د ماشوم روزنه او تربیت

د wikishia لخوا

د ماشوم تربیت یا د ماشوم روزنه د هغوي د ښو اخلاقو لپاره د دیني او دنیاوي ښه چاپیریال رامینځته کول دي. د ماشومانو تربیت ته په اسلامي روایتونو کې ډېره پاملرنه شوې ده. د اهل بیت علیهم السلام په روایاتو کې د ماشوم د تربیت لپاره له زیږون څخه تر ۲۱ کلنۍ پورې درې د اوو کالو مرحلې بیان شوي دي.

له وهلو او سپکاوي څخه ډډه کول، ورته عزت نفس ورکول، د اعتدال او عدالت خیال ساتل د اولاد د تربیت ځينې اصول دي چې په احادیثو کې راغلي دي. همدارنګه، د ودې مختلفو پړاوونو ته پاملرنه، د ماشومانو زده کړه، د مور د شیدو ورکولو حالات، بچیو سره مینه او د میړه په انتخاب کې احتیاط، د ماشومانو د تربیت په هکله ډیر بیا بیا راغلي موضوعات دي. د اسلامي لارښوونو له مخې، د مور او پلار پر چلند سربیره، میراثي ځانګړتیاوې هم د ماشوم په تربیت کې اغیز لرونکي دي.

د ماشومانو تربیت او روزنه د اسلامي مفکرینو له خوا د پام وړ وه. خواجه نصیر الدین طوسي چې شیعه حکیم او متکلم دی، د ماشوم د تربیت لپاره په ځینې طریقو لکه د ماشوم طبیعت او استعداد معلومول، د پرله پسې تکرار او نصیحت له لارې په هغه کې د پوهې عادت پخول، د دیني دندو څخه د انکار په صورت کې او د ناوړه کارونه کولو او نورو ته زیان رسولو په حالت کې یې ملامتول او هغه سختیو سره عادتول. ابن سینا همدارنګه ټینګار کوي چې هر یو ماشوم باید د خپل ځانګړي استعداد له مخې تربیت شي او په هیڅ صورت کې باید په ټولو باندې یو څیز مساوي ونه ګمارلی شي. ځکه چې دا پدې مانا دی چې د انسانانو په طبیعت کې توپیرونه له پامه غورځول کیږي، کوم چې په پای کې د هغه د تباهۍ لامل کیږي.

اهمیت او مقام

د امام سجاد(ع) د ماشومانو د حقوقو په اړه له رسالې څخه یوه برخه:

«او ستاسو د ماشوم حق دا دی چې پوه شي چې هغه له تا دی او په ​​​​دنیا کې د هغه ښه او بد تا ته منسوبیږي او په دې کې هیڅ شک نیشته چې ستا چې کوم مسؤلیت په غاړه دی، هغه دا دی چې د هغه ښه تربیت وکړې او هغه ته د خدای لار وښایې او د الله تعالی په اطاعت کولو کې ورسره مرسته وکړې. نو د هغه په ​​​​کار کې د هغه چا په څیر عمل وکړه چې پوهیږي چې له هغه سره د نیکی په کولو کې به جزا ورکول کیږي او د هغه په بد کار به ورته سزا ورکول کیږي»

* سرچينه: شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ۲ټوک، ۶۲۲مخ.

د ماشوم پالنه د ماشوم له بنسټیزو حقونو څخه ګڼل کیږي[۱] د مفکرینو له نظره دا کار د ماشوم د ودې د استعدادونو د راڅرګندولو لپاره د شرایطو رامنځته کول دي.[۲] د هغوي له نظره، د ماشوم د تربیت غرض د ماشوم د ذهني او فزیکي اړخونه په دیني او مذهبي ګټو کې مخ په وړاندې بوتلل دي.[۳]

په اسلامي رواياتو کې د ماشومانو تعليم ته ډيره پاملرنه شوې ده.[۴] د اسلامي روایتونو له مخې، پلار او مور د خپلو اولادونو د تربيت ذمه وار دي.[۵] امام علی(ع) د تحریم سوره د شپږم آیت په تفسیر کې، د ماشومانو د تربیت مسئله د مومنانو لپاره د اور له عذابه د ژغوریدو د وسیلې په توګه بیان کړې ده.[۶] په شیعه منابعو کې لکه څنګه چې مور او پلار د خپل ماشوم د بدن د جوړولو مسولیت لري، د دوي تربیت هم د ماشوم د چلند لامل ګڼل شوی دی.[۷]

