منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د نساء سورې ۱۰۲ آیت

د wikishia لخوا
د نساء سورې ۱۰۲ آیت
د آیت ځانګړتیا
په سورت کې موقعیتنساء سوره
د آیت شمېر۱۰۲
جزء۵
د منځپانګې معلومات
په اړهد خوف لمونځ


د نساء سورې ۱۰۲ آیت د خوف د لمانځه بیان کوي؛ هغه لمونځ چې د دښمن پر وړاندې د جګړې په ډګر کې د جماعت په ډول ادا کېږي. روایت شوی چې د خدای رسول(ص) په یوه غزا کې د جګړې له پیله مخکې له خپلو ملګرو سره لمونځ ته ودرېد. دښمنانو دا فرصت د برید لپاره مناسب وګاڼه او پرېکړه یې وکړه چې په راتلونکي لمانځه کې برید وکړي. د بل لمانځه لپاره جبرئیل نازل شو او دا آیت یې پر رسول الله(ص) نازل کړ. د خدای رسول خپل ځواکونه په دوو ډلو ووېشل؛ یوه ډله لمونځ ته ودرېده او بله ډله د ساتنې لپاره ودرېده.

د نساء سورې د ۱۰۲ آیت له مخې، د خوف د لمانځه د جماعت امام یوازې یو دوه رکعته لمونځ ادا کوي. لومړۍ ډله لومړی رکعت له امام سره په جماعت ادا کوي او دوهم رکعت په یواځې ډول (فرادا) کوي. وروسته دوهمه ډله د امام اقتدا کوي، خپل لومړی رکعت له امام سره او دوهم رکعت فرادا ادا کوي.

د نساء سورې ۱۰۲ آیت د دې ټکي د ښوونې په مقام کې ګڼل شوی چې مسلمانان باید حتی د جګړې په ډګر کې هم پر لمانځه ټینګار ولري. شیعه مفسر، مکارم شیرازي د دې آیت په تفسیر کې یادونه کوي چې که څه هم د جماعت لمونځ واجب نه دی، خو له هغو مستحباتو څخه دی چې ډېر ټینګار پرې شوی، او دا آیت د همدې اهمیت څرګندونه کوي.

د جګړې پر مهال د لمانځه آیت

د نساء سورې ۱۰۲ آیت د خوف (وېرې) د لمانځه په اړه دی[۱] چې د جماعت په ډول ادا کېږي.[۲] دا آیت له مخکینیو آیتونو سره تړاو لري چې د جهاد په اړه خبرې کوي.[۳] د تېرو آیتونو له مخې، د سفر او جهاد له امله د لمانځه وجوب نه ساقطېږي[۴] بلکې یوازې د رکعتونو شمېر کمېږي.[۵] په دې آیت کې د خوف د لمانځه د ادا کولو څرنګوالی بیان شوی دی[۶]؛ داسې چې رسول الله(ص) پوځیان په دوو ډلو ووېشل او لمونځ یې په جماعت ادا کړ.[۷]

وَإِذَا كُنْتَ فِيهِمْ فَأَقَمْتَ لَهُمُ الصَّلَاةَ فَلْتَقُمْ طَائِفَةٌ مِنْهُمْ مَعَكَ وَلْيَأْخُذُوا أَسْلِحَتَهُمْ فَإِذَا سَجَدُوا فَلْيَكُونُوا مِنْ وَرَائِكُمْ وَلْتَأْتِ طَائِفَةٌ أُخْرَى لَمْ يُصَلُّوا فَلْيُصَلُّوا مَعَكَ وَلْيَأْخُذُوا حِذْرَهُمْ وَأَسْلِحَتَهُمْ وَدَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَوْ تَغْفُلُونَ عَنْ أَسْلِحَتِكُمْ وَأَمْتِعَتِكُمْ فَيَمِيلُونَ عَلَيْكُمْ مَيْلَةً وَاحِدَةً وَلَا جُنَاحَ عَلَيْكُمْ إِنْ كَانَ بِكُمْ أَذًى مِنْ مَطَرٍ أَوْ كُنْتُمْ مَرْضَى أَنْ تَضَعُوا أَسْلِحَتَكُمْ وَخُذُوا حِذْرَكُمْ إِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا مُهِينًا


