منځپانگې ته ورتلل

کفن اغوستل (دود)

د wikishia لخوا
کفن اغوستل
د خرمدره د کفن اغوستلې جلوس (زنجان)
د خرمدره د کفن اغوستلې جلوس (زنجان)
د دود معلومات
د ترسره کیدو وختد ماتم په ورځو کې، په ځانګړې توګه د محرم په میاشت کې
د ترسره کیدو ځایعامه لارې او د مقدس ځایونو شاوخوا
د جغرافیایي ساحهایران، عراق، هند، پاکستان
توکې او سمبولونهکفن


کفن اغوستل د شیعيانو یو مذهبي او سیاسي رسم دی. د دې مراسمو کې، شیعیان د کفن د سمبول په توګه سپین ټوکر اغوندي او ماتم کوي. له مذهبي اړخ سربیره، په ځینو مواردو کې، کفن اغوستل د سیاسي او ټولنیزو مسلو په وړاندې د اعتراض غبرګون دی. د ماتم پر مهال کفن اغوستل د امام حسین(ع) د مظلومیت او قربانۍ یو سمبول ګڼل شوی دی. په ځینو مظاهرو کې کفن اغوستل د مرګ تر حده پورې د خپلو غوښتنو لپاره د ولاړیدو سمبول دی.

کفن اغوستل، مذهبي او سیاسي رسم

کفن اغوستل د شیعیانو له رسمونو څخه یو رسم دی چې په ایران او نورو شیعه ټولنو کې ترسره کیږي.[۱] دا مراسم د امام حسین(ع) او نورو امامانو د ویر په مراسمو کې ترسره کیږي.[۲] د خپلو مذهبي مراسمو سربیره، شیعیان کله ناکله د سیاسي او ټولنیزو مسلو په ځواب کې هم کفن اغوستلو سره مظاهرې کوي.[۳]

په ماتم کې

د ماتم کوونکو کفن اغوستل د امام حسین(ع) او د هغه د ملګرو د زړورتیا او مظلومیت یادونه ګڼل کیږي.[۴] د ماتم کوونکو د کفن اغوستلو انځورونه ښيي چې ماتم کوونکي د کفن د سمبول په توګه د خپلو جامو لپاسه سپین ټوکر اغوندي او خپلې سینې وهي او زنځیرونه وهي.[۵] همدارنګ ماتم کوونکي د قمه زنۍ او چاقو زنۍ په مراسمو کې هم کفن اغوستي حاضریږي.[۶] کله کله دا عبارت «کفن پوش» یا «کفن پوشان» د مذهبي ډلو د نومونو په توګه هم لیکل کیږي.[۷] په ځینو مواردو کې، دا مراسم په مذهبي ځایونو کې یا د شیعه امامانو زیارتونو ته نږدې یا دننه ترسره کیږي.[۸]

د کربلا د پيښې په مقتل کتابونه کې لیدل کیږي چې حضرت زینب(س) خپلو بچو باندې کفنونه واغوستول او د جنګ میدان ته یې ولیږل.[۹]

د سیاسي او ټولنیزو پيښو په غبرګون کې

د طوفان الاقصی عملیاتو وروسته (۲۰۲۳) کې په غزې باندې اسراییلي د یرغل په خلاف د فلسطین خلکو د ملاتړ لپاره د عراقیان کفنونه اغوستل.

په ځینو مواردو کې، کفن اغوستل د سیاسي پیښو په غبرګون کې اغوستل کیږي، پدې معنی چې لاریون کونکي د خپلو حقونو د دفاع لپاره د خپل ژوند قرباني کولو ته چمتو دي.[حواله اړینه ده] د قاجار په دوره کې، یو شمیر خلک، د ملا احمد نراقي په ګډون د مجاهدینو سره، په کفن اغوستي حالت کې فتح علي شاه ته لاړل ترڅو هغه روسیې سره له سولې کولو منع کړي.[۱۰] همدارنګه په ۱۳۳۱ لمریز کال کې، ابو القاسم کاشاني د تهران له خلکو وغوښتل چې د محمد مصدق د دفاع لپاره کفنونه واغوندي او سړکونو ته راووځي.[۱۱] په ۱۳۴۲ لمریز کال کې د خرداد د پنځلسمې پاڅون پر مهال، د ورامین خلک د محرم په مناسبت په کفن اغوستي حالت کې په ماتم لګیا و چې د پهلوي حکومت لخوا د امام خمیني له نیولو خبر شوو او تر تهرانه پیاده په دې حالت کې لاړل.[۱۲]