امام سجاد(ع) هم د حقونو په رساله کښې د ماشوم حق ته یوه برخه ځانګړې کړې ده چې په هغې کښې یې د ماشوم د الهي ښوونې او روزنې په لاره کښې د والدینو مسئولیت، عمل او تعلیم له لارې ښودلی دی. او د ماشوم په برخلیک یې د مور او پلار د روزنې په طریقې پورې تړلی دی.[۸]

د ماشومانو د تربیت په هکله په روایتونو کې تر ټولو ډیر موضوعات

ځینو څېړونکو، په اصول کافی کتاب کې د ماشومانو د پالنې اړوند ډېرو موضوعاتو ته په کتو سره، دا لس موضوعات له ډېر کارول شویو موضوعاتو څخه شمېرلي دي:

د ودې پرمختږ مختلفو پړاوونو ته پاملرنه، د ماشومانو تعلیم، د مور د شیدو ورکولو شرایط، ماشومانو سره مینه، د میړه او میرمن په انتخاب کې ځیرتیا، د صالح اولاد درلودلو برکتونه، ښه دودونه، په ښوونه او روزنه کې د ادب کولو او تنبیه اغیز او ماشومانو باندې ښه نوم ایښودل.[۹]

همدارنګه، د روایتونو پر بنسټ، د ماشوم د تربیت د مرحلو ویش، په دریو برخو: د زیږون څخه مخکې، له زیږونه وروسته او د ماشومتوبه وروسته، دوي په دې باور دي چې د روایتونو پر اساس د ماشوم په تربیت کې له ټولو اهم موضوعات چې له ټولو زیات ګټور دي، هغه دا دي:

  • له زیږون د مخه مرحله: د میرمن یا میړه په انتخاب کې احتیاط؛
  • د زیږون وروسته مرحله: د دايي یا د شیدو تغذیه کولو شرایطو ته پاملرنه، او همدارنګه مناسب نوم ایښودل؛
  • له ماشومتوبه وروسته مرحله: د اولاد د پالنې د اصولو او قواعدو خیال ساتل، لکه د ماشوم ادب کول او سزا ورکول، د ماشوم جنسي تربیت، د اولاد په وړاندې د وعدې خیال ساتل.[۱۰]

په احادیثو کې د اولاد د پالنې څو ټکي

د شیعه امامانو څخه په ترلاسه شویو روایتونو کې، موږ ځینې لارښوونې موندلی شو چې د ماشومانو په تربیت کې اغیزمنې دي؛ لکه سزا نه ورکول،[۱۱] سپکاوی نه کول،[۱۲] هغه ته عزت ورکول،[۱۳] په تربیت کې د میانه روۍ خیال ساتل،[۱۴] د عدل خیال ساتل،[۱۵] د ژمنې ساتل،[۱۶] په وړوکوالي کې تعلیم،[۱۷] او د ټولنیزو او دیني چارو ښوونه.[۱۸]

د اهل بیتو(ع) د زده کړې طریقې

ځینو څیړونکو د اهل بیتو(ع) د تعلیم طریقې په دریو برخو ویشلې دي:

  • حتمي میتوډونه: ځینې څیزونه لکه مهرباني، نصیحت، د شخصیت درناوې، تبعیض نه کول؛
  • اصلاحي طریقې: بخښنه، سترګې پټول، هڅول، مناسبه سزا، لوبې کول، په مذهبي مراسمو کې ګډون؛
  • کنايي طریقې: لکه پټ پند، سیالۍ ترسره کول او ماشومانو ته د ځینو مسوولیتونو پرېښودل[۱۹]

د ماشومانو د تربیت درې دورانه

په شیعه رواياتو كې د ماشوم تربیت په دريو اوو كلونو ويشل شوی دی: په لومړيو اوو كلونو كې د «آقا او مشر» په عنوان سره، په دويم اوو كلونو كې د «د مطیع او فرمانبردار» عنوان سره او په دريم اوو کالو کې «د وزير او مسول» په توګه معرفي شوي دي.[۲۰]