او کله چې ته د هغوی په منځ کې وې او هغوی ته دې (د جَمعې) لمونځ قائم کړ، نو باید د هغوی یوه ډله له تا سره ودرېږي او خپلې وسلې دې له ځانه سره واخلي، او کله چې سجده وکړي [او خپل لمونځ پای ته ورسوي] نو باید ستاسې تر شا ودرېږي، او بله ډله چې لا یې لمونځ نه دی کړی راشي او له تا سره لمونځ وکړي، او خپل احتیاط دې وکړي او وسلې دې له ځانه سره واخلي؛ ځکه کافران غواړي چې تاسې له خپلو وسلو او سامانونو غافله شئ، چې پر تاسې په ناڅاپي ډول برید وکړي. او که د باران له امله تکلیف لرئ یا ناروغ یئ، نو پر تاسې ګناه نشته چې خپلې وسلې کېږدئ، خو احتیاط مه هېروئ؛ بېشکه الله د کافرانو لپاره سپکوونکې سزا چمتو کړې ده.



نساء سوره، ۱۰۲ آیت

د نزول شأن

د نساء سورې د ۱۰۲ آیت د نزول په اړه، لکه څنګه چې په تفسیر قمي کې راغلي، رسول الله(ص) له مسلمانانو سره د عمرې لپاره مکې ته د تلو نیت درلود. قریشو د هغوی د مخنیوي لپاره یوه ډله ولېږله. رسول الله(ص) له مسلمانانو سره د ماسپښین لمونځ ادا کړ، او دښمنانو دا فرصت مناسب وګاڼه او پرېکړه یې وکړه چې د بل لمانځه پر مهال برید وکړي. دا آیت نازل شو او رسول الله(ص) د دې آیت پر بنسټ مسلمانان په دوو ډلو ووېشل؛ یوه ډله لمونځ ته ودرېده او بله د ساتنې لپاره.[۸] ځینو نورو شیعه مفسرانو[۹] او همدارنګه د اهل‌سنت مفسرانو هم دا د نزول سبب په لږ توپیر سره بیان کړی دی[۱۰]

ځینو شیعه عالمانو لکه شیخ طوسي (مړینه: ۴۶۰هـ)[۱۱] او علامه مجلسي (مړینه: ۱۱۱۰هـ)[۱۲] او همدارنګه د اهل‌سنت ځینو عالمانو لکه د درېیمې پېړۍ تاریخ‌پوه طبري[۱۳] او د پنځمې پېړۍ عالم علي بن احمد واحدي[۱۴] روایت کړی چې دا د نزول سبب د عُسفان له غزا سره تړاو لري او دا آیت هماغه مهال نازل شوی دی. ځینو نقل کړی چې همدا پېښه د خالد بن ولید د اسلام راوړلو لامل شوه؛[۱۵] ځکه هغه پوه شو چې یوازې الله تعالی کولای شي رسول الله(ص) د دوی له نیت څخه خبر کړی وي.[۱۶]

د خوف لمونځ

د خوف د لمانځه له مواردو څخه یو دا دی چې سخته وېره یا له دښمن سره سخت ټکر موجود وي او د لمانځه د ټولو اجزاوو او شرایطو د پوره کولو فرصت نه وي.[۱۷] په جګړه کې، مجاهدین د خوف د لمانځه د جماعت لپاره په دوو ډلو وېشل کېږي.[۱۸] د خوف د لمانځه د جَمعې لمونځ په دوو طریقو ادا کېږي:

  • د جماعت امام یو دوه رکعته لمونځ ادا کوي. لومړۍ ډله لومړی رکعت له هغه سره ادا کوي، او په دوهم رکعت کې امام د قرائت په حالت کې درېږي تر څو هغوی خپل دوهم رکعت په فرادا ډول ادا کړي او لمونځ پای ته ورسوي. وروسته دوهمه ډله د امام اقتدا کوي او تر تشهد پورې امام له هغوي سره یو ځای وي. بیا امام په تشهد کې صبر کوي تر څو هغوی خپل دوهم رکعت ادا کړي او ورسره یوځای شي، او لمونځ پای ته ورسوي.[۱۹] دې لمانځه ته ذات‌الرقاع هم ویل کېږي.[۲۰]
  • د جماعت امام دوه دوه رکعته لمونځونه ادا کوي؛ یو ځل خپل واجب دوه رکعته لمونځ له لومړۍ ډلې سره، او بل ځل دوه رکعته مستحبي لمونځ له دوهمې ډلې سره. دا طریقه د هغو علماوو له نظره ده چې له مستحبي لمانځه څخه د واجب لمانځه اقتدا جائزه ګڼي.[۲۱]

