معجم رجال الحدیث (کتاب)

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د رجال الحدیث ټولګه

مُعْجَمُ رجالِ الْحَدیث وَ تَفْصیلُ طَبَقاتِ الرُّواة، د علم رجال په موضوع د سید ابوالقاسم خویي کتاب دی. دې کتاب د الفبا په اساس د شیعه احادیثو تر ۱۵ زرو زیات راویان معرفي کړي او د هغوي د حدیثونو د نقل د معتبر یا نامعتبروالي په اړه یې نظر څرګند کړی دی.

د کتاب په سریزه کې، د علم رجال په اړه د شپږو موضوګانو په تفصیل سره بحث شوی دی؛ ځینې موضوعات لکه علم رجال، د رواي د وثاقت معیارونه او د شیعه د کتب اربعه د حدیثونو اعتبار.

د کتاب څلور برخې دا دي: اسما (نومونه) کُنَی (کنیتونه) لقبونه او نساء (ښځې) معجم الرجال الحدیث په ۲۴ ټوکو کې خپور شوی دی.

په یو ځای د رجالي کتابونو د ټولو راویانو د نومونو راغونډول او د راویانو د نومونو د «تحریف» مسالې ته پام او د هغوي تصحیح د دغه کتاب له ځانګړنو ګڼل شوی دی.

لیکوال

اصلي مقاله: سید ابوالقاسم خویی

سید ابوالقاسم موسوی خویی (۱۲۷۸-۱۳۷۱ل) د شیعه د تقلید له مراجعو او د میرزای نائیني او محقق اصفهاني له شاګردانو و.[۱] هغه د سید محسن طباطبایي له وفاته وروسته د عراق لوی د تقلید مرجع شو.[۲]

سید ابوالقاسم خویی په فقه، اصول‌فقه، رجال، کلام او قرآني علومو کې کتابونه لیکلې دي. د هغه اثار د «موسوعةُ الامام الخوئی» په نامه په پنځوس ټوکیزه ټولګې کې راغونډ شوې دي.[۳]

د کتاب مقام

معجم رجال الحدیث د شیعه تر ټولو جامع او منظم یا روده لرونکی کتاب ګڼل شوی او ویل شوي چې دا کتاب داسې مثبتې ځانګړنې لري چې نور رجالي کتابونه یې نه لري. له مختلفو اړخونو د راویانو جاج او د تېرو کسانو په لیدتوګو انتقادي نظر، په تېره بیا د رجال لومړیو کتابونو ته او په هغه لیدتوګو کې بیا کتنه له دغو ځانګړنو څخه دي.[۴]

همداراز دا کتاب له دې امله چې راویان یې له مختلفو اړخونو جاجولي او د هغوي په اړه یې ګټه ور اطلاعات وړاندې کړي چې په هیڅ ځای کې نه موندل کیږي یا کم لیدل کیږي، په رجالي کتابونو کې ډېر د لوړې درجې کتاب ګڼل شوی دی.[۵]

د تالیف محرک او څرنګوالی

د دغه کتاب په سریزه کې د لیکوال په وینا، علم رجال له پخوا راهسې د پوهانو او فقیهانو د پام وړ و؛ خو په نن زمانه کې ورته بې پامي کیږي؛ په داسې حال کې چې اجتهاد او د شرعي احکامو استنباط په دې پورې تړلی دی. له دې امله یې اراده وکړه چې په دې زمینه کې جامع او کامل کتاب ولیکي چې د دغه علم ټولې ځانګړنې او امتیازات ولري. [۶]

خویي د معجم رجال الحدیث په تالیف کې ځینې مرستیالان لرل چې د کتاب په تنظیم، استنساخ، تصحیح، مقابله او ارجاعاتو کې یې له هغه سره مرسته کړې ده.[۷] دغه کسان دا دي: محمد مظفری، حیدرعلی هاشمیان، یحیی اراکی، سید مرتضی نخجوانی، سید عبدالعزیز طباطبایی یزدی، سید جواد گلپایگانی، محمدکاظم خوانساری، فخرالدین زنجانی، محمد تبریزی، غلامرضا رحمانی، او سید مرتضی حَکَمی.[۸]

د کتاب مینځ پانګه او جوړښت

کتاب له یوې مفصلې سریزې او څلور برخو جوړ شوی دی. په سریزه کې په علم رجال کې له شپږو مقدماتي موضوګانو بحث شوی دی. په څلورو اصلي برخو کې د راویانو نومونه راغلي او د هغوي اعتبار جاجول شوی دی.

