الصلاة خیر من النوم

د wikishia لخوا

الصَّلاَةُ خَیْرٌ مِنَ النَّوْمِ د «لمونځ تر خوبه غوره دی» په معنا، هغه جمله ده چې اهل سنت یې دوه ځله د سهار په اذان کې له حی علی الفلاح وروسته وایي. ډېرو اهل سنتو فقیهانو په ځینو روایتونو په استناد سره د سهار لمونځ په بانګ کې د دغه جملې ویل مستحب ګڼلي دي. د دې په مقابل کې امامیه فقیهان اجماع لري په دې چې په اذان کې د دې جملې ویل جایز نه دي او که د تشریع په نیت وویل شي، حرام دي. د هغوي له نظره په اذان کې د دغه جملې د ویلو په جواز او مشروعیت هیڅ دلیل نیشته.

په دې کې چې د «الصلاة خیر من النوم» جمله کله او چا په اذان کې ورزیاته کړه، د اهل سنتو په روایي سرچینو کې مختلف نقلونه راغلي دي. په ځینو نقلونو کې راغلي چې بلال هغه د سهار په اذان کې زیاته کړه او د پېغمبر(ص) له خوا ومنل شوه. په ځینو نورو کې ویل شوي چې پېغمبر هغه ابو محذوره ته ورزده کړه. همداراز ویل شوي چې په لومړي ځل د پېغمبر په زمانه کې د مسجد قبا موذن سعد بن عائذ د عمر بن خطاب په زمانه کې دا بدعت کېښود. د هغه روایت له مخې چې مالک بن انس په الموطأ کې نقل کړی، دا جمله د عمر بن خطاب د خلافت په زمانه کې او د هغه په تایید سره په اذان کې ورزیاته شوه.

په اذان کې د الصلاة خیر من النوم ویلو ته تثویب هم ویل کیږي. تثویب د فقیهانو په اصطلاح کې په دې معنا دی چې کله موذن خلک د «حئ علی الصلاة؛ لمونځ ته رادرومئ» په ویلو سره د لمانځه لور ته بلي، د اذان د یوې بلې برخې له ویلو وروسته د «الصلاة خیر من النوم» په ویلو سره بیا ځلې د لمانځه لپاره راستنیږي. البته ویل کیږي چې تثویب تر دې زیاته عامه معنا لري او ځینو د اذان او اقامت تر مینځّ د االصلاةَ، رَحِمَکُمُ اللهُ، الصلاةَ، ویلو او یا د اذان او اقامت تر مینځ د حَیَّ عَلَی الصَّلاةِ و حَیَّ عَلَی الفَلاح ویلو ته هم تثویب ویلي دي.

مفهوم‌ پېژندنه او مقام

الصَّلاَةُ خَیْرٌ مِنَ النَّوْمِ، «لمونځ تر خوبه غوره دی» په معنا هغه جمله ده چې اهل سنت یې «له حئ علی الفلاح» وروسته د سهار په لمانځه کې دوه ځله وایي.[۱] د سهار په لمانځه کې د دغه جملې ویلو ته تثویب هم ویل کیږي.[۲] تثویب د لمانځه لپاره د بیا ځلې بللو په معنا دی؛ په دې بیان سره چې کله موذن د حئ علی الصلاة: لمانځه ته رادرومئ» په ویلو سره خلک د لمانځه لور ته بلي، د یوې بلې برخې له ویلو وروسته، د « الصلاة خیر من النوم» په ویلو سره دوه ځل د لمانځه لپاره بللو ته ستنیږي.[۳]

ځينو د اذان او اقامت تر مینځ د «الصلاةَ، رَحِمَکُمُ اللهُ، الصلاةَ» جملې ویل چې په یو ډول د لمانځه لپاره دوباره بلنه ده، د تثویب له مصداقونو ګڼلی دی.[۴] همداراز ویل کیږي چې د کوفې ځينو حنفي عالمانو د سهار لمانځه د اذان او اقامت تر مینځ دوه ځله د«حَیَّ عَلَی الصَّلاةِ» او «حَیَّ عَلَی الفَلاح» ویل د تثویب یو بل ډول ګڼلی دی.[۵]

