د سقایة الحاج آیت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د سِقایةُ الْحاج (توبه: 19) آيت په خدای، د قيامت په ورځ باندې ايمان راوړل او د خدای په لاره کې جهاد کول یې حاجيانو ته له اولو ورکولو او د مسجد الحرام د کنجۍ ساتلو غوره ګڼلي دي.

د آيت شان نزول یې هغه ګڼلی دی کله چې عباس بن عبدالمطلب د زيارت کوونکو په ملمستیا او شيبه بن عثمان د کعبې د کنجۍ په ساتلو وياړ او فخر کاوه. امام علي(ع) خپل دا ویاړ چې په خداى او د قيامت په ورځ یې ایمان راوړی دی او د خداى په لاره کې یې جهاد کړی دی د هغوى له دغه فخر او ویاړ څخه غوره وبلل. نو دغه پورتني آيت د امام علي (ع) د نظر په تائيد کښې نازل شو.

ځینو څیړونکو دغه آیت په نورو اصحابو باندې د امام علی(ع) د فضیلت دلیل ګڼلی دی او له پیغمبر(ص) وروسته یې د ولایت او خلافت لپاره امام ته لومړیتوب ورکړی دی. امام علی(ع) هم دغه آیت په شپږ کسیزه شورا کښې د خپل فوقیت د ثابتولو لپاره د دلیل په توګه نقل کړی دی.

امام حسن(ع) هم د دغه آيت له مخې له معاويه سره په صلح کښې د امام علي(ع) فضيلت ته اشاره کړې ده.

متن او ژباړه

أَجَعَلْتُمْ سِقایةَ الْحاجِّ وَ عِمارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرامِ کمَنْ آمَنَ بِالله وَ الْیوْمِ الْآخِرِ وَ جاهَدَ فی سَبیلِ اللهِ لا یسْتَوُونَ عِنْدَ الله وَ اللهُ لا یهْدِی الْقَوْمَ الظَّالِمین﴿۱۹﴾

ايا تاسو حجيانو ته د اوبو ورکول او د مسجدالحرام ودانول د هغه چا (له ايمان او عمل) سره برابروئ چې په خدای او د قيامت په ورځ يې ايمان راوړی دی او د خدای په لاره کښې يې جهاد کړی دی؟ د خدای په نزد هيڅکله برابر نه دي او خدای ظالمانو ته هدايت نه کوي. (سوره توبه، ۱۹ آیت)

پیژندنه

د توبې سورت ۱۹ آيت ته د سقاية الحاج آيت ويل شوی دی.[۱] سقاية الحاج یعنی حجيانو ته اوبه ورکول.[۲] په دې آيت کي حجيانو ته اوبو ورکولو او د مسجد الحرام د کيلي ساتلو په مقابله کې په خدای او د قیامت په ورځ ایمان او د خدای په لاره کې جهاد کول راوړی شوي دي.[۳] او هغه کسان یې دورغجن وګڼل چې دا ګومان یې کاوه چې د مسجد الحرام کنجۍ ساتل په خدای او د قیامت په ورځ له ایمانه او د خدای په لاره کې له جهاده غوره دي.[۴]

له اسلامه مخکې د کعبې کلي ساتل او حجیانو ته اوبه ورکول له مهمو چوکیو څخه ګڼل کیدل.[۵] او د مکې د مشرانو له اعمالو څخه وو[۶] او د بني هاشمو په لاس کې وو[۷] او سرپرست يې عباس بن عبدالمطلب و[۸] چې له اسلام وروسته هم دغه دندې او دوه عملونه اسلام تایید کړل[۹]

شأن نزول

د سقاية الحج د آيت شان نزول د امام علي (ع)، د عباس بن عبدالمطلب او شيبه بن عثمان سره خبرې اترې ګڼل کيږي. کله چې دوی یو له بل سره په ویاړ او فخر کولو بوخت وو او هر یو یې په خپل کار فخر کاوه. عباس حاجيانو ته په اوبو ورکولو او شيبه بن عثمان يا طلحه بن شيبه د خدای د کور د کلي په ساتلو وياړ کاوه. بالاخره هغوی امام علی(ع) د قاضي په توګه وټاکه او له هغه څخه یې وغوښتل چې د دوو مقامونو څخه د یو د لوړتیا په اړه خپل نظر څرګند کړي. امام علي(ع) د هغوي د برتري په ردولو سره خپل ویاړ چې په خداي او د قيامت په ورځ باندې ايمان، او د خداي په لاره کښې جهاد دی او د دغو دواړو لپاره د ایمان راوړلو لاره او بنیاد دی لوړ وښود. څه موده وروسته پېغمبراکرم(ص) له دې پېښې خبر شو او پورتني آيت نازل شو او د امام علي(ع) نظر يې تاييد کړ.[۱۰]

دا شأن نزول په څو راپورونو کې په لږو توپیرونو سره ثبت شوی دی.[11] ځينو خلکو په دې اړه د شهرت دعوه کړې ده[12] او باور لري چې دا آيت د امام علي(ع) په وياړ نازل شوی دی[۱۳] او د هغه حضرت له خاصو فضيلتونو څخه ګڼل کيږي.[۱۴] په هغو رواياتونو كې چې له امام حسن(ع)، [15] امام صادق(ع)، [16] عبدالله بن عباس او نورو[17] څخه روايت شوي دي، د ایت شان نزول د امام علي (ع) په اړه ګڼل شوی دی.

