خالد بن ولید
په حمص کې د خالد بن ولید د مقبرې انځور | |
| بښپړ نوم | خالد بن ولید بن مُغیرةبن عبدالله بن عمر(عُمَیر) بن مَخزوم قرشي مخزومي |
|---|---|
| لقب | سیف الله (د اهل سنت په نزد کې) |
| د اوسیدو ځای | مکه، مدینه |
| مشهور خپلوان | ولید بن مغیره(پلار)، ابوجهل(د کاکا زوی) |
| د وفات نیټه او ځای | ۲۱ او ۲۲ق شام |
| د ښخولو ځای | حمص |
| د اسلام راوړلو وخت | ۱ صفر، ۸ ق کال، د مکې له فتحې مخکې |
| په جګړو کې ګډون | د مشرکانو په لیکو کې د بدر، احد او احزاب جګړې؛ له اسلام وروسته: د موته جګړه، د مکې فتحه، د حنین جګړه؛ د خلفاءو دوره: د رده جنګونه، د ایران سره جګړه، او د شام فتحه |
| نور فعالیتونه | د بنی جَذِیمه د یو شمېر د اسلام منلو وروسته وژل؛ د دُومَةُ الْجَنْدَل د عیسوي واکمن أُکَیدِربن عبدالملک ماتې او د امام علي(ع) پر وړاندې پټ اقدامات |
خالد بن ولید مخزومي د اسلام د لومړیو وختونو له جنګي قوماندانانو څخه و، چې له مسلمانېدو د مخه یې د بدر، احد او احزاب په جګړو کې د مسلمانانو پر وړاندې جګړه کوله او د مکې له فتحې مخکې مسلمان شو. هغه د اسلام له منلو وروسته د موتې په جګړه، د مکې په فتح او د حنین په جګړه کې برخه واخیسته.
د خالد بن ولید په اړه تر ټولو مشهوره پېښه د رسول الله(ص) له صحابي مالک بن نویره، سره د هغه چلند دی. په دې پېښه کې، که څه هم مالک بن نویره او د هغه قبیله او بني تمیم مسلمانان وو، خالد هغوی اسیران کړل او بیا یې امر وکړ چې مالک بن نویره او د هغه د قبیلې غړي ووژل شي او هماغه شپه یې د مالک بن نویره له مېرمنې سره همبستري وکړه. عمر بن خطاب، خالد د مالک د وژنې له امله د قصاص او د هغه د مېرمنې سره د همبسترۍ له امله د سنګسار مستحق باله؛ خو ابوبکر په دې باور و چې خالد د خپل اجتهاد له مخې عمل کړی او معذور دی.
داسې ویل شوي چې خالد د امام علي(ع) له دښمنانو څخه و او د هغه د وژنې په پلان کې یې رول درلود.
