منځپانگې ته ورتلل

مسوده:د نساء سورې ۱۴۲ آیت

د wikishia لخوا
د نساء سورې ۱۴۲ آیت
د آیت ځانګړتیا
په سورت کې موقعیتنساء
د آیت شمېر۱۴۲
جزء۵
د منځپانګې معلومات
موضوعنفاق
په اړهد منافقانو ځانګړنې
اړونده آیتونهد بقره سوره ۹ آیت، د توبه سوره ۵۴ آیت


د نساء سورې ۱۴۲ آیت د منافقانو ځینې ځانګړنې بیانوي؛ لکه له خدای سره دوکه، او ریاکارۍ. د شیعه مفسرانو په اند، منافقانو د ظاهري عبادتونو په ترسره کولو سره هڅه کوله چې هم خپل ځان، مال او شتمني خوندي وساتي او هم رسول الله(ص) او مسلمانان وغولوي.

په شیعه تفسیري آثارو کې، د منافقانو پر وړاندې الهي نیرنګ د هغوی له اعمالو سره متناسب ډول سزا بلل شوې ده. دا الهي نیرنګ بېلابېلې بڼې لرلای شي؛ منجمله دا چې الله تعالی ترې خپل لطف اخلي، خو د هغوی د ریاکارۍ مخه نه نیسي، یا دا چې کله ناکله هغوی ته ډېر نعمتونه ورکوي، خو وروسته یې په ناڅاپي ډول ترې اخلي او سزا ورکوي.

د آیت پېژندنه

د نساء سورې په ۱۴۲ آیت کې د منافقانو څلور ځانګړنې یادې شوې دي: له الله سره نیرنګ او چل کول، په سستۍ سره د لمانځه ادا کول، په عبادت کې ریا کول، او د الله لږ یادول.[۱] همدارنګه په دې آیت کې ویل شوي چې الله هم د منافقانو د نیرنګ په بدل کې له هغوی سره نیرنګ او چل کوي.[۲]

إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَى يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا


بېشکه منافقان له الله سره نیرنګ کوي، حال دا چې الله به له هغوي سره چل وکړي، او کله چې د لمانځه لپاره پاڅي، په سستۍ پاڅي، له خلکو سره ریا کوي او الله ډېر لږ یادوي



نساء سوره، ۱۴۲ آیت

د عبدالله جوادي آملي په وینا، دا آیت د نساء سورې د مخکینیو آیتونو (لکه ۱۳۹ او ۱۴۱) په دوام کې راغلی، چې په هغو کې د منافقانو ځانګړنې بیان شوې دي، او دلته یې څلور مهمې نښې څرګندوي.[۳] همدارنګه په ۱۴۳ آیت کې د دې نفاق پایله داسې بیانېږي چې منافقان نه د رښتینو مؤمنانو له ډلې دي او نه د ښکاره کافرانو، بلکې په باطن کې د کافرانو په ډله کې شمېرل کېږي.[۴] د منافقانو له خوا له خدای سره نیرنګ کول د بقرې سورې په ۹ آیت کې[۵]‌ او په سستۍ سره لمونځ کول د توبې سورت په ۵۴ آیت کې هم تکرار شوي دي.[۶]

ځینو فقهاوو د «قاموا کُسالیٰ» له عبارت څخه دا استنباط کړی چې په سستۍ سره لمونځ کول د لمانځه له مکروهاتو څخه دي.[۷] همدارنګه دا آیت د اخلاقو په بحثونو کې د نفاق[۸] او ریاکارۍ[۹] د ناخوښوالي لپاره قرآني دلیل بلل شوی دی.

د منافقانو نیرنګ او الهي خدعه (چل)

ځینو شیعه مفسرانو ویلي چې د منافقانو له خوا له الله سره دوکه او فریب تل شتون لري؛ خو دا چې دوی نشي کولی په مستقیم ډول خدای وغولوي،[۱۰]‌‌‌ نو د دوی نیرنګ له دین،[۱۱] الهي آیتونو،[۱۲] رسول الله(ص) او مؤمنانو سره وي.[۱۳] منافقان د ظاهري عبادتونو[۱۴] او ریاکارۍ[۱۵] له لارې هڅه کوي، هم خپل ځان او مال وساتي،[۱۶] او د مومنانو سره د اړیکو څخه ګټه پورته کول[۱۷] هم د خلکو باور ترلاسه کړي[۱۸] او هم رسول الله(ص) او مؤمنان وغولوي [۱۹]‌‌‌‌. له همدې امله، د رسول(ص) غولول د الله غولول ګڼل شوي دي. [۲۰] په تفسیر عیاشي کې راغلي چې رسول الله مبارک د غیر الله لپاره عبادت کول د خدای پر وړاندې د فریب یوه بڼه بللې ده.[۲۱]

