سجاد (لقب)
- دا مقاله د سجاد لقب په هکله ده. د شیعو د څلورم امام په هکله د معلوماتو لپاره امام سجاد علیه السلام مقاله وګورئ
سَجّاد د ډیرو سجدو کوونکي معنی دی[۲] د امام زین العابدین(ع) له مشهورو لقبونو څخه دی.[۳] د شیعو څلورم امام ته به د هغه د ډېر زیات عبادت، خدای تعالی ته د ډېرو زیاتو سجدو له سببه «سجاد» لقب ورکړی شوی دی.[۴]
په علل الشرایع کتاب کې د امام محمد باقر(ع) د یو روایت له مخې امام سجاد(ع) په لاندې حالتونو کې سجده کوله: د خدای پاک له نعمتونو څخه د یو نعمت په یادولو، د هغه آیت تلاوت کولو په وخت چې سجده پکې وې، کله چې به خدای له هغه څخه کومه بدي دفع کوله، کله چې الله جل جلاله له هغه څخه د مکر کوونکو مکر لری کاوه، له لمانځه وروسته او کله چې به یې د دوو کسانو تر منځ د صلحې کولو توفیق پیدا کړ، د هغه د بدن په ټولو سجدو ځایونو کې د سجدې اثرات وو، او له همدې سببه هغه ته سجاد (ډېر سجده کوونکي) ويل کېږي[۵] اِبنحَمّاد، د څلورمې هجري پېړۍ شيعه شاعر د امام سجاد(ع) د عبادت او سجدو په اړه داسې شعرونه ليکلي دي:
و راهب أهل البیت کان و لم یزل | یلقّب بالسجاد حسن تعبد | |
یقضی بطول الصوم طول نهاره | منیباً و یفنی لیله بتهجّد | |
فأین به من علمه و وفائه | و أین به من نسکه و تعبّد |
ژباړه: هغه د اهل بیتو یو متقی او پرهیزګاره غړی وو او د خپلو نیکو عبادتونو له امله ورته سجاد ویل شول. ټولو ورځو کې به له خدایه د بخښنې غوښتونکی او روزه دار و او شپې به یې په تهجد کې تېرولی. څوک په پوهه او د عهد په وفادارۍ کې د هغه په څیر دی؟ او په عبادت او لمانځه کې د هغه په شان کس چیرته پیدا کولې شې؟[۶]
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
سرچينې
- ابن شهر آشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابیطالب، قم، علامه، ۱۳۷۹ق.
- جزایری، سید نعمتالله، ریاض الابرار، بیروت، مؤسسة التاریخ العربی، ۱۴۲۷ق.
- خنجی، فضلالله روزبهان، وسیلة الخادم إلی المخدوم در شرح صلوات چهارده معصوم علیهم السلام، قم، انصاریان، ۱۳۷۵ش.
- صدوق، محمد بن علی، علل الشرایع، نجف، المکتبة الحیدریة، ۱۳۸۵ق.
- قرشی، باقرشریف، حیاة الامام زین العابدین، بیروت، دارالاضواء، ۱۴۰۹ق.
- «یا سجاد»، صفحه محمد المشرفاوی در پینترس، تاریخ بازدید: ۲۶ خرداد ۱۴۰۱ش.