ژوندلیک او مقام
خالد بن ولید د قریشو د بني مخزوم له کورنۍ څخه و،[۱] چې د قریشو له سترو او مهمو کورنیو څخه وه او له بني هاشم سره یې سیالي درلوده.[۲] د تاریخپوهانو د اټکل له مخې، خالد له نبوته ۲۶ کاله د مخه په مکه کې زیږیدلی و. د هغه پلار، ولید بن مغیره، د قریشو له اشرافو او سترو کسانو څخه و.[۳]
خالد له اسلامه مخکي د قریش له اشرافو او جنګیالیو څخه و.[۴] په دویم هجري کال کې، هغه د بدر په جګړه کې د مسلمانانو پر وړاندې جګړه وکړه[۵] او د واقدي په وینا اسیر شو.[۶] په درېیم هجري کال کې، هغه د قریش د قوماندانانو له جملې څخه و او په احد جګړه کې یې مسلمانان مات کړل[۷] او په پنځم هجري کال کې یې د خندق یا احزاب په غزوه کې برخه واخیسته.[۸]
خو خالد بن ولید اخر مسلمان شو. د هغه د مسلمان کېدو د نیټي په اړه بېلابېل نظرونه شته؛ خو مشهور قول دا دی چې هغه د صفرې په لومړۍ نیټه، د مکې له فتحې مخکې، په اتم هجري کال کې مسلمان شو.[۹] نورو سرچینو د هغه د مسلمانېدو وخت د پنځم کال، د بني قریظه له غزا وروسته یا د حدیبیې د سولې (ذوالقعده شپږم کال) او د خیبر د فتحې (محرم اووم کال) ترمنځ[۱۰] یا وروسته له خیبر غزوه اووم کال ښودلی دی.[۱۱]
له امام علي سره دښمني
د اهل سنتو یو شمېر تاریخپوهانو خالد یو زړور، هوښیار، مهربان، تدبیر لرونکی، باوقاره او نیکمرغه قوماندان بللی دی؛[۱۲] خو په سلیم بن قیس کتاب کې راغلي چې خالد د لومړي خلیفه لپاره له علي(ع) څخه په زوره د بیعت اخیستلو په پېښه کې برخه درلوده.[۱۳] همدارنګه، په شیعه سرچینو کې ویل شوي چې خالد د امام علي(ع) پر وړاندې په ځینو پټو کړنو، منجمله د هغه د وژنې په پلان کې برخه درلوده او له همدې او نورو کړنو له امله سخت غندل شوی دی.[۱۴]
د حدیث راوي
خالد له رسول الله(ص) څخه یو شمېر احادیث روایت کړي دي. [۱۵] عبدالله بن عباس، مقدام بن معدي کرب او مالک بن حارث الاشتر له هغه څخه روایتونه نقل کړي دي.[۱۶]
په جګړو کې رول
خالد له مسلمان کېدو وروسته، د جمادي الاولي په اتم کال د موتې په جګړه کې برخه واخیسته او وروسته له دې چې د مسلمانانو د لښکر مشران ووژل شول، قومانده یې په غاړه واخیسته او پاتې لښکر یې مدینې ته راوست.[۱۷] د اتم هجري کال د رمضان په ۲۰، د مکې د فتحې پر مهال، هم حاضر و[۱۸] او د رسول الله(ص) په امر یې د قریشو ستر بت، العزي، له منځه یووړ.[۱۹]
د اسلام بلنه لپاره ماموریت
خالد د نهم هجري کال رجب کې هم د رسول الله(ص) له خوا د ۴۲۰ سوارو سره د دومة الجندل د مسیحي حاکم، أُکَیدِر بن عبدالملک، خوا ته واستول شو. هغه له یوې لنډې جګړې وروسته هغه اسیر کړ او بیا یې ورسره سوله وکړه.[۲۰] رسول الله(ص) په لسم کال کې خالد د ۴۰۰ کسانو سره نجران ته اسلام ته د بني حارث قبیلې د بلنې لپاره واستاوه.[۲۱]
په همدې کال کې، رسول الله(ص) خالد یمن ته واستاوه چې هلته خلک اسلام ته دعوت کړي. هغه شپږ میاشتې په یمن کې دعوت وکړ، خو چا یې دعوت قبول نه کړ او په پایله کې، رسول الله(ص) علي(ع) یمن ته واستاوه او امر یې وکړ چې خالد بیرته راوغواړي.[۲۲]