ځينو دا درې دورې د ماشومتوب، زلميتوب او ځوانۍ سره سمې ګڼلي دي.[۲۱] او ځينې په دې اند دي چې دغه طریقه په ماشوم کې د ښه شخصیت د پيداکېدو لامل ګرځي او د هغه له فطرت سره سم هغه ته رواني، احساساتي او سلوکي ځانګړتياوې برابروي.[۲۲]

د ماشومانو په تربیت کې د مور د پاکۍ او د پلار د کړچار رول

د یوې څیړنې له مخې په اسلام کې د ماشوم په تربیت کې د مور وراثتي ونډه تر پلار زیاته ده. په دې ترڅ كې د مريم د سورت ۲۸ آيت او ځينې روايتونه ته اشاره شوې ده.؛[۲۳] ځكه چې په دې آيت كې د مريم د مور هغه کیسې ته اشاره شوې ده چې د هغې قوم ورته د ناپاکۍ نسبت ورکړی و. په داسې حال کې چې هرڅوک پوهیدل چې مور یې په ماشومتوب کې مړه شوې وه.[۲۴]

د نیک اولاد په پالنه کې د پلار د کړنو د اغېز په اړه ځينو د مريم سوره ۴۹ آيت سره دلیل راوړی چې په هغه کې راغلي دي چې ابراهیم عليه السلام ته دوه پاک زامن يعني اسحاق(ع) او يعقوب(ع) ورکړل شوي وو چې دا تحفه د دې پایله ده چې هغه غیر خدای له نورو څخه جلا شوی و.[۲۵]

د اسلامي مفکرینو له نظره د ماشومانو روزنه او تربیت

په ځینو اخلاقي نصوصو کې والدینو ته لاندې سپارښتنې شوي دي: په ماشوم د حیا عادت پخول، د خوراک، جامو اغوستلو، څوک ملګري کولو زده کړه ورکول، د لیک لوست زده کړه، او د قرآن او حدیث او د نیک شعور او د نیک حال ښوونه. خبرې کول او لوبې کول او په پای کې د بلوغت څخه وروسته اړوندې لارښوونې لکه د لمانځه کول او روژې نيول او ځينې نور کارونه او شرعي احکام چې د هغه لپاره ضروري دي، ماشومانو ته ورزده کول.[۲۶]

خواجه نصیر الدین طوسي چې یو شیعه حکیم او متکلم دی، د ماشوم د تربیت لپاره لاندې طریقې وړاندیز کوي:

  • د ماشوم د طبیعت او استعداد کشفول؛
  • د دوامداره تکرار او یادونې له لارې هغې د معارفو عادت پخول.
  • د دیني دندو څخه د انکار او ناوړه عملونو او نورو ته د زیان رسولو په صورت کې هغه رانیول او سزا ورکول؛
  • سختو سره عادتول.[۲۷]

د ابن سینا په وینا د ماشومانو تعلیم شپږ مرحلې لري:

  • لومړی پړاو (د زیږون په وخت کې): د ښه نوم غوره کول او د سالمې شیدې ورکول؛
  • دویمه مرحله (له شیدو منعه کولو وروسته): ماشوم سره لوبې او اخلاقي روزنه؛
  • دریمه مرحله (شاوخوا شپږ کلنۍ کې): د ماشوم تعلیم او د قرآن او ساینس لږ لږ علم ورزده کول؛
  • څلورمه مرحله: د صنعت او فن زده کړه؛
  • پنځمه مرحله: کار او مشغله کې بوختیدل؛
  • شپږم پړاو: د خپلواک ژوند جوړول.[۲۸]
د ماشومانو د دیني روزنو کتاب چې د محی الدین حائري شیرازي لیکلی دی

ابن سینا همدارنګه ټینګار کوي چې هر یو ماشوم باید د هغه د خپل ځانګړي استعداد له مخې لوی کړی شي. او په هیڅ صورت کې باید یو ډول څیز په ټولو یو شان مسلط نه شي. ځکه په دې کار سره په طبیعت کې توپیرونو ته پام نه کول دي چې په اخر کې تباهۍ ته رسي.[۲۹] هغه په خپل کتاب قانون کې له ماشومتوب څخه تر ځوانۍ پورې د هغه خوراک ته اشاره کوي چې په کې د طبي مقاصدو ترڅنګ تعلیمي او تربیتي اهداف هم په نظر کې ساتي.[۳۰]

