پېشمنی

د wikishia لخوا
دا مقاله د پېشمني خوړلو په هکله ده. په پیشمني او سحر کې د بېدارۍ لپاره، د سحر خیزي برخه وګورئ
په الاقصی جومات کې د پېشمنی خوړل

پېشمنی یا سَحَري هغه خواړه دي چې روژتیان یې د سهار له اذانه مخکې خوري او په حدیثونو کې یې په خوړو ټینګار شوی دی. له فقهي نظره د پېشمني خوراک مستحب دی او که نه خوړل یې د سختې کمزورۍ او د روژې د ماتولو سبب شي، پېشمنی خوړل واجب ګڼل شوې دي. سحر خواني او چاووش خواني(د پېشمني د وخت خاص غږونه او غاړې) له مختلفو رسوماتو دي چې د پیشمني خوړلو لپاره د خلکو د ویښولو لپاره ترې استفاده کیږي.

اهمیت او مقام

پېشمني د خوړو یو پړاو او وخت دی چې روژتیان یې د سهار له بانګه مخکې خوري.[۱] د یو روایت له مخې د پېشمني خوړل د روژه ماتي تر خوړلو لوړ او غوره دي[۲] د پېغمبر اکرم(ص) په یو حدیث کې د پېشمني خوړل برکت ګڼل شوی چې دهغه امت یې نه پرېږدي.[۳] همداراز له پېغمبره په یو بل روایت کې، د خدای او ملائکو درود او سلام هغه استغفار کوونکو او مومنانو ته شاملیږي چې پېشمنی خوري.[۴]

د څورالسو معصومانو په حدیثونو کې د پېشمني په خوړلو که څه هم د اوبو د یو ګوټ تر حده وي، ټینګار شوی دی.[۵] چې د روژه نیولو سختي کمه شي[۶] په ځینو نورو روایتونو کې، قاووت او خرما د پېشمني لپاره ډېر ښه خواړه معرفي شوې دي[۷] په یو روایت کې له امام باقره(ع) راغلي چې پېغمبر(ص) به په پیشمني کې خرما (کجورې) او کشمش (اوسکې) خوړې.[۸]

له امام صادقه(ع) د یو روایت له مخې هر روژتي چې د پیشمني او روژه ماتي د خوړلو په وخت قدر سوره ولولي، د دغه دوو وختونو په مینځ کې به دخدای په لاره کې د شهید په شان وي.[۹]

احکام

لاندیني احکام له هغو مسایلو دي چې فقیهانو د پیشمني خوړلو په اړه بیان کړې دي:

  • د پیشمني خوړل مستحب دي[۱۰] او په روایتونو کې په روژې میاشتې کې د پیشمني په خوړلو ډېر تاکید شوی دی.[۱۱]
  • په داسې بڼه کې چې انسان پوهیږي چې که پیشمنی ونه خوري د روژې ماتولو ته مجبوروي نو د پیشمني خوړل پرې واجب دي.[۱۲]
  • انسان نه شي کولی د پیشمني د نه خوړلو په وجه روژه ونه نیسي، خو که د پیشمني نه خوړلو په وجه په ډېرې کمزورۍ اخته کیږي چې زغم به یې ډېر سخت وي، کولی شي روژه ماته کړي او قضا یې وروسته ترسره کړي.[۱۳]
  • که یو کس د اذان د وخت په هکله له تحقیقه پرته پیشمنی وخوري بیا معلومه شي چې د سهار له اذانه وروسته یې پیشمنی کړی، باید د روژې قضا وکړي.[۱۴]
  • که د پیشمني د خوړلو په وخته د سهار د بانګ وخت راروسیږي، باید هغه څه چې په خوله کې یې دي وباسي، او که عمدا یې تېر کړي، روژه یې باطلیږي او باید کفاره ورکړی.[۱۵]

دستورې

په ایران کې د سحر خوانۍ دستورې

د ځینو روایتونو له مخې د اسلامي په لومړیو وختونو کې به ابن ام مکتوم د پیشمني په وخت اذان په ویلو سره مسلمانان د پیشمني خوړلو ته وېښول او خلک به د پیشمني له کولو وروسته د بلال حبشي د اذان په اورېدو سره متوجې شول چې د سهار د لمانځه وخت شوی او له خوړلو به یې ډډه کوله.[۱۶] د سحري د وخت اعلان او په مختلفو طریقو د خلکو وېښول لکه په کوڅو کې د موذنانو او جارچیانو ګرځېدلو[۱۷] په ګلدستو کې د فانوس بلولو[۱۸] او د کورونو د ور په ټکولو [۱۹] او د توپې په ډز سره کېدل.[۲۰]

