نجاست خور حیوان

د wikishia لخوا
دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.

نجاست خور حیوان یا جَلّال هغه حلال غوښې حیوان ته وایي چې د انسان د مدفوع (غولو) په خوړولو روږدی شوی وي. د نجاست خور حیوان د غوښې، پیو او هګیو خوړل حرام او ډکې او تشې متیازې یې نجسې دي. د نجاست خور په استبراء سره( د پاک خوړو خورولو او د نجاست له خوړلو په مخنیوي) سره له هغه د جلّاله احکام لرې کیږي.

د نجاست خورو حیواناتو د استبرا‌ء وخت او موده بېله بېله ده. د فقیهانو د مشهور نظر له مخې، د اوښ د استبراء لپاره ضروري وخت څلوېښت ورځې، د غوا شل ورځې، د ګډ لس ورځې، د مرغابۍ او چرګو درې ورځې دی. د هغو حیواناتو لپاره چې په روایتونو کې ورپاره معلوم وخت نه دی بیان شوی ځینې باوري دي چې تر هغه وخته چې د نجاست خورۍ صفت له هغه ختم نه شي د جلاله (نجاست خور) حکم لري. که څه هم ځینو بیا له چرګانو او مرغابیو سره ورته مارغان په دې حکم کې له دغو دوو سره یو شان ګڼلې دي.

مفهوم پېژندنه

هغه حلال حیوان چې د انسان د مدفوع (غولو) په خوړلو روږدی شوی وي، نجاست خور یاجلّاله ګڼل کیږي.[۱] د زیاتره فقیهانو له نظره، بې له ابوالصلاح حلبي، دا صفت یوازې د انسان د مدفوع په خوړلو سره حاصلیږي او د نورو نجاستونو په خوړلو سره دغه صفت نه حاصلیږي.[۲] تېرو فقیهانو (تر ۴۶۰ ق) په حیوان کې د دغه صفت د تحقق لپاره لازم وخت نه دی ذکر کړی.[۳] خو د دغه مطلب لپاره د متاخرانو په کلام کې مختلف معیارونه بیان شوې دي؛ د انسان د مدفوع یو شواروز خوړل،[۴] د نجاست د خوړلو په وجه د نوې غوښې ټوکېدل او د هډونو مضبوطېدل،[۵] د حیوان په بدن او څرمنه کې د بد بوي او خرابوالي ښکاره کېدل[۶] او له عرفي نظره د حیوان نجاست خوره کېدل،[۷] له هغو معیارونو دي چې پر حیوان د نجاست خورۍ د اطلاق لپاره ذکر شوې دي.

حلال حیوان، یوازې په هغه بڼه کې نجاست خور بلل کیږي او د جلاله حیوان احکام پرې مترتب کیږي چې خوراک یې یوازې د انسان مدفوع وي.[۸]

فقهي احکام

په فقهي کتابونو کې د نجاست خور حیوان لپاره ځینې احکام ذکر شوې دي:

د غوښې، پیو او هیګو د خوړلو حکم

د اکثره فقیهانو په نظر، د نجاست خور حیوان دغوښې خوړل حرام دي؛ د دې په مقابل کې بیا ځینو فقیهانو د کراهت حکم ورکړی دی.[۹] همداراز د نجاست خور حیوان د پیو او هګیو خوړل هم حرام ګڼل شوې دي؛ ځکه چې د حیواناتو پۍ او هګۍ په حلالوالي یا حراموالي کې د هغوي د غوښې د حلیت او حرمت تابع دي.[۱۰]

که حلال حیوان د انسان پر مدفوع سربېره بل پاک خواړه وخوري، حتی که زیاتره خواړه یې هماغه نجس وي، د غوښې خوړل یې حرام نه بلکې مکروه دي.[۱۱]

د تشو او ډکو متیازو، خوَلې او جوټه نجاست

د فقیهانو له نظره، د نجاست خورو حیواناتو تشې او ډکې متیازې نجسې دي.[۱۲] البته فقیهان د نجاست خور اوښ د خوَلې په نجاست یا پاکوالي کې اختلاف لري. له دې امله که د نجاست خور اوښ خوله له یو شي سره ولګیږي، ځینو فقیهانو د هغه شي پاکول واجب ګڼلې دي.[۱۳] خو اکثره فقیهان د نجاست خوره اوښ خوله پاکه ګڼي.[۱۴] ځینو څېړاندو سره له دې چې د نجاست خور اوښ خوله پاکه ګڼلې خو باوري دي چې لمونځ کوونکی باید هغه له خپله بدنه لرې کړي.[۱۵] ځینو لیکوالانو د نورو جلاله حیواناتو خوله په نجاست او طهارت کې له نجاست خور اوښ سره محلق کړې او احکام یې یو شان ګڼلې دي.[۱۶]