سریزه

په سریزه کې شپږ مطرح شوې موضوګانې دا دي:

  1. د علم رجال ضرورت، علم رجال ته د ضرورت د منکرانو او د هغو کسانو چې کتب اربعه قطعي الصدور کڼي د نظر ردول.[۹]
  2. د راوي د وثاقت یا حسَن والي د معلومولو معیارونه [۱۰]
  3. د ضمني توثیق اعتبار؛[۱۱]
  4. د عامه توثیقاتو نه اعتبار، لکه د اجماع په اصحابو کې شتون، له مشایخو اجازه لرل،له امامه(ع) د وکالت لرل له امام (ع) سره ملګرتیا او صحابیت[۱۲]
  5. د کتب اربعه د حدیثونو جاج او د هغو دلایلو رد چې د دغه کتابونو د ټولو روایتونو د صحت د اثبات لپاره مطرح شوې دي؛[۱۳]
  6. د شیعه د ډېرو مهمو رجالي سرچینو معرفي او د ابن غضائري رجال په اصالت کې شک.[۱۴]

برخې

د معجم رجال الحدیث کتاب څلور برخې په دې ډول دي:اسماء (نومونه) کُنَی (کنیتونه) لقبونه او نساء (ښځې). په دې برخو کې، په ټول کې ۱۵۶۷۶ نومونه مطرح او جاجول شوي دي چې البته ځینې یې مشترک دي؛ یعنې یو کس ته اشاره لري. له لومړیو دریو برخو په هره برخه کې هغه کسان چې نوم، کنیت یا یې لقب په رجالي کتابونو یا د روایتونو په سند کې راغلی دی، جاجول شوی دی. څلورمه برخه هم د هغه ښځو په اړه ده چې په رجالي یا د روایت د سند په کتابونو کې ذکر شوې دي.[۱۵]

د کتاب ځانګړنې

د معجم رجال الحدیث کتاب لپاره د نورو رجالي کتابونو په پرتله ځینې ځانګړنې او ښېګڼې بیان شوي چې دا دي:

  • په دې کتاب کې د کتب اربعه د اسنادو د ټولو راویانو نومونه ذکر شوې دي؛ حتی هغوي چې نومونه یې په رجالي کتابونو کې نه دي راغلي.
  • د هغه ټولو راویانو نومونه چې په مشهور او غیر مشهور رجالي کتابونو کې راغلي، په دې اثر کې راغونډی شوې دي.
  • په دې کتاب کې، د «راویانو د طبقې» د پېژندلو امکان په اسانۍ سره موجود دی؛ ځکه چې د هر راوي په معرفۍ کې د هغو ټولو کسانو نومونه چې له هغه یې نقل کړی یا ترې هغه نقل کړی دی، بیان شوې دي.
  • د راوي د ژوند حال په بشپړ ډول راغلی دی.
  • د نورو رجالیانو د نظر پر راپور سربېره، لیکوال په خپلو خاصو معیارونو سره، د راوي په اړه خپل نظر ویلی او په بله ژبه، په راوي یې جرحه او تعدیل کړی دی.
  • د اسنادو یو کمزوری ټکی د راویانو په نومونو کې «تصحیف» او «تحریف» دی. د مثال په توګه په حسین د حسن بدلول یا د دې په اپوټه، احمد په محمد او په اپوټه، «عن» په «بن» او په اپوټه. په دې کتاب کې دې مهمې موضوع ته توجه شوې ده او نومونه تصحیح شوې دي.[۱۶]

