نوزیږي ته تالو اخیستل
نوزیږي ته تالو اخیستل یا نوزیږي (ماشوم) ته ګوټي ورکول یا کام اخیستل له اسلامي آدابو څخه دي چې د ماشوم د زیږون پر مهال د هغه د خولې په بره برخې کې د لږو اوبو یا خوراکي توکو په مږلو سره ترسره کیږي. شیعه فقیهان د فرات سیند په اوبو یا د امام حسین(ع) د تربت (قبر) په خاورې سره ماشوم ته ګوټي ورکول مستحب ګڼي. د ځینو احادیثو پر اساس، هغه څوک چې د فرات د اوبو ګوټي ورکړل شوې وي، شیعه او د اهل بیتو(ع) مینه وال به وي.
مفهوم پېژندنه
نوزیږی ماشوم ته ګوټي ورکول یا تالو اخیستل یعنې د ګوتې په سر د لږو سپکو خوراکي توکو مږل او د ماشوم د خلې په بره برخه کې د هغې مږل.[۱] دا کار د قابلې (دایڼې) یا بل کس لخوا ترسره کیږي.[۲] دغه دود ته، په عامو خلکو کې، د کام اخیستل، ګوټي ورکول[۳] کام ګشایي او سَق اخیستل ویل کیږي.[۴]
په عمومي باور ماشوم ته د ګوټي ورکولو هدف د روغتیا تأمین، د مور د شیدو د رودلو اسانه کول، د ژبې د لکنت او تتېدو مخنیوی او په لویوالي کې د دیني تربیت لپاره زمینه سازي بلل شوې ده. [۵] شیعه فقیهان، په فقه کې د نکاح په باب کې، نوزیږي ته ګوټي ورکولو ته «تحنیک» وايي.[۶]
اهمیت
په وسائل الشیعه حدیثي کتاب کې، یوه برخه ماشوم ته د ګوټي ورکولو مستحب والي او د هغوی د ځینو احکامو لپاره ځانګړې شوې ده.[۷] د ځینو احادیثو پر اساس، هغه څوک چې په ګوټي کې ورته د فرات اوبه ورکړل شوې وي، شیعه او د اهل بیت(ع) مینه وال به وي.[۸]
ماشوم ته د ګوټي ورکولو دود له اسلام څخه مخکې هم د بېلابېلو قومونو ترمنځ رواج و.[۹] د اهل سنت ځینو تفسیرونو د مریم سورې ۲۵ آیت په تفسیر کې ماشوم ته د ګوټي ورکولو دود د حضرت مریم(س) لخوا د حضرت عیسی(ع) د زیږون پر مهال د خرما خوړلو سره تړلی دی.[۱۰] د اسلام په لومړیو کې، د صحابه و عادت دا و چې د ماشوم د زیږون پر مهال به یې هغه پیغمبر(ص) ته وړه، هغه حضرت به ماشوم ته د خرما ګوټي ورکوله او د هغه لپاره به یې دعا کوله.[۱۱] د شیعه امامانو په دوره کې، په تدریجي ډول د فرات د اوبو او د امام حسین(ع) له شهادت وروسته د تربت یا خاورې د ګوټي ورکولو سپارښتنه اوتایید یې وشو.[۱۲]
د ګوټي ورکولو دود او په ایران کې د خلکو د دې دود اجرا کولو ته ژمنتیا په ادبیاتو او عامو باورونو کې اغېزمنه وه. [۱۳] ایرانیان په دې باور دي چې ماشوم ته باید یو صادق او په ټولنه کې د احترام وړ کس ګوټي ورکړي.[۱۴]
فقهي آداب
په احادیثو کې، د پیغمبر(ص) او ائمه لخوا د ګوټي ورکولو د طریقې نمونې ذکر شوي دي؛ د بېلګې په توګه، له امام علي(ع) نقل شوي چې پیغمبر(ص)، د حسنین(ع) د زیږون پر مهال، هغوي ته د خرما ګوټي ورکړې وه.[۱۵] په یوه روایت کې راغلي چې امام کاظم(ع) د خپل زوی امام رضا(ع) ګوټي د فرات په اوبو سره ورکړې وه.[۱۶]
د شیعه فقیهانو په وینا، د زیږون پر مهال نوزیږي ماشوم ته ګوټي ورکول له مستحبو سنتو څخه دی او د هغه له نوم ایښودلو څخه مخکې دی؛[۱۷] همدارنګه مستحب دي چې دا کار د فرات په اوبو او د امام حسین(ع) په تربت (خاورې) سره ترسره شي.[۱۸] که د فرات اوبه موجودې نه وي، نو بهتره ده چې له خوږو اوبو استفاده وشي او که یوازې مالګینې اوبه موجودې وي، هغه دې لږې خرما یا شاتو سره ګډې شي.[۱۹]
د اهل سنت له فقیهانو ابن قیم جوزیه، هم د زیږون پر مهال ماشوم ته ګوټي ورکول د مستحبو آدابو څخه شمېرلي دي.[۲۰]
فوټ نوټ
- ↑ کریمی، «سقبرداشتن»، سایت مرکز دائرةالمعارف بزرگ اسلامی.
