عبد الله جوادي آملي

د wikishia لخوا
(له آیت الله جوادي آملي نه مخ گرځېدلی)
عبد الله جوادی آملي

عبد الله جوادي آملي (۱۳۱۲ لمریز کال) یو فیلسوف، فقیه، د قرآن مفسر، د قم په حوزه علمیه کې استاد او په پنځلسمه لمریزې پېړۍ کې د شیعه له مراجع تقلید څخه دی. هغه د آیت الله بروجردي، امام خمیني او علامه طباطبايي له شاګردانو څخه وو او شاوخوا شپېته کاله یې د قم او تهران په مدرسو کې د فلسفې، تصوف، فقهې او تفسیر د علمونو تدریس کړی دی. ډېر کتابونه يې ليکلي دي، چې له هغو ځینې تفسير تسنيم او رحيق مختوم (د اسفار اربعه شرحه) دي.


جوادي آملي د ایران له اسلامي انقلاب وروسته د سترې قضايي شورا د غړیتوب، د اساسي قانون د مجلس خبرګان غړی، د جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، او د رهبرۍ د خبرګانو د مجلس غړی په شان په لویو کرسیو پاتی شوی دی. هغه همدارنګ په ​​اویایمې او اتیایمې لسیزې کې د قم د جمعې امام هم و. په ۱۳۶۷ کال کې یې پخواني شوروي اتحاد ته د سفر په ترڅ کې د امام خمیني پیغام د هغه وخت مشر ګورباچف ته ورساوه.

جوادي آملي په فلسفه کې د حکمت متعالیه پیرو دی. هغه د بشري او تجربوي علومو په ډګر کې د دیني علومو شتون مني. د هغه ځينې توپیر لړونکې فتواګانې دا دي: د ښځو لپاره له یوې ښځو د تقلید مرجع د تقلید کولو جواز، د جنس د بدلون جواز او د اهل کتابو پاکوالی.

ژوندلیک

عبدالله جوادي املي په ۱۳۱۲ کال کې په آمل کې زېږېدلی دی.[۱] پلار يې د دې ښار له عالمانو څخه و.[۲] په ۱۳۲۵ لمریز کال کې یې د آمل په مدرسه کې دیني زده کړې پیل کړې او د پنځو کالو په موده کې یې د عربي ادبیاتو، منطق، اصول فقه، فقه، د قرآن تفسیر او حدیث په منځنۍ کچه زده کړې وکړې.[۳]


په ۱۳۲۹ کال کې تهران ته ولاړ او پنځه کاله یې د مروی په مدرسه کې د دیني علومو زده کړې ته دوام ورکړ. په دې موده کې يې د محمد تقي آملی، ابوالحسن شعراني، مهدي الهي قمشه‌اي او محمد حسين توني په درسونو کې ګډون وکړ. د فقهې او اصولو تر څنګ يې فلسفه او تصوف هم زده کړل او په ورسره په همدې وخت کې يې په مدرسو کې هم په تدريس بوخت شو.[۴] په ۱۳۳۴ کال کې د قم علمي حوزې  ته لاړ او هلته یې د ځینې علماوو لکه آیت الله بروجردي، آیت الله سید محمد محقق داماد، میرزا هاشم آملي، امام خمیني او علامه طباطبایی څخه د مدرسو تخصصی درسونه زده کړل.[۵]

ښوونه

د تفسیر تسنیم د پوښ انځور

جوادي آملی له ځوانۍ څخه د تهران په مدرسه کې د زده کړې په حال کې د مدرسو د علومو تدریس پیل کړی دی.[۶] د ۱۹۳۰ لسیزې په لومړیو کې یې په تهران کې له اوسیدو راهیسې په دغه مدرسه کې تدریس پیل کړ او اوس د فقه، فلسفې، تصوف او د قرآن کریم د تفسیر په شمول د مختلفو مدرسو د تدریس څه د پاسه شپیته علمی خدمتونه لري. په دې موده کې یې د قم په علمي حوزه کې د ملا صدرا د اسفار اربعه کتاب درسونه تدریس کړل.[۷]


د هغه د تفسیر درس له ۱۳۵۵ کال راهیسې پیل شوی دی.[۸] د جوادي آملي د تفسیر او فقه خارج درسونه د قم په مسجد اعظم کې تر سره کیږي.[۹]

