشاهی، مقامع‌الفضل، ۱۴۲۱ق، ج۱، ص۱۰۵.
  6. ↑ «پرسش و پاسخ؛ ردمظالم»، وب‌گاه دفتر مرجع عالیقدر آقای سیدعلی حسینی سیستانی، تاریخ دسترسی: ۷ اسفند ۱۳۹۵ش
  7. ↑ صافی گلپایگانی، جامع‌الاحکام، ۱۴۱۷، ج۱، ص۱۶۱.
  8. ↑ حر عاملی، وسایل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۱۶، ص۵۲؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۴۱، ص۱۱۳.
  9. ↑ ابوحنیفه مغربی، دعائم‌الاسلام، ۱۳۸۵ق، ص۲۷۰.
  10. ↑ مثال په توګه وګورئ: طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۱۸۱.
  11. ↑ سید بن طاووس، فلاح السائل، ۱۴۰۶ق، ص۶۴.
  12. ↑ شیخ انصاری، کتاب الخمس، ۱۴۱۵ق، ص۲۶۸؛ امام خمینی، تحریرالوسیله، دارالعلم، ج۱، ص۳۶۳.
  13. ↑ عاملی، مفتاح الكرامة، ۱۴۱۹ق، ج۲۳، ص۲۹۰.
  14. ↑ علامه حلی، مختلف الشیعه، ۱۴۱۳ق، ج۴ ص۴۶۱.
  15. ↑ بېلګۍ په توګه وګورئ: شیخ انصاری، صیغ‌العقود و الایقاعات، ۱۴۲۱ق، ص۱۴۱؛ امام خمینی، توضیح‌المسائل، ۱۴۲۶ق، ص۵۷۸؛ بهجت، رساله توضیح‌المسائل، ۱۴۲۸ق، ص۴۳۶.
  16. ↑ فیاض، رساله توضیح‌المسائل، ۱۴۲۶ق، ص۱۱۹.
  17. ↑ بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۶۷۶.
  18. ↑ بېلګۍ په توګه وګورئ: امام خمینی، تحریرالوسیله، دارالعلم، ج۱، ص۳۶۳؛ صافی گلپایگانی، جامع‌الاحکام، ۱۴۱۷، ج۱، ص۱۶۱؛ مکارم شیرازی، استفتائات جدید، ۱۴۲۷ق، ج۳، ص۵۶۱.
  19. ↑ صافی گلپایگانی، جامع‌الاحکام، ۱۴۱۷، ج۱، ص۱۶۱.
  20. ↑ بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۴۹-۵۰.
  21. ↑ امام خمینی، تحریرالوسیله، دارالعلم، ج۱، ص۳۶۳.
  22. ↑ بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۴۸.
  23. ↑ بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۴۸.
  24. ↑ بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۴۲۴ق، ج۲، ص۴۸.

سرچينې

  • ابوحنیفه مغربی، نعمان بن محمد، دعائم الاسلام، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، ۱۳۸۵ق.
  • امام خمینی، سیدروح‌الله، تحریرالوسیله، قم، مؤسسه مطبوعات دارالعلم، بی‌تا.
  • امام خمینی، سیدروح‌الله، توضیح‌المسائل، تصحیح مسلم قلی‌پور گیلانی، چاپ اول، ۱۴۲۶ق.
  • بنی‌هاشمی خمینی، سیدمحمدحسن، توضیح‌المسائل مراجع، مطابق با فتاوای سیزده نفر از مراجع معظم تقلید، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۴۲۴ش.
  • بهجت، محمدتقی، رساله توضیح‌المسائل، قم، شفق، چاپ نود و دوم، ۱۴۲۸ق.
  • تستری کاظمی، اسدالله، مقباس الانوار و نفائس الاسرار فی احکام النبی المختار و عترته الاخیار، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، بی‌تا.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، ۱۴۰۹ق.
  • دفتر آیت‌الله سیستانی؛ پرسش و پاسخ » رد مظالم، دسترسی، ۷ اسفند ۱۳۹۵ش.
  • سید بن طاووس، رضی الدین، فلاح‌السائل و نجاح المسائل، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۶ق.
  • شیخ انصاری، مرتضی بن محمد امین، صیغ‌العقود و الایقاعات، قم، مجمع اندیشه اسلامی، چاپ اول، ۱۴۲۱ق.
  • شیخ انصاری، مرتضی بن محمد امین، کتاب الخمس، قم، کنگره بزرگذاشت شیخ انصاری، ۱۴۱۵ق.
  • صافی گلپایگانی، لطف‌الله، جامع‌الاحکام، قم، انتشارات حضرت معصومه، چاپ چهارم، ۱۴۱۷ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الاحکام، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • عاملی، سیدجواد بن محمد حسینی، مفتاح الکرامه فی شرح قواعد العلامه، تصحیح محمدباقر خالصی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۹ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، مختلف الشیعه فی احکام الشریعه، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۳ق.
  • فیاض کابلی، محمداسحاق، رساله توضیح‌المسائل، قم، انتشارات مجلسی، چاپ اول، ۱۴۲۶ق.
  • کرمانشاهی، محمدعلی، مقامع‌الفضل، قم، مؤسسه علامه مجدد وحید بهبهانی، چاپ اول، ۱۴۲۱ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، استفتائات جدید، تحقیق و تصحیح ابوالقاسم علیان‌نژادی، قم، انتشارات مدرسه امام علی بن ابی‌طالب، چاپ دوم، ۱۴۲۷ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، تصحیح عباس قوچانی علی آخوندی، بیروت، داراحیاء التراث العربی، ۱۴۰۴ق.