اسماء الحسنی

د wikishia لخوا
په اسماء او صفاتو کې مه ګډوډ کېږئ.

اَسماءُالحُسنیٰ (غوره نومونه) یوه قرآني اصطلاح ده چې معنا یې ده د خدای تعالی ښه او غوره نومونه. دا اصطلاح د قرآن په څلورو سورو کې کارول شوې ده. په یوې کې راغلي دي چې خدای تعالی په دغو نومونو سره وبلئ. د مسلمانو عالمانو له نظره، د خدای له نیکو او غوره نومونو د هغه صفات دي چې ټول ښه دي.

همداراز وایي چې د دغه ایت په اساس اسماء الحسنی یوازې له خدای سره مخصوص دي، په ځینو روایتونو کې اهل بیت د اسماء الحسنی مصداق معرفي شوي چې باید په وسیله یې له خدای سره تقرب او نزدېکي ولټول شي.

اسماء الحسنی، د خدای غوره نومونه

«اَسماءُالحسنیٰ» له قرآنه اخستل شوی عبارت دی چې معنا یې ده د خدای ښه او غوره نومونه.[۱] دا عبارت په څلورو سورو کې کارول شوی دی: د طه سورې په اتم ۸ آیت، د حشر سورې په ۲۴، د اعراف سورې په ۱۸۰ او د اسراء سورې په ۱۱۰ ایت کې. په دغه ایتونو کې راغلي دي:«خدای ښه او غوره نومونه لري»[۲] په اعراف سوره کې له دې جملې وروسته راغلي دي چې خدای په دغه نومونو سره وبلئ.[۳]

له اسماء الحسنی مطلب او اخستون

مسلمانو مفسرانو له اسماءالحسنیٰ مختلفې معنې اخستې دي. د مجمع البیان د لیکوال طبرسي په وینا، دې ته یې ځکه د خدای ښې نامې ویلي چې ښې معنې لري؛ لکه جواد، رحیم، رزّاق او کریم.[۴] شیخ طوسي په التبیان کې د خدای له نومونو مطلب د هغه صفات ګڼلي دي چې ټول ښه او غوره دي.[۵] د تفسیر نمونه لیکوالانو همدا تفسیر خوښ کړی دی.[۶]

د علامه طباطبائي له نظره، له اسماء الحسنی مطلب د خدای هغه نومونه دي چې وصفي معنې لري؛ یعنې د هغه په یوې خاصې ځانګړڼې دلالت کوي؛ لکه جواد او عادل او رحیم؛ نه هغه نومونه چې یوازې دهغه په ذات دلالت کوي.(په دې فرض که دغه شان نومونه ولري): لکه د زید او عَمرو نومونه چې په یو کس کې کومه ځانګړنه نه ښیي او یوازې په هغه دلالت لري. او له وصفي معنا مطلب هغه صفت او ځانګړنه ده چې ښه والی ولري بلکې په خدای کې په لا ښه والي سره موجود وي یعنې داسې صفت وي چې د خدای له ذات سره ښایي او د هغه په شان کې وي پر دې اساس شجاع او عفیف که څه هم ښه نومونه دي خو د خدای د ذات په شان کې او له هغه سره وړ نه دي.ځکه چې دا جسماني صفات دي او اسمای حسنای الهي باید له هر ډول نیمګړتیا او عدم پاک وي.[۷]

نیک نومونه له خدای سره مخصوص دي

ځینې شیعه او سني مفسران باوري دي چې د «لِلَّهِ الْأَسْماءُ الْحُسْنی» ترجمه: او ښه نومونه له خدای سره ځانګړي دي.[۸] په دې دلالت لري چې نیک نومونه له خدای سره مخصوص دي؛ ځکه چې «الله» د جملې په اول کې راغلی او دا په عربۍ ژبه کې د یو مفهوم په حصر او منحصروالي او مخصوصوالي د تاکید ښودنه کوي.[۹] د علامه طباطبائي له نظره، د آیت مطلب دا دی چې هر احسن (نېک او ښه) نوم چې په دنیا او عالم وجود کې وي، له خدای سره متعلق دی او هیڅوک په هغه کې له خدای سره شریک نه دی. البته دا خبره منافات او ټکر نه لري له دې سره چې خدای د خپلو ځینې صفاتو لکه علم او رحمت نسبت له ځانه پرته نورو ته ورکړی دی؛ ځکه چې مطلب دا دی چې د دغه نومونو حقیقت له خدای سره مخصوص دی.[۱۰]

اهل بیت د اسماءالحسنیٰ مصداق

په ځینو حدیثونو کې اهل بیت(ع) د اسماء الحسنی مصادیق معرفي شوې دي. د بېلګې په توګه، کلیني د دغه آیت «خدای غوره نومونه لري نو په هغو نومونو یې وبلئ» په اړه له امام صادق(ع) روایت کړی دی:« په خدای قسم مونږ اسماءالحسنی یوو چې خدای له بندګانو هیڅ عمل زمونږ له پېژندلو پرته نه قبلوي.»[۱۱][یادداشت۱] شیعه مفسر عیاشي (وفات ۳۲۰ ق) هم د دغه آیت په ذیل کې له امام رضا(ع) نقل کړې چې:« د سختۍ په وخت له مونږ مرسته واخلئ او دا هماغه د خدای خبره ده چې: وَ لِلَّهِ الْأَسْماءُ الْحُسْنى‏ فَادْعُوهُ بِها.»[۱۲]

ځینو دغه روایتونو ته په پام سره د اعراف سورې په ۱۸۰ ایت کې د «خدای له بللو» مطلب له اهل بیتو سره په توسل تفسیر کړی دی.[۱۳]

اړونده لیکنې

  • اسماء او صفات
  • د الهی اسماء توقیفی وي

فوټ نوټ

  1. مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۶۹ش، ج۴، ص۴۰.
  2. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۵، ص۴۱۲.
  3. سوره اعراف، آیه ۱۸۰.
  4. طبرسی، مجمع‌البیان، ۱۳۷۲ش، ج۴، ص۷۷۳.
  5. شیخ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۵، ص۳۹-۴۰.
  6. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۷، ص۲۳.
  7. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۸، ص۳۴۲-۳۴۳.
  8. سوره اعراف، آیه۱۸۰.
  9. وګورئ: فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱۵، ص۴۱۴؛ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۸، ص۳۴۳؛ زحیلی، التفسیر المنیر، ۱۴۱۸ق، ج۹، ص۱۷۵.
  10. طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۸، ص۴۴۹.
  11. کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۱۴۳-۱۴۴.
  12. عیاشی، کتاب‌التفسیر، ۱۳۸۰ق، ج۲، ص۴۲.
  13. وګورئ: دهکردی اصفهانی، لمعات در شرح دعای سمات، ۱۳۸۵ش، ص۲۸-۳۵.

سرچینې

  • دهکردی اصفهانی، سید ابوالقاسم، و مجید جلالی دهکردی، لمعات در شرح دعای سمات، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۵ش.
  • زحیلی، وهبه، التفسیر المنیر فی العقیدة و الشریعة و المنهج، بیروت، دار الفکر المعاصر، ۱۴۱۸ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، تحقیق احمد قصیر عاملی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، کتاب‌التفسیر، تحقیق سیدهاشم رسولی محلاتی، تهران، چاپخانه علمیه، ۱۳۸۰ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع‌ البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصرخسرو، چاپ سوم، ۱۳۷۲ش.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، ‌دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی‌اکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام قرآن، قم، مدرسه امیرالمؤمنین، ۱۳۶۹ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، ‌دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.