الشافي في الامامة (کتاب)

د wikishia لخوا
دوتنه:الشافی فی الامامه.jpg
الشافي في الامامه

الشّافي فِي الاِمامة د امامت په اړه یو کلامی کتاب دی، په عربۍ ژبه چې سید مرتضی (۳۵۵-۴۳۶ق) لیکلی دی. دا کتاب د امامت په اړه د قاضي عبدالجبار معتزلي شبهاتو ته په ځواب کې لیکل شوی دی.

کتاب الشافي ته د مسلمانو عالمانو پام ګرځېدلی او پرې یې ځینې کره کتنې او تلخیصونه لیکلي دي. د شیخ طوسي لیکلی کتاب تلخیص الشافي په هغوي کې تر ټولو مشهور کتاب دی. سید مرتضی هم په خپلو نورو اثارو لکه تنزیه الانبیاء و الذخیرة فی علم الکلام کې الشّافی ته ارجاع کړې ده.

الشافي په ۱۳۰۱ ق کال کې په ایران کې ډبرین چاپ شو. همداراز په ۱۴۱۰ ق کې د عبدالزهراء خطیب حسینی، له خوا د الصادق خپرندویه موسسې له خوا په څلورو ټوکو کې خپور شوی دی.

مؤلف

اصلي مقاله: سید مرتضی

د الشافی لیکوال سیدِ مرتَضی (۳۵۵ق-۴۳۶ق)، امامي فقیه او متکلم دی هغه د شیخ مفید له وفاته وروسته د شیعه مشر شو.[۱] شیخ مفید، حسین بن علی بن بابویه، د شیخ صدوق ورور، ابن نباته سعدي او علی مرزباني د هغه له استادانو وو.[۲] همداراز شیخ طوسي، سلار دیلمي، ابن براج او محمد بن علی کراجکي د هغه په نزد شاګردي وکړه.[۳]

سید مرتضی په کلامی بحثونو کې عقلاني کړنلاره لرله. له دې امله یې د عقل او نقل (ایتونو او روایتونو) په ظاهري ټکر کې به یې عقل معتبر ګاڼه او نقل به یې تاویلاوه.[۴] د سید مرتضی کلامي لیدتوګې د هغه په کتابونو منجمله الذخیرة فی علم الکلام، تنزیه الانبیاء، المُقنِع فی الغیبة، جُمَلُ العِلم او العَمَل و الفصول المختاره کې راغلې دي.

د کتاب نوم

سید مرتضی خپل کتاب د الشافی فی الامامة په نامه یاد کړی دی.[۵] همداراز احمد بن علي نجاشي[۶] او شیخ طوسي[۷] په همدې نامه د هغه یادونه کړې ده. خو آقا بزرګ تهراني د «الشافی فی الامامة و ابطال حجج العامة» په نوم د هغه یادونه کړې ده.[۸]

د لیکلو محرک

په الذریعه کې د آقا بزرګ تهراني په وینا د الشافي له لیکلو د سید مرتضی محرک هغو اعتراضونو او شبهاتو ته ځواب و چې قاضي عبدالجبار معتزلي د امامت په اړه د امامیه مذهب په باره کې په المغني کتاب کې راوړې وو.[۹] په خپله سید مرتضي په الشافي کې لیکلي دي چې د قاضي عبدالجبار په نقد کې یې د یو مفصل کتاب لیکل غوښتل؛ خو ځینو خنډونو د دغه شان کتاب په لیکلو کې د هغه مخه ونیوله. له دې امله یې د الشافي کتاب په لیکلو بسنه وکړه.[۱۰]

په اسلامي کلام کې د کتاب مقام

الشافي کتاب د پینځمې قمري پېړۍ دی. شیعه سني عالمانو په هماغه پېړۍ او وروستیو پېړیو کې، د هغه په تخلیص یا کره کتنې کې ځینې اثار لیکلي چې یو پکې د شیخ طوسي لیکلی تلخیص الشافي کتاب دی.[۱۱] همداراز ځینو د کلامي کتابونو په لیکلو کې له هغه استفاده کړې ده؛ لکه څنګه چې سید مرتضی په خپله په تنزیه الانبیاء،[۱۲] المقنع فی الغیبة[۱۳] او الذخیره[۱۴] کې چې له الشافي کتابه وروسته لیکل شوې[۱۵] دغه کتاب ته ارجاع ورکړې ده.

