سقایة الحاج

د wikishia لخوا
دا مقاله د سقاية الحاج د مقام په اړه ده. د همدې نوم د یوه آیت د زده کولو لپاره د سقاية الحاج آیت وګورئ.

سِقایَةُ الحاجّ، حجیانو ته د اوبو ورکولو په معنا، له اسلامه مخکې او د اسلام په لومړیو وختونو کې د کعبې د کلید دارۍ تر څنګ یوه مهم منصب و. حجیانو ته اوبه ورکول، معمولا د زمزم په اوبو سره ترسره کېدل.

د هجرت په اتم کال د مسلمانانو له خوا د مکې له فتحې مخکې، د حجیانو سقایت په شرابو سره کېده. د اسلام له راتګ سره په یو وخت د پېغمبر تره عباس، د حجیانو د سقایت مقام په لاس کې درلود او پېغمبر دغه منصب د هغه په غاړه باقي پرېښود. په قرآن کریم کې د ایمان او جهاد مقام د حجیانو د سقایت تر مقامه لوړ ګڼل شوی دی.

معرفي

سقایة الحجاج، د حجیانو د خړوبولو په معنا[۱][یاداشت ۱] د مکې د ټاټوبي د وچوالي او کم آبۍ په وجه دغه کار د کعبې د کنجیانو ساتلو تر څنګ له ډېر زیات اهمیته برخمن و او د سقایت منصب، د هغه د مسوولانو لپاره ځانګړی موقعیت رامینځته کاوه.[۲]

د حجیانو خړوبول یوازې د زمزم له څاه نه و؛ ځکه چې د ځینو سرچینو په وینا، دغه څاه تر مودو مودو ورکه وه او په اخر کې عبدالمطلب د یو خوب په اساس د څاه ځای پېدا کړ او دوباره یې راژوندی کړ.[۳]

د حجیانو سقایت، د هجرت په اتم کال د مکې له فتحې مخکې پورې، کله کله د اوبو تر څنګ په شرابو سره هم کېده.[۴]

د سقایت متولیان

د حجیانو سقایت په مکې کې د اسلام له راتګ سره په یو وخت او د سقایة الحاج آیت د نزول په وخت[۵] د پېغمبر(ص) د تره عباس بن عبدالمطلب په غاړه وو.[۶] له هغه مخکې ابوطالب د سقایت متولي و، خو څه موده پس د مالي ناتوانۍ په وجه یې د سقایت مقام عباس ته وسپاره.[۷] سره له دې، ابن هشام په السیرة النبویه کتاب کې له عبدالمطلب وروسته د سقایة الحاج متولي عباس ګڼلی او د ابوطالب کوم نوم یې نه دی اخستی.[۸] لکه څنګه چې په انساب الاشراف کتاب کې راغلي، سقایت له هغو منصبونو و چې د عبد المناف د بچیانو په لاس کې و؛ له دې امله هاشم بن عبدالمناف ته ورسید، او له هغه وروسته په ترتیب سره مطلب بن عبدالمناف، عبدالمطلب، زبیر بن عبدالمطلب او بیا ابو طالب ته رسېدلی دی.[۹]

پېغمبر د مکې له فتحې وروسته یوازې دوه مسوولیته د کعبې د کنجیانو ساتنه او د حجاجو سقایت باقي پرېښود[۱۰] او دا دوه مقامه یې هماغه زړو متولیانو ته پرېښودل.[۱۱]

د حاجیانو پر سقایت د ایمان لوړاوی

اصلي مقاله : د سقایة الحاج آیت

په قرآن کریم کې د ایمان او جهاد مقام د حجیانو د سقایت تر مقامه لوړ او اوچت ګڼل شوی دی.[۱۲] د اهل سنتو لوی مفسر فخر رازي باوري دی چې دا ایت د سقایت د بې ارزښته ګڼلو لپاره نه دی بلکې د سقایت ارزښت د ایمان او جهاد په وړاندې کم ګڼي.[۱۳] محدثانو[۱۴] او شیعه مفسرانو منجمله امین الاسلام طبرسي او مکارم شیرازي هغو تفسیري روایتونو ته چې د دغه ایت نزول یې د امام علي(ع) د ایمان په شان کې ګڼلی دی،اشاره کړې ده.[۱۵]