ځينې خلک په دې اند دي چې د سقاية الحاج آيت يوازې د يو عمومي قانون د بيانولو لپاره نه دی، بلکې دا د پېغمبر اکرم د زمانې د يوې پېښې په اړه نازل شوی دی او خپل خاص شان نزول لري لري [۱۸]. خو ځينو نورو بيا د امام علي(ع) په شان کې د آیت نازلیدلو په منلو سره د آيت خطاب عمومي ګڼلى دى چې په دې کې نور مصداقونه هم شاملېدى شي[۱۹] په شیعه او سني کتابونو کې د آیت [20] د نزول په اړه نور احتمالات هم شته.[۲۱]

په سرچینو کې انعکاس

د آیت شان نزول د امام علی (ع) په باره کښې ډیرو پوهانو او مشرانو روایتونه راوړي دي.[۲۲] فرات بن ابراهیم کوفي (وفات ۳۵۲ هـ ق) [۲۳] او فضل بن حسن طبرسي (وفات ۵۴۸ هـ ق) [۲۴] له شیعه مفسرینو څخه، همدارنګه فخر رازي (۶۰۶ هـ ق)،[۲۵] حکیم حسکاني (وفات ۴۹۰ هـ ق)، [۲۶] محمد بن جریر بن یزید طبري (وفات ۳۱۰ هـ ق)، [۲۷] احمد بن محمد قُرطُبی (وفات ۷۶۱ هـ ق)، [۲۸] عبدالرحمان سیوطي (وفات ۹۱۱ هـ ق) [۲۹] او ابن ابي حاتم (وفات ۳۲۷ هـ ق) [۳۰] سني مفسرينو د امام علي (ع) په اړه د آيت شان نزول بیان کړی دی. په احقاق الحق کتاب کې د اهل سنتو له ۱۵ څخه زیاتو تفسیري کتابونو ته اشاره شوې ده چې دغه شان نزول یې ذکر کړی او د هغوي روایتونه یې نقل کړي دي.[۳۱] لکه څنګه چې علامه اميني هم په خپل کتاب الغدير کې د ډېرو سني علماوو يادونه کړې ده چې د دې آیت شان نزول همدارنګ بیانوي.[۳۲]

په روايي كتابونو كې هم دغه شان نزول ته اشاره شوې ده.[۳۳] په صحيح مسلم كې همدا شان نزول راغلی دی خو د اشخاصو نومونه په نه دي یاد شوی او دا کیسه یې لیکلی خو د یو کس «رجل» په نوم يې كيسه بیان كړې ده؛[۳۴] خو ځينې نورو اهل سنتو عالمانو د دې روايت تر څنګ نورو رواياتونو ته اشاره کړې ده چې د اشخاصو نومونه پکې ذکر شوي دي.[۳۵] خو ابن کثير چې يو له سني عالمانو څخه دى د امام علي(ع) په فضيلت باندې د دغه آيت له نزول څخه انکار کړى دى.[۳۶] همدارنګ ابن تیمیه هم په دې باور دی چې دا روایت د احادیثو په معتبرو کتابونو کې نه دی موندل شوی.[۳۷]

اعتبار

اماميه عالمان په دې متفق دي چې د سقاية الحاج آيت د امام علي(ع) په باره کښې نازل شوی دی.[38] د معاصر عالم سید علي میلاني په وینا، د آیت د نزول سند معتبر دی او د حدیث او تفسیر په علومو کې له معتبرو منابعو څخه نقل دی او په مختلفو طریقو سره ذکر شوی دی.[۳۹] ځینې لیکوالان په دې باور دي چې په تفسیري کتابونو کې د ذکر شوي شان نزول د انعکاس له امله د هغې په صداقت کې هیڅ شک نشته.[۴۰] د احقاق الحق کتاب لیکوال دا شان نزول صحیح ګڼلی او ویلي یې دي چې په دې اړه هیڅ اختلاف نشته.[۴۱]

د مؤمنانو او کافرانو مقابله

ځینې په دې باور دي چې د سقایة الحاج آیت په مدینه منوره کې د عباس بن عبدالمطلب له اسلام راوړلو وروسته نازل شوی دی؛ له همدې امله دا مقابله د دوو مؤمنانو ډلو ترمینځ شوې ده.[۴۲] خو ځينې نور بيا په دې اند دي چې د آيت د نزول وخت د عباس له ايمان نه مخکې و.[۴۳] او دوي دا د مؤمنانو او کفارو تر منځ د مقابله په هکله ګڼي.[۴۴] لکه څنګه چې په یوه روایت کې راغلي دي چې عباس د امام علي(ع) د هجرت غوښتنه رد کړه او د سقایة عمل یې غوره وباله.[۴۵] یا کله چې عباس د بدر په جګړه کې ونیول شو نو ویې ویل که ته په اسلام راوړلو کې له موږ څخه وړاندی یې؟ نو مونږ حجيانو ته په اوبو ورکولو د کعبې په ودانولو کې له تا څخه مخکې يو.[۴۶] په ځینو روایتونو کې راغلي چې دا مقابله د مسلمانانو او یهودیانو د ډلو تر منځ وه چې ادعا یې کړې وه چې د سقایة کار او د جومات د کیلي ساتل په خدای باندې له ایمان راوړلو او جهاده غوره دي.[۴۷]