د الذخیره فی علم الکلام کتاب د څېړونکي او تصحیحوونکي سید احمد حسیني په وینا، الشافي کتاب په علم کلام کې د سید مرتضی د مهارت او په ټولو اسلامي مذهبونو کې پر مناظرې د هغه د تسلط او تکړه والي ښودونکی دی.[۱۶] د یوولسمې او دولسمې قمري پېړۍ عالم سید بهاء الدین مختاري سبزواري د الشافي کتاب په اړه دا شعرونه ویلي:



الجَهْلُ داءٌ وَ الدَّواءُ الكافي فكرٌ عميقٌ وَ الطَّبيبُ الشّافي‌
أنّیٰ لَنا شافٍ لَهُ كَالشّافي أو مِثله مِن كاشفٍ كَشّاف[۱۷]


ناپوهي یو ډول ناروغي ده او د هغې شفا ورکوونکي درمل، ژور تفکر او شفا ورکوونکی طبیب دی.
هیڅ درمل د الشافي کتاب یا د هغه په شان کشف کوونکي کتاب په څیر زمونږ دغه ناروغي نه شي درملولی.

مینځ پانګه

الشافي کتاب په لاندې ډول ۲۲ برخې لري:

  1. د امامت د وجوب په باره کې د قاضي عبدالجبار نظر
  2. د امامت پر وجوب نقلي دلایل
  3. د امامت او عصمت په اړه د شیعه له دلیلونو سره د قاضي مخالفت
  4. پر امام د نص د وجوب په رد کې د قاضي عقلي دلایل
  5. د امام لپاره د نص پر وجوب د شیعه د دلایلو په نقد کې د قاضي د نظر رد
  6. د امام په باره کې د نص د نیشتوالي په اړه د قاضي د نظر رد
  7. د هغو صفاتو په باره کې چې امام یې باید ولري د قاضي د نظر رد
  8. د امام د علم په باره کې د قاضي د نظر رد
  9. د امام د افضلیت په باره کې د قاضي د نظر رد
  10. د هغه روایت په باره کې چې وایي امامان له قریشو دي د قاضي د نظر رد
  11. په دې اړه د قاضي د نظر رد چې ایا د امامت په باب کې له قریشو عدول جایز دی
  12. د هغو کسانو د شمېر په اړه چې د امت له لوري له امام سره بیعت کوي د قاضي د نظر رد
  13. د ابوبکر د امامت په باره کې د قاضي د خبرې رد
  14. د هغه چا په باره کې چې د د امام انتخاب بې اعتباره ګڼي د قاضي نظر
  15. په دې باره کې چې ابوبکر د امامت لپاره غوره و د قاضي د نظر رد
  16. پر ابوبکر شویو نیوکو ته د قاضي ځواب
  17. د عمر بن خطاب په امامت د قاضي د نظر جاجونه
  18. پرعمر شویو نیوکو ته د قاضي ځواب
  19. د عثمان د امامت په اړه د قاضي د نظر رد
  20. د عثمان د منتقدانو په اړه د قاضي د نظر رد
  21. د قاضي د نظر جاجونه د امام علي(ع) د امامت اثبات
  22. د طلحه، زبیر او عایشې د توبه کولو په اړه د قاضي شک[۱۸]

روده

سید مرتضی د غوراوي په ډول او لکه څنګه یې چې د کتاب په سریزه کې په خپله ویلي په مختصره توګه د قاضي عبدالجبار اعتراضونو او ردیو ته ځواب ورکړی دی.[۱۹] هغه د قاضي عبدالجبار د کتاب المغني د قول په نقل کې، یوازې د هرې شبهې ابتدا یا یې د قاضي د خبرو خاصه برخه ذکر کړې ده.[۲۰] په دې کتاب کې، د «قال صاحب الکتاب» (د کتاب لیکوال ویلې دي) «قال» ( ویلي دي) «فاما قوله» (خو د لیکوال دا خبره چې...)، «و اما قولک» ( خو ستا دا خبره چې)، د قاضي عبدالجبار عبارتونه نقل شوې دي. کله کله هم د قاضي له خوا د فرضي اعتراضونو او شبهو په مطرح کولو سره هغو ته ځواب ورکړل شوی دی.[۲۱]

لنډیزونه او ردیې

تلخیص الشافی

هغه تلخیصونه چې شیعه عالمانو له کتاب الشافي لرلي په دې ډول دي:

تلخیص‌الشافی،‌ لیک د شیخ طوسي چې د سید مرتضی شاګرد هم و.[۲۲] اِرتِشافُ الصّافی مِن سِلافِ الشّافی، لیک د سید بهاءالدین مختاری(۱۰۸۰-۱۱۳۱ق).[۲۳] صَفوَةُ الصّافی مِن رغوةِ الشّافی، لیک د سید بهاءالدین مختاری.[۲۴]