په شیعه تفسیرو کې د منافقانو پر وړاندې د الهي فریب په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې شوي دي:

  • الهي خدعه او چل د منافقانو خپله سزا ده.[۲۲]
  • خدای ترې خپل لطف اخلي او هغوی په خپل حال پرېږدي.[۲۳]
  • خدای د هغوی د ریاکارۍ مخه نه نیسي، او دا کار پخپله یو ډول فریب دی.[۲۴]
  • خدای هغوی ته وخت ورکوي چې په الهي نعمتونو کې ډوب شي، خو بیا یې ناڅاپه له هماغو نعمتونو محروموي.[۲۵]
  • خداوند به د قیامت په ورځ منافقانو ته امر وکړي چې له عذاب څخه د خلاصون لپاره دې پخپله د رڼا (نور) په لټه کې شي، خو هغوی به د دې کار توان و نه لري:«قِيلَ ارْجِعُوا وَرَاءَكُمْ فَالْتَمِسُوا نُورًا…» (حدید سوره، ۱۳ آیت). کله چې هغوی غواړي د ایمان لرونکو نارینه‌و او ښځو لوري ته وګوري چې له هغوی څخه رڼا تر لاسه کړي، نو له یو دیوال سره مخامخ کېږي چې د دوی او مؤمنانو ترمنځ به ولاړ وي. دا په حقیقت کې د الله تعالی له‌خوا پر منافقانو یو ډول خدعه او چل دی چې د قیامت په ورځ به یې ورسره کوي؛ هماغسې لکه څنګه چې منافقانو په دنیا کې (په خپل خیال) له الله سره مکر او نیرنګ کاوه. [۲۶]

د منافقانو ځانګړنې

د نساء سورې په ۱۴۲ آیت کې د منافقانو دا ځانګړنې یادې شوې دي: له خدای سره دوکه، ریاکاري، په عبادت کې سستي، او د الله لږ یادول. د ځینو شیعه مفسرانو په وینا، ځکه چې منافقان عبادت د قربت په نیت نه کوي، نو لمونځ په بې‌حالۍ او سستۍ سره ادا کوي.[۲۷] خو همدا کسان د خلکو د پام جلبولو لپاره[۲۸] او د ریا په نیت[۲۹] هغه عبادتونه چې ورته سخت وي، په ظاهري شور او شوق سره ترسره کوي.[۳۰]

جوادي آملي په دې باور دی چې په دې آیت کې د منافقانو له «لږ ذکر» څخه موخه نه د ایمان کمزوري ده او نه دا چې د هغوی ځینې اذکار د الله لپاره وي؛ بلکې د تقوا د نشتون له امله د هغوی ذکر اغېز نه لري او د الله له لوري نه قبلیږي.[۳۱] منافقان، له دې امله چې په خدای او دین رښتینی ایمان نه لري، هېڅکله په یوازېتوب کې الله نه یادوي، که څه هم د خلکو په منځ کې ډېر د ذکر خبرې کوي.[۳۲]

فوټ نوټ

  1. جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۹۴ش، ټوک۲۱، مخ۱۸۷.
  2. جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۸۹ش، ټوک۲، مخ۲۵۵.
  3. جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۹۴ش، ټوک۲۱، مخ۱۸۷.
  4. جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۹۴ش، ټوک۲۱، مخ۲۰۰.
  5. جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۸۹ش، ټوک۲، مخ۲۵۲.
  6. جوادی آملی، تسنیم، ټوک۳۴، مخ۲۳۵.
  7. اردبیلى، مجمع الفائدة، ۱۴۰۳ق، ټوک۳، مخ۱۰۴؛ موسوی عاملى، مدارك الأحكام، ۱۴۱۱ق، ټوک۳، مخ۴۷۰؛ بحرانى، الحدائق الناضرة، ۱۴۰۵ق، ټوک۹، مخ۵۸.
  8. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۶۹، ۱۷۳ او ۱۷۵مخونه.
  9. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ټوک۶۹، مخ۲۶۵.
  10. جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۹۴ش، ټوک۲۱، مخ۱۸۸.
  11. جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۹۴ش، ټوک۲۱، مخ۱۸۷.
  12. جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۹۴ش، ټوک۲۱، مخ۱۸۸.
  13. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ټوک۵، مخ۱۱۷.؛ جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۹۴ش، ټوک۲۱، مخ۱۸۸.
  14. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ټوک۵، مخ۱۱۷.
  15. جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۹۴ش، ټوک۲۱، مخ۱۸۷.
  16. شیخ طوسى، التبیان، دار احیاء التراث العربى، ټوک۳، مخ۳۶۵؛‌ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۳، مخ۱۹۸.
  17. طباطبایی، المیزان، منشورات اسماعيليان، ټوک۵، مخ۱۱۷.
  18. جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۹۴ش، ټوک۲۱، مخ۱۸۷.
  19. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ټوک۵، مخ۱۱۷.
  20. جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۹۴ش، ټوک۲۱، مخ۱۸۷.
  21. عیاشى، تفسیر العیاشی،۱۳۸۰ق، ټوک۱، مخ۲۸۳.
  22. قمی، تفسیر القمی، ۱۳۶۳ش، ټوک۱، مخ۱۵۷؛ شیخ طوسى، التبیان، دار احیاء التراث العربى، ټوک۳، مخ۳۶۵.
  23. جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۹۴ش، ټوک۲۱، مخ۱۸۸.
  24. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ټوک۵، مخ۱۱۷؛ همچنین بنگرید به: شیخ طوسى، التبیان، دار احیاء التراث العربى، ټوک۳، مخ۳۶۵.
  25. مدرسی، من هدی القرآن، ۱۴۱۹ق، ټوک۲، مخ۲۲۹.
  26. طباطبایی، المیزان، منشورات اسماعیلیان، ټوک۱۹، مخ۱۵۶.
  27. شیخ طوسى، التبیان، دار احیاء التراث العربى، ټوک۳، مخ۳۶۵؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ټوک۳، مخ۱۹۸.
  28. جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۹۴ش، ټوک۲۱، مخ۱۸۷.
  29. مکارم شیرازی، تفسر نمونه، ۱۳۷۴ش، ټوک۴، مخ۱۷۸.
  30. جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۹۴ش، ټوک۲۱، مخ۱۸۷.
  31. جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۹۴ش، ټوک۲۱، مخ۱۹۴.
  32. جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۹۴ش، ټوک۲۱، مخ۱۸۹؛ همجنین بنگرید به: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۲، مخ۵۰۱.