بې پروایي او د بې ګناه کسانو وژنه
خالد بن ولید په ځینو مواردو کې بې ګناه کسان ووژل او رسول الله(ص) د هغه له کړنو څخه بیزاري وښوده یا یې هغه د ماشومانو، ښځو او غلامانو له وژلو منع کړ. رسول الله(ص)، د اتم هجري کال د شوال په لومړیو کې، خالد له ۳۵۰ کسانو سره، چې د مهاجرینو، انصارو او بني سلیم څخه وو، د مکې شاوخوا بني جذیمه قبیلې ته واستاوه چي هغوی اسلام ته دعوت کړي. که څه هم بني جذیمه خپل اسلام اعلان کړ او وسله یې تسلیم کړه، خالد امر وکړ چې یو شمېر یې ووژل شي. کله چې رسول الله(ص) خبر شو، د خالد له کړنې یې بیزاري وښوده او علي(ع) یې واستاوه چې د وژل شویو دیه ادا کړي. عبدالرحمن بن عوف په دې باور و چې د خالد له خوا دا کړنه یوازې د خپل تره، فاکة بن مغیره، د وینې غچ اخیستلو لپاره وه.[۲۳]
همدارنګه، کله چې رسول الله(ص) په اتم کال کې د هوازن مشرک قبیلې سره د حنین غزا لپاره له مکې ووت، خالد د بني سلیم له سپایانو سره د لښکر په مخکې روان و؛ خو په جګړه کې له تښتېدلو کسانو څخه و. ویل شوي چې وروسته بیرته راوګرځید او په جګړه کې یې برخه واخیسته، زخمونه یې وخوړل او د یوې ښځې په شمول یو شمېر کسان یې، ووژل؛ بیا رسول الله(ص) هغه د ماشومانو، ښځو او مریانو له وژلو منع کړ.[۲۴]
له ابوبکر او عمر سره ملګرتیا
د واقدي په وینا، خالد د حجة الوداع په مراسمو کې حاضر و[۲۵] او د رسول الله(ص) له وفاته وروسته د ابوبکر له ملاتړو څخه و[۲۶] او له همدې امله یې، د هغه په وړاندې لوړ مقام درلود او تل د هغه تر ملاتړ لاندې و.[۲۷]
په ردې جګړو کې، ابوبکر خالد ته امر وکړ چې لومړی په اکناف کې طی قبیلې، بیا په بزاخه کې طلیحة بن خویلد اسدي او وروسته په بطاح کې مالک بن نویره ته لاړ شي او که هغوي اسلام ته نه وي راستانه شوي ورسره وجنګیږي.[۲۸] وروسته ابوبکر بزاخې ته د خالد د استولو په استولو پښېماني وښوده.[۲۹] خالد په یوه سخته جګړه کې طلیحه، چې د نبوت دعوه یې کوله، مات کړ او د هغه ملګري یې سخت وځپل.[۳۰] بیا یې مالک بن نویره او د هغه قبیله، که څه هم مسلمانان وو، ووژل او د هغه له مېرمنې سره همبستر شو.[۳۱]
د خالد غیر شرعي کړنو د ځینو صحابه و اعتراضونه راوپارول.[۳۲] عمر بن خطاب، خالد د مالک د وژنې له امله د قصاص او د هغه له مېرمنې سره د همبسترۍ له امله د سنګسار مستحق باله.[۳۳] په مقابل کې، ابوبکر وویل چې خالد د خپل اجتهاد له مخې عمل کړی او معذور دی.[۳۴]
د عمر د خلافت په پیل کې ( د جمادي الآخر ۱۳ کال په مینځیو کې)، خالد د عمر په امر د شام د لښکر له قوماندانۍ څخه لیرې شو او قومانده ابوعبیده جراح ته وسپارل شوه.[۳۵]

کله چې عمر په ۱۷ هجري کال کې شام ته لاړ، خالد ته یي ډاډینه ورکړه او په یوه روایت کې ویل شوي چې هغه یې د جزیرې د ښارونو لکه روها، حران، رقه، تلموزن او آمد په امارت وټاکه او خالد یو کال هلته و.[۳۶] په بل روایت کې، خالد د ابوعبیده له خوا د قنسرین حاکم و او په دې وخت کې یې په وړې اسیا کې د روميانو په سرحدي سیمو څو بریدونه وکړل او ډېر غنیمتونه یې ترلاسه کړل. کله چې عمر د خالد له خوا د وروستیو فتوحاتو له غنیمتونو څخه اشعث بن قیس ته د ډېرو پیسو او ونډې له ورکړې څخه خبر شو، په غوسه شو او ابوعبیده ته یې امر وکړ چې خالد عزل او پوښتنه ترې وکړي چې دا پیسې یې له کومه ترلاسه کړې دي. وروسته عمر د خالد نیمایي شتمني ضبط کړه.[۳۷]
