منځپانگې ته ورتلل

حاوي الاقوال في معرفة الرجال (کتاب)

د wikishia لخوا
حاوي الاقوال في معرفة الرجال
د حاوي الاقوال کتاب
د حاوي الاقوال کتاب
لیکوالعبدالنبي جزائري (وفات ۱۰۲۱ق)
موضوعد رجال علم
ژبهعربي
ټولګه۴ توګونه
خپرونکیمؤسسة الهدایة لاحیاء التراث
د خپرولو نیټه۱۴۱۸ق
برقی نسخهhttp://pdf.lib.eshia.ir/94348


حاوي الاَقْوال في مَعْرفَةِ الرِّجال په عربۍ ژبه د علم رجال کتاب دی چې عبد النبی جزائري (وفات کل ۱۰۲۱ق) لیکلی دی هغه له شیعه رجال پوهانو و. سلیمان بن عبد الله ماحوزي د شیعو د رجال پوهانو په څلورو دورو کې ویش سره جوړوونکي، بشپړوونکي، راغونډوونکي، او څیړونکي (مُنَقِّحان)، جزائري یې د دې کتاب په لیکلو سره د منقحانو د دورې شورو کیدونکی ګڼلی دی.

په حاوي الاقوال کتاب کې، د لومړي ځل لپاره راویان د حدیث په څلورو برخو (صحیح، موثق، حسن او ضعیف) ویشل شوي دي. جزائري نامعلومو راویان او د هغو چې ستاینه یې شوې ده خو د حسن حد ته نه دي رسیدلي له ضعیفانو ګڼلي دي؛ نو له همدې سببه د کتاب ضعیفانو برخه تر ټولو اوږده برخه ده او ۱۱۶۸ راویان لري.

لیکوال د کتاب په لیکلو کې د نجاشي، شیخ طوسي او علامه حلي اقوال او عمل ته زیاته پاملرنه کړې ده او د رجالي د پنځو کتابونو د محتوا له نقلولو وروسته د راوي په اړه خپل نظر څرګندوي. په حاوي الاقوال کتاب کې یوه سریزه ده چې په کې د علم رجال کلیات، اصلي برخه یې په څلورو فصلونو کې د صحیح، حس، موثق او ضعیف راویانو بیان دی او یوه خاتمه ده.

لیکوال

عبد النبي جزائري (وفات ۱۰۲۱ هـ ق)[۱] د عراق يو رجال پوه او د يوولسمې هجري قمري پېړۍ يو شيعه عالم دی.[۲] د سید محمد باقر خوانساري په وینا عبد النبي جزائری په فقه اصول، کلام، حدیث او نورو... علمونو کې هم مهارت درلود.[۳]

طریقه

عبد النبي جزائري د حاوي الاقوال کتاب په لیکلو کې د نجاشي، شیخ طوسي او علامه حلي رجالي کتابونو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. هغه لومړی د نجاشي عبارت بې له بدلونه ذکر کړی او سندونه او منځګړي یې ترې لیرې کړي دي، بیا یې د له خلاصة الاقواله د علامه حلي نظر بیان کړی دی. له دې وروسته یې د شهید ثاني او د شیخ طوسي قولونه په رجال او فهرست کې، ذکر کړي دي. په دې کار سره يې اراده کړې وه چې د راوي نامه د رجالي پينځه اصولو(رجال الکشی، رجال النجاشی، رجال الشیخ، فهرست الشیخ و رجال البرقي)  په کوم یو کتاب کې راغلې ده. د هر نوم په پای کې لیکوال د منځپانګې تایید یا رد کوي او د راوی حالت روښانه کوي.[۴]

سلیمان بن عبد الله ماحوزي، چې یو شیعه رجال پوه دی، د حاوي الاقوال لیکوال یې د رجالو د علم د منقحانو(څېړونکې) د دورې په پیل کې ګڼلی. هغه د رجالو علماء په څلورو برخو ویشلي دي: بنسټ ایښودونکي، بشپړونکي، راټولونکي او منقحان. د ده په وینا د منقحانو په دوره کې علم رجال محققانه څیړل شوې او په انتقادي نظر سره د راویانو جرح او تعدیل شوی دی.[۵] البته له جزایري مخکې ځینو پوهانو لکه شهید ثاني د رجال په اړه انتقادي څیړنه کړې خو د علم رجال ټولو راویانو او اړخونو ته نه وه شامله.[۶]

