سدیر الصیرفي
سَدیر الصَّیرفي یو شیعه راوي او د امام باقر(ع) او امام صادق(ع) له اصحابو دی. د سدیر پلار او بچیان د حدیث له راویانو او له شیعیانو وو. له سدیره کابو نوي روایتونه نقل شوي دي. د علم رجال عالمان منجمله سید ابوالقاسم خویی، علامه حلي او مامَقاني د سدیر الصیرفي په وثاقت قایل شوې دي.
د اهل سنت د رجال ځینو څیړاندو لکه ذهبي هم سدیر د باور وړ کس بللی او د هغه په وثاقت کې یې ځینې روایتونه نقل کړې دي. ډېرو راویانو لکه عبدالله بن مسکان چې د اجماع له اصحابو دی، له سدیر حدیثونه نقل کړې دي.
سره له دې، د سدیر په غندنه کې ځینې روایتونه شته دي چې همدا سبب شوی چې ځینې یې په وثاقت کې شک وکړي.
پېژندګلو او مقام
سَدیر بن حُکَیم بن صُهَیب[۱] په اَلصَّیرفی لقب[۲] او ابالفضل کنیت سره[۳] د امام باقر(ع)[۴] او امام صادق(ع)[۵] د حدیث له راویانو دي. د سدیر پلار حکیم د امام سجاد(ع) او امام باقر(ع).[۶] له راویانو دي، همداراز یې زامن حنان[۷] او خالد[۸] د امام صادق له راویانو دي، البته خالد له امام کاظم(ع) هم روایتونه نقل کړې دي.[۹]
د تنقیح المقال کتاب لیکوال مامَقاني له یو روایته استفاده کوي چې د سدیر پلار، نیکه او تره، له شیعیانو او د اهل بیتو(ع) له خواصو و.[۱۰] کَشّي هم په خپل رجال کتاب کې قایل شوی چې د سدیر زوی حنان په واقفیه مذهب کې شامل شوی دی.[۱۱] هغه ټول روایتونه چې د سدیر په نوم په اسنادو کې کارول شوي، ۶۸ موردونه او د سدیر په عنوان ۲۱ موردونو ته رسیږي.[۱۲] په رجالي او تاریخي سرچینو کې، د سدیر د هویت په اړه، لا زیات مطالب نه دي ذکر شوي.[۱۳]
د سدیر وثاقت
د رجال سرچیننو په متقدمو او متاخرو رجالي سرچینو کې د سدیر په وثاقت حکم کړی دی. علامه حلي په خلاصة الاقول کتاب کې د حکومت له زندانه د سدیر د ازادۍ لپاره د امام صادق ژړا او دعا د هغه په لوړ مقام دلالت کوونکی ګڼي.[۱۴] آیتالله خویي په مُعجَمُ الرّجال کتاب کې قایل دی چې هغه ټول راویان چې د تفسیر علی بن ابراهیم کتاب او کامل الزیارات کتاب په اسنادو کې راغلي، ثقه کسان ګڼل کیږي.[۱۵] او سدیر له هغو راویانو دی چې نوم یې د دغه دوو کتابونو په اسناد کې راغلی دی.[۱۶] د شیعه رجال څیړاندی مامقاني هم په خپل کتاب تنقیح المقال کې لیکي له روایتونو استفاده کیږي چې سدیر د شیعه له بزرګانو دی چې ډېر زیات روایتونه لري او د اجماع د اصحابو مشرانو لکه عبدالله بن مسکان له هغه حدیثونه نقل کړې دي.[۱۷]
شیعه څیړاندی محمد جواد شبیري د سدیر د وثاقت په اړه ویلي چې اهل تسنن عالمان د شیعه راویانو په اړه ډېر حساس وو او په وړې شان خبرې سره شیعه راویان تضعیفوي؛ خو د سدیر په شیعه والي له تصریح سره سره، د اهل تسنن رجالي مشرانو لکه عقیل او ابن عدي د سدیر د توثیق حکم کړی دی. پر دې سربېره، امام باقر(ع) په کنایې سره د سدیر یادونه کوي او دا د دې ښودنه کوي چې سدیر د دغه امام په زمانه کې له پېژندل شویو شخصیتونو و.[۱۸]