ځینو فقیهانو د نجاست خور حیوان جوټه نجسه ګڼلې ده.[۱۷] له دې امله د دغه هیواد پاتې جوټه د نورو نجاساتو په شان حرامه ده.[۱۸] د دې په مقابل کې، ځینو بیا د نجاست خوره حیوان د پاتې خوړو په نجاستوالي حکم نه دی کړی او هغه یې مکروه ګڼلې دي.[۱۹]

په حج او عمره کې په نجاست خور اوښ سپرېدل

د حج او عمرې په ورځو کې په نجاست خور اوښ سپرېدل مکروه ګڼل شوې دي.[۲۰]

استبراء

که نجاست خور حیوان د یوې مودې لپاره د نجاست له خوړلو منع کړی شي او یوازې پاک واښه ورکړل شي، د نجاست خور حیوان ټول احکام ترې پورته کیږي. دې کار ته په فقه کې استبراء ویل کیږي.[۲۱] سره له دې ځینو فقیهانو د وښو پاکوالی د نجاست خورۍ د صفت د ختمولو لپاره لازم نه دی ګڼلی.[۲۲]

د استبراء موده

د اکثره فقیهانو په نظر د اوښ د استبراء لپاره ضروري وخت څلویښت ورځې، د غوا لپاره شل ورځې، د ګډانو لپاره لس ورځې، د چرګې او مرغابۍ لپاره درې ورځې دی.[۲۳] دا وخت په مشهورو روایتونو کې ذکر شوی او فقیهانو یې خیال ساتل ضروري ګڼلي دي.[۲۴] په غیر مشهورو روایتونو کې د مرغابۍ لپاره درې[۲۵] شپږ[۲۶] او اوه ورځې[۲۷] د ګډانو لپاره اوه[۲۸] او څوارلس ورځې،[۲۹] او د غوا لپاره دېرش ورځې[۳۰] د استبراء د مودې په توګه ذکر شوی دی. البته په ټولو روایتونو کې د اوښ د استبراء لپاره څلویښت ورځې او د چرګې لپاره یوازې درې ورځې بیان شوی دی.[۳۱]

د ځینو حیواناتو لکه چرګ، خړتمي چرګ، غاز یا ایلۍ، زرکې، مړز او بزې د استبراء لپاره لازم وخت په روایتونو کې نه دی ذکر شوی. ځینې فقیهانو چرګې او مرغابۍ ته د ورته مارغانو حکم له دې دوو سره یو شان ګڼلی دی.[۳۲] خو ځینې باوري دي چې د ټولو هغو حیواناتو لپاره چې په روایتونو کې ورپاره مشخصه موده نه دی ذکر شوې، تر هغه وخته چې د نجاست خورۍ صفت ورځنې لرې شي او په عام عرف کې نور په دغه صفت ونه پېژندل شي، دوام پېدا کوي.[۳۳]