شاگردان

د ایت الله جوادي آملي د تدریس په اوږدو کې- له ۵۵ کلونو څخه زیاته موده کې - په زرګونو کسانو د هغه له درسونو څخه ګټه پورته کړې ده. په شمول د:


  1. مهدي شب‌زنده‌دار،[۱۰]
  1. سید محمدرضا مدرسي یزدي،[۱۱]
  1. غلامرضا فیاضي،
  1. عبدالحسین خسروپناه،
  1. حمید پارسانیا،
  1. مهدي هادوي تهراني.[نیازمند منبع]

مرجعیت

د جوادي آملی د مرجعیت دفترونه په قم، تهران، شهر رې، تبریز، ارومیه، زنجان، آمل او شیراز ښارونو کې تاسیس شوي دي.[۱۲] د هغه د استفتائات کتاب او د هغه عملیه رسالې هم چاپ شوي دي.

اندونه

د جوادي آملي د ځینو شاګردانو په اند، د هغه د افکارو مرکز حکمت متعالیه دی. له همدې امله هغه د عقل، عرفان او قرآن په هماهنګۍ او د دغو تعلیمات په خپلو ناسم نه ګڼي.[۱۳] د هغه له نظره، عقل د دین په مقابله کې نه دی؛ بلکې د دین څراغ دی او د دیني او اخلاقي لارښوونو او د دین د فقهي او حقوقي قوانینو د پوهیدو لپاره کارول کیدی شي.[۱۴]

دیني علم

جوادي آملي په دیني علم باور لري. د هغه په ​​اند، له عقل څخه مراد یوازې نظري دلیل نه دی. بلکې «عقل تجربي» ته هم شامل دی او له همدې امله طبيعي او انساني تجرباتي علوم هم پکې شامل دي.[۱۵] هغه وايي: ساینس پخپله له دین سره ټکر نه لري.[۱۶] تجرباتي علوم موږ ته د طبیعت نړۍ ښیي او دا چې نړۍ د خدای مخلوق دی، دا علوم موږ ته د خدای کارونه ښیي. نو دې ته په پام باید ساینس ديني وګڼل شي.[۱۷]

هغه له دې استدلال څخه دې نتیجې ته رسېږي چې که ساینس رښتیا علم وي، نو غیر مذهبي او الحادی نه شي کېدای.[۱۸]

سیاسي فکرونه

جوادي آملي د ولایت فقیه د نظریې له منونکو څخه دی. هغه په ​​خپل کتاب «ولایت فقه، ولایت فقاهت و عدالت» کې د ولایت فقیه د ولایت د ثابتولو لپاره درې ډوله دلایل وړاندې کړي دي: «خالص عقلي»، «د عقل او روایت مرکب دلیل» او «خالص روایت».[۱۹] د عقل او نقل مرکب دليل يې دا دی چې له يوې خوا اسلام ټولنيز او سياسي احکام لري لکه حج،[۲۰] جهاد،[۲۱] حدود او تعزیرات[۲۲] او مالي قوانين لکه انفال او خمس[۲۳]. کوم چې د معصومو غیبت په دوره بې فقیه جامع الشرایط پلي کیدی نه شي.[۲۴] له بلې خوا، عقل دا حکم کوي چې خدای د غيبت په زمانه کې مسلمانه ټولنه بې سرپرسته نه پرېږدي. له همدې امله په دې دوره کې جامع الشرایط فقهاء د معصومینو د جانشين په توګه د ټولنې د رهبرۍ دنده پر غاړه لري.[۲۵]

ځانګړې فتواګانې

د جوادي آملي په توضیح المسائل کې د نورو توضیح المسائل کتابونو برعکس د موضوعاتي احکام لکه فرقې، انتخابات، د قرآن کریم تذهیب، د تصنیف او نشر حقوق، د پور اخیستلو حق بل ته پریښودل، ګرانۍ ته په پام د پور ادا کول، تشریح، د جنسیت بدلون، سوګواري، په حادثو کې مرسته او د اهل کتابو احکام هم په دې کتاب کې ذکر شوي دي.[۲۶]

له ښځو اعلمې مجتهدې څخه د ښځو د تقلید جواز،[۲۷] د جنسیت د تغییر جواز[۲۸] او د چاپ حق، ژباړې، خپرونې او د سافټویر د تولید د حق معتبر شونه[۲۹] د هغه له مختلفو فتواوو څخه دي.

