څلور قلونه

د wikishia لخوا

څلور قلونه یا چهار قُل یا چارقُل،د قرآن د څلورو سورو کافرون، اخلاص، فلق او ناس نوم دی چې ټولې په «قُل» سره پېل کیږي. دغه سورو ته سُوَر قل او ذات القلاقل هم ویل کیږي. له پېغمبر اکرم(ص) د یو روایت له مخې چې په حدیث ذاتُ القَلاقِل مشهور دی، له بلاګانو په امان کې پاتې کېدلو لپاره د دغه څلورو سورو د لوستلو سپارښتنه شوې ده.

تعریف

چهار قل یا مخفف شکل چار قل، هغه نوم دی چې د قرآن مجید د څلورو سورو لپاره چې د «قل» یعنې «ووایه» په معنا په امر فعل سره پېل کیږي کارول شوی.[۱] دغه سورې دا دي.: کافرون‌ چې په «قل یا ایها الکافرون» پېل کیږي.اخلاص‌ چې لومړی ایت یې «قل هو الله احد» دی، فلق‌ چې په «قل اعوذ برب الفلق» پېل کیږي او ناس‌ چې لومړی ایت یې، «قل اعوذ برب الناس» دی[۲]

نور نومونه چې دغه څلورو سورو لپاره کارول کیږي. دا دي: «سُوَر قل»،[۳] قَلاقِل او «ذات القلاقِل».[۴] په قرآن کې جن سوره هم په قل سره پېل شوې،[۵] خو په «چهار قل» مشهورو سورو کې نه راځي.[۶]

فضیلتونه او ځانګړنې

په اسلامي روایتونو کې د چهار قل د تلاوت لپاره ځینې فضیلتونه بیان شوې دي؛ سره له دې په ځینو حدیثونو کې له خطرونو په امان کې پاتېدو لپاره له سوره حمد[۷] یا آیت الکرسۍ[۸] سره یو ځای د اخلاص، فلق او ناس سورو لوستلو سپارښتنه شوې ده. همداراز د چهار قل او سوره نصر د لوستلو.[۹]

سپارښتنه شوې چې د شپې په لمانځه (تهجدو) او د زبرګې میاشتې په شپو کې په مستحبو لمونځونو کې چهار قل ولوستی شي.[۱۰] له پېغمبر اکرم(ص) په راغلي حدیث کې چې په «ذات القلاقل» حدیث مشهور دی، له تاوانه د ځان ، مال او بچیانو د خوندي پاتې کېدو لپاره د دغه څلورو سورو سپارښتنه شوې ده.[۱۱]

چهار قل په مختلفو وختوکې، د ایرانیانو یو عام فرهنګ او دود پاتې شوی دی او له خطرو د بچ کېدو لپاره لوستل کیده؛ لکه څنګه چې د پينځمې قمری پېړۍ مشهور شاعر سنایي غزنوني په یو شعر کې چار قل حرز (حصار) ګڼلی دی:[۱۲] همداراز د معاصر داستان لیکونکي جلال آل احمد په یوې کیسې کې، راغلې دي: «صبح‌ها که دکانش را باز می‌کرد، چهارقل می‌خواند- سهار به یې چې دکان پرانسته چهار قل به یې وایه»[۱۳]

تفسیر القلاقل

ابن سینا د «تفسیر القلاقل» په نامه یو کتاب کې له چارقله د درې سورو (یعنې، اخلاص، فلق، او ناس) تفسیر کړی دی. دغه کتاب د احسان یار شاطر له خوا د توحید، فلق، او ناس سورو د تفسیر په نامه په پینځو رسالو کې چاپ شوی دی.[۱۴] او د اومې قمري پېړۍ مفسر محمود بن محمد حسني هم د بلابل القلاقل په نامه یو تفسیر کې د هغو ایتونو چې د قل په فعل امر سره پېل کیږي. تفسیر کړی دی.[۱۵]