مړینه

روایاتو ویلي چې خالد له استعفا یا څنګته کېدو وروسته، مدینې ته لاړ او هلته ناروغ شو او هماغلته مړ شو او عمر د هغه په جنازه کې برخه واخیسته.[۳۸] په بل مشهور روایت کې، خالد وروسته له عزل کېدو وروسته، عمره ادا کړه. بیا یې په حمص کې په انزوا کې ژوند کاوه. هغه عمر خپل وصي وټاکه او بالاخره، د مشهور قول له مخې، په ۲۱ یا ۲۲ هجري کال کې هلته مړ شو[۳۹] او د حمص په شاوخوا کې خاورو ته وسپارل شو.[۴۰] خالد د مړینې پر مهال شپیته کلن و.[۴۱]
د خالد بن ولید جومات، د نهو ګنبدو او دوو منارو له امله ډېر مشهور و؛ خو د ۲۰۱۱ کال وروسته د داعش د بریدونو په بهیر کې زیانمن شو او ځینې برخې یې ویجاړې شوې.[۴۲]
فوټ نوټ
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۹۶۸م، ج۷، ص۳۹۴؛ زبیری، نسب قریش، ۱۹۵۳م، ص۳۲۰؛ ابنعبدالبرّ، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۴۲۷.
- ↑ شلبی، تاریخ سیف اللّه خالد بن الولید، ۱۹۳۳م، ص۲۰-۲۴.
- ↑ ابوالفرج اصفهانی، كتاب الاغانى، قاهره، ج۱۶، ص۱۹۴.
- ↑ ابنعبدربّه، العقد الفرید، دار الاحیاء التراث العربی، ج۳، ص۲۷۸؛ ابنعبدالبرّ، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۴۲۷.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۹۶۸م، ج۷، ص۳۹۴.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۹۸۹م، ج۱، ص۱۳۰.
- ↑ ابناسحاق، سیره ابناسحاق، ۱۴۰۱ق، ص۳۰۵؛ واقدی، المغازی، ۱۹۸۹م، ج۱، ص۲۲۰ و ۲۲۹ و ۲۳۲ و ۲۷۵ و ۲۸۳؛ ابنهشام، السیرة النبویه، ۱۹۳۶م، ج۳، ص۷۰ و ۹۱.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۹۸۹م، ج۲، ص۴۶۵-۴۶۶ و ۴۷۰ و ۴۷۲-۴۷۳ و ۴۹۰.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۹۸۹م، ج۲، ص۶۶۱؛ ابنهشام، السیرة النبویه، ۱۹۳۶م، ج۳، ص۲۹۰ـ۲۹۱؛ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۹۶۸م، ج۴، ص۲۵۲.
- ↑ خلیفة بن خیاط، تاریخ، ۱۴۱۵ق، ص۴۰؛ ابنعبدالبرّ، الإستیعاب، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۴۲۷؛ ابناثیر، اسد الغابه، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۱۴۰.
- ↑ ابنحجر عسقلانی، الاصابة، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۲۵۱.
- ↑ ازدی، تاریخ فتوح الشام، ۱۹۷۰م، ص۹۶ و ۹۹؛ زبیری، نسب قریش، ۱۹۵۳م، ص۳۲۰؛ ابنعساکر، تاریخ مدینه دمشق، بیروت، ج۱۶، ص۲۵۰.
- ↑ سلیم بن قیس هلالی، کتاب سلیم، ۱۴۲۶ق، ص۳۸۶-۳۸۷؛ نیز رجوع کنید به ابن ابی الحدید، ج۲، ص۵۷
- ↑ سلیم بن قیس هلالی، کتاب سلیم، ۱۴۲۶ق، ص۳۹۴؛ ابنشاذان، الایضاح، ۱۳۶۳ش، ص۱۵۵-۱۵۸؛ ابنبابویه، علل الشرائع، بیتا، ج۱، ص۱۹۱ـ۱۹۲؛ کشی، اختیار معرفة الرجال، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۶۹۵.