سیاسي او ټولنیز فعالیتونه

ګورباچف ته د امام خمیني پیغام د ایت الله جوادي په لاس رسیدل

که څه هم علمي فعالیت تل د جوادي آملي اصلي دنده وه، خو د ایران له اسلامي انقلاب څخه مخکې او وروسته په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې یې هم برخه اخیستې وه. له انقلاب څخه مخکې هغه د امام خمیني د تفکر له تبلیغ کوونکو څخه وو او له همدې امله  څو څو ځله له تبلیغ او وینا څخه منع او بندي کړی شو.[۳۰]

په قضايي عالي شورا کې غړیتوب،[۳۱] د قضايي قانونونو مسوده تیاری،[۳۲] د په مجلس خبرګان کې دوه دورې غړیتوب او په جامعه مدرسین جوزه علمیه قم کې غړیتوب له انقلاب وروسته د ده له فعالیتونو څخه وو.[۳۳]

په ۱۳۷۶ کال کې د آیت الله منتظري له وینا وروسته جوادي آملي د قم په مسجد اعظم کې د اعتراض کوونکو محصلینو په غونډه کې حاضر شو.[۳۴] همدارنګه يې په ۱۳۷۸ کال کې د مصباح يزدي په اړه د يوه کارتون د چاپ په اعتراضی تحصن کې يوه وينا وکړه او د هغه مهال د حکومت پر فرهنګي سياست يې نيوکې وکړې.[۳۵]

جوادي املي په اویایمې او اتیایمې لسیزې کې د قم ښار د جمعې له امامانو څخه و[۳۶] او په ۱۳۸۸ کال کې یې د جمعې د لمانځه له ادا کولو څخه استعفا ورکړه.[۳۷]

د پخواني شوروي اتحاد او امریکې ته سفر

په ۱۳۶۷ کال کې جوادي آملي له محمد جواد لاریجاني او مرضیه حدیده‌چي (دباغ)[۳۸] سره یوځای ذمه واري درلوده چې د پخواني شوروي اتحاد وروستی مشر میخائیل ګورباچوف ته د امام خمیني پیغام ورسوي او هغه ته یې پیغام ولوستل شي.[۳۹] له دې ملاقاته وروسته يې د امام خميني د پيغام یوه شرحه د «آوای توحید» په نامه وليکله او د اروپايي هېوادونو ځينو مذهبي چارواکو ته يې د ډالۍ په توګه ورکړه.[۴۰] په 1379 کال کښې چې د 2000 میلادی کال سره سمون لري، کښې د مذهبونو د زریزې په غونډه کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د مشر ایت الله خامنه ای د پیغام د لوستلو لپاره نیویارک ته لاړ.[۴۱]

اِسراء فاونډیشن او د امام حسن عسکری(ع) انسټیټیوټ

«بنیاد بین‌المللی علوم وحیانی اِسراء» د قم ښار یو له علمي مرکزونو څخه دی چې د جوادي آملي تر څارنې لاندې اداره کیږي. د دې مرکز موخه د هغه له نظره د اسلامي علومو تشریح او پراختیا او همدارنګه د اسلامي علومو په برخه کې د څیړونکو روزنه ده.[۴۲] جوادي آملي د امام حسن عسکري(ع) د مدرسې د لوړو زده کړو د موسسې څارنه هم کوي چې په ۱۳۸۷ کال کې په امل ښار کې تاسیس شوه.[۴۳]

کتابونه

اصلي مقاله: د عبد الله جوادي آملي د کتابونو لړلیک

جوادي آملي په مختلفو برخو لکه فقه، تفسیر، فلسفه او حدیث کې کتابونه لیکلي دي. د اردن شاهي مرکز د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د جوادي آملي لخوا له 300 څخه ډیرې مقالې او کتابونه ذکر کړي دي.[۴۴] د ده تفسیري کتاب چې د ده د تفسیري درسونو پایله ده، تسنیم نومیږي[۴۵] او د ۱۴۰۱ کال د څلورمې میاشتې پورې یې ۶۲ ټوکونه چاپ شوي دي.[۴۶]

د هغه بل کتاب، رحیق مختوم، د ملا صدرا د کتاب اسفار اربعه د دریمې تدریسي دورې پایله ده،[۴۷] چې پينځه دیرشم ټوک یې تر ۱۴۰۰م کال پورې چاپ شوی دی[۴۸]

مفاتیح الحیات، زن در آیینه جمال و جلال (ښځه د ښکلا او جلال په آئینه کې)، شریعت در آیینه معرفت، ادب فنای مقربان (شرح زیارت جامعه کبیره) او توضیح المسائل د جوادی آملی نور کتابونه دي.