- ↑ کریمی، «سقبرداشتن»، سایت مرکز دائرةالمعارف بزرگ اسلامی.
- ↑ دهخدا، لغتنامه دهخدا، ذیل واژه «کامبرداشتن».
- ↑ واحدی، «کامبرداری نوزاد»، سایت خبرگزاری میزان.
- ↑ کریمی، «سقبرداشتن»، سایت مرکز دائرةالمعارف بزرگ اسلامی؛ واحدی، «کامبرداری نوزاد»، سایت خبرگزاری میزان.
- ↑ وګورئ: محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۸۷، بحرانی، الحدائق الناضره، ۱۴۰۵ق، ج۲۵، ص۳۷.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۲۱، ص۴۰۷.
- ↑ ابن قولویه، کامل الزیارات، ۱۳۵۶ش، ص۴۹؛ مجلسی، روضة المتقین، ۱۴۰۶ق، ج۸، ص۶۲۲.
- ↑ واحدی، «کامبرداری نوزاد»، سایت خبرگزاری میزان.
- ↑ زمخشری، کشاف، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۱۳؛ حقی بروسوی، روح البیان، دار الفکر، ج۵، ص۳۲۷.
- ↑ سبحانی، وهابیت، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۳۳۷.
- ↑ واحدی، «کامبرداری نوزاد»، سایت خبرگزاری میزان.
- ↑ وګورئ: کریمی، «سقبرداشتن»، سایت مرکز دائرةالمعارف بزرگ اسلامی.
- ↑ وګورئ: کریمی، «سقبرداشتن»، سایت مرکز دائرةالمعارف بزرگ اسلامی.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۲۱، ص۴۰۷.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۲۱، ص۴۰۸.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۸۷؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق، ج۳۱، ص۲۵۲.
- ↑ محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۸۷؛ فخر المحققین، ایضاح الفوائد، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۵۸؛ علامه حلی، قواعد الاحکام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۹۷.
- ↑ محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۸۷؛ علامه حلی، قواعد الاحکام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۹۷؛ فخر المحققین، ایضاح الفوائد، ۱۳۸۷ق، ج۳، ص۲۵۸.
- ↑ ابنقیم جوزیه، تحفة المودود باحکام المولود، مکتبة القرآن، ص۳۰.
سرچينې
- ابنقولویه، جعفر بن محمد، کامل الزیارات، نجف، دار المرتضویه، چاپ اول، ۱۳۵۶ش.
- ابنقیم جوزیه، محمد بن ابیبکر، تحفة المودود باحکام المولود، مصر، مکتبة القرآن، بیتا.
- بحرانی، یوسف، الحدائق الناضرة فی أحکام العترة الطاهره، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۰۵ق.
- حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
- حقی بروسوی، اسماعیل بن مصطفی، تفسیر روح البیان، بیروت، دار الفکر، بیتا.
- دهخدا، علیاکبر، لغتنامه دهخدا، زیر نظر محمد معین و سید جعفر شهیدی، تهران، مؤسسه انتشارات و چاپ دانشگاه تهران، ۱۳۷۷ش.
- زمخشری، محمود، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل، بیروت، دار الکتاب العربی، چاپ سوم، ۱۴۰۷ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، قواعد الاحکام فی معرفة الحلال و الحرام، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۴۱۳ق.
- فخر المحققین، محمد بن حسن، ایضاح الفوائد فی شرح مشکلات القواعد، قم، مؤسسه اسماعیلیان، چاپ اول، ۱۳۸۷ق.
- کریمی، اصغر، «سقبرداشتن»، سایت مرکز دائرةالمعارف بزرگ اسلامی، آخرین بهروزرسانی: ۱ آذر ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید: ۲۰ آذر ۱۴۰۳ش.
- مجلسی، محمدتقی، روضة المتقین فی شرح من لایحضره الفقیه، قم، مؤسسه فرهنگی اسلامی کوشانبور، چاپ دوم، ۱۴۰۶ق.
- محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، قم، مؤسسه اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.
- واحدی، سید محمدرضا، «کامبرداری نوزاد»، سایت خبرگزاری میزان. تاریخ درج مطلب: ۲۴ فروردین ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۲۴ آذر ۱۴۰۳ش.