سحر خیزي

د wikishia لخوا

سَحَر خیزي یا سهار وختي پاڅېدل په اسلامي ادبیاتو کې د سهار له اذانه مخکې ویښ پاتې کېدو ته وایي چې د ګناهانو بخښل کېدل او د دعا قبلېدل یې ځینې فایدې دي. د روایتونو له مخې معصومان(ع) سحرخېزه وو. د شپې لمونځ کول (تهجدو) او په روژې میاشته کې د سحر د دعا لوستل هغه عملونه دي چې د سحر په وخت یې سپارښتنه شوې ده.

د ځینو مسلمانو هیوادونو په نزد، د روژې په میاشته کې د سحر خوانۍ او طبل وهلو دستورې دود دي.

مفهوم پېژندنه

سحرخیزي د سحر (پېشمنی) په وخت له خوبه وېښېدو ته وایي.[۱] او د ځینو روایتونو په اساس سحر د فجر صادق له راختلو ( د سهار اذان) نه مخکې په معنا دی.[۲] د سحر ټکی [یاداشت۱] په لغتنامو کې « د شپې اخر»[۳] «د فجر له راختلو مخکې»[۴] «له سهاره له مخکې»[۵] او « هغه وخت چې د شپې تیاره د ورځې له رڼا سره ګډه شي»[۶] معنا شوی دی.

د سحر ټکی، په وَالْمُسْتَغْفِرِینَ بِالْأَسْحَارِ (ترجمه: [متقیان]... او په سحرونو کې استغفار کوونکي دي) سوره آل عمران–۱۷] آیت کې کارول شوی چې شیعه لغت پېژندونکي فخرالدین طریحی (وفات ۱۰۸۷ق)، هغه «له سهاره لږ مخکې» معنا کړی دی.[۷]

مقام

د حدیثونو په کتابونو کې د روژې په بحث پورې اړوندو بابونو کې د سحر په اړه بحث شوی[۸] او شیعه محدث شیخ کلیني (وفات ۳۲۹ق) په کافي کتاب کې د « هغه وختونه او حالات چې هیله ده دعا پکې قبوله شي» په باب کې د سحر په اړه یو روایت راوړی دی.[۹] په فقهي کتابونو کې هم، د روژې په باب[۱۰] او د نافله لمونځونو د وخت[۱۱] په باب کې د سحر بحث شوی دی.

عارفانو په خپلو اثارو کې د سحر خیزۍ یادونه کړې ده.[۱۲] او په فارسي شعر کې، لکه د حافظ[۱۳] ملک‌الشعرای بهار[۱۴] شاعرانو او د مهدی الهی قمشه‌ای[۱۵] په شان عالمانو په کلام کې سحر خیزۍ ته اشاره شوې ده.



خود را بُکُش ای بلبل ازین رشک که گل را با باد صبا وقت سحر جلوه‌گری بود
هر گنج سعادت که خدا داد به حافظ از یمن دعای شب و ورد سحری بود[۱۶]


د معصومانو(ع) سحر خیزي

د حدیثونو له مخې، اهل بیت(ع) سحر خیزه وو او په سحر کې یې لمنځونه او دعاګانې کولې.[۱۷] همداراز د شیعه روایتونو له مخې یو وخت چې پېغمبرانو د لمونځ او دعا لپاره انتخاباوه، سحر و.[۱۸]

ګټې

ای خدایه، څوک چې سحر نه لري، له ځانه خبر نه لري

حسن‌زاده آملی، الهی‌نامه، ۱۳۸۱لمریز، مخ ۱۸.


په روایتونو کې د ګناهونو بخښل کېدل[۱۹] او د دعا منل کېدل د سحر خیزۍ له فایدو ذکر شوې دي.[۲۰] د یو روایت له مخې کله چې د حضرت یعقوب بچو له هغه وغوښتل چې د هغه خطا په وجه چې د یوسف په کیسه کې یې کړې وه د هغوي لپاره له خدایه بخښنه وغواړي، یعقوب د بخښنې غوښتل تر سحره وځنډول، ځکه چې دعا او د بخښنې غوښتل په دغه وخت کې قبلیږي.[۲۱]