ځانګړي آثار

د "دین شناسي" کتاب په 1382 کال کې د حوزې د کال د کتاب (کتاب سال حوزه) په پنځم کنفرانس کې د قاضیانو له خوا د کنفرانس له غوره شویو کارونو څخه پېژندل شوی دی.[۴۹]

«حیات حقیقی انسان در قرآن» کتاب د قاضيانو لخوا په 1383 کال کې د حوزې د کال د کتاب په شپږم کنفرانس کې د غوره شوي اثارو په توګه وټاکل شو.[۵۰]

د «تحریر ایقاظ النائمین» کتاب د 1395 کال د حوزې د کال د کتاب په 18 کنفرانس کې د قاضیانو لخوا د کنفرانس له غوره کارونو څخه وپيژندل شو.[۵۱]

یاد لمانځنه

په ۱۳۹۴ کال کې د تهران د طبي علومو په پوهنتون کې د آیت الله جوادي د درناوي په موخه د «روحاني ډاکټر» کنفرانس ترسره شو. په دې کنفرانس کې د ایران یو شمېر محصلینو، پوهانو او ځینو سیاسي چارواکو ګډون کړی و.[۵۲]


له 2009 څخه تر 2022 پورې، جوادي آملي په اردن کې د اسلامي ستراتیژیکو مطالعاتو د شاهي مرکز لخوا په اسلامي نړۍ کې یو له پنځو سوو اغیزمنو شخصیتونو څخه نومول شوی دی.[۵۳]

د حوزه د کال د کتاب (همایش کتاب سال حوزه) په پينځلسم کنفرنس کې په 1392 کال کې جوادي آملي د علمي حوزې له غوره شخصیتونو څخه وپيژندل شو او درناوې یې وشو.[۵۴]