سره له دې ځینې روایتونه د سدیر په مذمت دلالت کوي[۱۹] چې همدا خبره په ځینو شیعه رجال څیړاندو کې د سدیر په وثاقت کې د اختلاف سبب شوې ده. ایت الله خویي د سدیر د غندنې د نظریې په ردولو سره بیانوي، د روایتونو له فهمه غلط اخستون سبب شوی چې ځینې د سدیر په غندنه او مذمت قایل شي؛ په داسې حال کې چې ټول روایتونه نه یوازې دا چې د سدیر په مذمت دلالت نه لری، بلکې د هغه مدحه بیانوي.[۲۰] پر دې سربېره، ځینې روایتونه چې د سدیر په غندنه دلالت کوي سند یې کمزوری دی.[۲۱] د اهل سنتو د رجالو عالم ذهبي په میزان الاعتدال کتاب کې د سدیر په ثقه والي یو روایت نقل کړی دی.[۲۲]
له سدیره روایت کوونکي
هغه راویان چې له سدیره یې روایتونه نقل کړي دا دي: عبدالله بن مُسکان د اجماع اصحاب له راویانو،[۲۳] حسین بن نُعیم صَحّاف،[۲۴] حکم بن زبیر،[۲۵] خطاب بن مُصعَب،[۲۶] ابي الوفاء المرادي،[۲۷] اسحاق بن جریر،[۲۸] بَکر بن محمد الاَزدي،[۲۹] جمیل بن صالح،[۳۰] حَنان بن سدیر،[۳۱] رُزَیق بن الزبیر،[۳۲] سَعدان بن مسلم،[۳۳] هاشم بن المُثَنّی،[۳۴] یونس بن یعقوب[۳۵] او سلیمان الدَّیمُلي.[۳۶]
فوټ نوټ
- ↑ نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۱۴۶؛ طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۱۱۴.
- ↑ طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۱۱۴.
- ↑ طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۱۱۴؛ کشی، إختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۹ق، ص۲۱۰؛ برقی، رجال البرقی، ۱۳۴۲ش، ص۱۸؛ نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۱۴۶.
- ↑ طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۱۳۷؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۹۲؛ صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۱۰۵.
- ↑ برقی، المحاسن، ۱۳۷۱ق، ج۱، ص۱۵۸؛ کوفی، تفسیر فرات الکوفی، ۱۴۱۰ق، ص۴۲۷؛ مامقانی، تنقیح المقال فی علم الرجال، مؤسسه آل البیت(ع)، ج۳، ص۱۵۵.
- ↑ طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ ش، ص۱۱۳.
- ↑ طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۱۹۳.
- ↑ ابنداود، الرجال، ۱۳۴۲ش، ص۱۳۸.
- ↑ طوسی، رجال الطوسی، ۱۳۷۳ش، ص۳۳۴.
- ↑ مامقانی، تنقیح المقال، مؤسسه آل البیت(ع)، ج۳۰، ص۱۶۴.
- ↑ کشی، إختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۹ق، ص۵۵۵.
- ↑ خوئی، معجم رجال الحدیث، مؤسسة الخوئی الإسلامیة، ج ۹، ص۳۹.
- ↑ طوسی، رجال طوسی، ۱۳۷۳ش، ص۱۱۴؛ خویی، معجم الرجال، مؤسسة الخوئی الإسلامیة، ج۹، ص۳۹.
- ↑ علامه حلی، الخلاصة للحلی، ۱۴۰۲ق، ص۸۵.
- ↑ خوئی، معجم رجال الحدیث، مؤسسة الخوئی الإسلامیة، ج۱، ص۴۹–۵۰.
