عبد النبي جزائري
عبد النبي جزائري (دمړی کال ۱۰۲۱ق) د یوه لسم قمري پیړۍ رجال پوه او د شیعه عالم دی. هغه رجال پوهانو په بنسټ ایښودونکو، بشپړکونکو، راټولونکو، مُنَقِّحان(څیړونکو)، هغه د منقحانو پیل کونکي ګنل شوی. د حدیث روایت کونکو په څلور څانګه کې(صحیح، مُوَثَّق، حَسَن او ضعیف) طبقه بندي هم د هغه یو نوښت دی.
د مدارک خاوند او محقق کرکي د هغه له استادانو څخه دی او د حاوی الاقوال کتاب په علم رجال کې او المبسوط فی الامامه، د امامت په اړه لیکلي شوه د هغه له لیکلو او آثارونو څخه دی.
ژوند لیک
د عبد النبي جزائري د زیږون له نیټی هیڅ معلومات شتون نلري. ځینو د هغه د استادانو او زده کونکو په وینا د قمری لسمې پیړۍ نیمایي بولی.[۱] د هغه د پلار نوم، سعد ذکر شوی دی؛[۲] البته، عبدالله بن عیسی افندي، ژوند لیکونکی، په دی اړه شک څرګند کړه چې د هغه د پلار نوم سعد وی.[۳]
د عبد النبي اصليت له جزایر څخه ده.[۴] جزایر هغه سیمه ده چې په عراق او د بصره شمال لویدیځ کې موقعیت لري، چې جِبایِش نومیږي.[۵] عبد النبي جزائري په نجف کې زده کړې کړې[۶] او د خپل ژوند په وروستۍ دوه لسیزو کې په کربلا کې ژوند کړه.[۷] هغه د صاحب معالم(مړ شوی ۱۰۱۱ق) او د مدارک خاوند(۱۰۰۹ق) او شیخ بهایي(دمړی کال۱۰۳۱ ق) د شیعه له عالمانو څخه معاصرو.[۸]
جزايري په ۱۰۲۱ ق. کال د جمادیالاول په ۱۸ کې د اصفهان او شیراز تر منځ په یوه کلي کې مړشو. د هغه قبر په شیراز کې دی.[۹]
زدکړه او تدریس
عبد النبي جزائري د نجف په حوزه کې اسلامي علوم زده کړه. د مدارک خاوند[۱۰] او محقق کرکي[۱۱] د هغه له استادانو څخه وو؛ البته، عبدالله بن عیسی افندي، د ژوند پاڼه لیکوال، د عمر د توپیرونو له امله د محقق کرکي او جزایری ترمنځ، تردید کړیده چې کرکی د هغه استاذ وی.[۱۲] په دغه حال کې، دشیعه عالم، میرزا حسین نوری د علامه مجلسي په بحارالانوار کتاب کې د اجازی په پام چې ذکر شوي، محقق کرکی دهغه استاذ سم ګنلي ده. که څه هم دا امکان لري چې جزایری د هغه د شاګردۍ په وخت کې عمریی لږو.[۱۳]
جزائری د مدارک خاوند هم اجازی ترلاسه کړه.[۱۴]
د هغه زدکړیالانو کې په لاندې ډول یادونه وکړه:
- سید میرزا محمد بن شرفالدین جزائری په سید میرزا جزائری پیژندل شوی[۱۵] دشیعی له فقیهان او محدثانو څخه[۱۶] او د جوامع الکلام فی دعائم الاسلام، کتاب لیکوال.[۱۷]
- سید شرفالدین علي حسیني، د سید میرزا جزائري پلار.[۱۸]
- محمد بن حسین احسائي[۱۹] چې حدیثي کتاب کې لیکلي ده.[۲۰]
- جابر بن عباس نجفي،[۲۱] چې له علامه مجلسي څخه روایتونه نقل کړه.[۲۲]
- فضل بن محمد بن فضل عباسي[۲۳]
- سید اسماعیل بن علي صالح فلجی جزائری.[۲۴]
په رجال علم کې د بدلون پیل کونکۍ