په لمانځه کې د وسلې له ځانه سره لرل

د نساء سورې ۱۰۲ آیت دواړو لمونځ‌کوونکو ډلو ته امر کوي چې د لمانځه پر مهال خپلې وسلې له ځانه سره ولري.[۲۲] او که د باران یا ناروغۍ له امله ونه شي کولای وسلې له ځانه سره ولري، اجازه لري چې وسلې پر ځمکه کېږدي، خو بیا هم سپارښتنه شوې چې احتیاط باید پرېنږدي.[۲۳] ځینو مفسرانو دلته وسله د ځان ساتنې په وسایلو لکه زغره او سپر باندې تعبیر کړې ده.[۲۴]

له دې آیت څخه دا پایله اخیستل شوې چې د مجاهد لپاره تر ټولو غوره دا ده چې په هېڅ حالت کې وسله له ځانه جلا نه کړي.[۲۵]

د جَمعې د لمانځه پر ارزښت ټینګار

د نساء سورې ۱۰۲ آیت یوازې د خوف د لمونځ د فقهي حکم د بیان لپاره نازل شوی نه دی بلل شوی.[۲۶] شیعه مفسر، مکارم شیرازي، د دې آیت په تفسیر کې وایي چې که څه هم د جماعت لمونځ واجب نه دی، خو له هغو مستحباتو څخه دی چې پرې ډېر ټینګار شوی، او دا آیت چې د جګړې په میدان کې د جماعت په لمونځ تصریح کوي، د همدې زیات اهمیت څرګندونه کوي.[۲۷] ځینو مفسرانو دا هم استنباط کړې چې د جګړې پر مهال د جماعت لمونځ حتی په یوه رکعت سره هم ترسره کېږي، چې دا د جماعت د لمانځه پر اهمیت دلالت کوي.[۲۸]

فوټ نوټ

  1. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ټوک۱، مخ۴۶۳.
  2. مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ټوک۲، مخ۴۲۵.
  3. قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ټوک۵، مخ۳۶۴.
  4. قرطبی، الجامع لاحکام القرآن، ۱۳۶۴ش، ټوک۵، مخ۳۶۴.
  5. فخر رازی، مفاتیج الغیب، ۱۴۲۰ق، ټوک۱۱، مخ ۲۰۴.
  6. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۴، مخ۱۰۰.
  7. مغنیه، الکاشف، ۱۴۲۴ق، ټوک۲، مخ۴۲۵.
  8. قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ټوک۱، مخ۱۵۰؛ عروسی حویزی، تفسیر نور الثقلین، ۱۴۱۵ق، ټوک۱، مخ۵۴۴.
  9. عروسی حویزی، تفسیر نور الثقلین، ۱۴۱۵ق، ټوک۱، مخ۵۴۴.
  10. ثعلبی نیشابوری، الکشف و البیان، ۱۴۲۲ق، ټوک۳، مخ۳۷۵.
  11. شیخ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن‏، بیروت، ټوک۳، مخ۳۱۱.
  12. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۲۰، مخ۱۷۵.
  13. طبری، جامع البیان فی تفسیر القرآن‏، ۱۴۱۲ق، ټوک۵، مخ۱۶۴.
  14. واحدی، اسباب نزول القرآن‏، ۱۴۱۱ق، مخ۱۸۲.
  15. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۲۰، مخ۱۷۵.
  16. شیخ طوسی، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، ټوک۳، مخ۳۱۱.
  17. شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ټوک۱، ۱۶۷،۱۶۴مخونه.
  18. مدرسی، من هدی القرآن، ۱۴۱۹ق۷ ټوک‏۲، مخ۱۶۹.
  19. محقق حلی، شرایع الإسلام، ۱۴۰۸ق، ټوک۱، ۱۲۰،۱۲۱مخونه.
  20. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق،ټوک۱۴، مخ۱۶۹.
  21. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ټوک۱۴، ۱۶۳،۱۶۴مخونه.
  22.  طبرسی، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، ۱۳۷۲ش، ټوک۳، ۱۵۶-۱۵۷مخونه.
  23. طبرسی، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، ۱۳۷۲ش، ټوک۳، مخ۱۵۷.
  24. کاشانی‏، منهج الصادقین فی إلزام المخالفین‏، ۱۳۳۶ش، ټوک۳، مخ۱۰۳.
  25. قاضی نعمان مغربی، دعائم الإسلام، ۱۳۸۵ق، ټوک۱، مخ۳۷۱.
  26. سید قطب، فی ظلال القران، ۱۴۱۲ق، ټوک۲، مخ ۷۴۸.
  27. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۴، ۱۰۲-۱۰۳مخونه.
  28. قرائتی، تفسیر نور، ۱۳۸۳ش، ټوک۲، مخ۱۴۶.