همداراز اهل سنت عالم ابوالحسن بصري د دغه کتاب په رد کې نقض الشافي کتاب لیکلی دی چې د سید مرتضی شاګرد ابویعلی سلار بن عبدالعزیز، الرّدُّ عَلیٰ اَبِی‌الحسنِ البصری د هغه په رد کې لیکلی دی.[۲۵]

چاپ

الشافی په ۱۳۰۱ق کال کې د شیخ طوسي له تلخیص سره یوځای په ډبرینه توګه چاپ شو.[۲۶] آقا بزرګ تهراني په الذریعه کې د دغه نسخې یادونه کړې ده.[۲۷] همداراز په ۱۴۱۰ ق کال کې الصادق خپرنځي په څلورو ټوکو کې هغه خپور کړی دی. دغه نسخه د سید عبدالزهراء خطیب حسیني له خوا تصحیح او دغه موسسې په ۱۳۸۴ ل کال کې هغه په دوه ټوکیز ډول چاپ کړه.[۲۸]

سید عبدالزهرا خطیب حسینی په تصحیح الشافی کې د ایت الله مرعشي په کتابتون او د آستان قدس رضوي په کتابتون کې د کتاب له موجودو نسخو استفاده کړې او د هغو فرق یې په اختصاري علامتونو سره توضیح کړی دی.[۲۹] د دغه تصحیح ځینې ځانګړنې دا دي: د هغو عبارتونو مستندول چې له المغني نقل شوي د ټوک او مخ په ذکرولو سره، د ځینو سختو ټکو د معنو بیانول، د ضمیر د مرجع معلومول او د شیعه سني په سرچینو د روایتونو مستند کول. هغه همداراز هغه عبارتونه یا کلمات چې سید مرتضي له قاضي عبدالجبار نقل کړي، خو په المغني کې یې نه دي موندلي، په ګوته کړې دي.[۳۰]

خطي نسخې

د الشافي مصحح سید عبدالزهرا خطیب حسینی لاندیني موارد د دغه کتاب د خطي نسخو په توګه یاد کړې دي:

  • د ایت الله مرعشي نجفي د کتابتون نسخه په ۴۷۶ مخونو او په هره مخ کې ۲۶ کرښې
  • د آستان قدس رضوي د کتابتون نسخه، په ۱۷۱، ۲۷۰ مخونو، په هر مخه کې ۲۲ کرښې د محمد ابراهیم بن محمد یعقوب په خط
  • د آستان قدس رضوي د کتابتون نسخه، په ۱۰۰۲۰ نمبر ، په ۳۲۳ پاڼو کې چې هر مخ یې تر ۲۱ زیاتې کرښې لري. دغه نسخه محمد بن عبداللطیف عامِلی د خپل ملګري محمد علي بنکا لپاره په ۱۱۴۱ق کې پای ته رسولی دی.
  • د آستان قدس رضوي د کتابتون نسخه، په ۷۶۰ نمبر، په ۲۶۵ پاڼو کې، د حکمت او کلام له کتابونو، د دغه نسخې تاریخ د ۱۰۹۸ق دریمه خور ده، خو نسخه لیکونکی یې معلوم نه دی.
  • د مسجد ګوهرشاد د کتابتون نسخه، په ۳۱۷ نمبر، په ۳۱۷ پاڼو کې چې د ختمېدو تاریخ یې د ۱۱۱۷ ق کال د روژې ۱۵ درج شوی دی.[۳۱]