ځینو د عبد النبي جزائري او سید مصطفی تفرشي په پام کې نیولي چې د راويانو او د رجال علم د نقادي دورې پیل کونکي دي.[۲۵] سلیمان بن عبدالله ماحوزی، رجال پوهانو ته په څلورو ډلو؛ بنسټ ایښودونکو، بشپرکونکو، راټولونکو، او مُنَقِّحان(څیړونکو)ویشلي ده، او جزایري یې د منقحان دورې پیل کونکي ګنلي ده،[۲۶] کوم چې په جدي ډول د رجال علم څیړنه کړه او په انتقادي توګه راویانو کې جرح او تعدیل کړه.[۲۷] البته، له جزائري نه مخکې، ځینې پوهانو لکه شهید ثاني د رجال علم په انتقادي ډول څیړنه کړي، مګر د رجال علم ټول راویانو او مختلف اړخونه پکې شامل نه دي.[۲۸]
عبد النبي جزائري لومړی څوک دی چې د حدیث په څلورو ډولونو (صحیح، مُوَثَّق، حَسَن او ضعیف) راویانو طبقه بندي کوي.[۲۹] د راویانو په څیرنه کې د هغه دمخه، هیڅ څانګه او ویشلی شتون نه درلود یا د حدیث د دوه برخې(صحیح او ضعیف) پر بنسټ ویشل شوی و.[۳۰]
د دیار لسم قمری پیړۍ رجال پوه، ابو علي حایري په وینا، جزائری د ابن غضائري په څیر ډیری کسانو چې د ضعیف کیدو مستحق ندي ضعیف ګڼلی ده.[۳۱] احمد بحراني، د یوه لسمې پیړۍ د شیعه عالم، په روایت هم ویل شوي چې جزایري د راویانو په اړه دیر سخت اخیستونکی او جدی و؛[۳۲] البته، د هغه سخت اخیستل د دې لامل شوی چې د ځینې د اختلاف وړ راویانو د وثاقت لپاره د هغه وینا ته استناد شوه.[۳۳]
د سید محمد باقر خوانساري په وینا؛ عبدالنبی جزائری په فقه، اصولو، الهیات، حدیث او نور علومو هم ماهر و.[۳۴]
آثارو
عبد النبي جزايري د رجال، فقه، اصول فقه او الهیات په اره آثارونه لیکلي دي:
حاوی الاقوال
اصلی مقاله: حاوي الاقوال في معرفة الرجال (کتاب)
حاوي الاقوال في معرفة الرجال،[۳۵] د رجال علم په اړه یو کتاب دی، کوم چې د رجالیانو په اړه د هغې د نوښت لاره له امله په پام کې نیول شوی.[۳۶] پدې کتاب کې، هغه د حدیث د څلورو ډلو(صحیح، مُوَثَّق، حَسَن او ضعیف) پر بنسټ طبقه بندي کړیده.[۳۷] همداسې د کتاب په سریزه او پایله کې، ځینی موضوعاتو لکه؛ د رجال علم تعریف، د امامانو(ع) لقبونو پیژندل، د شیعه اوه فرقې څرګندونې[۳۸] او د اجماعو اصحاب په اړه بحث کړیده.[۳۹]
نور آثارو
- الاِمامة[۴۰] یا المبسوط فی الامامه:[۴۱] دا کتاب په څلورو برخو؛ د امامت مفهوم؛ د خدای لخوا د امام نصب کول، د امام ځانګړتیاوې او د امام مصداق(مثالونه) ویشل شوی دی. [۴۲]
- نهایة التقریب فی شرح تهذیب الوصول اِلی علم الاصول: د مَزْجې شرح[یادونه ۱] د تهذیب الوصول کتاب په اړه د علامه حلي لخوا په دوه ټوکو ویشل شوی ده.[۴۳]
- الاقتصاد فی شرح الاِرشاد: د مزجې شرح د علامه حلي ارشاد الاذهان کتاب پر باندې د کتاب الزکاة تر پایه[۴۴]
- د ارشاد الاذهان کتاب په اړه حاشیه(تفصیل) د علامه حلي لیکنه، تر نکاح کتاب کې؛ په دی لیکنه کې یوازۍ فتواګانې راوړل شوی ده.[۴۵]
- حاشیه د المختصر النافع فی فقه الاِمامیه په کتاب کې د محقق حلي لیکنه[۴۶]
- د تهذیب الاَحکام حاشیه، چې د شیخ طوسي یو حدیثی کتاب دی[۴۷]
- اَجْوِبَةُ مسائل الشیخ جابر بن عباس النجفی اصولیَّة و فقهیَّه، چی د هغه د زده کونکی پوښتنو ته ځوابونه د فقه او اصولو علم؛ جابر بن عباس نجفی دی.[۴۸]
فوټ نوټ
- ↑ جزائری، حاوی الاقوال، ۱۴۱۸ق، مقدمه، ج۱، ص۱۱.