سحر خواني یا د پیشمني په وخت د خاصو ذکرونو او شعرونو ویل په ایران کې د روژې د پیشمني په وخت د خلکو د بېدارولو مختلفې دستورې او طریقې وې.[۲۱] ویل شوې چې دغه سحر خواني د هند او پاکستان په خلکو کې هم دودو ده[۲۲] په سوریې کې طبلې وهلو دستورې او په ترکیې کې چاووش خواني د پیشمني د وختي نورې دستورې دي[۲۳] په لبنان کې د پیشمني لپاره د خلکو د ویښولو دنده د مُسَحِّراتو په نوم کسانو په غاړه ده.[۲۴]

په هند کې د پیشمني لپاره د غنجي په نامه خواړه[۲۵] او په لبنان کې د منقوش په نامه خواړه جوړیږي[۲۶] په سوریې کې هم د پیشمني خوړلو لپاره خلک سره راغونډیږي او په جمع پیشمنی کوي[۲۷] په پاکستان کې هم د روژې په وروستۍ لسیزه کې، سړي پیشمنی په جوماتونو کې کوي.[۲۸] په ترکیې کې پر روژه ماتي سربېره، د پیشمني دسترخوانونه هم په جوماتونو کې غوړول کیږی.[۲۹]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. دهخدا، لغت‌نامه دهخدا، ذیل «سحری».
  2. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۳۶.
  3. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۹۵.
  4. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۳۶.
  5. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۳۵ و ۱۳۶؛ شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۱۹۸.
  6. شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۱۹۹.
  7. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۳۶.
  8. شیخ طوسی، تهذیب الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۱۹۸.
  9. سید ابن‌طاووس، اقبال الاعمال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۸۳.
  10. علامه حلی، تذکرة الفقهاء، ۱۴۱۴ق، ج۶، ص۲۳۱.
  11. وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۹۴.
  12. مکارم شیرازی، «حکم خوردن سحری».
  13. مکارم شیرازی، «حکم روزه نگرفتن فردی که سحری نخورده».
  14. یزدی، العروة المحشی، ۱۴۱۹ق، ج۳، ص۶۰۴-۶۰۶.
  15. موسوی خمینی، توضیح المسائل (محشی)، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۸۹۲.
  16. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۹۷.
  17. خواجه‌ئیان، «نگاهی به آیین‌های نمایشی ماه رمضان»، ص۹۱.
  18. یاراحمدی، «آیین‌ها، مناسک و مراسم ماه رمضان در ایران»، ص۷.
  19. صبری، «پژوهش مردم‌شناسی،‌ آیین‌ها و سنت‌های فرهنگی ترکمن‌ها در ماه مبارک رمضان»، ص۵۹.
  20. ملک‌زاده، «شلیک توپ ماه رمضان به روایت اسناد آرشیو ملی ایران»، ص۱۸۹.
  21. جاوید، «موسیقی رمضان در ایران»، ص۱۷.
  22. «رمضان و زیبایی تفاوت آیین‌ها در کشورهای جهان»، در سایت حوزه نمایندگی ولی‌فقیه در امور حج و زیارت.
  23. «رمضان و زیبایی تفاوت آیین‌ها در کشورهای جهان»، در سایت حوزه نمایندگی ولی‌فقیه در امور حج و زیارت.
  24. مرادزاده، «ماه خوب خدا»، در سایت جام جم آنلاین.
  25. و زیبایی تفاوت آیین‌ها در کشورهای جهان»، در سایت خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  26. شریعتی، «سنت‌های روزه‌داران لبنانی در ماه رمضان»، در سایت خبرگزاری حوزه.
  27. و زیبایی تفاوت آیین‌ها در کشورهای جهان»، در سایت خبرگزاری جمهوری اسلامی.
  28. مرادزاده، «ماه خوب خدا»، در سایت جام جم آنلاین.
  29. «سه رسم جالب ماه رمضان در مصر، ترکیه و لبنان»، در سایت مجله کوروش.

سرچينې