د دې عنوان په اړه په فقهي کتابونو کې د لمانځه په باب کې بحث شوی[۶] او د شیعه سني تر مینځ کلامي بحثونو ته یې هم لاره موندلې ده.[۷]

د امامیه له نظره د الصلاة خیر من النوم بدعتوالی

امامیه فقیهان اجماع لري په دې چې په اذان کې د «الصلاة خیر من النوم» ویل جایز نه دي او د تشریع په نیت یې ویل بدعت او حرام دي.[۸] هغوي په دې باور دي چې د دغه جملې د ویلو د مشروعیت د اثبات لپاره هیڅ دلیل نه شته.[۹] البته په ځینو امامیه سرچینو کې له معصومو امامانو ځینې روایتونه نقل شوي چې ترې په اذان کې د تثویب د جواز نتیجه اخستل کیږي.[۱۰] خو دغه روایتونه شاذ ګڼل شوې دي[۱۱] او له نورو روایتونو سره چې د تثویب جواز په اذان کې په صراحت سره ردوي،[۱۲] په ټکر کې دي؛ ڼو ځکه فقیهانو له هغو مخ اړولی او د تقیې په مواردو یې حمل کړې دي.[۱۳]

ویل کیږي چې په امامیه فقیهانو کې په دې خبره کې اختلاف نیشته چې که تثویب یا د «الصلاة خیر من النوم» ویل د لمانځه د وخت رایادولو او تنبیه په اراده یا د تقیې له مخې وي، جایز دی؛[۱۴] خو که نه د تشریع او تنبیه په نیت او نه د تقیې له مخې وویل شي نو په جواز یا نه جواز کې یې د نظر اختلاف دی.[۱۵] ځینې فقیهان لکه فاضل هندي[۱۶] او فیض کاشاني[۱۷] د هغه په کراهت قایل شوي او ځینو فقیهانو لکه صاحب‌جواهر[۱۸] او کاشف الغطاء[۱۹] هغه حرام ګڼلی دی.

کاشف الغطاء، تثویب یا په اذان کې د «الصلاة خیر من النوم» ویل له بیخه بدعتي کار او د ذاتي حرمت لرونکی ګڼلی او باوري دی چې هیڅ شی هغه نه جایزوي.[۲۰]

د اهل سنتو له نظره د الصلاة خیر من النوم مشروعیت

د اهل سنتو د مشهور نظر مطابق د سهار په اذان کې له «حی علی الفلاح» وروسته د «الصلاة خیر من النوم» ویل مستحب دي.[۲۱] البته ویل کیږي چې محمد بن ادریس شافعي په یو ځای کې د هغه په استحباب قایل و خو بل ځای کې یې مکروه ګڼلی دی.[۲۲] ځینو حنفي فقیهانو د سهار اذان له ختمېدو وروسته هم د هغه ویل جایز ګڼلې دي.[۲۳]

د اهل سنتو د فقیهانو د مشهور نظر مطابق، تثویب یا «الصلاة خیر من النوم» ویل یوازې د سهار له اذان سره مخصوص دي.[۲۴]

د اهل سنتو بېلګه

په اذان کې د «الصلاة خیر من النوم» ویل، په تاریخ کې د اهل سنتو شعار او سمبل ګڼل شوی دی؛ په دې ډول چې په هغو حکومتونو کې چې اهل سنتو واکمنانو پاچاهي کوله، امر به کېده چې دغه جمله په اذان کې وویل شي.[۲۵] د مثال په توګه په سیره حلبي کتاب کې نقل شوي چې په بغداد کې د آل بویه په دوران کې، په اذانونو کې حی علی خیرالعمل ویل کېدل تر دې چې په ۴۴۸ ق کال کې د سلجوقیانو په راتګ سره، په اذان کې د دغه جملې ویل منع شو او امر وشو چې د هغه په ځاي «الصلاة خیر من النوم» په اذان کې وویل شي.[۲۶]

اذان ته د الصلاة خیر من النوم د ننوتلو د وخت او څرنګوالي په اړه اختلاف

په دې کې چې «الصلاة خیر من النوم» کله او د چا په وسیله د سهار په اذان کې ورزیات کړی شو، د نظر اختلاف دی:

د عمر د خلافت زمانه

د«الصلاة خیر من النوم فی الاذان»، کتاب لیکوال په خپل دغه کتاب کې لیکي د شیعه د دریو لویو فرقو امامیه، اسماعیلیه او زیدیه عالمان تاکید لري پر دې چې «الصلاة خیر من النوم» د عمر بن خطاب د خلافت په زمانه کې په اذان کې ورزیات کړی شو.[۲۷] مالک بن انس هم په الموطأ کې یو روایت راوړی چې پر اساس یې، موذن، عمر بن خطاب ته ورغی چې د سهار د لمانځه خبر ورکړي او وې لیدل چې هغه اوده دی او موذن وویل: «الصلاة خیر من النوم» له دې وروسته عمر امر وکړ چې دغه جمله په اذان کې ورزیاته کړي.[۲۸] همداراز ځینو ویلي چې په لومړي ځل عمر بن خطاب و چې امر یې و کړل د حی علی خیرالعمل جمله له اذانه ختمه او په ځای یې «الصلاة خیر من النوم» وویل شي.[۲۹]

د یو بل نقل مطابق د دې جملې په لومړي ځل د عمر بن خطاب د خلافت په زمانه کې د مسجد قبا د موذن سعد بن عائذ لخوا بدعت کېښودل شو[۳۰] البته له امام کاظم(ع) څخه هم په یو روایت کې نقل شوي چې د «الصلاة خیر من النوم «جمله د بني امیه و په زمانه کې په اذان ورزیاته شوې ده.[۳۱]

د پېغمبر په ژوند کې

د پېغمبر(ص) په ژوند کې په اذان د دغه جملې د ورزیاتېدو په اړه د اهل سنتو په روایي سرچینو کې مختلف او متعارض نقلونه راغلي دي. په ځینو روایتونو کې نقل شوي چې یوه ورځ بلال پېغمبر(ص) ته ورغی چې هغه حضرت ته د سهار د لمانځه خبر ورکړي او وې لیدل چې پېغمبر(ص) اوده دی، بیا یې غږ کړ چې «الصلاة خیر من النوم» او له هغې وروسته د سهار په اذان کې د دغه جملې ویل د پېغمبر(ص) له خوا هم تایید او ومنل شول.[۳۲] ځینو روایتونو کې داسې هم راغلي چې پېغمبر(ص) هغه ابومَحْذوره ته ښودلې ده.[[۳۳]

د جعفر سبحاني په وینا، هغه روایتونه چې د اهل سنتو په سرچینو کې یې په اذان کې د «الصلاة خیر من النوم» د زیاتېدو خبر ورکړی متعارض او له یو بل سره په ټکر کې دي او پرې تکیه نه شي کېدی؛ ځکه چې پکې خبره د استحباب او بدعت ترمینځ چې حرام دی راګېرېږي نو ځکه باید په اذان کې د دغه جملې ویل پرېښودل شي، ځکه چې که مستحبه وي پرېښودل یې سزا نه لري خو که بدعت وي ویل یې سزا لري.[۳۴]

ځینو اهل سنتو عالمانو ویلي چې دا جمله «الصلاة خیر من النوم» د پېغمبر(ص) له خوا په اذان کې نه ده داخله شوې او د هغوي له ژوند وروسته یې بدعت ایښودل شوی دی.[۳۵]

مونوګراف

په اذان کې د «الصلاة خیر من النوم» او د هغې د نه مشروعیت په اړه ځینې اثار لیکل شوي چې یو شمېر یې په دې ډول دي:

  • «الصلاة خیر من النوم فی الاذان» کتاب په عربۍ ژبه او سید علي شهرستاني لیکلی دی. دا کتاب په ۱۴۳۳ق کال کې په بغداد کې د «الرافد» خپرنځي له خوا چاپ شوی دی.[۳۶]
  • «مسألة، الصلاة خیر من النوم» کتاب د اهل بیتو د نړیوالې ټولنې شبهو ته د ځواب او څېړنې ډلې په وسیله لیکل شوی او د
  • «فی رحاب اهل البیت(ع)» ټولګې په څلورویشتم ټوک کې د اهل بیتو د نړیوالې ټولنې له خوا برابر او چاپ شوی دی.[۳۷] دا کتاب په فارسۍ ژبه هم ژباړل شوی دی.