کتاب پيژندنه

د ځینو راپورونو له مخې، د ماشومانو د تربیت کتابونه ډېر ډولونه لري او په دوه عمومي نظرونو سره لیکل شوي دي: ځینې دا کتابونه لکه «با کودکت زندگی کن» کتاب چې اذر دوست محمدي لیکلی دی، د ماشومانو تربیت یوازې د ارواپوهنې له نظره څیړي او ځینې یې لکه «اصول تعلیم و تربیت کودک (از منظر مکتب اسلام و علم روانشناسی)» کتاب چې د فاطمه بیدي او اکبر رنجبرزاده لیکلی دی، دې مسلې ته هم دیني او هم رواني نظر لري.[۳۱]

په دې هکله ځينې نور کتابونه دا دي:

  • تربیت دینی کودک (د ماشومانو دیني تربیت) دا کتاب د تعلیمي علومو د زده کونکو په شتون سره د «د تربیت درس» عنوان سره ویناوې دي چې په څه د پاسه اویاو غونډو کې د آیت الله حائري شیرازي بیان کړي او لیکل شوي دي او بیا د معارف خپرندوی په هڅو په 1395 کال کې چاپ شوی او خپور شوی دی.[۳۲]
  • تربیت فرزند با رویکرد فقهی (په فقهي طریقه د ماشومانو روزل) دا کتاب، چې د علیرضا اعرافي او سید نقي موسوي لیکلی دی په 1395 کال کې د اشراق او عرفان فرهنګي او هنري انسټیټیوټ په هڅو چاپ شوی دی. په دې کې، د ماشوم په پالنه کې د پوښتنو سیسټم په ډیزاین کولو سره، د ځینو پوښتنو لپاره نیم استدلالي ځوابونه چمتو شوي دي. د دې کتاب د مینځ پانګې د لړلیک له مخې، اعتقادي تربیت، عبادي تربیت، احساساتي تربیت، جنسي تربیت او جسمي تربیت په پام کې نيول شوي دي.[۳۳]

فوټ نوټ

  1. وزیری فرد، «بررسی حقوق فرزند بر والدین و ارتباط این حقوق با تربیت و تأدیب وی»، ص۳.
  2. شریعتمداری، تعلیم و تربیت اسلامی، ۱۳۷۹ش، ص۳.
  3. انصاری، احکام و حقوق کودکان در اسلام، ۱۳۹۱ش، ج۱، ص۵۵۴–۵۵۱.
  4. مثال په توګه وګورئ: ابن‌ماجه، سنن ابن‌ماجه، ۱۳۷۳ق، ج۲، ص۱۲۱۱؛ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۶۲۲.
  5. قال رسول اللّه(ص): «ادّبُوا اوْلادَکُمْ فَانَّکُمْ مَسؤولُونَ عَنهم» (به نقل از فرهادیان، والدین و مربیان مسؤول، ۱۳۹۰ش، ص۳۷۴.)
  6. وګورئ: علامه طباطبایی، تفسیر المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۹، ص۶۸۹.
  7. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۶۲۲.
  8. ابن شعبه، رساله حقوق، بی تا، ص۶۷.
  9. مددی، تحلیل محتوای روایات تربیت فرزند در کتاب الکافی، ۱۴۰۰ش، ص۳۵.
  10. مددی، تحلیل محتوای روایات تربیت فرزند در کتاب الکافی، ۱۴۰۰ش، ص۳۸–۷۸.
  11. حلّی، عدّة الداعی، مکتبة الوجدانی، ص۷۹؛ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۲۹۷؛ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۲۷.
  12. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۶۲۲؛ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۵.
  13. وګورئ: فرهادیان، والدین و مربیان مسؤول، ۱۳۹۰ش، ص۳۳۹–۳۴۵.
  14. وګورئ: پورحسینی لیلا کوهی، بررسی رابطه جهت‌گیری مذهبی و سبک‌های فرزندپروری، ۱۳۹۰ش، ص۳۰.
  15. بخاری، صحیح البخاری، چاپ محمد افندی، ج۳، ص۱۳۴؛ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۴۸۳.
  16. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۴۹.
  17. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۴۷.
  18. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۶۲۲؛ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۶، ص۴۷–۴۹.
  19. نوربخش حبیب آبادی، روش‌های تربیتی اهل بیت(ع) در تربیت فرزند، ۱۳۹۶ش، ص۲۲–۱۰۳.
  20. طبرسی، مکارم الاخلاق، ۱۴۱۲ق، ص۲۲۲.
  21. فرهادیان، آنچه والدین و مربیان باید بدانند، ۱۳۹۱ش، ص۱۱.
  22. شکوهی یکتا، مطالعهٔ تطبیقی سبک‌های فرزند پروری، ۱۳۸۵ش، ص۱۲۴.
  23. حسینی زاده، نقش وراثتی مادر در تربیت فرزند از دیدگاه اسلامی، ۱۳۹۵ش، ص۵۳–۶۶.
  24. وګورئ: شریف لاهیجی، تفسیر، ۱۳۷۳، ج۳، ص۱۶؛ مغنیه، تفسیر الکاشف، ۱۴۲۴ق، ج۵، ص۱۷۹.
  25. نویسندگان، «حقیقت و آثار اعتکاف»، ص۶۷.
  26. مسکویه، تهذیب الأخلاق، ۱۳۹۸ق، ص۶۸–۷۵؛ غزالی، احیاء علوم‌الدین، دارالندوه، ج۲، ص۲۱۷–۲۱۸ و ج۳، ص۷۲–۷۴.
  27. صدیق اعلم، تاریخ فرهنگ ایران، ۱۳۵۱ش، ص۱۳۹–۱۶۶.
  28. پورحسینی لیلا کوهی، بررسی رابطه جهت‌گیری مذهبی و سبک‌های فرزندپروری، ۱۳۹۰ش، ص۳۷.
  29. پورحسینی لیلا کوهی، بررسی رابطه جهت‌گیری مذهبی و سبک‌های فرزندپروری، ۱۳۹۰ش، ص۳۸.
  30. پورحسینی لیلا کوهی، بررسی رابطه جهت‌گیری مذهبی و سبک‌های فرزندپروری، ۱۳۹۰ش، ص۳۸.
  31. معرفی بهترین کتاب‌های تربیت کودک که هر والدینی باید بخواند!، سایت کتابراه
  32. تربیت دینی کودک، سایت نشرمعارف.
  33. تربیت فرزند با رویکرد فقهی، سایت پاتوق کتاب فردا.