- ↑ احمد بن حنبل، مسند، ۱۳۱۳ق، ج۴، ص۸۸-۸۹؛ فسوی، المعرفة التاریخ، ۱۴۰۱ق، ج۱، ص۳۱۲؛ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، بیروت، ج۱۶، ص۲۱۶-۲۱۹؛ ابنحجر عسقلانی، الاصابة، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۲۹۵-۲۹۸.
- ↑ ابنابیحاتم، ج۳، ص۳۵۶؛ ابنعساکر، تاریخ مدینه دمشق، بیروت، ج۱۶، ص۲۱۶.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۹۸۹م، ج۲، ص۷۶۱-۷۶۵؛ ابنهشام، السیرة النبویه، ۱۹۳۶م، ج۴، ص۱۹-۲۲ و ۲۵.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۹۸۹م، ج۲، ص۸۱۹ و ۸۲۵-۸۲۶ و ۸۳۸-۸۳۹؛ ابنهشام، السیرة النبویه، ۱۹۳۶م، ج۴، ص۴۹-۵۰.
- ↑ ابنکلبی، کتاب الاصنام، ۱۹۱۴م، ص۲۴-۲۷؛ واقدی، المغازی، ۱۹۸۹م، ج۱، ص۶؛ ج۳، ص۸۷۳-۸۷۴؛ ابنهشام، السیرة النبویه، ۱۹۳۶م، ج۴، ص۷۹.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۹۸۹م، ج۳، ص۱۰۲۵-۱۰۳۰؛ ابنهشام، السیرة النبویة، ۱۹۳۶م، ج۴، ص۱۶۹-۱۷۰.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۹۸۹م، ج۳، ص۸۸۳-۸۸۴؛ ابنهشام، السیرة النبویه، ۱۹۳۶م، ج۴، ص۲۳۹-۲۴۰؛ طبری، تاریخ الأمم، دار التراث، ج۳، ص۱۲۶-۱۲۸.
- ↑ طبری، تاریخ الأمم، دار التراث، ج۳، ص۱۳۱-۱۳۲؛ ابنهشام، السیرة النبویه، ۱۹۳۶م، ج۴، ص۲۹۰-۲۹۱.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۹۸۹م، ج۳، ص۸۷۵-۸۸۲؛ ابنهشام، السیرة النبویه، ۱۹۳۶م، ج۴، ص۷۰-۷۴.
- ↑ ابنهشام، السیرة النبویه، ۱۹۳۶م، ج۴، ص۱۰۰؛ ابوالفرج اصفهانی، كتاب الاغانى، قاهره، ج۱۶، ص۱۹۵.
- ↑ واقدی، المغازی، ۱۹۸۹م، ج۳، ص۸۸۴.
- ↑ زبیر بن بکّار، الأخبار الموفقیات، ۱۹۷۲م، ص۵۸۱.
- ↑ زبیری، نسب قریش، ۱۹۵۳م، ص۳۲۰.
- ↑ واقدی، کتاب الرده، ۱۹۹۰م، ص۶۹-۷۰؛ طبری، تاریخ الأمم، دار التراث، ج۳، ص۲۴۹ و ۲۵۳-۲۵۵.
- ↑ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۳۷.
- ↑ واقدی، کتاب الرده، ۱۹۹۰م، ص۸۱-۹۴.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۳۱-۱۳۲.
- ↑ مقدسی، البدء و التاریخ، مکتبة الثقافة الدینیة، ج۵، ص۱۵۹.
- ↑ ابیالفداء، تاریخ ابیالفداء، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۲۲۲.
- ↑ ابنکثیر، البدایة و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۳۲۳.