فوټ نوټ

  1. جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقهیة الکویتیة، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۳۶۰ و ج۱۱، ص۱۷۶؛ سرخسی، المبسوط، دار المعرفة، ج۱، ص۱۳۰.
  2. جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقهیة الکویتیة، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۳۶۰.
  3. زبیدی، تاج العروس، ذیل واژه «تثویب».
  4. مثال په توګه وګورئ: ابن‌منظور، لسان العرب، ذیل واژه «تثویب».
  5. جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقهیة الکویتیة، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۳۶۱.
  6. مثال په توګه وګورئ: ابن‌رشد، بدایة المجتهد، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۸۹؛ بحرانی، الحدائق الناضرة، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۷، ص۴۱۸.
  7. مثال په توګه وګورئ: علامه حلی، نهج الحق و کشف الصدق، ۱۹۸۲م، ص۳۵۱.
  8. شیخ طوسی، الخلاف، مؤسسة النشر الإسلامی، ج۱، ص۲۸۷؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۹، ص۱۱۳.
  9. سید مرتضی، مسائل الناصریات، ۱۴۱۷ق، ص۱۸۴؛ شیخ طوسی، الخلاف، مؤسسة النشر الإسلامی، ج۱، ص۲۸۷.
  10. مثال په توګه وګورئ: حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۵، ص۴۲۷.
  11. شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۹۰.
  12. مثال په توګه وګورئ: حر عاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۱۶ق، ج۵، ص۴۲۶.
  13. شهید ثانی، مسالک الافهام، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۹۰؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۹، ص۱۱۶؛ جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقهیة، ۱۴۲۳ق، ج۸، ص۱۱۱.
  14. بحرانی، الحدائق الناضرة، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۷، ص۴۲۱؛ جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقهیة، ۱۴۲۳ق، ج۸، ص۱۱۱.
  15. جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقهیة، ۱۴۲۳ق، ج۸، ص۱۱۱.
  16. فاضل هندی، کشف اللثام، موسسة النشر السلامی، ج۳، ص۳۸۵.
  17. فیض کاشانی، مفاتیح الشرایع، ۱۴۰۱ق، ج۱، ص۱۱۸.
  18. نجفی،جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۹، ص۱۱۶.
  19. کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۱۴۶.
  20. کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۱۴۶.
  21. ابن‌رشد، بدایة المجتهد، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۸۹.
  22. شیخ طوسی، الخلاف، مؤسسة النشر الإسلامی، ج۱، ص۲۸۶.
  23. جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقهیة الکویتیة، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۳۶۰.
  24. مثال په توګه وګورئ: سرخسی، المبسوط، دار المعرفة، ج۱، ص۱۳۰؛ شوکانی، نیل الاوطار، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۴۶؛ شربینی، مغنی المحتاج، دار إحیاء التراث العربی، ج۱، ص۱۳۶.
  25. شهرستانی، الأذان بین الأصالة والتحریف، ۱۴۲۶ق، ص۳۴۳.
  26. حلبی، السیرة الحلبیه، دارالکتب العلمیه، ج۲، ص۱۳۶.
  27. شهرستانی، الصلاة خیر من النوم، ص۱۵۰.
  28. مالک بن انس، الموطأ، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۷۲.
  29. یحیی بن حسین، الأحکام (فقه المذهب الزیدی)، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۸۴.
  30. عبدالرزاق، المصنف، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۴۷۴.
  31. نوری، مستدرک الوسائل، مؤسسه آل البیت(ع)، ج۴، ص۴۴.
  32. مثال په توګه وګورئ: ابن‌ماجه، سنن ابن‌ماجه، دار إحیاء الکتب العربیة، ج۱، ص۲۳۷؛ دارمی، سنن دارمی، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۷۶۲.
  33. مثال په توګه وګورئ: بیهقی، السنن الکبری، ۱۴۲۴ق، ج۱، ص۶۲۲.
  34. سبحانی، سیمای عقاید شیعه، ۱۳۸۶ش، ص۳۸۵.
  35. مثال په توګه وګورئ: خوارزمی، جامع المسانید، ۱۴۱۹ق، ج۱، ص۲۹۶؛ ابن‌حزم، المحلی، دار الفکر، ج۲، ص۱۹۴؛ عبدالرزاق، المصنف، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۴۷۴.
  36. شهرستانی، الصلاة خیر من النوم فی الاذان، ۱۴۳۳ق، ص۲-۳.
  37. مجمع جهانی اهل‌بیت(ع)، مسألة، الصلاة خیر من النوم، ۱۴۲۶ق، ص۴.