سرچينې

  • اردبیلي، احمد بن محمد، مجمع الفائدة و البرهان فی شرح إرشاد الأذهان، تحقیق: آقا مجتبی عراقي، علي‌پناه اشتهاردي، او آقا حسین یزدي اصفهاني، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۰۳هـ ق.
  • بحرانى، یوسف بن احمد، الحدائق الناضرة فی أحکام العترة الطاهرة، تحقیق: محمد تقی ایرواني او سید عبد الرزاق مقرم، قم، د اسلامي خپرونو دفتر، لومړی چاپ، ۱۴۰۵هـ ق.
  • جوادي آملي، عبدالله، تسنیم، قم، اسراء، شپږم چاپ، ۱۳۸۹هـ ش.
  • جوادي آملي، عبدالله، تسنیم، قم، اسراء، څلورم چاپ، منی ۱۳۹۴هـ ش.
  • جوادي آملي، عبدالله، تسنیم، قم، اسراء، لومړی چاپ، ژمی ۱۳۹۳هـ ش.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، تحقیق: احمد قصیر عاملي، بیروت، دار احیاء التراث العربي، لومړی چاپ، بې‌نېټې.
  • طباطبایي، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، د قم د حوزې د مدرسینو د اسلامي خپرونو دفتر، پنځم چاپ، ۱۴۱۷هـ ق.
  • طبرسي، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تحقیق: محمدجواد بلاغي، تهران، ناصر خسرو، درېیم چاپ، ۱۳۷۲هـ ش.
  • عياشي، محمد بن مسعود، تفسیر العياشي، تحقیق: سید هاشم رسولي محلاتي، تهران، المطبعة العلمیه، لومړی چاپ، ۱۳۸۰هـ ق.
  • قمي، علي بن ابراهیم، تفسیر القمي، تحقیق: طیب موسوي جزایري، قم، دارالکتاب، درېیم چاپ، ۱۳۶۳هـ ش.
  • کليني، محمد بن یعقوب، الکافي، تحقیق: علي اکبر غفاري او محمد آخوندي، تهران، دار الکتب الاسلامیه، څلورم چاپ، ۱۴۰۷هـ ق.
  • مجلسي، محمدباقر، بحارالانوار: الجامعة لدرر اخبار الأئمة الأطهار(ع)، بیروت، دار احیاء التراث العربي، دوهم چاپ، ۱۴۰۳هـ ق.
  • مدرسي، سید محمدتقي، من هدی القرآن، تهران، دار محبی الحسین، لومړی چاپ، ۱۴۱۹هـ ق.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، لومړی چاپ، ۱۳۷۴هـ ش.
  • موسوي عاملي، محمد بن علي، مدارك الأحكام في شرح عبادات شرائع الإسلام، تصحیح: د آل البیت(ع) مؤسسه، بیروت، د آل البیت(ع) مؤسسه، لومړی چاپ، ۱۴۱۱هـ ق.
  • نجفي، محمد حسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، تحقیق: عباس قوچاني او علي آخوندي، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، اووم چاپ، ۱۴۰۴هـ ق.