فوټ نوټ

  1. علامه حلی، تحریر الأحکام الشرعیة، ۱۴۲۰ق، ج۴، ص۶۳۳؛ عاملی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۱۶۰.
  2. علامه حلی، مختلف الشیعة، ۱۴۱۳ق، ج۸، ص۳۱۳؛ اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، ۱۴۰۳ق، ج۱۱، ص۲۴۹؛ نجفی، جواهر الکلام، دار احیاء التراث العربی، ج۳۶، ص۲۷۱.
  3. حسینعلی، بررسی احکام حیوان جلّال، ۱۳۹۶ش، ص۱۲.
  4. فاضل مقداد، التنقیح الرائع، ۱۴۰۴ق، ج۴، ص۳۶.
  5. عاملی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۱۶۰؛ عاملی، مدارک الأحکام، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۱۳۰.
  6. شهید ثانی، مسالک الأفهام، ۱۴۱۳ق، ج۱۲، ص۲۵.
  7. اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، ۱۴۰۳ق، ج۱۱، ص۲۵۰؛ سبزواری، کفایة الأحکام، انتشارات مهدوی، ج۲، ص۶۰۳؛ طباطبایی، ریاض المسائل، ۱۴۱۸ق، ج۱۳، ص۳۸۳.
  8. علامه حلی، تحریر الأحکام الشرعیة، ۱۴۲۰ق، ج۴، ص۶۳۳؛ عاملی، جامع المقاصد، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۱۶۰.
  9. نجفی، جواهر الکلام، دار احیاء التراث العربی، ج۳۶، ص۲۷۲.
  10. طباطبایی، ریاض المسائل، ۱۴۱۸ق، ج۱۳، ص۳۷۶؛ حائری، کتاب المناهل، موسسه آل البیت علیهم السلام، ص۶۲۴؛ تبریزی، تنقیح مبانی العروة: کتاب الطهاره، ۱۴۲۶ق، ج۳، ص۳۹۶.
  11. علامه حلی، مختلف الشیعة، ۱۴۱۳ق، ج۸، ص۳۱۲؛ شهید ثانی، مسالک الأفهام، ۱۴۱۳ق، ج۱۲، ص۲۷.
  12. حلبی، غنیة النزوع، ۱۴۱۷ق، ص۴۰؛ علامه حلی، تذکرة الفقها، مؤسسه آل‌البیت علیهم‌السلام، ج۱، ص۵۱.
  13. شیخ مفید، المقنعة،۱۴۱۳ق، ص۷۱؛ شیخ طوسی، النهایة، ۱۴۰۰ق، ص۵۳.
  14. مثال په توګه وګورئ: محقق حلی، شرائع الإسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۴۵؛ علامه حلی، تحریر الأحکام الشرعیة، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۵۸؛ شهید اول، ذکری الشیعة، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۱۱۹ و ۱۲۰؛ حلی، معالم الدین، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۷۶.
  15. خویی، التنقیح: الطهارة۲، ۱۴۱۸ق، ص۱۵۴.
  16. حلی، نزهة الناظر، ۱۳۹۴ق، ص۱۸-۱۹.
  17. ابن‌براج، المهذب، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۲۵؛ کیدری، إصباح الشیعة، ۱۴۱۶ق، ص۲۵.
  18. انصاری، کتاب المکاسب (المحشی)، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۸۸؛ طباطبایی قمی، مبانی منهاج الصالحین، ۱۴۲۶ق، ج۶، ص۱۳۶.
  19. محقق حلی، شرائع الإسلام، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۸؛ شهید اول، الدروس الشرعیة، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۲۳.
  20. علامه حلی، تحریر الأحکام الشرعیة، ۱۴۲۰ق، ج۲، ص۱۱۳؛ شهید اول، الدروس الشرعیة، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۴۷۴؛ حلی، الجامع للشرائع، ۱۴۰۵ق، ص۲۳۰.
  21. مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۴۱۹ق، ص۶۲.
  22. مقدس اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، ۱۴۰۳ق، ج۱۱، ص۲۵۵.
  23. شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷، ج۶، ص۸۶؛ ابن‌براج، المهذب، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۴۲۸؛ محقق حلی، شرائع الإسلام، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۱۷۰-۱۷۳؛ علامه حلی، تحریر الأحکام الشرعیة، ۱۴۲۰ق، ج۴، ص۶۳۳-۶۳۵.
  24. طباطبایی، ریاض المسائل، ۱۴۱۸ق، ج۱۳، ص۳۸۶.
  25. صدوق، من لا یحضر، ۱۴۱۳ق، ج‏۳، ص۳۳۸ و ۳۳۹.
  26. صدوق، من لایحضر، ۱۴۱۳ق، ج‏۳، ص۳۳۸ و ۳۳۹.
  27. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۲۵۲.
  28. ابن اشعث، الجعفریات، مکتبة النینوی، الحدیثة، ص۲۷.
  29. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۲۵۲.
  30. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۲۵۳.
  31. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۲۵۱ و ۲۵۳؛ صدوق، من لا یحضر، ۱۴۱۳ق، ج‏۳، ص۳۳۸ و ۳۳۹؛ ابن‌اشعث، الجعفریات، مکتبة النینوی، ص۲۷.
  32. علامه حلی، قواعد الأحکام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۳۲۸؛ شهید اول، اللمعة الدمشقیة، ۱۴۱۰ق، ص۲۳۶؛ علامه حلی، إرشاد الأذهان، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۱۱۲.
  33. یزدی طباطبایی، العروة الوثقی (المحشی)، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۲۷۸.