په مینځپانګې او لیکلو کې نوښت

د احاديثو په دې كتاب كې د لومړي ځل لپاره راويان د احاديثو د څلور ګوني ویش (صحیح، مُوَثَّق، حَسَن و ضعیف)  له مخې طبقه بندي شوي دي.[۷] له دې کتابه وړاندې، د راویانو په څیړنه کې دا ویش نه و او یا به د احادیثو د دوه ګوني ویش پر بنسټ (صحیح او ضعیف) تقسیمیدل.[۸]

د علم رجال د نقادۍ دوره هم د دې کتاب په لیکلو او د مصطفی تفرشي د نقد الرجال کتاب په لیکلو سره پیل شوه.[۹]

په توثیق کې سختۍ

په حاوي الاقوال کتاب کې، ناپېژندل شوي کسان او هغه کسان چې ستاینه یې شوې ده خو د حَسَن کچې ته نه وي رسېدلي ضعیف ګڼل شوي دي. له همدې امله د کتاب د ضعیفانو برخه تر ټولو اوږده برخه ده او ۱۱۶۸ راویان لري.[۱۰] د دیارلسمې هجري پېړۍ یو رجال پوه ابو علي حائري د کتاب لیکوال له ابن غضائري سره تشبیه کړی دی. ځکه چې د ده په شان يې د توثیق وړ کسان یې ضعيف ګڼلي و.[۱۱] او له همدې نظره يې د کتاب پر ليکوال نيوکه کړې ده.[۱۲] البته د هغه دا سختي د دې سبب شوې ده چې د یو داسې راوي د وثاقت د ثابتولو لپاره چې په کې اختلاف وي د هغه کتاب سره دلیل راوړی شي.[۱۳]

منځپانګه

د حاوي الاقوال في معرفة الرجال کتاب له یوې سریزه، اصلي برخې او خاتمې جوړ شوی دی:

سریزه

لیکوال د کار په سریزه کې د علم رجال په اړه ځینې ټکي ذکر کړي دي:

  • د علم رجال موضوع تعریف او بیان
  • د جرح او تعدیل په کلمو بحث
  • د جرح په تعدیل باندې د وړاندې کیدو سبب
  • د راوي په پاکوالي کې د دوو عادلانو د شهادت لازموالی
  • د راوي د روایاتو تر هغه وخته پورې منل تر څو چې عقیده نه وي منحرفه شوی
  • د مشترکې نامې په صورت کې د راوي د پیژندلو لارې
  • اوه شیعه مذهبونه
  • د امامانو(ع) کنیتونه
  • د اصل او نوادرو تر مینځ فرق
  • ابن غضائري څوک دی؟[۱۴][۱۵]

اصلي برخه

کتاب په څلورو برخو «صِحاح، حِسان، مُوَثَّقین و ضِعاف» ویشل شوی او د الفبا د حروفو په ترتیب سره وړاندې تلی دی. د څېړل شول شمېر ټول ۲۳۵۸ کسانو ته رسېږي.[۱۶]

د صحاح په برخه کې ۷۶۳ کسان ذکر شوي دي چې د هغوی وثاقت څرګند شوی دی. لیکوال د دې برخې پای ته له رسېدو وروسته هغه کسان څېړلي چې د علامه حلي په خلاصة الاقوال کتاب کې یاد کړي دي. بيا يې د شيخ طوسي له زمانې وروسته د شيعو مشایخ او مشرانو يادونه کړې ده.[۱۷]

دویمه برخه د حسان برخه ده (هغه کسان چې وثاقت یې څرګند نه دی). په دې برخه کې ۸۰ کسان ذکر شوي دي. د دې برخې په پای کې یې د امام علی(ع) د خاصو کاسنو او اولیاو او د هغه داصحابو او همدارنګ د ربیعه قام او یمن په اړه خبرې شوي دي.[۱۸]

په درېیمه برخه کې له ۶۲ موثق کسان څیړل شوي دي، هغه کسان چې د خپلو عقیدو له فساد سره سره یې توثیق ثابت شوی دی.[۱۹]

څلورمه برخه د ضعیفانو په اړه ده، چې په کې ۱۱۶۸ د ممدوح او مجهول الحال کسانو نامې اخستی شوي دي.[۲۰]

پایله

جزائري د کتاب په پای کې ځینې پاملرنې راوړي دي.