- ↑ د بېلګه په توګه وګورئ: خوانساری، روضات الجنات، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۲۶۹.
- ↑ افندی، تعلیقة امل الآمل، ۱۴۱۰ق، ص۱۸۳.
- ↑ خوانساری، روضات الجنات، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۲۶۸.
- ↑ جزائری، حاوی الاقوال، ۱۴۱۸ق، ج۱، مقدمه، ص۳۹.
- ↑ خوانساری، روضات الجنات، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۲۶۸.
- ↑ جزائری، حاوی الاقوال، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۳۶.
- ↑ ربانی، سبکشناسی دانش رجال الحدیث، ۱۳۸۵ش، ص۱۵۹.
- ↑ افندی، ریاض العلماء، ۱۴۳۱ق، ج۳، ص۲۷۵.
- ↑ حکیم، المفصل فی تاریخ النجف، ۱۴۲۷ق، ج۴، ص۲۶۱.
- ↑ حر عاملی، امل الآمل، مکتبة الاندلس، ج۲، ص۱۶۵.
- ↑ افندی، ریاض العلماء، ۱۴۳۱ق، ج۳، ص۲۷۳.
- ↑ محدث نوری، مستدرک الوسائل، ۱۴۲۹ق، ج۲۰، ص۱۷۹.
- ↑ حکیم، المفصل فی تاریخ النجف، ۱۴۲۷ق، ج۴، ص۲۶۱.
- ↑ قمی، الکنی و الالقاب، ۱۳۶۸ش، ج۲، ص۳۳۱.
- ↑ افندی، ریاض العلماء، ۱۴۳۱ق، ج۷، ص۱۳۹.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۴۰۳ق، ج۵، ص۲۵۲.
- ↑ خوانساری، روضات الجنات، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۲۷۱.
- ↑ جزائری، حاوی الاقوال، ۱۴۱۸ق، ج۱، مقدمه، ص۱۶.
- ↑ حر عاملی، امل الآمل، مکتبة الاندلس، ج۲، ص۲۶۷.
- ↑ اسماعیلیان، روضات الجنات، ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۱۷۱.
- ↑ حر عاملی، امل الآمل، مکتبة الاندلس، ج۲، ص۴۸.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۲۰۷.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، طبقات اعلام الشیعه، ۱۴۳۰ق، ج۸، ص۴۸.
- ↑ ربانی، سبکشناسی دانش رجال الحدیث، ۱۳۸۵ش، ص۲۴.
- ↑ بحرانی، معراج اهل الکمال، ۱۴۱۲ق، مقدمه مؤلف، ص۷-ص۲۴.
- ↑ بحرانی، معراج اهل الکمال، ۱۴۱۲ق، مقدمه مؤلف، ص۱۸-ص۲۴.
- ↑ بحرانی، معراج اهل الکمال، ۱۴۱۲ق، مقدمه مؤلف، ص۲۳.
- ↑ ربانی، سبکشناسی دانش رجال الحدیث، ۱۳۸۵ش، ص۱۵۹.
- ↑ مازندرانی حائری، منتهی المقال، ۱۴۱۶ق، مقدمه، ص۳۱.
- ↑ مازندرانی حائری، منتهی المقال، ۱۴۱۶ق، مقدمه، ص۳۱.
- ↑ ربانی، سبکشناسی دانش رجال الحدیث، ۱۳۸۵ش، ص۱۶۰.
- ↑ ربانی، سبکشناسی دانش رجال الحدیث، ۱۳۸۵ش، ص۱۶۰.
- ↑ خوانساری، روضات الجنات، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۲۶۹.
- ↑ کنتوری، کشف الحجب، ۱۴۰۹ق، ص۱۹۲.
- ↑ ربانی، سبکشناسی دانش رجال الحدیث، ۱۳۸۵ش، ص۱۵۹.