فوټ نوټ

  1. سید مرتضی، الذخیره، ۱۴۱۱ق، مقدمه حسینی، ص۷.
  2. سید مرتضی، دیوان الشریف المرتضی، ۱۴۱۷ق، مقدمه تونجی، ج۱، ص۱۰.
  3. سید مرتضی، الذخیرة فی علم الکلام، ۱۴۱۱ق، مقدمه حسینی، ص۴۷.
  4. شریعتی نیاسر، «عقل و نقل در دیدگاه سید مرتضی و پی‌جویی رابطۀ آن دو در آثار او»، ص۷۶-۷۸.
  5. سید مرتضی، الذخیره، ۱۴۱۱ق، ص۴۰۹؛ سید مرتضی، تنزیه الانبیا، ۱۲۵۰ق، ص۱۸۳؛ سید مرتضی، المقنع فی الغیبه، ۱۴۱۶ق، ص۳۱.
  6. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۲۷۰.
  7. طوسی، فهرست کتب الشیعه و...، ۱۴۲۰ق، ص۱۶۴.
  8. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۳، ص۸.
  9. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۳، ص۸.
  10. سید مرتضی، الشافی، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۳۳.
  11. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۳، ص۸.
  12. سید مرتضی، تنزیه الانبیاء، ۱۲۵۰ق، ص۱۳۳، ۱۳۷، ۱۴۰، ۱۵۵، ۱۵۹، ۱۸۳.
  13. سید مرتضی، المقنع فی الغیبه، ۱۴۱۶ق، ص۳۱، ۳۶، ۶۱.
  14. وګورئ: سید مرتضی، الذخیره، ص۴۰۹، ۴۴۶، ۵۰۱، ۴۸۵، ۴۸۸.
  15. وګورئ: سید مرتضی، المقنع فی الغیبه، ۱۴۱۶ق، مقدمه حکیم، ص۱۶.
  16. سید مرتضی، الذخیرة، ۱۴۱۱ق، مقدمه حسینی، ص۸.
  17. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۴۲۳.
  18. خلیلی آشتیانی، «الشافی فی الامامه»، ص۱۳۵-۱۳۸.
  19. خلیلی آشتیانی، «الشافی فی الامامه»، ص۱۳۵-۱۳۸.
  20. خلیلی آشتیانی، «الشافی فی الامامه»، ص۱۳۸-۱۳۹.
  21. خلیلی آشتیانی، «الشافی فی الامامه»، ص۱۳۹.
  22. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۳، ص۸.
  23. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۴۲۳.
  24. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۴۲۳.
  25. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۰، ص۱۷۹-۱۸۰.
  26. سید مرتضی، الذخیره، ۱۴۱۱ق، ص۵۱؛ سید مرتضی، الشافی، ۱۴۱۰ق، ج۱، مقدمه خطیب حسینی، ص۱۴.
  27. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۳، ص۸.
  28. خلیلی آشتیانی، «الشافی فی الامامه»، ص۱۴۱.
  29. وګورئ: سید مرتضی، الشافی، ۱۴۱۰ق، مقدمه خطیب حسینی، ص۱۵-۱۶.
  30. خلیلی آشتیانی، «الشافی فی الامامه»، ص۱۴۰-۱۴۱.
  31. وګورئ: سید مرتضی، الشافی، ۱۴۱۰ق، ج۱، مقدمه خطیب حسینی، ص۱۶-۱۷.

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعة الی تصانیف الشیعة، قم، اسماعيليان؛ تهران‌، كتابخانه اسلاميه، ۱۴۰۸ق.
  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، طبقات اعلام الشیعة، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۳۰ق.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، لسان‌الميزان، تحقیق دائرة المعرف النظامیة الهند، مؤسسه الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق/۱۹۷۱م.
  • خلیلی آشتیانی، سمیه، «الشافی فی الامامه»، بهار و تابستان ۱۳۸۷ش.
  • ذهبی، محمد بن احمد، میزان الاعتدال فی نقد الرجال، تحقیق علی محمد بجاوی، بیروت، دارالمعرفة للباعه و النشر، ۱۳۸۲ق.۱۹۶۳م.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، الذخیرة فی علم الکلام، تحقیق سید احمد حسینی، قم، مؤسسه نشر اسلامی، ۱۴۱۱ق.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، الشافی فی الامامة، تحقیق سید عبدالزهراء خطیب حسینی، تهران، مؤسسه الصادق، چاپ دوم، ۱۴۱۰ق.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، المقنع فی الغیبه، تحقیق سید محمدعلی حکیم، قم، مؤسسة آل البیت علیهم‌السلام لاحیاء التراث، ۱۴۱۶ق.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، تنزیه‌الانبیاء، قم، الشریف الرضی، ۱۲۵۰ق.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، دیوان الشریف المرتضی، شرح محمد تونجی، بیروت، دار الجیل، ۱۴۱۷ق/۱۹۹۷م.
  • شریعتی نیاسر، حامد و دیگران، «عقل و نقل در دیدگاه سیدمرتضی و پی‌جویی رابطۀ آن دو در آثار او»، پژوهش‌های قرآن و حدیث، سال۴۷، شماره۱، بهار و تابستان ۱۳۹۳ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، فهرست کتب الشیعه و اصولهم و اسماء المصنفین و اصحاب الاصول، تحقیق عبدالعزیز طباطبائی، مکتبة المحقق الطباطبائی، ۱۴۲۰ق.
  • محقق، مهدی، «مقدمه‌ای بر تلخیص الشافی شیخ طوسی»(سخنرانی)، دانشکده ادبیات و علم انسانی دانشگاه تهران، شماره ۱۲۳و۱۲۴، فروردین و تیر ۱۳۴۹ش.
  • نجاشی، احمد بن علی، رجال‌النجاشی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۳۶۵ش.

بهرنۍ لینکونه