فوټ نوټ

  1. لسانی فشارکی، «چارقل»، ص۶۵۷.
  2. حریری، فرهنگ اصطلاحات قرآنی، ۱۳۸۴ش، ص۱۱۸.
  3. رامیار، تاریخ قرآن، ۱۳۶۲ش، ص‌۵۹۷.
  4. لسانی فشارکی، «چارقل»، ص۶۵۷.
  5. سوره جن، آیه۱.
  6. لسانی فشارکی، «چارقل»، ص۶۵۷.
  7. حویزی، تفسیر نور الثقلین، ۱۳۷۰ش، ج۵، ص۷۰۵.
  8. حویزی، تفسیر نور الثقلین، ۱۳۷۰ش، ج۵، ص۷۰۲.
  9. طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۶ق، ج‌۱۰، ص‌۸۳۹؛ ابوالفتوح رازی، روض الجنان، ۱۳۷۱ش، ج۲۰، ص۴۳۳؛ سیوطی، تفسیر الدر المنثور، ۱۴۲۰ق، ج‌۸، ص۶۵۸.
  10. خطیب شربینی، مغنی المحتاج، ۱۳۷۷ق، ج۱، ص۲۲۱؛ الدمیاطی الشافعی، إعانة الطالبین، ۱۴۱۸ق، ج۱، ص۲۹۰.
  11. قطب الراوندی، سلوة الحزین، ۱۴۰۷ق، ص‌۸۵؛ آقابزرگ تهرانی، الذریعة،‌ دار الأضواء، ج‌۶، ص‌۳۷۶.
  12. حسینی، «تصحیح ابیاتی از حدیقه سنایی بر اساس قدیمی‌ترین نسخه خطی»، ص۱۹.
  13. حلاج‌زاده، «جلال و نثر شکسته معاصر»، ص۲۸.
  14. ابن سینا، پنج رساله، ۱۳۸۳‌ش‌.
  15. علوی‌مهر، المدخل إلی تاریخ التفسیر والمفسرین، ۱۴۳۵ق، ص۳۱۲-۳۱۴.

سرچينې

  • آقابزرگ الطهرانی، محمدمحسن، الذریعة الی تصانیف الشیعة، بیروت،‌ دار الاضواء، بی‌تا.
  • ابن سینا، حسین بن عبدالله، پنج رساله، تصحیح احسان یارشاطر، همدان، دانشگاه بوعلی سینا، تهران، انجمن آثار و مفاخر فرهنگی، ۱۳۸۳ش.
  • ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، تحقیق محمدجعفر یاحقی و محمدمهدی ناصح، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۳۷۱ش.
  • الدمیاطی الشافعی، عثمان بن محمد شطا، إعانة الطالبین علی حل ألفاظ فتح المعین، بیروت،‌ دار الفکر للطباعة والنشر والتوزیع، ۱۴۱۸ق/۱۹۹۷م.
  • حریری، محمد یوسف، فرهنگ اصطلاحات قرآنی، جلد  ۱، هجرت، قم،  ۱۳۸۴ش .
  • حسینی، مریم، «تصحیح ابیاتی از حدیقه سنایی بر اساس قدیمی‌ترین نسخه خطی»، در مجله علوم انسانی دانشگاه الزهرا، ش۳۴ و ۳۵، تابستان و پاییز ۱۳۷۹ش.
  • حلاج‌زاده، لیلا، «جلال و نثر شکسته معاصر»، در کتاب ماه ادبیات، ش۱۵۸، آذر ۱۳۸۹ش.
  • حویزی، عبدعلی بن جمعه‌، تفسیر نور الثقلین، تحقیق هاشم رسولی محلاتی، قم، ۱۳۷۰‌ش‌.
  • خطیب شربینی، محمد بن احمد، مغنی المحتاج الی معرفه معانی الفاظ المنهاج، [قاهره‌]، ۱۳۷۷ق/۱۹۵۸م.
  • رامیار، محمود، تاریخ قرآن، تهران، امیرکبیر، ۱۳۶۲‌ش‌.
  • سیوطی‌، عبدالرحمن بن ابی بکر، تفسیر الدر المنثور فی التفسیر المأثور، ج۸، بیروت،‌ دار الفکر، ۱۴۲۰ق/۲۰۰۰م.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تصحیح سید هاشم رسولی محلاتی و فضل الله یزدی طباطبایی، ج۱۰، بیروت،‌ دار المعرفة، ۱۴۰۶ق/۱۹۸۶م.
  • علوی مهر، حسین، المدخل إلی تاریخ التفسیر والمفسرین، قم، مرکز بین المللی ترجمه و نشر المصطفی، ۱۴۳۵ق/۱۳۹۲ش.
  • قطب الراوندی، سعید بن هبة الله، سلوة الحزین و تحفة العلیل الشهیر بالدعوات، قم، دلیل ما، ۱۴۰۷ق.
  • لسانی فشارکی، محمدعلی، مدخل چار قل، دانشنامه جهان اسلام، ج۱۱.