- ↑ ربانی، سبکشناسی دانش رجال الحدیث، ۱۳۸۵ش، ص۱۵۹.
- ↑ ربانی، سبکشناسی دانش رجال الحدیث، ۱۳۸۵ش، ص۱۶۴.
- ↑ طلاییان، مأخذشناسی رجال شیعه، ۱۳۸۱ش، ص۹۱.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۳۲۹.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۱۹، ص۵۳.
- ↑ خوانساری، روضات الجنات، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۲۷۱.
- ↑ آلمحبوبه، ماضی النجف و حاضرها، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۹۰.
- ↑ آلمحبوبه، ماضی النجف و حاضرها، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۹۰.
- ↑ آلمحبوبه، ماضی النجف و حاضرها، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۹۱.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، طبقات اعلام الشیعه، ۱۴۳۰ق، ج۸، ص۳۵۸.
- ↑ خوانساری، روضات الجنات، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۲۷۱.
- ↑ آلمحبوبه، ماضی النجف و حاضرها، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۹۱.
سرچينې
- آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعة الی تصانیف الشیعة، گردآوری احمد بن محمد حسینی، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۰۳ق.
- آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، طبقات اعلام الشیعة، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۳۰ق.
- آلمحبوبه، جعفر بن باقر، ماضی النجف و حاضرها، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۰۶ق.
- افندی، عبدالله بن عیسیبیگ، تعلیقة امل الآمل، به تحقیق احمد حسینی اشکوری، قم، کتابخانه عمومی حضرت آیت الله العظمی مرعشی نجفی، ۱۴۱۰ق.
- افندی، عبدالله بن عیسیبیگ، ریاض العلماء و حیاض الفضلاء، به تحقیق احمد حسینی اشکوری، به اهتمام محمود مرعشی، بیروت، مؤسسة التاریخ العربی، ۱۴۳۱ق.
- بحرانی، سلیمان بن عبدالله، معراج اهل الکمال الی معرفة الرجال، به تحقیق مهدی رجایی و عبدالزهراء عویناتی، بیجا، عبدالزهراء العویناتی، ۱۴۱۲ق.
- جزائری، عبد النبی بن سعد الدین، حاوی الاقوال فی معرفة الرجال، به تحقیق مؤسسه الهدایه لاحیاء التراث، قم، ریاض الناصری، ۱۴۱۸ق.
- حر عاملی، محمد بن حسن، امل الآمل فی علماء جبل عامل، به تحقیق احمد حسینی اشکوری، بغداد، مکتبة الاندلس، بیتا.
- حکیم، حسن عیسی، المفصل فی تاریخ النجف الاشرف، المکتبة الحیدریة، قم، ۱۴۲۷ق.
- خوانساری، محمدباقر، روضات الجنات فی احوال العلماء و السادات، به تحقیق اسدالله اسماعیلیان، قم، دهقانی (اسماعیلیان)، ۱۳۹۰ق.
- دهخدا، علیاکبر، لغتنامه، زیر نظر جعفر شهیدی، به کوشش اکرم سلطانی و دیگران، تهران، دانشگاه تهران، ۱۳۸۵ش.
- ربانی، محمد حسن، سبکشناسی دانش رجال الحدیث، قم، مرکز فقهی ائمه اطهار(ع)، ۱۳۸۵ش.
- طلاییان، رسول، مأخذشناسی رجال شیعه، قم، مؤسسه علمی فرهنگی دار الحدیث، ۱۳۸۱ش.
- قمی، شیخ عباس، الکنی و الالقاب، با مقدمه محمدهادی امینی، مکتبة الصدر، تهران، ۱۳۶۸ش
- کنتوری، اعجازحسین بن محمدقلی، کشف الحجب و الاستار عن اسماء الکتب و الاسفار، به مقدمه شهابالدین مرعشی، قم، کتابخانه عمومی حضرت آیت الله العظمی مرعشی نجفی، ۱۴۰۹ق.
- مازندرانی حائری، محمد بن اسماعیل، منتهی المقال فی احوال الرجال، به تحقیق مؤسسة آل البیت(ع) لاحیاء التراث، قم، مؤسسة آل البیت(ع) لاحیاء التراث، ۱۴۱۶ق.