سرچينې

  • ابن‌حزم، علی بن احمد، المحلی بالآثار، بیروت، دار الفکر، بی‌تا.
  • ابن‌رشد، أبو الولید محمد بن أحمد، بدایة المجتهد و نهایة المقتصد، قاهره، دار الحدیث، ۱۴۲۵ق.
  • ابن‌ماجه، أبو عبد الله محمد بن یزید، سنن ابن‌ماجه، بیروت، دار إحیاء الکتب العربیة، بی‌تا.
  • ابن‌منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، بیروت، دار الصادر، ۱۴۱۴ق.
  • بحرانی، یوسف، الحدائق الناضرة فی أحکام العترة الطاهرة، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، بی‌تا.
  • بیهقی، احمد بن حسین، السنن الکبری، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۲۴ق.
  • جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقهیة الکویتیة، کویت، دارالسلاسل، ۱۴۰۴ق.
  • جمعی از نویسندگان، الموسوعة الفقهیة، قم، دایرة المعارف الفقه الاسلامی، ۱۴۲۳ق.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، ۱۴۱۶ق.
  • خوارزمی، محمد بن محمود، جامع المسانید، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۹ق.
  • دارمی، عبد الله بن عبد الرحمن، سنن دارمی، عربستان سعودی، دار المغنی، ۱۴۱۲ق.
  • زبیدی، مرتضی، تاج العروس من جواهر القاموس، بیروت، دار الفکر، بی‌تا.
  • سبحانی، جعفر، سیمای عقاید شیعه، تهران، نشر مشعر، ۱۳۸۶ش.
  • سرخسی، محمد بن احمد، المبسوط، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۱۴ق.
  • شربینی، شمس الدین، مغنی المحتاج إلی معرفة معانی ألفاظ المنهاج، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۵ق.
  • شوکانی، محمد بن علی، نیل الاوطار، قاهره، دار الحدیث، ۱۴۱۳ق.
  • شهرستانی، سیدعلی، الصلاة خیر من النوم فی الاذان، بغداد، منشورات الرافد، ۱۴۳۳ق.
  • شهید ثانی، زین الدین بن علی، مسالک الافهام، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الخلاف، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، بی‌تا.
  • عبدالرزاق، أبو بکر عبد الرزاق بن همام، المصنف، هند، المجلس العلمی، ۱۴۰۳ق.
  • علامه حلی، یوسف بن حسن، نهج الحق و کشف الصدق، بیروت، دار الکتاب اللبنانی، چاپ اول، ۱۹۸۲م.
  • فاضل هندی، محمد بن حسن، کشف اللثام و الإبهام عن قواعد الأحکام، قم، موسسة النشر السلامی، بی‌تا.
  • فیض کاشانی، محمد بن شاه مرتضی، مفاتیح الشرایع، قم، کتابخانه عمومی آیت‌الله‌مرعشی نجفی، ۱۴۰۱ق.
  • کاشف الغطاء، شیخ جعفر، کشف الغطاء عن مبهمات الشریعة الغرّاء، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۴۲۲ق.
  • مالک بن انس، الموطأ، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۶ق.
  • مجمع جهانی اهل‌بیت(ع)، مسألة، الصلاة خیر من النوم، قم، مجمع جهانی اهل بیت(ع)، ۱۴۲۶ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.
  • نوری، حسین، مستدرک الوسائل و مستنبط المسائل، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، بی‌تا.
  • یحیی ین حسین، الأحکام فی الحلال والحرام (فقه المذهب الزیدی)، بی‌جا، بی‌نا، ۱۴۱۰ق.