- ↑ ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۷۸ و قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۱۸۸.
- ↑ مامقانی، تنقیح المقال فی علم الرجال، مؤسسه آل البیت(ع)، ج ۳۰ ص۱۶۳.
- ↑ «درس خارج فقه استاد سید محمدجواد شبیری»، مدرسه فقاهت
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۳۳۱؛ کشی، إختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۹ق، ص۲۱۰.
- ↑ خوئی، معجم رجال الحدیث، مؤسسة الخوئی الإسلامیة، ج ۹ ص۳۸.
- ↑ خوئی، معجم رجال الحدیث، مؤسسة الخوئی الإسلامیة، ج ۹ ص۳۹.
- ↑ ذهبی، میزان الاعتدال، ۱۳۸۲ش، ج۲، ص۱۱۶.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۸۹.
- ↑ طوسی، تهذیب الأحکام، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳۲۳.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۵۶۹.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۶۶.
- ↑ طوسی، تهذیب الأحکام، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۳۱۱.
- ↑ ابن بابویه، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ ق، ج۴، ص۴۷.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۲۶۴.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۲۷۴.
- ↑ حمیری، قرب الإسناد، ۱۴۱۳ ق، ص۹۶.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۵۰۷.
- ↑ برقی، المحاسن، ۱۳۷۱ ق، ج۲، ص۴۸۷.
- ↑ طوسی، تهذیب الأحکام، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۴۱۶.
- ↑ برقی، المحاسن، ۱۳۷۱ ق، ج۲، ص۴۸۷.
- ↑ صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ ق، ج۱، ص۲۳۰.
سرچينې
- ابنداود، حسن بن علی بن داود، الرجال، تهران، دانشگاه تهران، چاپ اول، ۱۳۴۲ش.
- ابنقولویه، جعفر بن محمد، کامل الزیارات - نجف اشرف، بینا، چاپ اول، ۱۳۵۶ش.
- برقی، احمد بن محمد بن خالد، المحاسن، قم، بینا، چاپ دوم، ۱۳۷۱ق.
- برقی، احمد بن محمد بن خالد، رجال البرقی الطبقات، تهران، بینا، چاپ اول، ۱۳۴۲ش.
- حمیری، عبدالله بن جعفر، قرب الإسناد (ط - الحدیثة)، قم، بینا، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- خویی، سید أبو القاسم، معجم رجال الحدیث، بیجا، مؤسسة الخوئی الإسلامیة، بیتا.
- ذهبی، شمسالدین، میزان الاعتدال فی نقد الرجال، تحقیق: علیمحمد البجاوی، بیروت، دار المعرفة، الطبعة الأولی، ۱۳۸۲ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، من لا یحضره الفقیه، قم، بیجا، بینا، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
- شیخ طوسی، محمد بن الحسن، تهذیب الأحکام، تحقیق حسن خرسان، تهران، بینا، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- شیخ طوسی، محمد بن الحسن، رجال الطوسی، قم، مؤسسة النشر الاسلامي التابعة لجامعة المدرسين، چاپ سوم، ۱۳۷۳ش.
- صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمّد صلّی الله علیهم، ایران، قم، بینا، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، رجال العلامة الحلی، تحقیق بحر العلوم، محمد صادق، قم، الشریف الرضی، ۱۴۰۲ق.
- قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، قم، بینا، چاپ سوم، ۱۴۰۴ق.
- کشی، محمد بن عمر، رجال الکشی، مشهد، بینا، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- کوفی، فرات بن ابراهیم، تفسیر فرات الکوفی، تهران، بینا، چاپ اول، ۱۴۱۰ق.
- مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، قم، موسسة آل البیت(ع) لإحیاء التراث، بیتا.
- نجاشی، احمد بن علی، رجال النجاشی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی التابعه لجامعة المدرسین، چاپ ششم، ۱۳۶۵ش.