نسخې او چاپونه

د کتاب دوه نسخې چې اوس موجودې دي:

حاوي الاقوال کتاب د ریاض حبیب الناصری په تحقیق سره په ۱۴۱۸ هجري قمري کال کې د قم په مؤسسه الهدایه لاحیاء التراث کې چاپ شوی دی.[۲۴]

فوټ نوټ

  1. ↑ افندی، ریاض العلماء، ۱۴۳۱ق، ج۳، ص۲۷۵.
  2. ↑ خوانساری، روضات الجنات، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۲۶۸.
  3. ↑ خوانساری، روضات الجنات، ۱۳۹۰ق، ج۴، ص۲۶۹.
  4. ↑ انصاری قمی، «تازه‌های نگارش و نشر: مرآة الحرمین و...»، ص۶۸ و ۶۹.
  5. ↑ بحرانی، معراج اهل الکمال، ۱۴۱۲ق، مقدمه مؤلف، ص۷-ص۲۴.
  6. ↑ بحرانی، معراج اهل الکمال، ۱۴۱۲ق، مقدمه مؤلف، ص۲۳.
  7. ↑ ربانی، سبک‌شناسی دانش رجال الحدیث، ۱۳۸۵ش، ص۱۵۹.
  8. ↑ مازندرانی حائری، منتهی المقال، ۱۴۱۶ق، مقدمه، ج۱، ص۳۱.
  9. ↑ ربانی، سبک‌شناسی دانش رجال الحدیث، ۱۳۸۵ش، ص۲۴.
  10. ↑ ساعدی، الضعفاء من رجال الحدیث، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۲۳.
  11. ↑ مازندرانی حائری، منتهی المقال، ۱۴۱۶ق، مقدمه، ج۱، ص۳۱.
  12. ↑ مازندرانی حائری، منتهی المقال، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۹.
  13. ↑ ربانی، سبک‌شناسی دانش رجال الحدیث، ۱۳۸۵ش، ص۱۶۰.
  14. ↑ انصاری قمی، «تازه‌های نگارش و نشر: مرآة الحرمین و...»، ص۶۸ و ۶۹.
  15. ↑ جزائری، حاوی الاقوال، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۹۸–۱۱۵.
  16. ↑ انصاری قمی، «تازه‌های نگارش و نشر: مرآة الحرمین و...»، ص۶۸ و ۶۹.
  17. ↑ انصاری قمی، «تازه‌های نگارش و نشر: مرآة الحرمین و...»، ص۶۸ و ۶۹.
  18. ↑ انصاری قمی، «تازه‌های نگارش و نشر: مرآة الحرمین و...»، ص۶۸ و ۶۹.
  19. ↑ انصاری قمی، «تازه‌های نگارش و نشر: مرآة الحرمین و...»، ص۶۸ و ۶۹.
  20. ↑ انصاری قمی، «تازه‌های نگارش و نشر: مرآة الحرمین و...»، ص۶۸ و ۶۹.
  21. ↑ انصاری قمی، «تازه‌های نگارش و نشر: مرآة الحرمین و...»، ص۶۸ و ۶۹.
  22. ↑ جزائری، حاوی الاقوال، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۸۸.
  23. ↑ جزائری، حاوی الاقوال، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۸۸.
  24. ↑ طلاییان، مأخذشناسی رجال شیعه، ۱۳۸۱ش، ص۹۰.

سرچينې

  • افندی، عبدالله بن عیسی‌بیگ، ریاض العلماء و حیاض الفضلاء، به تحقیق احمد حسینی اشکوری، به اهتمام محمود مرعشی، بیروت، مؤسسة التاریخ العربی، ۱۴۳۱ق.
  • انصاری قمی، ناصرالدین، «تازه‌های نگارش و نشر: مرآة الحرمین و...»، بخش معرفی کتاب حاوی الاقوال فی معرفة الرجال، در آینه پژوهش، شماره ۵۲، مهر و آبان ۱۳۷۷ش.
  • بحرانی، سلیمان بن عبدالله، معراج أهل الکمال إلی معرفة الرجال، به تحقیق مهدی رجایی و عبدالزهراء عویناتی، بی‌جا، عبدالزهراء العویناتی، ۱۴۱۲ق.
  • جزائری، عبدالنبی، حاوی الاقوال فی معرفة الرجال، تحقیق ریاض حبیب الناصری، قم، مؤسسه الهدایه لاحیاء التراث، ۱۴۱۸ق.
  • خوانساری، محمدباقر، روضات الجنات فی أحوال العلماء و السادات، به تحقیق اسدالله اسماعیلیان، قم، دهقانی (اسماعیلیان)، ۱۳۹۰ق.
  • طلاییان، رسول، مأخذشناسی رجال شیعه، قم، مؤسسه علمی فرهنگی دار الحدیث، ۱۳۸۱ش.
  • مازندرانی حائری، محمد بن اسماعیل‏، منتهی المقال فی احوال الرجال‏، به تحقیق مؤسسة آل البیت(ع) لاحیاء التراث‏، قم، مؤسسة آل البیت(ع) لاحیاء التراث‏، ۱۴۱۶ق.