سرچينې

  • ابوداوود، سلیمان بن اشعث، سنن ابی‌داوود، بیروت، چاپ سعید محمد لحام، ۱۴۱۰ق.
  • ابن‌حیون، نعمان بن محمد مغربی، دعائم الإسلام، قم، مؤسسة آل البیت علیهم السلام‏، ۱۳۸۵ق.
  • ابن شعبه، حسن بن علی، رساله حقوق، مشهد، آستان قدس رضوی، بی تا.
  • ابن‌ماجه، سنن ابن‌ماجة، چاپ محمدفؤاد عبدالباقی، قاهره ۱۳۷۳/ ۱۹۵۴ [، چاپ افست، بیروت، بی‌تا.
  • انصاری، قدرت‌الله، احکام و حقوق کودکان در اسلام، بی جا، انتشارات مرکز فقهی ائمه اطهار(ع)، ۱۳۹۱ش.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، استانبول، چاپ محمد ذهنی‌افندی، ۱۴۰۱ق.
  • پورحسینی لیلا کوهی، فاطمه، بررسی رابطه جهت‌گیری مذهبی و سبک‌های فرزندپروری با الگوی فرزند پروری سالم، دانشکده روان‌شناسی دانشگاه تهران، ۱۳۹۰ش.
  • تربیت فرزند با رویکرد فقهی، سایت پاتوق کتاب فردا، تاریخ بازدید: ۲۷ اردیبهشت ۱۴۰۳ش.
  • تربیت دینی کودک، سایت نشرمعارف، تاریخ بازدید: ۲۷ اردیبهشت ۱۴۰۳ش.
  • حسینی زاده، سیدعلی، نقش وراثتی مادر در تربیت فرزند از دیدگاه اسلامی، تربیت اسلامی، ش۲۲، بهار و تابستان ۱۳۹۵ش.
  • حلّی، ابن‌فهد، عدّة الداعی و نجاح الساعی، قم، مکتبة الوجدانی، بی‌تا.
  • شریعتمداری، علی، تعلیم و تربیت اسلامی، تهران، نشر امیرکبیر، ۱۳۷۹ش.
  • شریف لاهیجی، محمدبن علی، تفسیر شریف لاهیجی، تهران، نشر داد، ۱۳۷۳ش.
  • شکوهی یکتا، محسن، مطالعهٔ تطبیقی سبک‌های فرزند پروری، تربیت اسلامی، ش۳، پاییز و زمستان ۱۳۸۵ش.
  • شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، محقق و مصحح: علی اکبرغفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • صادقی، منصوره السادات، کیفیت رابطه والد فرزندی پیش شرط تربیت دینی فرزندان، فصلنامه خانواده پژوهی، سال ۳، ش۹، ۱۳۸۶ش.
  • صدیق اعلم، عیسی، تاریخ فرهنگ ایران، تهران، شرکت سهامی طبع کتاب، ۱۳۵۱ش.
  • طبرسی، حسن بن فضل، مکارم الاخلاق، قم، شریف رضی، چاپ چهارم، ۱۴۱۲ق.
  • علامه طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان، چاپ پنجم، قم، مکتبه الانشر الاسلامی، ۱۴۱۷ق.
  • غزالی، محمد بن محمد، احیاء علوم‌الدین، بیروت، دارالندوة الجدیدة، بی‌تا.
  • غلامی جلیسه، سمیه، نقش جهت‌گیری مذهبی والدین در سبک‌های فرزند پروری و خشونت، پایان‌نامه کارشناس ارشد رشته علوم تربیتی و روان‌شناسی، تهران، دانشگاه تهران، ۱۳۹۲ش.