- ↑ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۳۹ـ۱۴۰؛ طبری، تاریخ الأمم، دار التراث، ج۳، ص۴۳۵-۴۳۶ و ۴۴۱.
- ↑ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۵۷.
- ↑ طبری، تاریخ الأمم، دار التراث، ج۴، ص۶۶-۶۷؛ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۵۷.
- ↑ یعقوبی، تاریخ یعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۵۷؛ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، بیروت، ج۱۶، ص۲۷۰؛ ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۰۱-۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۸۱.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۹۶۸م، ج۷، ص۳۹۷؛ بلاذری، فتوح البلدان، ۱۴۱۳ق، ص۱۷۲-۱۷۳؛ طبری، تاریخ الأمم، دار التراث، ج۴، ص۱۴۴ و ۱۶۰؛ ابنکثیر، البدایة و النهایة، ج۴، ص۱۲۰.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۹۶۸م، ج۷، ص۳۹۷؛ بلاذری، أنساب الاشراف، دمشق، ج۸، ص۳۲۰؛ ذهبی، ۱۴۰۱-۱۴۰۹ق، ج۱، ص۳۶۷
- ↑ ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۰۱-۱۴۰۹.
- ↑ «مزار ویران شده خالد بن ولید، یادگار تروریستها در حمص + تصاویر»، خبرگزاری ابنا؛ «قبر ویران شده خالد بن ولید، یادگار تروریستها در حمص»، خبرگزاری تسنیم.
سرچينې
- ابوالفرج اصفهانی، علی بن حسین، كتاب الاغانى، قاهره، بینا، ۱۳۸۳ق.
- ابنابی الحدید، شرح نهج البلاغة، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، قاهره، ۱۳۸۵-۱۳۸۷ق/ ۱۹۶۵-۱۹۶۷م.
- ابنابیحاتم، کتاب الجرح و التعدیل، حیدرآباد دکن، ۱۳۷۱-۱۳۷۳ق/ ۱۹۵۲-۱۹۵۳م.
- ابناثیر، علی بن ابی الکرم، اسد الغابة فی معرفة الصحابة، تحقیق علی محمد معوض و عادل احمد عبدالموجود، بیروت، دار الکتب العلمیه، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
- ابناسحاق، سیرة ابناسحاق، تحقیق محمد حمیداللّه، قونیه، بینا، ۱۴۰۱ق/۱۹۸۱م.
- ابنبابویه، علل الشرایع، چاپ افست قم، بیتا.
- ابنحجر عسقلانی، احمد بن علی، الاصابة فی تمییز الصحابة، تحقیق علی محمد بجاوی، بیروت، دار الجیل، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
- احمد ابنحنبل، مسند الامام احمد بن حنبل، قاهره، ۱۳۱۳ق.
- ابنسعد، الطبقات الكبرى، تحقیق احسان عباس، بيروت، دار صادر، چاپ اول، ۱۹۶۸م.
- ابنشاذان، الایضاح، تحقیق جلالالدین محدث ارموی، تهران، ۱۳۶۳ش.
- ابنعبدالبرّ، یوسف بن عبدالله، الاستیعاب فی معرفة الاصحاب، تحقیق علی محمد البجاوی، بیروت، دار الجیل، ۱۴۱۲ق/۱۹۹۲م.
- ابنعبدربه، احمد بن محمد، العقد الفرید، تحقیق علی شیری، بیروت، دار الاحیاء التراث العربی، ۱۴۰۸-۱۴۱۱ق/ ۱۹۸۸-۱۹۹۰م.
- ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، تحقیق عمرو بن غرامة العمري، بیروت، دار الفکر للطباعة والنشر و التوزیع، ۱۴۱۵-۱۴۲۱ق/ ۱۹۹۵-۲۰۰۱م.
- ابنکثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، ج۴، چاپ احمد ابوملحم و دیگران، بیروت، بیتا.
- ابنکثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایه، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۷ق.