له امام صادق(ع) په یو روایت کې، په سحر کې د ځینو کسانو استغفار، د الهي عذاب د نازلېدو مخنیوونکی ګڼل شوی دی.[۲۲] او د یو بل روایت له مخې، روزۍ په سحر کې وېشل کیږي.[۲۳]

عملونه

په روایتونو کې سپارښتنه شوې چې د سحر په وخت له خدایه بخښنه وغوښتل شي.[۲۴] مسواک کول[۲۵] او د شپې لمونځ (تهجدو) کول د سحر د وخت له نورو سپارښتنو دي.[۲۶]

د روایتونو له مخې، د روژې په میاشته کې د سحر د دعا لوستل[۲۷] او د سحر په وخت د روژتیانو لپاره پیشمنی کول مستحب دي.[۲۸]

دستورې

سحر خواني، په ایران کې د روژې میاشتې په سحرونو (پېشمني وختونو) کې د خلکو د ویښولو لپاره یوه دستوره وه.[۲۹] ویل شوي چې دغه دستورې د هند په خلکو کې هم شته دي.[۳۰] په سوریه کې د طبل وهلو او په ترکیه کې د چاووش خوانۍ دستورې د سحر د وخت نورې دستورې دي.[۳۱]

فوټ نوټ

  1. عمید، فرهنگ فارسی عمید، ۱۳۸۹ش، ذیل واژه سحرخیز.
  2. شیخ طوسی، الاستبصار، ۱۳۹۰ق، ج۱، ص۲۲۰.
  3. فراهیدی، کتاب العین، ۱۴۰۹ق، ذیل واژه سحر، ج۳، ص۱۳۶.
  4. ابن‌سیده، المحکم و المحیط الاعظم، ۱۴۲۱ق، ج۳، ص۱۸۴.
  5. جوهری، الصحاح، ۱۳۷۶ق، ذیل واژه سحر، ج۲، ص۶۷۸.
  6. راغب اصفهانی، مفردات الفاظ القرآن، ۱۴۱۲ق، ذیل واژه سحر، ج۱، ص۴۰۱.
  7. طریحی، مجمع البحرین، ۱۳۷۵ش، ذیل واژه سحر، ج۳، ص۳۲۵.
  8. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۲۹ق، ج۷، ص۴۶۳.
  9. کلینی، الکافی، ۱۴۲۹ق، ج۴، ص۳۲۰.
  10. مثال په توګه وګورئ: حائری طباطبایی، ریاض المسائل، ۱۴۱۸ق، ج۵، ص۴۸۳.
  11. مثال په توګه وګورئ: حائری طباطبایی، ریاض المسائل، ۱۴۱۸ق، ج۲، ص۲۳۱.
  12. مثال په توګه وګورئ: شاه‌آبادی، رشحات البحار، ۱۳۸۶ش، ص۴۵.
  13. دیوان حافظ، غزل شماره ۲۱۶، ص۲۱۶.
  14. دیوان ملک‌الشعرای بهار، ۱۳۸۲ش، ص۳.
  15. الهی قمشه‌ای، مجموعه دیوان الهی، ۱۳۶۶ش، ج۲، ص۵۲۳.
  16. دیوان حافظ، غزل شماره ۲۱۶، ص۲۱۶.
  17. مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۲۹ق، ج۴، ص۳۹۹.
  18. مثال په توګه وګورئ: کوفی اهوازی، الزهد، ۱۴۰۲ق، ص۷۵؛ قمی، تفسیر قمی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۳۵۰.
  19. امام صادق(ع)، مصباح الشریعه، ۱۴۰۰ق، ص۱۲۳.
  20. شیخ صدوق، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، ۱۴۰۶ق، ص۱۶۱.
  21. قمی، تفسیر قمی، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۳۵۶.
  22. شیخ صدوق، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، ۱۴۰۶ق، ص۱۷۷.
  23. کلینی، الکافی، ۱۴۲۹ق، ج۴، ص۳۲۲.
  24. منسوب به امام صادق(ع)، مصباح الشریعه، ۱۴۰۰ق، ص۴۶.
  25. کلینی، الکافی، ۱۴۲۹ق، ج۵، ص۷۶.
  26. شیخ طوسی، الإستبصار، ۱۳۹۰ق، ج۱، ص۲۲۰.
  27. شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۵۸۲.
  28. شیخ صدوق، فضائل الاشهر الثلاثه، ۱۳۹۶ش، ص۹۲.
  29. «موسیقی رمضان در ایران به کوشش هوشنگ جاوید»، ص۱۷.
  30. «رمضان و زیبایی تفاوت آیین‌ها در کشورهای جهان»، حوزه نمایندگی ولی‌فقیه در امور حج و زیارت، بایگانی شده از اصلی.
  31. «رمضان و زیبایی تفاوت آیین‌ها در کشورهای جهان»، حوزه نمایندگی ولی‌فقیه در امور حج و زیارت، بایگانی شده از اصلی.