  • فرهادیان، رضا، آنچه والدین و مربیان باید بدانند، قم، بوستان کتاب، ۱۳۹۱ش.
  • فرهادیان، رضا، والدین و مربیان مسؤول، قم، بوستان کتاب، ۱۳۹۰ش.
  • ٰکلینی، محمد بن یعقوب، کافی، به تحقیق علی‌اکبر غفاری، آخوندی، محمد، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مددی، نجیبه، تحلیل محتوای روایات تربیت فرزند در کتاب الکافی، پایان‌نامه دوره کارشناسی ارشد رشته علوم قرآن و حدیث، تهران، دانشگاه الزهراء، دانشکده الهیات و معارف اسلامی، اسفند ۱۴۰۰ش.
  • مسکویه، احمد بن محمد، تهذیب الأخلاق و تطهیر الأعراق، بیروت، چاپ حسن تمیم، ۱۳۹۸ق.
  • معدنی پور، علی، مطالعه تطبیقی ارزش‌های تربیت فرزند در آسیای میانه، خاورمیانه و شمال آفریقا، فصلنامه خانواده پژوهی، ش۲۴، ۱۳۸۹ش.
  • معرفی بهترین کتاب‌های تربیت کودک که هر والدینی باید بخواند!، سایت کتابراه، تاریخ بازدید: ۲۷ اردیبهشت ۱۴۰۳ش.
  • مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۲۴ق.
  • موسوی، سید حسین، مثبت سه، قم، هیئت امروز، ۱۴۰۰ش.
  • نوربخش حبیب آبادی، ریحانه، روش‌های تربیتی اهل بیت(ع) در تربیت فرزند، پایان‌نامه دوره کارشناسی ارشد رشته الهیات و معارف اسلامی، گرایش علوم قرآن و حدیث، اصفهان، دانشگاه پیام نور، ۱۳۹۶ش.
  • نویسندگان، حقیقت و آثار اعتکاف، نشریه تربیتی اخلاقی خلق، ش‏۲۹، خرداد و تیر ۱۳۹۱ش.
  • نیشابوری، محمد بن حسن، روضة الواعظین، نجف، بی‌نا، ۱۳۸۶ق.
  • وزیری فرد، سید محمدجواد، قرایی، تکتم، «بررسی حقوق فرزند بر والدین و ارتباط این حقوق با تربیت و تأدیب وی»، نخستین کنفرانس بین‌المللی هزاره سوم و علوم انسانی، ۱۳۹۵ش.

Baumrind ,D, The influence of parenting style on adolesceri compelence and substance uwe,* Journal of Early Adolescence, 1991.

  • Luster, T, Rhoades, K & Haas, B, The relation between parental values and parenting behavior: A test of the Kohn hypothesis, Journal of Marriage and the Family, 51, 1989.
  • Ellison. C. G, & Sherkat, D. E, Obedience and autonomy: Religion and parental values reconsidered, Journal for the Scientific Study of Religion, 32, 1993.