راپورونه ښيي چې په ځینو مواردو کې، د ټولنیزو پیښو په غبرګون کې کفن اغوستل کیږي. د مثال په توګه، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې، په قم کې د ښځو مذهبي ډلو، چې کفنونه یې اغوستي وو، د حجاب په ملاتړ او په اروپا کې د قرآن کریم د سپکاوي د غندلو لپاره لاریونونه وکړل.[۱۳]

فوټ نوټ

  1. «ورود موکب عزاداران کفن پوش به حرم سید الشهدا در ظهر عاشورا»، سایت شبکۀ العالم؛ «مراسم عزاداری کفن پوشان شهرستان رامیان استان گلستان»، ایسنا.
  2. «حماسه ایثار و ارادت زائران کرمانی» ، سایت آستان نیوز.
  3. منیره نجفی، «ملا احمد نراقی و اندیشه سیاسی او»، ص۸۲؛ «زنان قم کفن پوش شدند»، تابناک.
  4. «حماسه ایثار و ارادت زائران کرمانی» ، سایت آستان نیوز.
  5. «مراسم عزاداری کفن پوشان شهرستان رامیان استان گلستان»، ایسنا.
  6. حق گو و بابایی، «نخل برداری در زارچ»، ص۴۹.
  7. «مراسم هیئت عزاداران خراسان جنوبی در حرم رضوی» ایکنا.
  8. «حماسه ایثار و ارادت زائران کرمانی» ، سایت آستان نیوز.
  9. «شهادت فرزندان حضرت زینب در کربلا»، سایت بلاغ.
  10. منیره نجفی، «ملا احمد نراقی و اندیشه سیاسی او»، ص۸۲.
  11. دانشجو و وکیلی، «خاستگاه اندیشه‌های سیاسی علما...»، ص۶۰.
  12. «بازخوانی حماسه کفن پوشان ورامین در ۹ دی سال ۸۸»، ایرنا.
  13. «زنان قم کفن پوش شدند»، تابناک.

سرچينې

  • «بازخوانی حماسه کفن پوشان ورامین در ۹ دی سال ۸۸»، ایرنا، تاریخ انتشار مطلب: ۹ دی ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: : ۱۵ آبان ۱۴۰۳ش.
  • «حماسه ایثار و ارادت زائران کرمانی» ، سایت آستان نیوز، تاریخ انتشار مطلب: ۲۵ تیر ۱۴۰۳ش، تاریخ بازدید: ۱۵ آبان ۱۴۰۳ش.
  • حق گو، ابوذر؛ بابایی، ابوالقاسم ، «نخل برداری در زارچ»کتاب صحنه اسفند، شماره ۴۹، ۱۳۸۴ و فروردین ۱۳۸۵ش
  • دانشجو، حمیده؛ وکیلی، هادی، «خاستگاه اندیشه‌های سیاسی علما در جریان نهضت ملی شدن نفت با تاکید بر دیدگاه‌های آیت‌الله کاشانی»، معرفت شماره ۲۶۱، شهریور ۱۳۹۸ش.
  • «زنان قم کفن پوش شدند»، تابناک، تاریخ انتشار مطلب:۳۰ مرداد ۱۴۰ش، تاریخ بازدید: : ۱۵ آبان ۱۴۰۳ش.
  • «شهادت فرزندان حضرت زینب در کربلا»، سایت بلاغ، تاریخ انتشار مطلب: ۱۳ مرداد ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید: : ۱۵ آبان ۱۴۰۳ش.
  • «مراسم عزاداری کفن پوشان شهرستان رامیان استان گلستان»، ایسنا، تاریخ انتشار مطلب: ۱۷ مرداد ۱۴۰۱ش، تاریخ بازدید: ۱۵ آبان ۱۴۰۳ش.
  • «مراسم هیئت عزاداران خراسان جنوبی در حرم رضوی» ایکنا، تاریخ انتشار مطلب: ۱۱ شهريور ۱۴۰۳ش، تاریخ بازدید: ۱۵ آبان ۱۴۰۳ش.
  • نجفی، منیره، ملا احمد نراقی و اندیشه سیاسی او، تاریخ پژوهی، شماره ۱۸، بهار ۱۳۸۳ش.
  • «ورود موکب عزاداران کفن پوش به حرم سید الشهدا در ظهر عاشورا»، سایت شبکۀ العالم، تاریخ انتشار مطلب: ۶ مرداد ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۱۵ آبان ۱۴۰۳ش.