- ابنکلبی، هشام بن محمد، کتاب الاصنام، تحقیق احمد زکی پاشا، قاهره، بینا، ۱۳۳۲ق/۱۹۱۴م.
- ابنهشام، السیرة النبویة، تحقیق مصطفی سقا، ابراهیم ابیاری و عبدالحفیظ شلبی، قاهره، بینا، ۱۳۵۵ق/۱۹۳۶م.
- ابیالفداء، اسماعیل بن علی، تاریخ ابیالفداء، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۱۷ق.
- ازدی، محمدبن عبدالله، تاریخ فتوح الشام، تحقیق عبدالمنعم عبدالله عامر، قاهره، بینا، ۱۹۷۰م.
- بلاذری، احمد بن یحیی، أنساب الاشراف، تحقیق محمود فردوس عظم، دمشق، بینا، ۱۹۹۶-۲۰۰۰م.
- بلاذری، احمد بن یحیی، فتوح البلدان، تحقیق دخویه، لیدن، ۱۸۶۶م.
- خلیفة بن خیاط، تاریخ خلیفة بن خیاط، تحقیق مصطفی نجیب فوّاز و حکمت کشلی فوّاز، بیروت، بینا، ۱۴۱۵ق/ ۱۹۹۵م.
- ذهبی، محمد بن احمد، سیر اعلام النبلاء، تحقیق شعیب ارنؤوط و دیگران، بیروت، ۱۴۰۱-۱۴۰۹ق/ ۱۹۸۱-۱۹۸۸م.
- زبیر بن بکّار، الاخبار الموفقیات، تحقیق سامی مکی عانی، بغداد، بینا، ۱۹۷۲م.
- زبیری، مصعب بن عبدالله، نسب قریش، تحقیق لوی پرووانسال، قاهره، دار المعارف، ۱۹۵۳م.
- سلیم بن قیس هلالی، کتاب سُلیم بن قیس الهلالی، تحقیق محمدباقر انصاری زنجانی، بیروت، ۱۴۲۶ق/ ۲۰۰۵م.
- طبری، محمد بن جرير، تاريخ الطبرى: تاريخ الامم والملوك، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهيم، بيروت، دار التراث، ۱۳۸۲-۱۳۸۷ق/ ۱۹۶۲-۱۹۶۷م.
- فسوی، یعقوب بن سفیان، کتاب المعرفة والتاریخ، تحقیق اکرم ضیاء عمری، بیروت، مؤسسة الرسالة، چاپ دوم، ۱۴۰۱ق.
- «قبر ویران شده خالد بن ولید، یادگار تروریستها در حمص»، خبرگزاری تسنیم، تاریخ درج مطلب: ۲۲ اردیبهشت ۱۳۹۳ش، تاریخ بازدید: ۱۱ دی ۱۴۰۳ش.
- محمدبن عمر کشی، اختیار معرفة الرجال، المعروف برجال الکشی، تلخیص محمدبن حسن طوسی، تصحیح و تعلیق محمدباقر بن محمد میرداماد، تحقیق مهدی رجائی، قم، ۱۴۰۴ق.
- واقی، محمد بن عمر، کتاب الردة، روایة احمد بن محمد بن اعثم کوفی، تحقیق یحیی جبوری، بیروت، ۱۴۱۰ق/ ۱۹۹۰م.
- «مزار ویران شده خالد بن ولید، یادگار تروریستها در حمص + تصاویر»، خبرگزاری ابنا، تاریخ درج مطلب: ۲۱ اردیبهشت ۱۳۹۳ش، تاریخ بازدید: ۱۱ دی ۱۴۰۳.
- مَقْدِسی، مطهر بن طاهر، البدء و التاریخ، بیروت، پورت سعید، مکتبة الثقافة الدینیه، بیتا.
- واقدی، محمد بن عمر، کتاب المغازی، تحقیق مارسدن جونز، لندن، ۱۹۶۶.
- یعقوبی، احمد بن اسحاق، تاريخ اليعقوبى، بيروت، دارصادر، [بىتا].