د شيخ طوسي په وينا، په دې آيت كې خداى پاك د كافرانو هغه يوې ډلې ته خطاب كړى، چې د حاجيانو په سقایة او د مسجد الحرام په جوړولو بوخت وو، او دا كارونه يې له ايمان او جهاد سره برابر او غوره ګڼل، چې دا كارونه پر خداى باندې ايمان راوړلو او د هغه په لاره کې جهاد کولو سره برابر نه دي.[۴۸] له همدې امله د سقاية الحاج له آيت څخه دا په لاس راځي چې له ايمان پرته هيڅ عمل ارزښت نه لري. که څه هم دا عمل پخپله له نېکو اعمالو څخه وي.[۴۹]

علامه طباطبايي وايي: په دې آيت کې د دوو عملونو مساوي ګڼل، چې يو يې د جهالت او د ايمان نشتوالى دى او بل يې د هغه چا له خوا صادر شوى دى چې پر خداى او د قيامت په ورځ ايمان لري، داسې دى لکه د يو ژوندي عمل سره چې اغیزې او ګټې یې پاکې او پاکیزه وي هغه عمل برابر وګڼې چې ژوند او روح نه لري،. البته دا برابري او په خپل کار فخر کول په داسې وخت کې رامنځ ته شوي دي چې په دې وخت کې د دواړو کارونو (اوبه ورکول او د جومات جوړول) دعوه کوونکي ایماندار وو او عام کسان وو؛ خو خدای د دوي نومونه د دوي د عزت او مقام ساتلو لپاره نه دي څرګند کړی؛ خو دا یې روښانه کړی چې دا ډول کارونه ایماني کارونو سره (چې ایمان او جهاد او هجرت دي) نه شي پرتله کېدای.[۵۰]

د دلیل په توګه راول

حضرت علي(ع) په هغه شپږ کسيزه شورا کې چې د دويم خليفه له مړينې وروسته د خليفه د ټاکلو لپاره جوړه شوې وه، د خلافت د وړتيا او برتري د ثابتولو لپاره يې د خپل ځان په اړه د دغه آيت شان نزول د ځان په اړه بيان کړ.[۵۱] هغه دا آيت د يوې پوښتنې په ځواب کې هم ياد کړ چې د ده د غوره فضيلت په اړه ترې پوښتل شوی و.[۵۲]

امام حسن(ع) هم له معاویه سره د صلحې په وخت په یوه خطبه کښې دغه آیت ته د خپل پلار د فضیلت په باره کښې اشاره کړې ده.[۵۳] همدارنګه مامون عباسي دا آيت هاشميانو ته په يوه ليک کې نقل کړی چې په هغه کې يې د امام علي(ع) او په عباس بن عبدالمطلب باندې د هغه د برتري ستاينه کړې ده.[۵۴] د فخر کولو کیسه او په دې اړه د آیت نزول د ځینې شاعرانو لکه سید حمیري، الناشي او البشنوي له خوا په نظم کې لیکل شوي دي.[۵۵]

د امام علی(ع) د جانشینۍ باندې دلالت

ځینې څیړونکي په دې باور دي چې د سقایة الحاج آیت د امام علی(ع) د فضیلت د څرګندولو لپاره نازل شوی دی[۵۶] او په نورو اصحابو باندې د امام علی(ع) فوقیت باندې دلالد کوي او د رسول الله (ص) څخه وروسته د خلافت او ولایت لپاره د امام علی(ع) [۵۷] په لومړیتوب باندې دلالت کوي.[۵۸] دا هم ويل شوي چې د دې آيت مفهوم د حضرت علي(ع) په ولایت باندې څرګند دی.[۵۹] ځکه چې د ټولو په اتفاق سره امام په ايمان، هجرت او جهاد کې له ټولو اصحابو څخه غوره و.[60]

شيعه مفسیر مکارم شيرازي په دې باور دی چې په ايمان او جهاد کې د امام علي(ع) برترۍ ته په کتو سره که خدای وغواړي چې د رسول الله(ص) لپاره يو جانشين وټاکي نو «افضل» ته به پر «مفضول» او «فاضل» لومړيتوب ورکړي. ځکه چې خدای حکیم دی او په «افضل» باندې «مفضول» او «فاضل» وړاندې کول د حکمت خلاف کار دی او که د خلافت خبره په انتخاب هم وي نو عقلان هم د «افضل» په شتون سره «فاضل» یا «مفضول» نه مخکې کوي.[61]

فوټ نوټ

سرچينې