چاپونه

معجم رجال الحدیث، په سر کې په ۱۴۰۳ ق کال کې په بیروت چاپخونه کې په ۲۳ ټوکو کې چاپ شو.[۱۷] بیا په ۱۴۱۳ ق کال کې د کتاب نوې هوډنه وشوه چې په شکل او محتوا کې یې ځینې بدلونونه شوې وو او دا بیا الثقافة الاسلامیه خپرنځی په ۲۴ ټوکو کې چاپ کړ.[۱۸]

د کتاب په مینځ پانګه کې له بدلونونو څخه، د نویو ژوند لیکونو بیان او د کتابونو د اختلاف، د نسخو او د راویانو د طبقو د اختلاف په برخه کې د ځینو مطالبو ورزیاتول دي. همداراز په ځینو مواردو کې، د لیکوال رجالي مبنا بدله شوې وه چې سبب کېده د ځینو راویانو د وثاقت یا ضعف په اړه د لیکوال نظر بدل شي. د لیکوال د مبنا بدلون او د هغه توثیقونه او تضعیفونه، ټول په نوې هوډنه (ویراسټارۍ) کې اعمال او پرځای شوې دي.[۱۹]

اړونده اثار

له معجم رجال الحدیث سره ځینې اړوند اثار دا دي:

  1. دلیلُ مُعجَمِ رجالِ الحدیث، تألیف د محمد سعید طریحی؛
  2. المعینُ علیٰ مُعجَمِ رجالِ الحدیث، تألیف د سید محمدجواد حسینی بغدادی؛
  3. المفیدُ مِن مُعجَمِ رجالِ الحدیث، تألیف د محمد جواهری. په دې کتاب کې د هر راوي په اړه د ایت الله خویي اخري نظر په لنډ ډول بیان شوی دی.[۲۰]
  4. درآمدی بر علم رجال، د معجم رجال الحدیث د مقدمې ترجمه، لیک د عبدالهادی فقهی‌زاده.

فوټ نوټ

سرچينې

  • انصاری قمی، ناصرالدین، «نجوم امت: حضرت آیت‌الله العظمی خویی»، در مجله نور علم، دوره۴، ش۱۱، مهر و آبان ۱۳۷۱ش.
  • پیری سبزواری، حسین، «آیت‌الله العظمی سید ابوالقاسم خویی؛ قرآن‌شناس بزرگ معاصر»، در ماهنامه گلستان قرآن، ش۱۲۶، آبان ۱۳۸۱ش.
  • خویی، سید ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث و تفصیل طبقات الرواة، قم، مرکز نشر الثقافة الاسلامیة فی العالم، ۱۴۱۳ق.
  • دلبری، علی، آشنایی با اصول علم رجال، مشهد، دانشگاه علوم اسلامی رضوی، ۱۳۹۵ش
  • رئیس‌زاده، محمد، «خویی، ابوالقاسم»، در دانشنامه جهان اسلام، تهران، بنیاد دایرة المعارف اسلامی، ۱۳۷۵ش.
  • شریف رازی، محمد، گنجینه دانشمندان، تهران، کتابفروشی اسلامیه، ۱۳۵۲–۱۳۵۴ش.
  • طلاییان، رسول، مأخذشناسی رجال شیعه، قم، سازمان چاپ و نشر دارالحدیث، ۱۳۸۱ش/۱۴۲۳ق
  • علی‌نژاد، ابوطالب، «معرفی یکی از مهم‌ترین آثار رجالی شیعه»، در شیعه‌شناسی، پاییز ۱۳۸۶ش، شماره ۱۹.
  • ربانی‌خواه، احمد، آشنایی با دانش و منابع رجالی شیعه.
  • مختاری، رضا، «نکته‌ها»، در کتاب شیعه، بهار و تابستان ۱۳۸۹ش، شماره ۱.
  • ونکی، فاطمه و محمدکاظم رحمان‌ستایش و فتحیه فتاحی‌زاده، «روش آیت‌الله خویی در تعامل با اصول اولیه رجالی»، در رهیافت‌هایی در علوم قرآن و حدیث، شماره ۹۷، پاییز و زمستان ۱۳۹۵ش.