سرچينې

  • ثعلبي نیشابوري، ابو اسحاق احمد بن ابراهیم، الکشف و البیان عن تفسیر القرآن، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، لومړی چاپ، ۱۴۲۲هـ ق.
  • سید قطب، ابراهیم حسین شاذلي، فی ظلال القرآن، بیروت او قاهره، دار الشروق، اوولسم چاپ، ۱۴۱۲هـ ق.
  • شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، محقق او مصحح: علي‌اکبر غفاري، قم، دفتر انتشارات اسلامي، دوهم چاپ، ۱۴۱۳هـ ق.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، له مقدمې سره: شیخ آقابزرګ تهراني، تحقیق: احمد قصیر عاملي، بیروت، دار احیاء التراث العربي، بې‌نېټې.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، المبسوط، تهران، المکتبة المرتضویة لإحیاء الآثار الجعفریة، ۱۳۸۷هـ ق.
  • طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامي، پنځم چاپ، ۱۴۱۷هـ ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، مقدمه: محمدجواد بلاغي، تهران، ناصر خسرو، درېیم چاپ، ۱۳۷۲هـ ش.
  • طبري، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار المعرفه، ۱۴۱۲هـ ق.
  • عروسي حویزی، عبدعلي بن جمعه، تفسیر نور الثقلین، تحقیق: سید هاشم رسولي محلاتي، قم، انتشارات اسماعیلیان، څلورم چاپ، ۱۴۱۵هـ ق.
  • فخر رازي، ابو عبدالله محمد بن عمر، مفاتیح الغیب، بیروت، دار احیاء التراث العربي، درېیم چاپ، ۱۴۲۰هـ ق.
  • قاضي نعمان مغربي، دعائم الإسلام و ذکر الحلال و الحرام و القضایا و الأحکام، محقق او مصحح: آصف فیضي، قم، د آل‌البیت(ع) مؤسسه، دوهم چاپ، ۱۳۸۵هـ ق.
  • قرائتي، محسن، تفسیر نور، تهران، د «درس‌هایی از قرآن» فرهنګي مرکز، یوولسم چاپ، ۱۳۸۳هـ ش.
  • قرطبي، محمد بن احمد، الجامع لأحکام القرآن، تهران، انتشارات ناصر خسرو، لومړی چاپ، ۱۳۶۴هـ ش.
  • قمي، علي بن ابراهیم، تفسیر القمي، محقق او مصحح: سید طیب موسوي جزائري، قم، دار الکتاب، درېیم چاپ، ۱۴۰۴هـ ق.
  • کاشاني، ملا فتح‌الله، تفسیر منهج الصادقین فی إلزام المخالفین، تهران، د محمد حسن علمي کتابپلورنځی، ۱۳۳۶هـ ش.
  • مجلسي، محمدباقر، بحار الأنوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، دوهم چاپ، ۱۴۰۳هـ ق.
  • محقق حلي، نجم‌الدین جعفر بن حسن، شرایع الإسلام، قم، مؤسسه اسماعیلیان، ۱۴۰۸هـ ق.
  • مدرسي، سید محمدتقي، من هدی القرآن، تهران، دار محبي الحسین، لومړی چاپ، ۱۴۱۹هـ ق.
  • مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، تهران، دار الکتب الإسلامیة، لومړی چاپ، ۱۴۲۴هـ ق.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، لومړی چاپ، ۱۳۷۴هـ ش.
  • نجفي، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرایع الإسلام، تصحیح: عباس قوچاني او علي آخوندي، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، اووم چاپ، ۱۴۰۴هـ ق.
  • واحدي، علي بن احمد، اسباب نزول القرآن، تحقیق: کمال بسیوني زغلول، بیروت، دار الکتب العلمیة، لومړی چاپ، ۱۴۱۱هـ ق.