روژه ماتول

د wikishia لخوا
دا مقاله د روژه ماتول دودونو او احکامو په اړه ده. د رسم او رواج او همدارنګه د افطار خواړو سره آشنا کیدو لپاره، روژه ماتی وګورئ.
د امام رضا(ع) په حرم کښې د روژه ماتول مېلمستیا

روژه ماتول یا افطار د ډوډۍ په خوړلو سره د روژې ماتول یا پرانستل دي. په اسلام کې د روژې د میاشتې روژه او یا نذري روژه چې ورځ يې ټاکل شوې وي، له شرعي ماښامه مخکې یې ماتول حرام دي. همداراز هغه کس چې د روژې نیول ورته تاواني یا ډېر سخت وي، واجبه ده چې افطار وکړي.

د افطار لپاره ځینې اداب لکه د روژه ماتي په وخت دعا او د قدر سورې تلاوت ذکر شوی دی. پر دې سربېره په ګرمو اوبو او پیو سره افطار مستحب دی. په روایتونو کې، د افطاري یا روژه ماتي ورکولو ډېر فضیلیت ذکر شوی دی.

مفهوم پېژندنه

افطار، د روژې د ماتولو یا پرانستلو په معنا دی.[۱] د وړوکي اختر له لمانځه مخکې ډوډۍ خوړلو ته هم افطار ویل شوي او مستحب ګڼلې شوې دي.[۲]

افطار په ځینو مواردو کې واجب او په ځینو کې حرام دی؛ حرام موارد یې دادي: د روژې د میاشتې د روژې او د نذري روژې چې ورځ یې په ګوته شوې وي، د ماښام له اذانه مخکې ماتول، د ماسپښین له اذان وروسته د قضا روژې ماتول، په اعتکاف کې د روژې ماتول او په داسې بڼه کې افطار کول چې روژتي د ماسپښین له اذانه وروسته سفر پېل کړي.[۳] که د یو کس لپاره د روژې نیول تاوان لري یا ورته ډېره سخته وي، نو واجبه ده چې روژه ماته کړي.[۴] همداراز د هغه چا روژه ماتول چې مستحبه روژه یې نیولې او د یو مومن کس مېلمه شوی، مستحبه ده چې روژه ماته کړي او د ماسپښین له اذان وروسته د مستحبې روژې ماتول مکروه دي.[۵]

د روایتونو له مخې، روژتی کس مستجاب الدعوه دی،[۶] په تېره بیا د افطار په وخت کې.[۷]

اداب

د پېغمبر(ص) شعبانیه خطبې یوه ټوټه:

«په تاسو کې چې هر مومن کس په رمضان میاشته کې یو روژتي ته روژه ماتی ورکړی، د هغه لپاره د خدای په نزد د یو غلام د ازادولو ثواب دی او دا به یې د تېرو ګناهانو بخښنه وي. یو کس پوښتنه وکړه: ای د خدای رسوله! مونږ ټول د دې طاقت نه لرو؛ وې فرمایل: یو روژه تي ته په افطار ورکولو سره که څه هم د خرما د نیمې دانې په اندازه یا د اوبو د یو ګوټ په اندازه، له اوره ځان وساتئ»

* سرچينه: صدوق، عیون أخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ق، ټوک۱، مخ۲۹۶.

د روژه ماتي لپاره ځینې اداب ذکر شوي دي، منجمله د افطاري په وخت د دعا لوستل، د قدر سورې تلاوت او د ماښام لمانځه وروسته روژه ماتی کول.[۸] نقل شوي چې پېغمبر اکرم(ص) د روژه ماتي په وخت دا دعا کوله: «اللَّهُمَّ لَکَ صُمْنَا وَ عَلَی رِزْقِکَ أَفْطَرْنَا فَتَقَبَّلْهُ مِنَّا؛‌ ای خدایه ستا لپاره مو روژه ونیوله او ستا په روزۍ یې ماتوو. نو زمونږ روژه قبوله کړه»[۹] په اوبو په تېره بیا تړمو اوبو، پیو او خوږ خوړو په تېره بیا خرما سره روژه ماتول مستحب ګڼل شوې دي.[۱۰]

افطاري ورکول

اصلي مقاله:روژه ماتی

له معصومانو د نقل شویو روایتونو له مخې روژتي ته د روژه ماتی ورکول ډېر فضیلت لري.[۱۱] منجلمه له امام صادق (ع) څخه په یو روایت کې د هغه چا اجر چې روژه ماتی ورکوي د روژتي هومره بلل شوی دی.[۱۲] مسلمانان په مختلفو هیوادونو کې په بېلابېلو ادابو او رسومو سره روژتیانو ته روژه ماتی ورکوي. په ځینو سپېڅلو ځایونو لکه د امام رضا(ع) په حرم او د حضرت معصومه(س) په حرم او ځینو جوماتونو کې د ساده روژه ماتي دسترخوان غوړول کیږي.[۱۳]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۶، ص۳۸۴؛ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۶۲۴.
  2. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۱، ص۳۵۴؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۱۹ق، ج۲، ص۱۰۲ .
  3. نجفی، جواهرالکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۶، ص۲۶۴-۲۶۶ و ج۲۹، ص۵۰.
  4. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۷، ص۱۳۳ و ج۱۶، ص۳۴۷، ج۱۷، ص۱۵۰-۱۵۴.
  5. مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۶۲۴.
  6. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۵۱۰؛ محمدی ری‌شهری، میزان الحکمه، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۱۶۸۶؛ راوندی، الدعوات، ۱۳۶۶ش، ج۱، ص۲۷.
  7. راوندی، الدعوات، ۱۳۶۶ش، ج۱، ص۲۷.
  8. حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۱۴ق، ج۱۰، ص۱۴۹-۱۵۱؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۱۶، ص۳۸۴ ۳۸۵.
  9. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۹۵.
  10. حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۱۴ق، ج۱۰، ص۱۵۶-۱۶۱.
  11. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۶۸ و ۶۹.
  12. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۶۸، ح۱.
  13. «افطاری ساده، فرصتی برای همدلی یک شهر»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.

سرچينې

  • «افطاری ساده، فرصتی برای همدلی یک شهر»، خبرگزاری جمهوری اسلامی، تاریخ درج مطلب: ۶ خرداد ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۸ اردیبهشت ۱۳۹۹ش.
  • امام خمینی، روح الله، تحریر الوسیله (ترجمه فارسی)، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۸۶ش.
  • راوندی، قطب‌الدین، الدعوات، مدرسة الامام المهدی(عج)، ۱۳۶۶ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعة، بیروت، مؤسسة آل البیت لإحیاء التراث، ۱۴۱۴ق.
  • خویی، سید ابوالقاسم، منهاج الصالحین، قم، نشر مدینه العلم، ۱۴۱۰ق.
  • صدوق، محمد بن علی، عیون أخبار الرضا(ع)، تحقیق مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، چاپ اول، ۱۳۷۸ق.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروه الوثقی فیما تعم به البلوی (محشی)، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • ‌ کلینی، محمد بن یعقوب‏، الکافی، تحقیق علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، میزان الحکمه، دارالحدیث، ۱۴۱۶ق.
  • مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق مکتب اهل بیت علیهم‌السلام، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۸۵ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرایع الاسلام،‌ بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۴ق.