سرچينې

  • ابن‌اشعث، محمد، الجعفریات، تهران، مکتبة نینوی الحدیثة، بی‌تا.
  • ابن‌براج، عبدالعزیز، المهذب، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۶ق.
  • انصاری، مرتضی، کتاب المکاسب (المحشی)، قم، مؤسسه مطبوعاتی دار الکتاب، ۱۴۱۰ق.
  • تبریزی، جواد بن علی، تنقیح مبانی العروة: کتاب الطهاره، قم، دار الصدیقة الشهیدة سلام‌الله علیها، ۱۴۲۶ق.
  • حائری، سید محمد، کتاب المناهل، قم، موسسه آل البیت علیهم السلام، بی‌تا.
  • حسینعلی، محمدامین، بررسی احکام حیوان جلّال، پایان‌نامه دوره سطح سه رشته فقه و اصول، قم، مرکز مدیریت حوزه‌های علمیه، ۱۳۹۶ش.
  • حلبی، حمزة بن علی، غنیة النزوع إلی علمی الأصول و الفروع، قم، موسسه امام صادق علیه السلام، ۱۴۱۷ق.
  • حلی، محمد بن شجاع القطان، معالم الدین فی فقه آل یاسین، قم، موسسه امام صادق علیه السلام، ۱۴۲۴ق.
  • حلی، یحیی بن سعید، الجامع للشرائع، قم، موسسة سید الشهدا العلمیة، ۱۴۰۵ق.
  • حلی، یحیی بن سعید، نزهة الناظر فی الجمع بین الأشباه و النظائر، قم، منشورات رضی، ۱۳۹۴ق.
  • خویی، سید ابوالقاسم، التنقیح فی شرح العروة الوثقی: الطهاره۲، قم، بی‌نا، ۱۴۱۸ق.
  • سبزواری، محمدباقر بن محمد، کفایة الأحکام، اصفهان، انتشارات مهدوی، بی‌تا.
  • شهید اول، محمد بن مکی، الدروس الشرعیة فی فقه الإمامیة، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۷ق.
  • شهید اول، محمد بن مکی، اللمعة الدمشقیة فی فقه الإمامیة، بیروت، دار التراث، ۱۴۱۰ق.
  • شهید اول، محمد بن مکی، ذکری الشیعة فی أحکام الشریعة، قم، موسسه آل‌البیت علیهم السلام، ۱۴۱۹ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، مسالک الأفهام إلی تنقیح شرائع الإسلام، قم، مؤسسة المعارف الاسلامیة، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الخلاف، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۷ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، النهایة فی مجرد الفقه و الفتاوی، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۰۰ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد بن نعمان، المقنعة، قم، کنگره جهانی هزاره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • صدوق، محمد بن علی، من لایحضره الفقیه، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۳ق.
  • طباطبایی قمی، سیدتقی، مبانی منهاج الصالحین، قم، منشورات قلم الشرق، ۱۴۲۶ق.
  • طباطبایی یزدی، سیدمحمدکاظم، العروة الوثقی (المحشی)، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۹ق.
  • طباطبایی، سید علی، ریاض المسائل، قم، موسسه آل البیت علیهم السلام، ۱۴۱۸ق.
  • طباطبایی، سید علی، ریاض المسائل، قم، موسسه آل البیت علیهم السلام، ۱۴۱۸ق.
  • عاملی، علی بن حسین، جامع المقاصد فی شرح القواعد، قم، مؤسسه آل‌البیت علیهم‌السلام، ۱۴۱۴ق.
  • عاملی، محمد بن علی، مدارک الأحکام فی شرح عبادات شرائع الإسلام، بیروت، موسسة آل‌البیت علیهم‌السلام، ۱۴۱۰ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، إرشاد الأذهان إلی أحکام الإیمان، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۰ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، تحریر الأحکام الشرعیة علی مذهب الإمامیة، قم، مؤسسه امام صادق علیه‌السلام، ۱۴۲۰ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، تذکرة الفقها، قم، موسسه آل البیت علیهم السلام، بی‌تا.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، مختلف الشیعة فی أحکام الشریعة، قم، دفتر نشر اسلامی، ۱۴۱۳ق.
  • فاضل مقداد، مقداد بن عبدلله، التنقیح الرائع لمختصر الشرائع، قم، کتابخانه آیة الله مرعشی نجفی(ره)، ۱۴۰۴ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیة، ۱۴۰۷ق.
  • کیدری، محمد بن حسین، إصباح الشیعة بمصباح الشریعة، قم، موسسه امام صادق علیه السلام، ۱۴۱۶ق.
  • مشکینی، علی، مصطلحات الفقه، قم، الهادی، ۱۴۱۹ق.
  • مقدس اردبیلی، احمد بن محمد، مجمع الفائدة و البرهان فی شرح إرشاد الأذهان، قم، دفتر نشر اسلامی، ۱۴۰۳ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الإسلام، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.