اهل سنتو مفسرانو لکه فخر رازی (۶۰۶ق)،[۱۶] محمد بن جریر بن یزید طبری (وفات ۳۱۰ق)،[۱۷] احمد بن محمد قُرطُبی (درگذشت ۷۶۱ق)،[۱۸] عبدالرحمان سیوطی (درگذشت ۹۱۱ق)،[۱۹] احمد بن محمد ثعلبی[۲۰] او ابن‌ابی‌حاتم (وفات ۳۲۷ق)[۲۱] هم هغو روایتونو ته چي د دغه ایت شان نزول یي د عباس بن عبدالمطلب پر سقایت حجاج او د شیبة بن عثمان د مسجد الحرام په جوړولو باندې دامام علي(ع) د ایمان د لوړاوي لپاره ګڼلی، اشاره کړې ده.[۲۲] لکه څنګه چې د پینځمې پېړۍ اهل سنت محدث حاکم حسکاني، په خپل کتاب شواهد التنزیل کې، په دې باب تر لسو زیات روایتونه نقل کړې دي.[۲۳]

فوټ نوټ

  1. ابن‌منظور، لسان‌العرب، ۱۴۱۴ق، ج۱۴، ص۳۹۲.
  2. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۷، ص۳۲۳.
  3. ابن هشام، السیرة النبویة، دارالمعرفه، ج۱، ص۱۴۲.
  4. فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۱۶، ص۱۳؛ حائری تهرانی، مقتنیات الدرر، ۱۳۷۷ش، ج۵، ص۱۲۰.
  5. سوره توبه، آیه ۱۹.
  6. مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۹ش، ج۴، ص۴۸۷؛ حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۳۲۴-۳۳۰.
  7. بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۵۷.
  8. ابن هشام، السیرة النبویة، دارالمعرفه، ج۱، ص۱۷۸.
  9. بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۵۷.
  10. ابن هشام، السیرة النبویة، دارالمعرفه، ج۲، ص۴۱۲.
  11. ابن کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۳۰۱.
  12. سوره توبه، آیه ۱۹.
  13. فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۱۶، ص۱۲.
  14. بېلګي په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۲۰۴؛ ابن‌حیون، دعائم الإسلام، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۱۹؛ ابن‌حیون، شرح الأخبار، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۲۴؛ شیخ طوسی، الامالی، ۱۴۱۴ق، ص۵۴۵.
  15. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۲۳؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۷، ص۳۲۳.
  16. فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۱۴۲۰ق، ج۱۶، ص۱۳.
  17. طبری، جامع البیان، ج۱، ص۶۷-۶۸.
  18. قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۳۸۴ش، ج۸، ص۹۱-۹۲.
  19. سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۳، ص۲۲۰.
  20. ثعلبی، الکشف و البیان، ۱۴۲۲ق، ج۵، ص۱۹-۲۱.
  21. ابن‌ابی‌حاتم، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۱۰۸.
  22. د لا زیاته معلوماتو لپاره وګورئ: شوشتری، احقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۱۴، ص۱۹۴-۱۹۹؛ علامه امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۹۳-۹۶.
  23. حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۳۲۰-۳۳۰.

سرچينې

  • ابن‌اثیر جزری، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ق.
  • ابن‌کثیر دمشقی، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، بیروت،‌ دار الفکر، ۱۴۰۷ق.
  • ابن‌هشام، عبدالملک، السیرة النبویة، تحقیق: مصطفی السقا، ابراهیم الأبیاری، عبدالحفیظ شلبی، بیروت،‌ دار المعرفة، چاپ اول، بی‌تا.
  • ابن‌منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت، دارالفکر، چاپ سوم، ۱۴۱۴ق.
  • بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف، تحقیق: سهیل زکار، ریاض زرکلی، بیروت، دارالفکر، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • حائری تهرانی، میر سیدعلی، مقتنیات الدرر و ملتقطات الثمر، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۳۷۷ق.
  • حاکم حسکانی، عبیدالله بن عبدالله، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، ج۱، تحقیق محمدباقر محمودی، طهران، وزارة الثقافة والإرشاد الإسلامی، ۱۴۱۱ق/۱۹۹۰م.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، چاپ دوم، ۱۳۹۰ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، مقدمه: محمد جواد بلاغی، تهران، ناصر خسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل بیت، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت علیهم السلام، زیر نظر محمود هاشمی شاهرودی، ج۴، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی بر مذهب اهل بیت، ۱۳۸۹ش.
  • فخر رازی، ابوعبدالله محمد بن عمر، مفاتیح الغیب،‌ بیروت، داراحیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران،‌ دار الکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.