فوټ نوټ

  1. «زندگی‌نامه حضرت آیة الله جوادی آملی از زبان خودشان»، وبگاه پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  2. «زندگی‌نامه حضرت آیة الله جوادی آملی از زبان خودشان»، وبگاه پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  3. بندعلی، مهر استاد، ۱۳۹۱، ص۳۷.
  4. «حیات علمی و قرآنی آیت‌الله جوادی آملی»، وبگاه بنیاد بین المللی علوم وحیانی اسراء.
  5. «حیات علمی و قرآنی آیت‌الله جوادی آملی»، وبگاه بنیاد بین المللی علوم وحیانی اسراء.
  6. «حیات علمی و قرآنی آیت‌الله جوادی آملی»، وبگاه بنیاد بین المللی علوم وحیانی اسراء.
  7. «حیات علمی و قرآنی آیت‌الله جوادی آملی»، وبگاه بنیاد بین‌المللی علوم وحیانی اسراء.
  8. «حیات علمی و قرآنی آیت‌الله جوادی آملی»، وبگاه بنیاد بین المللی علوم وحیانی اسراء.
  9. «برنامه دروس آیت‌الله جوادی آملی»، وبگاه پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  10. «شب‌زنده‌دار کیست؟»، خبرگزاری فارس.
  11. «زندگی‌نامه حضرت حجه الاسلام والمسلمین سید محمد رضا مدرسی یزدی»، سایت جامعه مدرسین حوزه علمیه قم.
  12. «دفاتر آیت‌الله جوادی آملی»، وبگاه بنیاد بین‌المللی علوم وحیانی اسراء.
  13. مصطفی‌پور، «منظومه فکری آیت‌الله جوادی آملی»، وبگاه پژوهشگاه معارج.
  14. واعظی، «علم دینی از منظر آیت‌الله جوادی آملی»، ص۱۰.
  15. واعظی، «علم دینی از منظر آیت‌الله جوادی آملی»، ص۱۱و۱۲.
  16. واعظی، «علم دینی از منظر آیت‌الله جوادی آملی»، ص۱۵.
  17. واعظی، «علم دینی از منظر آیت‌الله جوادی آملی»، ص۱۶.
  18. واعظی، «علم دینی از منظر آیت‌الله جوادی آملی»، ص۱۶.
  19. وګورئ: جوادی آملی، ولایت فقیه، ۱۳۷۸ش، ص۱۵۰تا۱۸۴.
  20. وګورئ: جوادی آملی، ولایت فقیه، ۱۳۷۸ش، ص۱۶۸.
  21. وګورئ: جوادی آملی، ولایت فقیه، ۱۳۷۸ش، ص۱۶۸.
  22. وګورئ: جوادی آملی، ولایت فقیه، ۱۳۷۸ش، ص۱۷۰.
  23. وګورئ: جوادی آملی، ولایت فقیه، ۱۳۷۸ش، ص۱۷۱و۱۷۲.
  24. وګورئ: جوادی آملی، ولایت فقیه، ۱۳۷۸ش، ص۱۶۸.
  25. وګورئ: جوادی آملی، ولایت فقیه، ۱۳۷۸ش، ص۱۶۸.
  26. روزنامه جمهوری اسلامی، ۱۲ مهر ۱۳۹۵، ص۱۲.
  27. جوادی آملی، رساله عملیه، بی‌تا، ج۱، ص۲۲.
  28. جوادی آملی، عبدالله، رساله عملیه، ج اول، ص۴۰۱.
  29. جوادی آملی، رساله عملیه، بی‌تا، ج۱، ص۳۹۰.
  30. بندعلی، مهر استاد، نسخه الکترونیک، ۱۳۹۱، ص۱۹۱ و ۱۹۲.
  31. بندعلی، سعید، مهر استاد، نسخه الکترونیک، ۱۳۹۱، ص۲۰۱.
  32. بندعلی، سعید، مهر استاد، نسخه الکترونیک، ۱۳۹۱، ص۲۰۴.
  33. مدرسی، «تاریخچه زندگی آیت‌الله شیخ عبدالله جوادی آملی».
  34. مدرسی، «تاریخچه زندگی آیت‌الله شیخ عبدالله جوادی آملی».
  35. مدرسی، «تاریخچه زندگی آیت‌الله شیخ عبدالله جوادی آملی».
  36. نگاه کنید به «خطبه‌های نماز جمعه»، وبگاه بنیاد بین المللی علوم وحیانی اسراء.
  37. «آخرین خطبه نماز جمعه آیت‌الله جوادی آملی قرائت شد»، وبگاه خبرگزاری فارس.
  38. «ماجرای نامه امام به گورباچف به قلم حضرت آیت‌الله جوادی آملی»، وبگاه پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  39. مدرسی، «تاریخچه زندگی آیت‌الله شیخ عبدالله جوادی آملی».
  40. مدرسی، «تاریخچه زندگی آیت‌الله شیخ عبدالله جوادی آملی».
  41. مدرسی، «تاریخچه زندگی آیت‌الله شیخ عبدالله جوادی آملی».
  42. «اساسنامه بنیاد بین المللی علوم وحیانی اسراء»، وبگاه مرکز پژوهش‌های مجلس.
  43. «نیم‌نگاهی به بنیاد بین‌المللی علوم وحیانی اِسراء»، افق حوزه، ص۱۲.
  44. The Muslim, 500, 2023, p114
  45. نگاه کنید به جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۲۵.
  46. « تسنیم: تفسیر قرآن کریم جلد ۶۲»، مرکز بین المللی نشر اسراء.
  47. «حیات علمی و قرآنی آیت‌الله جوادی آملی»، وبگاه بنیاد بین‌المللی علوم وحیانی اسراء.
  48. «رحیق مختوم: شرح حکمت متعالیه جلد 35»، مرکز بین‌المللی نشر اسراء.
  49. دبیرخانه همایش کتاب سال حوزه، ویژه‌نامه پنجمین همایش کتاب سال حوزه، ۱۳۸۲، ص۱۹
  50. دبیرخانه همایش کتاب سال حوزه، ویژه‌نامه ششمین همایش کتاب سال حوزه، ۱۳۸۳ش، ص۲۲-۲۴
  51. دبیرخانه همایش کتاب سال حوزه، ویژه‌نامه هجدهمین همایش کتاب سال حوزه، ۱۳۹۵، ص۳۹
  52. «همایش طبیب روحانی؛ بزرگداشت آیت‌الله جوادی آملی »، خبرگزاری صداوسیما.
  53. «حضرت آیت الله جوادی آملی در فهرست ۵۰۰ شخصیت برتر مسلمان جهان»، خبرگزاری بین المللی شفقنا.
  54. دبیرخانه همایش کتاب سال حوزه، ویژه‌نامه پانزدهمین همایش کتاب سال حوزه، ۱۳۹۲ش، ص۷۸-۸۰

سرچينې

بهرنې لینک