سرچينې

  • ابن‌سیده، علی بن اسماعیل، المحکم و المحیط الاعظم، عبدالحمید هنداوی، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۲۱ق.
  • ابن‌فارس، احمد بن فارس، معجم مقاییس اللغه، تصحیح عبدالسلام محمد هارون، قم، مکتب الاعلام الاسلامی، ۱۴۰۴ق.
  • الهی قمشه‌ای، محی‌الدین مهدی، مجموعه دیوان الهی، تهران، کتابفروشی برادران علمی، ۱۳۶۶ش.
  • منسوب به امام صادق(ع)، مصباح الشریعه، بیروت، اعلمی، ۱۴۰۰ق.
  • جوهری، اسماعیل بن حماد، الصحاح: تاج اللغه و صحاح العربیه، تصحیح احمد بن الغفور عطار، بیروت، دار العلم للملایین، ۱۳۷۶ق.
  • حائری طباطبایی، سید علی بن محمد، ریاض المسائل، تحقیق محمد بهره‌مند و دیگران، قم، مؤسسة‌ آل‌البیت(ع)، ۱۴۱۸ق.
  • حسن‌زاده آملی، حسن، الهی‌نامه، بی‌جا، الف لام میم، ۱۳۸۱ش.
  • راغب اصفهانی، حسین بن محمد، مفردات الفاظ القرآن، بیروت،‌دار القلم، ۱۴۱۲ق.
  • «رمضان و زیبایی تفاوت آیین‌ها در کشورهای جهان»، سایت حوزه نمایندگی ولی‌فقیه در امور حج و زیارت، تاریخ درج مطلب: ۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۲ق، تاریخ بازدید:‌ ۲۸ مهر ۱۳۹۹ش.
  • شاه‌آبادی، محمدعلی، رشحات البحار، تهران، پژوهشکده فرهنگ و اندیشه اسلامی، ۱۳۸۶ش.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، ثواب الاعمال و عقاب الاعمال، قم، دار الشریف الرضی للنشر، ۱۴۰۶ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، فضائل الاشهر الثلاثه، تحقیق و تصحیح غلامرضا عرفانیان، قم، کتاب‌فروشی داوری، ۱۳۹۶ش.
  • طریحی، فخرالدین بن محمد، مجمع البحرین، تحقیق و تصحیح احمد حسینی اشکوری، تهران، مرتضوی، ۱۳۷۵ش.
  • طوسی، محمد بن الحسن، مصباح المتهجد، بیروت، مؤسسة فقه الشیعه، ۱۴۱۱ق.
  • طوسی، محمد بن الحسن، الاستبصار فیما اختلف من الاخبار، تصحیح حسن الموسوی خرسان، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۹۰ش.
  • فراهیدی، خلیل بن احمد، کتاب العین، قم، نشر هجرت، ۱۴۰۹ق.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر قمی، قم،دار الکتاب، ۱۴۰۴ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیحدار الحدیث، قم، دار الحدیث، ۱۴۲۹ق.
  • کوفی اهوازی، حسین بن سعید، الزهد، تصحیح غلامرضا عرفانیان یزدی، قم، المطبعة العلمیه، ۱۴۰۲ق.
  • ملک‌الشعرای بهار، محمدتقی، دیوان اشعار ملک‌الشعرای بهار، تهران، آزادمهر، ۱۳۸۲ش.
  • منصوری لاریجانی، اسماعیلی، سیمای سحرخیزان در نهج‌البلاغه، تهران، آیه، ۱۳۸۷ش.
  • «موسیقی رمضان در ایران به کوشش هوشنگ جاوید»، در مجله کتاب ماه هنر، تهران، خانه کتاب، شماره ۷۷ و ۷۸، بهمن و اسفند

بهرنۍ لینک